طب

Skeleton – اسکلیټ

Skeleton – اسکلیټ

طب
د انسان په اسکلیټ کې ټول هډوکي، کرپندوکي (cartilage)، عضلاتي وترونه (ligaments) او د ټېنډون (tendons) په نامه فایبرونه شامل دي. اسکلیټ د انسان د بدن ۲۰ % وزن جوړوي. د بلوغ ته رسیدلي کس په اسکلیټ کې ۲۰۶ هډوکي موجود وي. د کوچنیانو په اسکلیټ کې تر بلوغ ته رسېدلو زیات هډوکي موجود وي لامل یې د سرکوپړۍ کې ځینې هډوکي دي کوم چې له ودې وروسته په یو بل کې فیوز کیږي. همداسې د نر او ښځې په اسکلیټ کې هم ځینې توپیرونه موجود دي. د نر اسکلیټ اوږد وي خو د ښځې اسکلیټ بیا د خاصره لګن پراخ هډوکی لري تر څو اومیندواري او زېږون ممکن کړي. د پورته یادو شوو توپیرونو په پام کې له نیولو پرته اسکلیټ په دوه (axial skeleton and the appendicular skeleton) برخو وېشل کیږي.   Axial skeleton anatomy د بلوغ ته رسېدلي کس د اسکلیټ په دې برخه کې ۸۰ هډوکي شامل وي. له هغو هډوکو جوړه شوې برخه ده کوم چې د ب...
Stapes – زین یا رکاب

Stapes – زین یا رکاب

طب
مخکې تر دې چې مغز د غږ څپې درک کړي د غږونو څپې باید غږیز کانال ته داخلې شي، د غوږ له پردې تېرې شي، د غوږ پردې ته د طب انګریزۍ کې (tympanic membrane) نوم اخلي او په عامه انګرېزۍ کې ورته (eardrum) وایي - له دې وروسته د غوږ منځنۍ برخې ته ځي، له دې وروسته د غږ څپې د غوږ درې هډوکي په خوځښت راولي دا درې هډوکي (malleus, incus, and stapes) دي. د انسان بدن کې تر ټولو کوچنی هډوکی (Stapes) دی.   د (malleus) هډوکی ځینې وخت له سټک یا چکش سر پرتله کیږي ځکه چې ضربه یې سټک ته ورته ده، او د (incus) په نامه هډوکي ته د سندان په څېر ضربه ورکوي - په انګریزۍ کې سندان ته (anvil) او سټک ته (hammer) وایي. کله چې دغږ څپې له دې هډوکو تېرې شي نو بیا له (stapes) هډوکي څخه تېریږي. د (stapes) شکل زین یا رکاب ته ورته دی.   د زین یا رکاب دوه څانګو ته (inferior and superior crus) نومونه اخلي، دا څانګې ...
Inferior vena cava

Inferior vena cava

طب
د (posterior vena cava) نوم هم ورته اخلي. د انسان بدن کې تر ټولو غټ ورید دی. د بدن له لاندې برخې زړه ته له اکسیجن څخه تخلیه شوې وینه انتقالوي. په دې مانا چې له وینې د اکسیجن زیاته برخه نسجونو اخیستې وي او وینه خیره رنګ لري. په دې ورید کې وینه د پښو او د تنې د لاندې برخې وي. دا ورید د زړه په ښي دهلیز کې خالي کیږي. د زړه ښی دهلیز د زړه د ښي اړخ په وروسته برخه کې دی. د ګېډې د جوف وروسته خوا کې غزېدلی، د شمزي د ښي اړخ په اوږدو کې وي. د پښو دوه عمده وریدونه د (iliac veins) په نامه یادیږي، دواړه خپله کې سره یو ځای کیږي او (inferior vena cava) جوړوي.  ...
Flexor digitorum superficialis

