ټولې لیکنې

Airbus Helicopters X6 – اېر بس هیلیکوپټرز اېکس ۶

Airbus Helicopters X6 – اېر بس هیلیکوپټرز اېکس ۶

ټولې لیکنې
د اېر بس شرکت جوړ کړی ډېزاین دی. اېربس شرکت غواړي چې د نهو کسانو لپاره دا چورلکه جوړه کړي او د اېر بس هیلیکوپټرز اېچ ۲۲۵ چورلکې کارونکو باندې یې وپلوري تر څو هیلیکوپټرز اېچ ۲۲۵ چورلکې تقاوت کړي او نوې ترلاسه کړي. چورلکې په مارکېټ کې د ګاز او تیلو د شرکتونو لپاره پام کې نیول شوې وې، همداسې طرحه کې یې د لټون او ژغورنې لپاره هم د تولید ډول موجود وو. مارکېټ ته د وړندې کېدو لپاره پلان یې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کال ترمنځ وو. د تولید د لګښت لپاره د اروپا کمیسون هم ۳۷۷ میلیونه یورو د اتو کلونو لپاره د پور په څېر ورکړې وې. د اروپایي کمیسون لخوا پور کې ۳۳۰ میلیونه یورو د فرانسې او ۴۷.۲۵ میلیونه یورو د جرمني لخوا منل شوې وې. که چېرې تولید شي نو په سوداګریزو الوتکو او چورلکو کې به لمړۍ چورلکه وي چې د الوتنې د کنټرول سیستم یې په سیم کیږي اود پیلوټ لخوا په لاس نه ترسره کیږي. همداسې به یې غږ او لړزه تر هرې بلې...
AgustaWestland AW189 – اګوسټا وېسټ لنډ اې ډبلیو ۱۸۹

AgustaWestland AW189 – اګوسټا وېسټ لنډ اې ډبلیو ۱۸۹

ټولې لیکنې
د منځنۍ کچې، د پنځه پرو څرخ لرونکې چورلکه ده. په لکۍ کې څرخ یې څلور پرې لري. دناستې لپاره درې ټایرونه یا ټري سایکل ګېر لري. دوه (General Electric CT7-2E1) مایشنونه پکې نصب وي. وړه چورلکه ده او له همدې امله په اوږد واټن کې د الوتنې لپاره مناسبه ګڼل کیږي. په سمندر کې د تیلو راوېستونکي شرکتونه یې د ټیم د ملاتړ لپاره، په سمندر کې د لټون او ژغورنې لپاره کار ترې اخیستل کیږي. د هرې چورلکې په ګېر بکس کې غوړ ډېر اړین دي، که چېرې غوړ پکې ختم شي نو سملاسي ناستې ته اړتیا پیدا کوي او یا هم نسکوریږي. د اې ډبلیو ۱۸۹ ګېربکس له غوړو پرته ۵۰ دقیقې د الوتنې وړتیا لري. له اې ډبلیو ۱۳۹ او اې ډبلیو ۱۶۹ چورلکو سره یې د ډیزاین فلسفه، د خوندیتوب ځانګړنې او د الوتنې د ترسره کولو ځانګړنې ورته دي. د څلورو رنګونو اېل سي ډي سکرینونه پکې موجود دي. د الوتنې د کنټرول سیستم یې اتومات څلور محوره ډوبلېکس مخابراتي سیستم دی....
Ammonium hexachloroiridate(IV) – امونیم هکساکلورو اېریډېټ(ای وي)

Ammonium hexachloroiridate(IV) – امونیم هکساکلورو اېریډېټ(ای وي)

ټولې لیکنې
امونیم هکساکلورو اېریډېټ(ای وي) غیرې عضوي ترکیب دی. کیمیاوي فورمول یې دی. د تېز سور رنګه جامد د پېچلي ایریډیم(ای وي) امونیم مالګه ده. سوداګریز ارزښت لرونکی دایریډیم ترکیب دی. ورسره تړاو لرونکی خو ناسم تعریف شوی ایریډیم تېتراکلورایډ دی کوم چې ډېری وخت د یو بل په ځای کاریږي. جوړښت او ترکیب د کرېسټالوګرافي ایکس رې یې ځانګړنې ښودلي : مالګه یې لکه د امونیم هکساکلوروپلاټي نېټ په څېر په مکعبي شکل کې کریسټال کیږي. همداسې مرکز کیږي او اوکټاهیډرل مالیکولي هندسه جوړوي - اوکټاهیډرل مالیکولي هندسه داسې ترکیب دی چې شپږ اتومونه یا د اتمونو ګروپونه لري او په متقارنه توګه د مرکزي اتوم چار چاپېره ترتیب شوي وي. په لابراتوار کې امونیم کلورایډ د هکساکلورو اېرېډېټ له اوبو لرونکي محلول سره په یوځای کېدو جوړیږي. لکه د ډېرو نورو امونیم هکساکلورو مېټالېټ په څېر یې مالګه کمه اندازه د حل کېدو وړ ده. ...
Diammonium phosphate – ډایامونیم فوسفېټ

