
Security – امنیت
د نورو لخوا له احتمالي زیان څخه په امن یا امان کې پاتې کېدنې، له احتمالي زیان او د نا غوښتل شوي اجباري بدلون سره مقاومت ته امنیت وایي. دا ناغوښتل شوی اجباري بدلون یا ممکن زیان د یو وګړي، ټولنې، توکو، ایکو سیستم او یا کوم بل بنسټ ضد کیدای شي. امنیت له غلیم ځواک څخه ژغورنې ته وایي خو له دې پرته نور تعریفونه هم لري لکه د معیاري ژوند حق لرلو څخه محرومه کېدل، لکه د خوړو امنیت (د خوړو موجودیت او د ترلاسه کولو لپاره یې د هر کس وړتیا)، د ټیلیفون محفوظ لاین، ذهني حالت (اروایي امنیت) او داسې نور... له دې پرته د امنیت اصطلاح هغو کړنو او سیستمونو ته هم کاریږي کوم چې امنیت تامینوي لکه د امنیت کامرې، ساتونکی، امنیتي ځواکونه، له لرې واټن ساتنه، انټرنیټي امنیت ، ...
د انګریزۍ ژبې (security) کلیمه د لاتیني ژبې له (securus) کلیمې اخیستل شوې مانا یې " له تشویش ازادي " ده.
یو چاپیریال یا زیان اړونکی وي یا ه...