Flexor digitorum superficialis

طب
بهرنۍ عضله ده او د لاس د څلور ګوتو په قاتولو کې مرسته کوي - له بهرنۍ کلیمې مطلب (extrinsic) دی مانا یې چې د یو چا یا یو څه د بنسټیز طبیعت برخه نه وي، له بهر راغلې وي او یا له بهر څخه فعالیت کوي. دلته د (extrinsic) مانا دا ده چې دا عضله بهر د لاس په لېچو کې واقع ده. دا عضله دوه جلا سرونه لري او دواړه له لېچو سرچینه اخلي. د سرونو نومونه یې (humeroulner head and radial head) دي. له دې عضلې څلور ټېنډون را پورته شوي، ټېنډون یې له مړوند سره نږدې له کرپل تونل تېر شوي. ټېنډون سره جلا شوي او له ګټې ګوتې پرته د څلور ګوتو د منځنیو هډوکو له څنګ سره نښتي. ځینې وخت په کچه ګوته کې ټېنډون نشته وي. که چېرې په کچه ګوته کې نه وي نو د ټپ پر وخت تشخیص کې د ستونزې لامل کیږي. د دې عضلې بنسټیزه دنده د ګوتو په منځني هډوکي کې د ګوتو قاتونه ده. په دوېمه کچه یې دنده د ګوتو او رغوي د مفصلونو قاتونه ده....
Suprascapular artery

Suprascapular artery

طب
دوه څانګې لري او هره یوه یې مختلفو سیمو ته له اکسیجن سره ګډه شوې وینه انتقالوي. د څانګو نومونه یې (suprasternal branch and acromial branch) دي. د (suprasternal branch) څانګه د سینې پورته برخې ته وینې رسوي، د وږې له هډوکي (clavicle bone) تېریږي او د سینې په پوستکي کې پای ته رسیږي. د (acromial branch) څانګه یې د مټې او وږې ترمنځ هغه پوستکي ته وینه رسوي چې سکپولا هډوکی یې پوښلی. دا رګونه په (thyrocervical trunk) کې پیل کیږي کوم چې د غاړې او مټې د رګونو څانګه ده.  
Middle phalanges – د لاس په ګوتو کې منځني هډوکي

Middle phalanges – د لاس په ګوتو کې منځني هډوکي

طب
بل نوم یې (intermediate phalanges) دی. د ګوتو منځني هډوکي دي. له ګټې ګوتې پرته په نورو څلور ګوتو کې درې هډوکي وي. نورو دوه هډوکو ته چې له منځني هډوکي لاندې او پاسه موجود دي د (proximal phalanx and distal phalanx) نومونه اخلي. په (distal phalanx) کې نوکان دي او (proximal phalanx) هر هډوکی د رغوي له (metacarpal bone) هډوکي سره مفصل شوی وي. د ګوتو منځني هډوکي دوه مفصلونه لري. د پښې او لاس په ګټو ګوتو کې د ګوتې منځنی هډوکی نشته.
Uterine vein – د ځلانځ ورید

Uterine vein – د ځلانځ ورید

طب
د ځلانځ ورید د ښځې تناسلي غړي ته نږدې د وینې د رګونو یو ګروپ ته رجوع کوي. د (uterine venous plexus) رګونو برخه ګڼل کیږي. په (plexus) کې د وینې جریان سره مرسته کوي. د (uterine plexus and uterine vein) وریدونه د ځلانځ له څنګونو بهر راوځي او له واجینا سره په مجاورت کې پراته دي. له ځلانځ څخه زړه ته وینه انتقالوي. کله چې وینه په (uterine plexus) رګونو کې دوران ترسره کړي نو د د ځلانځ ورید (Uterine vein) له لارې تخلیه کیږي.   د ځلانځ په هر څنګ کې دوه (Uterine veins) موجود دي. وروسته له (hypogastric vein) وریدونو سره یو ځای کیږي. همداسې له (ovarian vein) سره هم وصل شوی. که چېرې په ورید کې وینه ټینګه شي او د وینې جریان بند شي دې حالت ته د (uterine vein thrombosis) نوم اخلي....
Uterine tube

