
انتیبیوتیک څه دي او څرنګه کار کوي ؟
انتیبیوتیک داسې درمل دي چې له باکتریا پیدا شوي عفونیت سره جګړه کوي. په انګریزۍ کې ورته (antibacterial) نوم هم اخلي. د باکتریا په وژلو او د ودې په مخنیوي باندې د عفوني شوې برخې درملنه کوي. په لمړي ځل باندې انتیبیوتیک په ۱۹۳۶ کې کارېدلي. له انتیبیوتیک مخکې په متحده ایالتونو کې له هرو ۱۰۰ مړه کېدونکو کسانو ۳۰ کسان له هغو ناروغیو مړه کېدل د کومو چې اوسمهال درملنه په انتیبیوتیک کیږي. اوس وخت کې هم انتیبیوتیک د هغو جدي عفوني کوونکو ناروغیو درملنه کوي چې د انسان ژوند ګواښلی شي او د کمزوري عفونیت مخنیوی کوي تر څو په جدي او ژوند ګواښونکې ناروغۍ بدل نشي.
انتیبیوتیک مختلف کلاسونه لري او ځینې ډولونه یې د ځانګړي باکتریایي عفونیت لپاره ښه کار کوي. انتیبیوتیک په مختلفو شکلونو کې موجود وي لکه ګولی، کپسول، مایع، کریم، غوړ یا تیلو شکل کې. ډېری انتیبیوتیک یوازې د ډاکټر په نسخه له درملتون څخه ت...