Diammonium phosphate – ډایامونیم فوسفېټ

ټولې لیکنې
د ډایامونیم هایډروجن فوسفېټ په نوم هم یادیږي. کیمیاوي فورمول یې دی. د امونیم فوسفېټ مالګو د هغې لړۍ برخه ده کومې چې اوبو کې د حل کېدو وړ دي. له فاسفوریک اسیدو سره د امونیا له تعامل څخه رامنځته کیږي. جامد ډایامونیم فوسفېټ د امونیا د جلا کېدنې فشار ښي لکه د لاندې فورمول اصطلاح کې : په ۱۰۰ °C کې د امونیم د جلا کېدنې فشار تقریبا (5 mmHg) دی. تقریبا په ۷۰ °C کې یې تجزیه پیل کیږي. د خونې په تودوخه کې په تدریجي توګه امونیا له لاسه ورکوي. په ۷۰ °C کې په امونیا او مونوامونیم فوسفېټ تجزیه کیږي. په ۱۵۵ °C کې فوسفوروس اوکسیډونه، د نایټروجن اوکسیډونه او امونیا خپروي. کارونه ډایامونیم فوسفېټ د سرې په توګه کاریږي. کله چې د بوټي د خوړو په توګه وکارول شي په لنډمهاله توګه د خاورې پي اېچ زیاتوي خو په اوږد مهال کې ځمکه تر پخوا ډېره زیاته اسیدي یا تېزابي کوي. د تېزابي کېدو لامل یې د امونیا نایټرفېک...
Ammonium chromate – امونیم کرومېټ

Ammonium chromate – امونیم کرومېټ

ټولې لیکنې
یو ډول مالګه ده. مونوکلینیک کریسټال جوړوي. له امونیم هایډروکسایډ او امونیم ډایکرومېټ جوړیږي او په انځور اخیستنه کې د جېلاتین د پوښنې لپاره د حساس کوونکي په توګه کاریږي. ډیری وخت په انځور ګرۍ کې، د نساجي په پرنټ کې، په وړۍ د کرومېټ رنګونو په کارونه کې کاریږي. د کیمیاوي تعامل لپاره د عامل په توګه، د کټلېسټ یا د کیمیاوي تعامل نرخ لوړونکي او د وسپنې د زنګ ضد په توګه هم کار ترې اخیستل کیږي. په اوبو کې د حل کېدو وړ دی. که چېرې وکارول شي نو د تنفسي جهاز په استر کې، د تنفسي جهاز په کانال، سږو او سترګو کې نا ارامتیا پیدا کولای شي. که چېرې دوامداره اړیکه ورسره ولرل شي نو پوستکي کې د حساسیت لامل کېدای شي. همداسې کارسینو جینیک یا د سرطان لامل کېدونکي کیمیاوي توکي ګڼل کیږي. په ځیګر او پښتورګو کې د ټپ لامل کېدای شي.    ...
Eastern gorilla – د ختیځ ګوریلا

Eastern gorilla – د ختیځ ګوریلا

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Gorilla beringei) دی، په ګوریلا نسل کې تر ټولو غټ لومړني ژوي ګڼل کیږي. په اوسمهال کې یې ډول په دوه فرعي ډولونو وېشل شوی. ۶۸۰۰ غړي یې د ختیځ د ټیټو ځمکو ګوریلا (G. b. graueri) کې او تقریبا ۱۰۰۰ غړي یې غرنۍ ګوریلا (G. b. beringei) کې شامل دي. نسل یې غیرې قانوني ښکار د ورکېدو له خطر سره مخ کړی دی. ډلبندي او فیلوجیني د ختیځ ګوریلا دوه فرعي باندې وېشل شوې : د (Gorilla beringei beringei) فرعي ډول یې د رواندا، یوګاندا، او د کونګو د دیموکراتیک جمهوریت په غرونو کې ژوند کوي ؛ بل فرعي ډول یې (Gorilla beringei graueri) یوازې د کونګو په دیموکراتیک جمهوریت کې ژوند کوي. مخکې ګمان کېده چې له یوه ډول (Gorilla gorilla) نه درې فرعي ډولونه رامنځته شوي خو جنتیکي څېړنو ښودلې چې د ختیځ ډوه ډولونه خپله کې د لوېدیځ ګوریلا په پرتله ډېر نږدې تړاو لري.     ساین...
Eurocopter EC635 – یورو کاپټر اي سي ۶۳۵