Uterine tube

طب
بل نوم یې (Fallopian tube) دی. د هګیو له کیسې څخه زیلانځ یا رحم ته هګۍ انتقالوي. په هره ښځه کې دوه دا ډول کانالونه موجود وي خو ښځې د بې نظمیو له امله، جراحي له امله، له زیلانځ څخه د جنین بهر ودې له امله دا کانالونه له لاسه ورکولای شي. د دې ټیوب یا کانال یوې برخې ته امپولا (ampulla) نوم اخلي او معمولا په همدې برخه کې د ښځې هګۍ د نر له سپرمو سره القاح کیږي او القاح شوې هګۍ زیلانځ ته تګ کوي چېرې چې جنین ترې جوړیږي او تر پیدا کېدو پورې وده کوي. ځینې ښځې که چېرې جنین یې له زیلانځ بهر وده وکړي او یا هم جراحي وکړي په دې کانالونو کې ستونزې پیدا کوي. ستونزه یې ممکن دې کانال ته زیان اړونکې وي او یا ممکن د ښځې د ژوند ګواښونکې وي. که چېرې القاح شوې هګۍ له کانال څخه زیلانځ ته ولاړې نشي نو جنین د کانال په داخل کې وده پیل کوي. درملنه یې د جنین د لرې کولو په جراحي ترسره کیږي. کومې ښځې چې په واجینا کې ل...
Pituitary Gland – پیتویټري مرغړی

Pituitary Gland – پیتویټري مرغړی

طب
د اینډوکرین سیستم یوه برخه ده. عمومي دنده یې په وینه کې د هورمونونو ترشح ده. دا هورمونونه د بدن په نورو غړو او نورو هورمونونو اغیز کوي په ځانګړې توګه په تایرویډ، د مثل د تولید غړي او ادرېنال مرغړیو. دې مرغړیو ته (master gland) نوم هم اخلي او لامل یې په زیاتو بهیرونو کې ګډون دی. واړه مرغړي دي، هګۍ ته ورته شکل لري، د پوزې شاته د انسان د مغز لاندې برخه کې موقیعت لري، له هایپوتالاموس (hypothalamus) سره وصل دي. په مغز کې هایپوتالاموس د مغز یوه وړه برخه ده او د بدن د فعالیت د توازن په کنټرول کې اړین رول لري. له پیتویټري مرغړي چې کوم هورمون ترشح کیږي هم یې د مغز همدا برخه کنټرول کوي. د پیتویټري مرغړي په دوه برخو وېشل شوي وروستۍ نرمۍ او مخکینۍ نرمۍ (anterior and posterior lobes) مخکینۍ نرمۍ (Anterior lobe) د دې مرغړي مخکینۍ نرمۍ له مختلف ډوله حجرو جوړه شوې او مختلف ډوله هورمونونه تولیدوي...
د نر او ښځې په خاصره لګن کې توپیر

د نر او ښځې په خاصره لګن کې توپیر

طب
د نر د خاصره لګن هډوکي Male pelvis bones خاصره لګن د شمزي یا د ملا د تیر لپاره بنیاد او د ورانه د مفصلونو لپاره ساکت جوړوي. د خاصره لګن په هډوکي کې د ورانه د مفصل هډوکي، سکروم او کوکسیکس شامل وي. د نر د خاصره لګن هډوکي د ښځې په پرتله تنګ او واړه وي، د خاصره لګن پای (pubic arch) هم په نر کې د ښځې په پرتله کوچنی وي. د ورانه د مفصل درې هډوکي لري او کله چې انسان وده کوي د وخت له تېرېدو سره خپله کې فیوز کیږي. د درېواړو نومونه او لنډه تشرېح لاندې وګورئ : Ilium د ورون د مفصل د هډوکي پورتنۍ برخه ده Ischium د ورون په مفصل کې منحني شوې برخه ده د ورون د مفصل د هډوکو بنیاد جوړوي Pubis د ورون د مفصل د هډوکي مخکینۍ برخه جوړوي پورته درېواړه برخې خپله کې سره یو ځای کیږي او د خاصره لګن د هډوکي ساکت (acetabulum) جوړوي، په دې ساکت کې د ورون...
Seminal vesicles – د منیو کیسې

