لیکوالان

François-Noël Babeuf – فرانسوا نوېل بابوف

د ۱۷۶۰ کال د نومبر په ۲۳ نېټه د فرانسې په سنت کانتین (سه کانته) کې زېږېدلی او د ۱۷۹۷ کال د مې په ۲۷ نېټه د فراسې په واندوم سیمه کې مړ شوی. د (Gracchus Babeuf) په نوم هم یادیږي. له کارل مارکس مخکې د کمونېزم نظر لرونکی (proto-communist)، د فرانسې په انقلاب کې… read more »

Louis-Simon Auger – لویي سایمون اوجر

لویي سایمون اوجر (لویي سایمون اوژې) د ۱۷۷۲ کال د ډسمبر په ۲۹ نېټه په پاریس کې پیدا شوی او د ۱۸۲۹ کال د جنوري په دوېمه نېټه په پاریس کې مړ شوی. د فرانسې جورنالست او ډرامه لیکونکی وو.

François-Xavier Audouin – فرانسوا زاویر اودون

د ۱۷۶۵ کال د اپرېل په ۱۸ نېټه د لېموژ په اوت وېین کې زېږېدلی او د ۱۸۳۷ کال د جولای په ۲۳ نېټه په پاریس کې مړ شوی. د فرانسې د انقلاب پرمهال روحاني او سیاست پوه وو. د جکوبین ډلې (ژکوبه) غړی وو. له انقلاب مخکې د فرانسې په لېموژ کې راهب وو…. read more »

Abbé Aubert – ابې اوبېرت

بشپړ نوم یې ژان لویي اوبېرت (Jean-Louis Aubert) دی. د ۱۷۳۱ کال د فېبروري په ۱۵ نېټه په پاریس کې زېږېدلی او د ۱۸۱۴ کال د نومبر په ۱۰ نېټه په پاریس کې مړ شوی. د فرانسې ډرامه لیکونکی، شاعر او جورنالست وو. پلار یې ژک اوبېرت د وایلېن د موسیقي د الې غږونکی وو…. read more »

François Arnaud (ecclesiastic) – فرانسوا ارنوډ

فرانسوا ارنوډ (فرانسوا ارنو) د ۱۷۲۱ کال د جولای په ۲۷ نېټه د فرانسې په کومتات وېنېسین کې پیدا شوی او د ۱۷۸۴ کال د ډسمبر په دوېمه نېټه مړ شوی. د ژبې تاریخ پوه، لیکوال او د عیسویت روحاني یا راهب وو. د پردیو په نامه ورځپاڼه کې یې لیکنې خپرولې همداسې د اروپا… read more »

André d’Arbelles – د اربېل اندرې

د ۱۷۶۷ کال د اپرېل په ۲۱ نېټه د فرانسې په ختیځ کې زېږېدلی او د ۱۸۲۵ کال د سپتمبر په ۲۸ نېټه د فرانسې شمال لوېدیځ کې مړ شوی. د فرانسې جورنالست او د وخت رسمي تاریخ لیکونکی وو. یو ورور یې کلود اندرې پاریس ته ولاړ او هلته یې دنده لرله. دوېم ورور… read more »

Pierre-Antoine Antonelle – پییر انتوان انتوانېل

د ۱۷۴۷ کال د جولای په ۱۷ نېټه د فرانسې په اریز (اري) سیمه کې زېږېدلی دی او د ۱۸۱۷ کال د نومبر په ۲۶ نېټه په اریز کې مړ شوی دی. د فرانسې سیاست پوه، جورنالست او د ژکوبین (ژکوبه ډلې) ریس او د انقلاب غړی وو. په پیل کې په دیموکراتیکه توګه د… read more »

Adolphe Amouroux – اډالف اموروکس

د ۱۸۳۶ کال د اپرېل په ۱۲ نېټه د فرانسې په پېرپینیان کې زېږېدلی او د ۱۸۸۶ کال د اګسټ په ۱۶ نېټه د ګواتمالا په کلوداد کې مړ شوی. د فرانسې جورنالست او سیاست پوه وو. اډالف اموروکس له لوی افلاس سره مخ شو او تقریبا تر ۲۰۰ د زیاتو کسانو شتمنۍ یې لاهو… read more »

Fanny Raoul – فاني راوول

نوم یې ماري فرانسواز راوول (Marie-Françoise Raoul) دی. د ۱۷۷۱ د ډسمبر په ۱۹ نېټه د فرانسې سنت پول دو لیون کې زېږېدلې او د ۱۸۳۳ کال د ډسمبر په ۹ نېټه په پاریس کې مړه شوې. د فرانسې فېمنسټه لیکواله، جورنالسته، فیلسوفه او د مقالو لیکونکې وه. د شخصي ژوند په اړه یې کم… read more »