Eurocopter EC635 – یورو کاپټر اي سي ۶۳۵

ټولې لیکنې
اوسنی نوم یې اېربس هیلیکوپټرز اېچ ۱۳۵ اېم دی. د یورو کاپټر لخوا جوړه شوې وړه د څو موخو لپاره چورلکه ده. د یوروکاپټر شرکت اوسنی نوم اېربس هیلیکوپټرز ته بدل شوی. دوه ماشینونه لرونکې چورلکه ده او د پیلوټ په شمول ځان کې د اته کسانو لپاره د انتقال ځای لري. همداسې وسلې او نظامي تجهیزات هم انتقالوي. د پوځ د انتقال لپاره، د ټپیانو د انتقال لپاره، کارګو ټرانسپورټ، څارنې او کشف الوتکې په توګه هم کار ترې اخیستل کیږي. ډیزاین یوروکاپټر اي سي د تولید پنځه ډولونه لري. هر ډول یې د مختلفې موخې لپاره تولید شوی. نظامي ډول یې په خپل ځان کې د وسلو د نصب او انتقال وړتیا لري. همداسې مختلف ډوله ماشینونه پکې د نصب کېدو وړ دي ؛ د ماشینونو نصب یې د پېردونکي له غوښتنې سره تړاو لري. په چورلکه کې (Pratt & Whitney Canada PW206B2) ماشین نصب کېدای شي یا هم دوه (Turbomeca Arrius 2B2) ماشینونه کوم چې په بشپړ توګ...
Bleue du Nord – د شمال نیله غوییز

Bleue du Nord – د شمال نیله غوییز

ټولې لیکنې
د دوه موخو لپاره د فرانسې د غوییزو نسل دی. نسل یې د فرانسې په شمال کې یا نار په دو کالې (Nord-Pas-de-Calais) سیمه اخیستل شوی. د بلجیم نیله غويي په څېر د مایوسټاټېن له کمي سره مخ دی خو د کنټرول کچه یې د بلجیم نیله څخه زیاته ده. غویی یې تر ۱۱۵۰ کیلو ګرامه او غوا یې تر ۷۰۰ کیلو ګرامه پورې وزن کوي. د مخکینیو پښو په ولیو کې یې د غویي قد تر ۱۴۲ سانتي متره پورې او د غوا تر ۱۳۵ سانتي متره پورې لوړیږي. سپین، نیله تور او سپین او یا نیله سپین رنګ کې وي. ارام طبیعت لرونکي غوییز دي. له سړې هوا، واورې او باران سره بلدتیا لري. په ۲۹۲ ورځو کې تر ۴۸۵۳ کیلو ګرامه پورې شیدې کوي. ځینې غواګانو یې کومې چې ښې ساتل شوي تر ۱۰۷۹۵ کیلو ګرامه پورې شیدې هم کړي. نسل یې د فرانسې له سیمه ایزو غوییزو او دورهم غوییزو اخیستل شوی. دورهم غوییزو ته وروسته د لنډ ښکرو غوییزو نوم ورکړل شو....
Bestuzhev cattle – بېستوژف غوییز

Bestuzhev cattle – بېستوژف غوییز

ټولې لیکنې
په روسۍ ژبه یې نوم (Бестужевска) لیکل کیږي او تلفظ یې بېستوژفسکایا دی. د دوه موخو لپاره اخیستل شوی د ازبکستان نسل دی. نسل یې د شوروي اتحاد په وخت کې د سویس له خړو غوا ګانو او له سیمنټال غویانو دوه رګه شوی. د بوین لوکوسېس په نوم وېروس سره مقاومت لرونکي غوییز دي.
Belarus Red – د بیلا روس سره غوییز

