طب

Brachial Artery

Brachial Artery

طب
د وینې رګونه دي، د لاس په مټه کې موجود وي، مټې او د لاس پنجې ته وینه انتقالوي، په وږو کې له (axillary artery) څخه ادامه پیدا کوي او د لاس په اوږدو کې غزېدلي، د څنګل د مفصل په منځ کې (cubital fossa) جوړوي. له (cubital fossa) څخه لاندې دا رګ په دوه رګونو وېشل کیږي او د لېچې په اوږدو کې غزیږي او همدا په دوه برخو وېش یې عمومي څانګې ګڼل کیږي. د وېش نورې درې څانګې یې (the inferior ulnar collateral, profunda brachii and superior ulnar arteries) دي. د دې رګ نبض د څنګل په مخې خوا کې اورېدل کیږي او له همدې امله د وینې فشار په مټه کې کتل کیږي....
Hymen – د بکارت پرده

Hymen – د بکارت پرده

طب
د بکارت پرده یوه نازکه غشا ده، د واجینیا د خولې چار چاپېره وي. په هرې پېغلې انجلۍ کې یې شکل او کچه توپیر لري. په زیاتو انجونو کې یې شکل نیمې سپوږمۍ ته ورته وي. که چېرې انجلۍ له نر سره جنسي اړیکه ونیسي او یا هم واجینا ته یې درمل، کوټېکس او یا نور د اړتیا توکي داخل شي نو دا پرده پرې کیږي. له دې پرته د دروند فعالیت او یا هم زیاتې وینې ضایع کېدنې له امله هم د بکارت پرده پرې کېدای شي. د بکارت د پردې هر شکل ته ځانګړي طبي نومونه ورکړل شوي لاندې درې شکله لرونکې پردې د میاشتینې ناروغۍ پر وخت د وینې دبهېدو مخنیوی کوي او د ستونزې د حل لپاره کوچنۍ جراحي ته اړتیا لري. د (Imperforate hymen) شکل په بشپړ توګه د واجینیا خوله پوښلې وي، د میاشتینۍ ناروغۍ پر وخت د وینې د بهېدو مخه نیسي او د دې ډول پردې لرونکې انجلۍ باید کوچنۍ جراحي ترسره کړي. د (Microperforate hymen) شکل ډېره نری پرده ده او تقریبا د ...
Vagina – واجینا

Vagina – واجینا

طب
په عربي کې ورته مهبل نوم اخلي کوم چې پښتو او فارسي کې هم کاریږي. ډېری خلک د ولوا (vulva) او واجینا (vagina) تر منځ توپیر نکوي. ولوا د ښځې د تناسلي الې بهرنۍ برخې یا شونډو او د شونډو منځ ته وایي او واجینا عضلاتي کانال دی او د ښځې د تناسلي الې له خولې د ځېلانځ تر خولې پورې وي. په ولوا کې (labia) شامله ده کومه چې د ولوا د چین یا تاو شوو برخو داخل او بهر دی، د واجینا خوله (vagina opening) شامله ده، ولوا پاسه برخه کې (clitoris) وي کوم چې ولاړ یا نېغ شکل لري، یورېترا او یا د ادرارو بهر ته غورزونکي کانال (urethra) خوله شامله ده. واجینیا عضلاتي کانال دی کوم چې په عصبي رګونو او مخاطي غشا استر شوی. ځېلانځ او د رحم خوله سره وصل کوي او د میاشتینۍ ناروغۍ، نر سره جنسي اړیکې نیونې او اولاد زېږونې کې مرسته کوي. د واجینا خولې ته (vagina opening) نوم اخلي د (vaginal vestibule or introitus) په نامه هم ...
Lungs – سږي

Lungs – سږي

طب
سږي د تنفسي جهاز مرکز دی. د بدن د هر غړي ټولې حجرې اکسیجن ته اړتیا لري تر څو ژوندۍ پاتې شي. همداسې ستاسې بدن دې ته اړتیا لري چې له کاربن ډایوکسایډ څخه ځان کړي. کله چې حجرې هره ورځ خپل نورمال فعالیت ته دوام ورکوي نو د کاربن ډایوکسایډ ګاز د اضافي ګاز په توګه یا زیاتي تولید په توګه تولیدوي. کله چې تاسې ساه داخل ته اخلی او بهر ته یې باسی نو د اخیستلو پر وخت اکسیجن له نورو ګازونو سره د مخلوط په توګه او د ساه وېستلو پر وخت ګاربن ډایوکسایډ بهر باسی.   سږي سپنجي، ګلابي رنګه غړي دي، ښی اړخ ېې له درې نرمیو جوړ وي او چپ اړخ یې یوازې له دوه نرمیو جوړ وي کوم چې زړه ته خونه هم جوړوي. سږي د (trachea) په پای کې پیل کیږي کوم چې د هوا تونل دی او سږو ته هوا داخلوي او له سږو یې بېرته بهر باسي. هر سږی یو تونل لري کوم ته چې د (bronchus) نوم اخلي او سږي له (trachea) سره وصل کوي. د سږو دوه تونلونه د Y ...
Frenum  – په خوله کې غشایي چین