Anne-Marguerite Petit du Noyer – د نواېر پوتي ان مارګریت

د ۱۶۶۳ کال د جون په دوېمه نېټه د فرانسې په سوېل کې، په نیم کې زېږېدلې او په ۱۷۱۹ کې، د هالنډ په سوېل کې، په وربرګ سیمه کې مړه شوې. د اتلسمې پېړۍ په پیل کې نامتو جورنالسته وه. د اوتخېخت یا اوترېکت د سوېل د مذاکرې په اړه یې راپور تقریبا ټولې… read more »

Marie-Emilie Maryon de Montanclos – د مونتانکلوس ماري ایمېلي ماریون

په کال ۱۷۳۶ کې زېږېدلې او په کال ۱۸۱۲ کې مړه شوې. د فرانسې جورنالسته، شاعره او د ډرامو لیکونکې وه. د ۱۷۵۹–۷۸ کلنو ترمنځ “د مېرمنو د ورځپاڼې” ریسه وه. کله یې چې د مېرمنو ورځپانه واخیستله نو هڅه یې وکړه چې فېمینېزم ته وده ورکړي او ټولنیزو اصلاحاتو ته لار هواره کړي. د… read more »

Pauline de Meulan – د مولان پولین

د ۱۷۷۳ کال د نومبر په دوېمه نېټه پیدا شوې او د ۱۸۲۷ کال د اګسټ په ۱ مړه شوې. د فرانسې لیکواله او جورنالسته وه. له ژان ژک روسو وروسته دوېمه د اخلاقو فیلسوفه ګڼل کیږي. پلار یې د مولان چارلز د وخت د پاچا مشاور تېر شوی وو او د سټرس له امله… read more »

Barbe-Therese Marchand – بارب تېرېز مارشاند

په کال ۱۷۴۵ کې زېږېدلې او په ۱۷۹۲ کې مړه شوې. د فرانسې جورنالسته وه. د ۱۷۸۹–۱۷۹۲ کلونو ترمنځ د اراز ښار د ارتوا افیش ورځپاڼې ریسه وه. رسنۍ کې د جکوبه پر ضد لیکنې خپرولې او د وخت له انقلابي رهبر مکسیمېلین روبیسپیر او خور یې شرلوت روبیسپیر سره د مخالفت له امله یې… read more »

Catherine Michelle de Maisonneuve – د مېزونف کترین میشېل

په کال ۱۷۷۴ کې مړه شوې. د فرانسې جورنالسته وه. د ۱۷۶۳–۱۷۶۶ کلونو تر منځ “د ښځو د ورځپاڼې” ریسه وه. له یادې رسنۍ یې د فرانسې یوه تر ټولو بریالۍ او نامتو ورځپاڼه جوړه کړه، د نامتوالي لامل یې په رسنۍ کې د فېمینېزم محتوا وه. کترین میشېل د پاچا د یوه خادم خور… read more »

Louise-Félicité de Kéralio – د کېرالیو لوییز فېلیسیتې

بشپړ نوم یې (Louise-Félicité Guynement de Kéralio) دی. د ۱۷۵۸ کال د اګسټ په ۲۵ نېټه د فرانسې په ولانس دروم سیمه کې زېږېدلې او د ۱۸۲۱ کال د ډسمبر په ۳۱ نېټه په بروکسل کې مړه شوې. د فرانسې لیکواله او ژباړونکې وه. اصلي ځای یې د فرانسې بروتون یا بریتاني ټاپوزمه وه. پلار… read more »

Olympe de Gouges – د ګوژ اولیمپ

اصلي نوم یې ماري ګوژ وو. د ۱۷۴۸ کال د مې په ۷ نېټه زېږېدلې او د ۱۷۹۳ کال د نومبر په ۳ نېټه مړه شوې. د کیسو لیکونکې او سیاسي فعاله وه. “د ښځو د حقونو او ښځینه ښاریانو اعلامیه” یې یوه لیکنه وه کومې چې د ډېرو خلکو پام خپل کړ خو له… read more »

Anne Félicité Colombe – ان فېلېسیتې کولومب

په ۱۷۹۳ کې د فرانسې خپرونکې او چاپ کوونکې او د فرانسې د انقلاب پر مهال سیاسي فعاله وه. د خلکو ملګری او د خلکو بیانونکی په څېر افراطي رسنۍ یې هم پر مخ وړلې. د پاریس په پلس دوفین کې د څلورم هنري د چاپ د دکان مالکه هم وه. د رسنیو خپرونکې او… read more »

Madame de Beaumer – د بومېر اغلې

په ۱۷۲۰ کال کې زېږېدلې او په ۱۷۶۶ کې مړه شوې. د فرانسې جورنالسته او د ۱۷۶۱-۱۷۶۳ کلونو ترمنځ د مېرمنو د ورځپاڼې ریسه وه. دا چې ولې یې د بومېر اغلې نوم ورته اخیسته په اړه یې مالومات نشته او همداسې یې د شخصي ژوند په اړه کوم مالومت نه دي موندل شوي خو… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons