ټولې لیکنې

Grasshopper mouse – ملخه مږه – ملخ خوړونکې مږه

ټولې لیکنې
د اوني کومیس نسل (genus Onychomys) ده. د ریښتینو مږو او موږکانو په (Muridae) کورنۍ کې د سیګموډونټینای فرعي کورنۍ (subfamily Sigmodontinae) جوړوي. درې ډولونه لري. د شپې لخوا فعالې، په ځمکه ژوند کوونکې، حشره خوړونکې، د مردارو شوو ژو خوړونکې مږې دي. په فزیولوجیکي توګه د شمالي امریکا له وچو او نیمو وچو سیمو سره بلدتیا لري.   شمالي ملخه مږه (northern grasshopper mouse)، علمي نوم یې (Onychomys leucogaster) ده له مرکزي کاناډا تر شمالي مکسیکو پورې په وښیزو سیمو کې ژوند کوي. د سوېل ملخه مږه (southern grasshopper mouse) علمي نوم یې (O. torridus) ده، د کلیفورنیا له سوېل څخه تر نوادا، اوتا، سوېل لور ته تر د مکسیکو شمال ختیځ پورې سیمه کې پیدا کیږي. د مرن ملخه مږه (Mearns’ grasshopper mouse) علمي نوم یې (O. arenicola) ده، د متحده ایالتونو له سوېل ختیځ څخه تر مرکزي مکسیکو پورې شته دي.   ...
Chinchilla rat – چینچیلا موږک

Chinchilla rat – چینچیلا موږک

ټولې لیکنې
د امریکا شپږ ډوله شخوند وهونکي ژوي دي. بهرنی شکل یې چینچیلا ته ورته والی لري خو جوړښت یې ډېر د موږک په څېر دی. غټې سترګې، غټ ګرد شوي غوږونه او لنډ د بدن غړي لري. مخکینۍ پښې یې څلور او وروستۍ پښې پنځه ګوتې لري. څلور ډولونه یې ابروکوما نسل (Abrocoma) کې شامل دي او وړې منګولې لري؛ دوه ډولونه یې کوسکومیس (Cuscomys) نسل جوړوي او غټې منګولې لري.   ابروکوما نسل د منځنۍ کچې شخوند وهونکي دي او تر ۳۵۰ ګرامه پورې وزن کوي. دبدن اوږدوالی یې له ۱۷ تر ۲۳ سانتي متره پورې رسیږي. لکۍ یې ګڼ وېښته او له ۶ تر ۱۸ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. کوسکومیس نسل یې تر ابروکوما غټ دی او تر ۹۱۰ ګرامه پورې وزن کوي، د بدن اوږدوالی یې تر ۳۵ سانتي متره پورې وي، لکۍ یې دوه رنګونه لري او تر ۲۶ سانتي متره پورې اوږده وي. ټول چینچیلا اوږده نرم وېښته لري د بدن رنګ یې د بدن پاسه برخه کې له سیلوري تر خړ نسواري پورې وي، د...
Chinchilla – چینچیلا

Chinchilla – چینچیلا

ټولې لیکنې
د چینچیلا نسل (genus Chinchilla) دی. د سوېلې امریکا دوه ډوله شخوند وهونکي ژوي دي. ګڼ اوږده بې کچې نرم وېښته لري. یو وخت یې ښکار ډېر عام وو او نسل یې تقریبا له ورکېدو سره مخ شوی وو. په وحشي چاپېریال کې ډېر کم پاتي خو اوسمهال په پراخه کچه د پلورلو لپاره ساتل کیږي او کورونو کې د کورني ژوي په توګه ساتل کیږي.   وزن یې تر ۸۰۰ ګرامه پورې او اوږدوالی یې تر ۳۸ سانتي متره پورې رسیږي. څورب بدن لري، ببره تر ۱۵ سانتي متره پورې اوږده لکۍ لري. غټې سترګې او اوږده غوږونه لري. د بدن رنګ یې له نیله تر خړ نسواري پورې وي. د بدن لاندې برخه یې زېړ رنګه سپین ته ورته رنګ لري. په فارمونو کې د نورو رنګونو نسل هم اخیستل شوی. په بندو ساتل شوو ځایونو او کورونو کې تر ۲۰ کالو پورې ژوندي پاتې کیدای شي.   چینچیلا په کالونۍ کې ژوند کوونکي ژوي دي او د اند غرونو په وچ ډبریز چاپېریال کې ژوند کوي. د پېرو ل...