Frenum – په خوله کې غشایي چین

طب
په انګرېزۍ کې ورته (frenulum) نوم هم اخلي. د خولې پاسه او لاندې برخه کې او همداسې د دواړو شونډو د بیخ او ووریو ترمنځ د نرمو نسجونو پردې ته ورته شکل دی. د ژبې لاندې هم موجوده ده. په هر کس کې یې ډبلوالی او اوږدوالی توپیر لري. که چېرې وینې شي زیاته وینه ترې بهیږي خو د وینې کېدو پر وخت که خوله پاکه وساتل شي نو کومې درملنې ته اړتیا نلري. که چېرې څو ځلې پرې یا وینې شي نو ممکن د غاښونو ډاکټر یا د خولې جراح یې د عملیات له لارې پرې کړي او دې ډول عملیات ته په انګرېزۍ کې (frenectomy) نوم اخلي.   په خوله کې دوه ډوله غشايي چین موجود دی :   یو ډول ته (Lingual frenum) نوم اخلي دا پردې د ژبې د لاندې خوا بیخ د خولې له سطحې سره وصل کوي. که چېرې شخه شي یا ونیول شي د ژبې نیول کېدنه یا غوټه کېدنه (tongue tie) ورته وایي او دا حالت د ژبې پر خوځښت اغیز کوي.   بل ډول ته یې (Labia...
DNA – ډي اېن اې

DNA – ډي اېن اې

طب
ډي اېن اې ولې اړینه ده دې سوال ته ساده او اسانه ځواب دادی چې په ډي اېن اې کې هغه لارښوونې یا هدایتونه موجود دي کوم چې د ژوند لپاره اړین دي. په ډي اېن اې کې کوډونه موجود دي او دا کوډونه زمونږ د ودې لپاره د حیاتي پروتینونو د تولید لپاره لارښوونې چمتو کوي.   ډي اېن اې (DNA) د (deoxyribonucleic acid) لنډیز دی. په ډی اېن اې کې جوړونکي بیلوجیکي بلاکونه موجود دي یاد بلاکونه د (nucleotides) په نامه یادیږي. ډي اېن اې یوازې د انسان لپاره نه بلکې د ټولو ژوندیو لپاره په حیاتي توګه اړین مالیکول دی. په ډي اې اې کې زمونږ ارثي مواد او جینونه موجود وي او له همدې امله مونږ بې ساري یو.   ډي اېن اې په روغتیا، ناروغیو او زړښت کې :   پراختیا ته چمتو ستاسې جینوم ستاسې د ډي اېن اې ټول سیټ ته ستاسې جینوم وایي. په دې کې ۳ بیلیونه بېزونه، ۲۰ زره جینونه او د کروموزوم ۲۳ جو...

Urinary tract infections UTI – د ادرارو عفوني کېدنه

طب
د ادرارو عفوني کېدنه پر (kidneys, ureters, bladder, and urethra) هم اغیز لري - د هر یوه مانا لاندې وګورئ :   ureter هغه تونل چې له پښتورګو ادرار مثانې ته انتقالوي bladder مثانه urethra هغه تونل چې له مثانې بهر ته ادرار انتقالوي په نر کې سپرم هم بهر تویوي kidneys پښتورګي   د ادرارو د عفوني کېدو علایم په دوامداره توګه ادرار کول د ادرارو پر وخت سوزی کمه اندازه ادرار په ادرارو کې کب ته ورته بوی کله کله په ادرارو کې وینه   کله چې ادرار عفوني شي ډاکتر یې د درملنې لپاره انتیبیوتیک نسخه کوي. یوازې درملنه بسنه نکوي بلکې نور پرهېز هم باید ورسره وشي کوم خلک چې الکول لرونکی څښاک څکي باید په کلکه له الکولو څکلو ډډه وکړي ځکه چې الکول د ادرارو د اسیدو کچه زیاتوي او علایم یې سختوي. له دې پرته الکول او د عفوني شوو ...
Malignant Lymphoma

Malignant Lymphoma

طب
هغه ټول سرطانونه چې په لنفاوي سیستم کې پیدا کیږي د لیمفوما (lymphoma) په نامه یادیږي خو که چېرې دا سرطانونه د بدن نورو غړو ته د خپرېدو وړتیا ولري مالیګنټ (malignant) ورته ویل کیږي. لنفاوي سیستم په ټول بدن کې غزېدلی او له لیمفویډ نسجونو, رګونو او مایع جوړ شوی. په لیمفویډ نسجونو کې لنفاوي مرغړي یا غوټې شاملې وي او د ایمني یا دفاعي سیستم یوه برخه ده. د ایمني یا دفاعي سیستم دنده دا ده چې د وینې حجرې تولید کړي او د برید کوونکو مکروبونو مخه ونیسي.   کوم سرطان چې د بدن په نورو غړو کې پیدا شي او بیا وروسته لنفاوي سیستم ته خپور شي لیمفوما نه ګڼل کیږي. خو لیمفوما له لنفاوي سیستم د بدن نورو غړو ته هم انتقالیدای شي. د لنفاوي سیستم د سرطان دوه عمده ډولونه (Hodgkin lymphoma and non-Hodgkin lymphoma) دي. درملنه یې په کیمیاوي مادو او وړانګو کیږي. په ډېرو حالتونو کې د درملنې وړ دي.   ...