Belarus Red – د بیلا روس سره غوییز

ټولې لیکنې
په بیلاروس ژبه کې یې نوم (Беларуская чырвоная) لیکل کیږي، په روسۍ ژبه کې یې نوم (Белорусская красная) لیکل کیږي. په بیلو روسي سرو غوییزو او کراس نایا بېلو روسکایا نومونو هم یادیږي. ځینې خلک ورته کراس نوبلو روسکایا نوم هم اخلي. نسل کې یې د سرو انجلن غوییزو، د جرمني سرو غوییزو، د پولنډ سرو غوییزو، د دنمارک سرو غوییزو، د ایستونیا سرو غوییزو او د لیتوانیا نسواري غوییزو سره په دوه رګه کېدو ښه والی پکې رامنځته شوی. په بېلاروس کې پرېمانه پیدا کېدونکي غوییز دي په ځانګړې توګه د مېنسک او ګرودنو سیمه کې یې خلک ډېر ساتي. په کمو خوړو پاېدونکی نسل دی....
Beef cattle – د غوښې لپاره غوییز

Beef cattle – د غوښې لپاره غوییز

ټولې لیکنې
د غوښې لپاره غوییز د غوییزو ځانګړي نسلونه دي او یوازې د غوښې د تولید لپاره ساتل کیږي. د غوښې لپاره غوییز له هغو غوییزو سره توپیر لري کوم چې د شیدو لپاره اخیستل شوي نسلونه دي. ځینې خلک پادې ساتي او له پادو ترلاسه شوي خسکي پلوري، خو ځینې یې بیا په ځانګړو خوړو لکه غله او داسې نورو وزن زیاتوي او بیا یې د غوښې مارکېټ باندې پلوري. له غوښې پرته غوییز د چرم، خوږو، شامپو، سینګار توکو او د اینسولین په تولید کې هم کاریږي. د نسل اخیستنې لپاره کنټرول شوې طریقې کاریږي او له داسې غوییزو یې نسل اخیستل کیږي چې د دواړو د ځانګړنو په یو ځای کولو مطلوب نسل ترلاسه کړای شي. د سیمې له ناروغیو، تودوخې یا سړو سره مقاومت لرونکی وي. ځینې نسل اخیستونکي بیا له داسې غوییزو نسل اخلي چې غویی یې د غوښې او غوا یې د شیدو لپاره وکارولی شي. د ودې حال کې هیوادونو کې بیا نسل اخیستونکي څلور موخې په پام کې نیسي : له تودې یا سړې ...
Béarnaise cattle – بې ارنېز غوییز

Béarnaise cattle – بې ارنېز غوییز

ټولې لیکنې
د فرانسې د کورنیو غوییزو نسل دی. نسل یې د فرانسې د سوېل لویدیځې سیمې په (Béarn) ولایت کې اخیستل شوی. په ۱۹۲۰ کې یې نسل له نورو غوییزو سره دوه رګه شو او پایله کې یې بلاند دو پېرینې نسل رامنځته شو. وروسته بلاند دو پېرینې له بلاند دو کیورسي او ګارونېز غوییزو سره یو ځای شو او پایله کې یې، په ۱۹۶۲ کې بلاند دو اکیتېن رامنځته شو. مخینه نسل یې د درې موخو لپاره اخیستل شوی وو لمړی د غوښې لپاره، غواګانې د شیدو لپاره او دواړه جنسونه د کار لپاره کارېدل. د نسل د کتاب لپاره یې اداره په ۱۹۰۰ کې جوړه شوه. د فرانسې له نورو سرو زرو ته ورته زېړو یا بلاند غوییزو سره یې نسل دوه رګه شوی. د ۲۰ پېړۍ پای کې یې نسل ډېر کم پاتې وو، په ۱۹۸۲ کې د اسپ په نوم دره کې یوازې یو څو غوییز موجود وو له کومو چې د نسل بیا زیاتونې پروګرام پیل شو. په ۲۰۱۴ کې ټولټال ۳۲۴ غوییز پاتې وو. ځانګړنې غنمو ته ورته رنګ لري، رن...
Baggara cattle – باګارا غوییز

Baggara cattle – باګارا غوییز

ټولې لیکنې
د لنډ ښکرو زېبو غوییزو د ګروپ برخه ده. په ختیځه افریقا کې د سوډان نسل دی. د کینیا او ایتوپیا له بوران غوییزو په تنه کې ډنګر دي. نوم یې په مرکزي چاډ او د سوډان لویدیځ کې د باګارا قوم نوم دی. باګارا قوم یاد غوییز د غوښې لپاره فارمونو کې ساتي. باګارا د شوا عربي لهجې کلیمه ده او مانا "د غوییزو پاده ساتونکي یا د غوییزو لرونکي خلک" ده. د نیل غوییز د شیدو لپاره د بوتانا او کېنانا غوییزو په پرتله کمو خوړو ته اړتیا لري. د سوډان د کرنې اړوند ادارې یې په نسل کې د ښه والي هڅې پیل کړي....
Eurocopter Tiger – یورو کاپټر ټایګر