Chipmunk – کوچنی نولی یا ډانګلکی – په ځمکه ژوند کوونکی نولی یا ډانګلکی – برګ نولی

ټولې لیکنې
د تامیاس نسل (genus Neotamias) ده. د کوچني، برګ، په ځمکه د ژوند کوونکي نولي یا ډانګلکي ۲۵ ډولونه دي. د خولې په داخل کې غټه کیسه لري او د خوړو د انتقال لپاره یې کاروي. ببره لکۍ، غټې سترګې، نېغ ولاړ یا لک غوږونه لري. ټول د ورځې لخوا ژوند کوونکي یا فعال دي. د کاناډا له سوېل تر د مرکزي مکسیکو لوېدیځ پورې پیدا کیږي. په ډېرو ډولونه کې د بدن کچه له ۸ تر ۱۶ سانتي متره پورې اوږدوالی لري، د لکۍ اوږدوالی یې له ۶ تر ۱۴ سانتي متره پورې رسیږي.   په اصل کې لنډي نولیان یا ډانګلکي (pygmy squirrel) دي. په ځمکه منډې وهي خو په ختلو کې هم ښه وړتیا لري. ډولونه یې د سمندر له سطحې تر ۳۹۰۰ متره لوړو سیمو پورې شته دي. په داسې چاپېریال کې ژوند کوي چې ډبرې او ځنګلونه لري.   د لوېدیځ ډانګلکی (eastern chipmunk)، علمي نوم یې (Neotamias striatus) ده. د شمالي امریکا په هغوځنګلونو کې عام دي چې ونې یې ...

Cloud rat – کلوډ موږک

ټولې لیکنې
د (cloudrunner) په نامه هم یادیږي. په ونه کې ژوند کوونکي (arboreal)، ورو خوځښت کوونکي، پاڼې خوړونکي (folivorous)، د شپې لخوا فعال یا ژوند کوونکي (nocturnal)، شخوند وهونکي ژوي (rodent) دي. شپږ ډوله لري او دوه نور ډوله یې لنډي کلوډ موږکان (Dwarf cloud rats) دي. د فلپاین په ځنګلونو کې ژوند کوي. له شپږ ډولونو څخه یې دوه ډوله غټ کلوډ موږکان (Giant cloud rats) په (genus Phloeomys) نسل کې ډلبندي شوي او څلور ډوله د ببرې لکۍ کلوډ موږکان (bushy-tailed cloud rats) په (genus Crateromys) نسل کې ډلبندي شوي.   غټ کلوډ موږکان د مخروطي لکۍ کلوډ موږک (slender-tailed cloud rat) نوم هم ورته اخلي. دواړه ډولونه یې په لوزون ټاپو کې ژوند کوي، د بدن وزن یې له یو نیم تر دوه کیلو ګرامه پورې رسیږي، د بدن اوږدوالی یې له ۳۰ تر ۵۰ سانتي پورې وي، په اوږدوالي کې یې لکۍ نده شامله او د لکۍ اوږدوالی یې له بد...