د (VLDL) او (LDL) ترمنځ توپیر

طب
د کم غلظت لیپو پروتین (Low-density lipoproteins LDL) او د ډېر کم غلظت لیپو پروتین (very low-density lipoproteins VLDL) دواړه د لیپو پروتینونو ډولونه دي او په وینه کې موجود وي. لیپوپروتینونه د مختلف ډوله شحمو او پروتینونو ترکیب وي. په وینه کې کولېسټرول او ټریګلیسیریډ د بدن ټولو برخو ته انتقالوي.   کولېسټرول شحمي ماده ده او د حجرې په جوړښت کې اړینه ده. کولېسټرو په ځیګر کې تولیدیږي. ټریګلیسیریډ د شحمو بل ډول دی او په حجره کې د اضافي انرژي ساتلو لپاره کاریږي.   د (VLDL) او (LDL) ترمنځ توپیر د دواړو په جوړښت کې د پروتینو، کولېسټرولو او ټریګلیسیریډ د فیصدي کچه ده. په (VLDL) کې ټریګلیسیریډ زیات وي او په (LDL) کې کولېسټرول زیات وي.   دواړه (VLDL) او (LDL) د بدو کولېسټرول ډولونه ګڼل کیږي. خو په ورته وخت کې بدن د فعالیت لپاره ټریګلیسیریډ او کولېسټرولو ته اړتیا لري. ک...
Acid and chemical burns – په تېزابو او کیمیاوي توکو سوزېدنه

Acid and chemical burns – په تېزابو او کیمیاوي توکو سوزېدنه

طب
په اسېدو یا سوزونکو کیمیاوي توکو باندې سوزېدنه بدن ته سخت زیان اړولی شي او سملاسي درملنې ته اړتیا لري. که چېرې کس په اسیدو یا کیمیاوي توکو وسوزیږي لمړی باید فوري خپلې جامې بدلې کړي او د بدن ککړه برخه په څومره پاکو اوبو چې امکان لري ومینځي. که چېرې له بل سره مرسته کوئ نو پام کوئ چې سترګې او پوستکی مو له سوزونکو توکو سره اړیکه کې نشي او یا هم په سوزونکو توکو ککړ شوی کس نور ککړ نه کړئ.له بل او یا له ځان سره د مرستې پر وخت دستکشونه واغوندئ، او د جامو د وېستلو پر ځای هڅه وکړئ چې په بېتۍ باندې د جامو ککړه برخه پرې کړی. د پوستکي د وچولو یا پاکولو هڅه مه کوئ تر څو اسید یا سوزونکي کیمیاوي توکي مو په پوستکي خپاره نشي. که چېرې کیمیاوي توکي د پوډر شکل لري نو له پوستکي یې بورس کړئ او څومره چې ژر امکان لري او څومره چې په پاکو اوبو امکان لري اغیزمنه برخه ومینځئ تر څو مو پوستکي باندې کیمیاوي توکي پاتې نش...
Abdominal Aortic Aneurysm – AAA – د ګېډې اېورټېک انیورېزم

Abdominal Aortic Aneurysm – AAA – د ګېډې اېورټېک انیورېزم

طب
په غټ شریان (aorta) کې ګرد بهر ته وتلی پړسوب دی - شا رګ یا غټ شریان (aorta) د وینې عمومي رګ دی کوم چې له زړه څخه د سینې او ګېډې له لارې لاندې تېر شوی وي. که چېرې (AAA) په وخت تشخیص نشي نو له وخت تېرېدو سره شا رګ چاودلی یا پرې کېدلی شي او وینه بهېدنه یې د انسان ژوند اخیستلای شي. کوم نران چې ۶۵ کاله یا تر دې زیات عمر لري د (AAA) ستونزه پیدا کوي په پرمختللو هیوادونو کې د دې عمر کسان د (AAA) لپاره د الټراسونډ ازموینه کوي. د (AAA) علایم د غټ شریان د پړسېدنې ډېر وخت علایم نه را څرګندیږي او په ډېرو خلکو کې د نورو ناروغیو لپاره د ازموینې پر وخت تشخیص کیږي خو که چېرې علایم یې را څرګند شي په لاندې ډول وي. ۱ - په ګېډه کې د زړه ضربان ته ورته د نبض پیدا کېدنه ۲ - د ګېډې نه ښه کېدونکی درد ۳ - د ملا په لاندې برخه کې نه ښه کېدونکی درد که چېرې غټ شریان پرې شي نو : ۱ - په ګېډه کې او یا د ملا لا...