Eurocopter Tiger – یورو کاپټر ټایګر

ټولې لیکنې
د څلورو پرو لرونکې، دوه ماشینونو کارونکې، برید کوونکې چورلکه ده. په ۲۰۰۳ کال کې یې په لمړي ځل کارونه پیل شوه. د جوړونکي شرکت پخوانی نوم یې یورو کاپټر او اوسنی نوم ایربس هیلیکوپټرز دی. طرحه یې د سړې جګړې پر مهال شوې تر څو د ختیځې اروپا د هغو هیوادونو ټانکونه په نښه کړای شي کوم چې د شوروي اتحاد غړي وو. دا چې د چورلکې طرحې او تولید دېر وخت واخیست تر لمړني تولید پورې یې د شوروي اتحاد له منځه تللی وو او د اروپا امنیتي وضعیت کې هم تغیر راغلی وو. فرانسې او جرمني ترې د مختلفو موخو لپاره چورلکه جوړه کړه او په ۲۰۰۸ کې د عملیاتو لپاره په بشپړ توګه چمتو وه. یورو کاپټر ټایګر په اروپا کې لمړنۍ چورلکه ده چې ټوله له کامپوزیټ توکو جوړه شوې. په داخل کې پر مختللی برېښنایي سیستم لري، د غلجکي تګ وړتیا لري، لوړ سرعت او له ویجاړېدنې سره مقاومت کوونکې ده. د تولید نورو ډولونو کې یې ښه والی رامنځته شوی. له کله یې ...
AgustaWestland AW101 – اګوستا وېسټ لنډ اې ډبلیو ۱۰۱

AgustaWestland AW101 – اګوستا وېسټ لنډ اې ډبلیو ۱۰۱

ټولې لیکنې
د پوځ او ملکي خدماتو لپاره کارېدونکې چورلکه ده. لمړی الوتنه یې په کال ۱۹۸۷ کې کړې. د ایټالیا اګوستا او د وېسټ لنډ هیلیکوپټر شرکتونو په ګډه جوړه کړې تر څو یې سمندر کې د چورلکې د کارونې اړتیا پوره او عصري کړي. د انګلستان په شمول ډېری کارونکی لکه دنمارک او پرتګال یې د مېرلېن (Merlin) په نوم یادوي. په انګلستان کې یې د (Yeovil) په نوم شرکت او په ایټالیا کې د (Vergiate) په نوم شرکت تولیدوي. همداسې د تولید جواز یې جاپان او متحده ایالتونه هم لري او خپلو هیوادونو کې یې تولیدوي. په ۱۹۹۹ کال کې یې کارونه پیل شوه او له هماغه وخت څخه د ډېرو زړو چورلکو د تقاوت لامل شوې لکه د (Sikorsky SH-3 Sea King) چورلکې. اوسمهال د منځنۍ کچې د ټرانسپورټ، د لټون او ژغورنې اوبتل ضد عملیاتو او په بېړۍ کې د خدماتو لپاره کاریږي. د کاناډا هوایي ځواک یې د هوا له لارې د ژغورنې او لټون لپاره کاروي. همداسې یو ډول یې د متحده ای...
د ټولې نړۍ د الوتکو او چورلکو نوملړ

د ټولې نړۍ د الوتکو او چورلکو نوملړ

ټولې لیکنې
الوتکه بم غورزونکې الوتکه جنګ کوونکې الوتکه یورو کاپټر ټایګر یورو کاپټر اي سي ۶۳۵ اګوسټا وېسټ لنډ اې ډبلیو ۱۸۹ اېر بس هیلیکوپټرز اېکس ۶ اېربس هیلیکوپټرز وي اېس ار ۷۰۰ اېربس اې ۳ واهانا اېربس سیټي اېربس  اېربس رېسر  یورو کاپټر فېنېک  اېن اېچ اېنډسټریز اېن اېچ ۹۰  اګوستا وېسټ لنډ اې ډبلیو ۱۴۹  اګوستا وېسټ لنډ سي اېچ - ۱۴۹ کورمورانټ  اګوستا وېسټ لنډ اې ډبلیو ۱۶۹  اېف بي اې د اې ډول  اېف بي اې ۱۰  اېم بي بي / کاواساکي بي کې ۱۱۷  اګوستا وېسټ لنډ اې ډبلیو ۱۰۱         ...
Guided Multipurpose Munition – د ګڼو موخو لپاره هدایت کېدونکي مهمات