Seminal vesicles – د منیو کیسې

طب
کیسو ته ورته د مرغړیو جوړه ده او د نر په خاصره لګن کې موجودې وي. دنده یې د منیو اکثریت اجزا جوړونه ده. د پروستات مرغړیو له پاسه او د مثانې لاندې موقیعت لري. هره د منیو کیسه یو تاو شوی تونل لري او له دې تونل څخه نورې کیسې څانګې کوي. تونل یې له درې مختلفو طبقو جوړ شوی وي لاندې هره طبقه وګورئ :   - لنده داخلي طبقه په دې طبقه کې ځانګړې حجرې موجودې دي کومې چې د منیو د کیسې مایع تولیدوي - منځنۍ طبقه د عضلې له نرم نسج څخه جوړه وي - بهرنۍ طبقه او له نښلونکي نسج څخه جوړه وي   د منیو د کیسې یوه برخه او (vas deferens) سره یو ځای کیږي ترڅو د منیو د انزال تونل (ejaculatory duct) جوړ کړي. د منیو د انزال پر وخت د نرمې عضلې برخه انقباض کوي یا ځان غونډوي او مني د انزال کانال ته داخلوي. د دې کیسې دنده د مایع تولید او د همدې مایع ذخیره کول دي کوم چې ممکن په منیو تبدیل شي. په دې ...
Diaphragm  –  دیافراګم

Diaphragm – دیافراګم

طب
حجاب حاجز یا دیافراګم د ساه اخیستنې په بهیر کې کارېدونکې عضله ده. ګنبزې ته ورته شکل لري. د زړه او سږو لاندې وي. کله چې ساه داخل ته اخلی او بهر ته یې باسی دا پرده په دوامداره توګه انقباض کوي. اسکلیټي عضله ده د سینې په بیخ کې ښکته شوې او سینه له ګېډې جلا کوي. کله چې ساه اخلی او بهر یې باسی نو پړسیږي او بېرته داخل ته کوزیږي. د ساه اخیستنې له بهیر پرته نورې دندې هم لري، د ګېډې فشار زیاتوي تر څو د کانګو، ادرارو او فضله موادو مخه ډب کړي. همداسې له مرۍ سره مرسته کوي چې د اسیدو د بېرته ګرزونې مخه ډب کړي. له مرۍ څخه د (phrenic nerve) عصب دیافراګم ته غزېدلی او همدا عصب یې خوځښت یا حرکت کنټرول کوي. دیافراګم کې درې پرانیستې موجودې دي د همدې پرانیستو له لارې ځینې جوړښتونه د ګېډې او سینې ترمنځ تېر شوي. درېواړه پرانیستې یې لاندې وګورئ : Esophageal opening له دې پرانیستې مری او واګوس عصب تېر شو...
Jejunum – جوجونم

Jejunum – جوجونم

طب
وړه کلمه له درې برخو جوړه شوې، یوه برخه یې جوجونم ده. جوجونم د هاضمې د سیستم یوه برخه ده او د خوړو په تجزیه او جذب کې اړین رول لري. له (pyloric sphincter) څخه پیل او په (ileocecal valve) پای ته رسېدلې. د وړې کلمې نورو دوه برخو ته (duodenum and the ileum) نومونه اخلي.   له معدې څخه چې کله خواړه د وړې کلمې (duodenum) برخې ته ولاړ شي نو دې برخه کې د لوز المعدې یا د پانقراص انزایمونه او په ځیګر کې د تولید شوې صفرا په مرسته خوځښت کوي او د کلمې جوجونم برخې ته داخلیږي. جوجونم د وړې کلمې له پنځه برخو دوه برخې جوړوي. د جوجونم عمومي دنده د اړینو خوړو لکه د بورې، غوړو اسیدو او امینو اسیدو جذب دی. د کلمې څپو ته ورته بې اختیاره خوځښت ته د کوم په مرسته چې خواړه په کلمو کې حرکت کوي (Peristalsis) وایي، په جوجونم کې دا خوځښت ځواکمن او چټک دی.   د وړې کلمې په کومه برخه کې چې جوجونم پیل...
Common iliac vein – د خاصره لګن عمومي ورید

Common iliac vein – د خاصره لګن عمومي ورید

طب
په انګرېزۍ کې (iliac) هر هغه څه ته وایي چې له (ilium) سره تړاو لري او (ilium) پراخ هډوکی دی چې د لګن خاصره (pelvis) هډوکي هره نیمه خوا جوړوي. د خاصره لګن د داخلي او بهرني ورید له یووالي څخه جوړ شوی. په ګېډه کې وي او د ملا د مهرو (lumbar vertebrae) له پنځمې مهرې سره تقریبا مخامخ وي. په دوه څانګو وېشل شوی وي. د لګن خاصره داخلي ورید په خاصره لګن کې له غړو څخه وینه تخلیه کوي، بهرنی د خاصره لګن ورید له (femoral veins) سره وصل کیږي. دواړه بهرنی او داخلي د خاصره لګن وریدونه سره یو ځای کیږي تر څو (inferior vena cava) جوړ کړي.   کوم وریدونه چې شبکه جوړوي د (Plexuses) په نامه یادیږي او په نرانو کې د پروستات په مرغړیو، مقعد او د ادرارو په مثانه کې موجود وي خو په ښځو کې په واجینا، مقعد او په ځېلانځ کې موجود وي.   بهرنی د خاصره لګن ورید د پښې په لاندې برخه کې د (inguinal liga...
Brachial Artery

Brachial Artery

طب
د وینې رګونه دي، د لاس په مټه کې موجود وي، مټې او د لاس پنجې ته وینه انتقالوي، په وږو کې له (axillary artery) څخه ادامه پیدا کوي او د لاس په اوږدو کې غزېدلي، د څنګل د مفصل په منځ کې (cubital fossa) جوړوي. له (cubital fossa) څخه لاندې دا رګ په دوه رګونو وېشل کیږي او د لېچې په اوږدو کې غزیږي او همدا په دوه برخو وېش یې عمومي څانګې ګڼل کیږي. د وېش نورې درې څانګې یې (the inferior ulnar collateral, profunda brachii and superior ulnar arteries) دي. د دې رګ نبض د څنګل په مخې خوا کې اورېدل کیږي او له همدې امله د وینې فشار په مټه کې کتل کیږي....
Hymen – د بکارت پرده

Hymen – د بکارت پرده

طب
د بکارت پرده یوه نازکه غشا ده، د واجینیا د خولې چار چاپېره وي. په هرې پېغلې انجلۍ کې یې شکل او کچه توپیر لري. په زیاتو انجونو کې یې شکل نیمې سپوږمۍ ته ورته وي. که چېرې انجلۍ له نر سره جنسي اړیکه ونیسي او یا هم واجینا ته یې درمل، کوټېکس او یا نور د اړتیا توکي داخل شي نو دا پرده پرې کیږي. له دې پرته د دروند فعالیت او یا هم زیاتې وینې ضایع کېدنې له امله هم د بکارت پرده پرې کېدای شي. د بکارت د پردې هر شکل ته ځانګړي طبي نومونه ورکړل شوي لاندې درې شکله لرونکې پردې د میاشتینې ناروغۍ پر وخت د وینې دبهېدو مخنیوی کوي او د ستونزې د حل لپاره کوچنۍ جراحي ته اړتیا لري. د (Imperforate hymen) شکل په بشپړ توګه د واجینیا خوله پوښلې وي، د میاشتینۍ ناروغۍ پر وخت د وینې د بهېدو مخه نیسي او د دې ډول پردې لرونکې انجلۍ باید کوچنۍ جراحي ترسره کړي. د (Microperforate hymen) شکل ډېره نری پرده ده او تقریبا د ...
Vagina – واجینا

Vagina – واجینا

طب
په عربي کې ورته مهبل نوم اخلي کوم چې پښتو او فارسي کې هم کاریږي. ډېری خلک د ولوا (vulva) او واجینا (vagina) تر منځ توپیر نکوي. ولوا د ښځې د تناسلي الې بهرنۍ برخې یا شونډو او د شونډو منځ ته وایي او واجینا عضلاتي کانال دی او د ښځې د تناسلي الې له خولې د ځېلانځ تر خولې پورې وي. په ولوا کې (labia) شامله ده کومه چې د ولوا د چین یا تاو شوو برخو داخل او بهر دی، د واجینا خوله (vagina opening) شامله ده، ولوا پاسه برخه کې (clitoris) وي کوم چې ولاړ یا نېغ شکل لري، یورېترا او یا د ادرارو بهر ته غورزونکي کانال (urethra) خوله شامله ده. واجینیا عضلاتي کانال دی کوم چې په عصبي رګونو او مخاطي غشا استر شوی. ځېلانځ او د رحم خوله سره وصل کوي او د میاشتینۍ ناروغۍ، نر سره جنسي اړیکې نیونې او اولاد زېږونې کې مرسته کوي. د واجینا خولې ته (vagina opening) نوم اخلي د (vaginal vestibule or introitus) په نامه هم ...
Lungs – سږي