Guided Multipurpose Munition – د ګڼو موخو لپاره هدایت کېدونکي مهمات

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې یې لنډیز (GMM) دی. د امریکا او سویډن (Saab Group and Raytheon) په نوم شرکتونه یې جوړوي. نیمه فعال لایزر باندې هدایت کیږي. د لایزر ښودونکي یا ټاکونکي په ذریعه کوم چې د یوه کس لخوا کاریږي او یا هم په توغونکي نصب وي هدایت کیږي. له توغېدو مخکې او وروسته د نښان اخیستنې وړتیا لري. له ۲۵۰۰ متره د خوځښت حال کې هدف لټوي او تعقیبوي. په خپل ځان کې د څو موخو لپاره سروکی لري کوم چې د کانکرېټ، نظامي برجونه او زغره لرونکي نظامي واړه ټانکونه ویجاړولی شي. له بند ځای څخه هم توغول کیږي او مخکې تر دې چې موټور یې لمبه ولګوي لمړی له بند ځای څخه د نرمې توغونې سیستم په زریعه بهر کیږي.. توغندی یې ۶.۸ کیلو ګرامه وزن لري. قطر یې تر ۸۵ ملي متره پورې دی. په انجن کې یې جامد سونګ توکي کارېدلي....
Aralidium – ارالېډیم

Aralidium – ارالېډیم

ټولې لیکنې
په ټورسېلي اېسیای کورنۍ کې د بوټو نسل دی. په نسل کې یوازې یو ډول (Aralidium pinnatifidum) شامل دی. کوچنۍ بوټي ته ورته ونه ده. په سوېل ختیځې اسیا، اېندونیزیا او مالیزیا کې پیدا کیږي. ډلبندي کول یې ستونزمن وو او لامل یې ځکه چې دا بوټی له دواړو ارالي اېسیای او کورن اېسیای سره ورته ځانګړنې لري. د ډلبندۍ په (Cronquist system) سیستم کې په کورن اېسیای کورنۍ کې ډلبندي شوې خو په (APG II system) سیستم کې جلا کورنۍ ګڼل شوې.
Anarthriaceae – انارتري اېسیای

Anarthriaceae – انارتري اېسیای

ټولې لیکنې
د وښیزو بوټو د درې نسلونو انارتریا، هوپ کېنسیا او لایجېنیا کورنۍ ده. ګل کوونکي بوټي دي. په ۲۰۱۶ کې په رېسټیون اېسیای کورنۍ کې ورګډه شوې. د ډلبندۍ په ډېرو سیستمونو کې د کورنۍ په توګه نه ده پېژندل شوې خو د انجیو سپرم فیلوجیني ګروپ (APG III system) کې د جلا کورنۍ په توګه یاده شوې. درېواړو نسلونو کې وښیز بوټي شامل دي خو د هر نسل ډولونه یې د بل نسل له ډولونو سره لوی توپیرونه لري. درېواړو نسلونو کې ټول ۱۰ ډولونه شامل دي او د سترالیا په سوېل کې پیدا کیږي. ساینسي ډلبندي پاچایي بوټي انجیوسپرم مونوکوټ کومېلېنېډ ډله پولز نسلونه انارتریا هوپ کېنسیا لایجېنیا  ...
Alangiaceae – النجي اېسیای

Alangiaceae – النجي اېسیای

ټولې لیکنې
د ډایکوټ یا ډایکوټیلیډن ونو او بوټو کورنۍ ده. له کورن اېسیای سره نږدې تړاو لري. ډایکوټیلیډن داسې ګل کوونکي بوټي دي د کومو چې جنین دوه ډایکوټیلیډن یا د تخم پاڼې لري. د الانګېام په نوم یوازې یو نسل پکې شامل دی او په نسل کې ټول ۱۷ ډولونه شامل دي. ځینې پوهان النجي اېسیای او کورن اېسیای نومونه د یو بل هم مانا یا مترادفو نومونو په توګه کاروي خو په ورته وخت کې النجي اېسیای نوم (nom. cons) ګڼي مانا یې "هغه نوم چې باید وساتل شي" ده.