Lungs – سږي

طب
سږي د تنفسي جهاز مرکز دی. د بدن د هر غړي ټولې حجرې اکسیجن ته اړتیا لري تر څو ژوندۍ پاتې شي. همداسې ستاسې بدن دې ته اړتیا لري چې له کاربن ډایوکسایډ څخه ځان کړي. کله چې حجرې هره ورځ خپل نورمال فعالیت ته دوام ورکوي نو د کاربن ډایوکسایډ ګاز د اضافي ګاز په توګه یا زیاتي تولید په توګه تولیدوي. کله چې تاسې ساه داخل ته اخلی او بهر ته یې باسی نو د اخیستلو پر وخت اکسیجن له نورو ګازونو سره د مخلوط په توګه او د ساه وېستلو پر وخت ګاربن ډایوکسایډ بهر باسی.   سږي سپنجي، ګلابي رنګه غړي دي، ښی اړخ ېې له درې نرمیو جوړ وي او چپ اړخ یې یوازې له دوه نرمیو جوړ وي کوم چې زړه ته خونه هم جوړوي. سږي د (trachea) په پای کې پیل کیږي کوم چې د هوا تونل دی او سږو ته هوا داخلوي او له سږو یې بېرته بهر باسي. هر سږی یو تونل لري کوم ته چې د (bronchus) نوم اخلي او سږي له (trachea) سره وصل کوي. د سږو دوه تونلونه د Y ...
Frenum  – په خوله کې غشایي چین

Frenum – په خوله کې غشایي چین

طب
په انګرېزۍ کې ورته (frenulum) نوم هم اخلي. د خولې پاسه او لاندې برخه کې او همداسې د دواړو شونډو د بیخ او ووریو ترمنځ د نرمو نسجونو پردې ته ورته شکل دی. د ژبې لاندې هم موجوده ده. په هر کس کې یې ډبلوالی او اوږدوالی توپیر لري. که چېرې وینې شي زیاته وینه ترې بهیږي خو د وینې کېدو پر وخت که خوله پاکه وساتل شي نو کومې درملنې ته اړتیا نلري. که چېرې څو ځلې پرې یا وینې شي نو ممکن د غاښونو ډاکټر یا د خولې جراح یې د عملیات له لارې پرې کړي او دې ډول عملیات ته په انګرېزۍ کې (frenectomy) نوم اخلي.   په خوله کې دوه ډوله غشايي چین موجود دی :   یو ډول ته (Lingual frenum) نوم اخلي دا پردې د ژبې د لاندې خوا بیخ د خولې له سطحې سره وصل کوي. که چېرې شخه شي یا ونیول شي د ژبې نیول کېدنه یا غوټه کېدنه (tongue tie) ورته وایي او دا حالت د ژبې پر خوځښت اغیز کوي.   بل ډول ته یې (Labia...
DNA – ډي اېن اې

DNA – ډي اېن اې

طب
ډي اېن اې ولې اړینه ده دې سوال ته ساده او اسانه ځواب دادی چې په ډي اېن اې کې هغه لارښوونې یا هدایتونه موجود دي کوم چې د ژوند لپاره اړین دي. په ډي اېن اې کې کوډونه موجود دي او دا کوډونه زمونږ د ودې لپاره د حیاتي پروتینونو د تولید لپاره لارښوونې چمتو کوي.   ډي اېن اې (DNA) د (deoxyribonucleic acid) لنډیز دی. په ډی اېن اې کې جوړونکي بیلوجیکي بلاکونه موجود دي یاد بلاکونه د (nucleotides) په نامه یادیږي. ډي اېن اې یوازې د انسان لپاره نه بلکې د ټولو ژوندیو لپاره په حیاتي توګه اړین مالیکول دی. په ډي اې اې کې زمونږ ارثي مواد او جینونه موجود وي او له همدې امله مونږ بې ساري یو.   ډي اېن اې په روغتیا، ناروغیو او زړښت کې :   پراختیا ته چمتو ستاسې جینوم ستاسې د ډي اېن اې ټول سیټ ته ستاسې جینوم وایي. په دې کې ۳ بیلیونه بېزونه، ۲۰ زره جینونه او د کروموزوم ۲۳ جو...