Cotton rat – د پنبې موږک

ټولې لیکنې
د سیګموډون نسل (genus Sigmodon) ده. د شخوند وهونکو ۱۰ ډولونه دي او د متحده ایالتونو له سوېل څخه تر د سوېلې امریکا شمال پورې پیدا کیږي. اوږده غوږونه لري، د بدن رنګ یې له خړ نسواري تر تېز نسواري پورې وي. ټول ډولونه یې په طبیعي ګیاه لرونکې سیمو کې ژوند کوي او له هوارو سمندرغاړو نیولې تر د غرو لمنو پورې شته دي. په هغو کرنو کې هم اوسي چېرې چې واښه ګڼ او لوړ وي تر څو دا موږکان له ښکاري ژو پټ وساتلای شي. په دواړو شپه او ورځ کې فعال وي. خواړه یې د بوټو توکي دي او په کرنه کې جدي افت ګڼل کیږي په ځانګړې توګه د ګني او سبزي لپاره لوی افت ده.   د اغزنو وېښتو د پنبې موږک (hispid cotton rat) د ډول علمي نوم یې (S. hispidus) ده، تر ټولو زیات خپاره شوي او د متحده ایالتونو له سوېل نه تر د سوېلې امریکا شمال پورې پیدا کیږي. د دې ډول طبیعي ژوند تر ټولو نورو ډولونو زیات مطالعه شوی. وزن یې تر ۲۲۵ ګرامه ...
Dassie rat – ډاسي موږک

Dassie rat – ډاسي موږک

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Petromus typicus) دی. د منځنۍ کچې شخوند وهونکی ژوی دی، د سوېل لوېدیځې افریقا په ډبریزو دښتو، غونډیو او لوړو هوارو کې پیدا کیږي. وزن یې له ۱۷۰ تر ۳۰۰ ګرامه پورې او اوږدوالی یې له ۱۴ تر ۲۱ سانتي متره پورې رسیږي، ببره لکۍ لري او لکۍ یې له ۱۲ تر ۱۷ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. د بدن رنګ یې له خړ زېړ تر تېز نسواري پورې وي.   د ورځې لخوا فعال وي، یوازې یا جوړه ګرځي، خواړه یې پاڼې، واښه، ګلان او میوه ده. ډېر وخت د لمر پیتاوي ته هم راوځي. لکه د غوییزو په څېر په شخوند وهونکو کې یوازیني ژوي دي چې خپل خواړه بېرته خولې ته راوړي او بیا شخوند پرې وهي. چټکه منډه او ټوپ وهلای شي، ونو ته په پاڼو پسې ختلای شي. په کال کې یو ځل په اوړي کې یو یا دوه بچیان زېږوي.   نور ډولونه نلري او په اوسمهال کې ژوندی یوازینی ډول (Petromus typicus) یې په (family Petromuridae) کورنی کې...

Deer mouse – هوسۍ مږه

ټولې لیکنې
د پېرو میسکوس نسل (genus Peromyscus) ده. له الاساکا تر کاناډا او سوېل لور تر لوېدیځې پاناما پورې پیدا کیږي. د شخوند وهونکو ژو ۵۳ ډولونه دي. بهر ته وتلې سترګې او غټ غوږونه لري. وزن یې له ۱۵ تر ۱۱۰ ګرامه پورې او د بدن اوږدوالی یې له ۸ تر ۱۷ سانتي متره پورې رسیږي. لکۍ یې په هر ډول کې توپیر لري او ممکن له بدن څخه لنډه یا اوږده وي. ټولې نرم وېښته لري خو په هر ډول کې او د ډول په هر غړي کې د بدن رنګ توپیر لري.   د شپې لخوا ژوند کوونکې دي. ډېر کم وخت مازدیګر کې هم فعالیت کوي او ورځ په خپلو غارونو یا ونو کې تېروي. په ونو کې هم خپلې ځالې د بوټو له توکو جوړوي خو خپل فعالیت په ځمکه کوي. په ختلو کې ښه وړتیا لري. خواړه یې د بوټو هر ډول تولید، مرخېړي او مردار شوي ژوي دي.   د (P. maniculatus) ډول ته یې د سپین پښۍ مږه (white-footed mouse) نوم هم اخلي. دا ډول په شمالي امریکا کې زیات پی...

Charles Elton – چارلز اېلټون

ټولې لیکنې
بشپړ نوم یې (Charles Sutherland Elton) ده. د ۱۹۰۰ کال، د مارچ په ۲۹ نېټه، د انګلستان په لیور پول کې زېږېدلی او د ۱۹۹۱ کال، د مې میاشت په ۱ نېټه، د انګلستان د اکسفورډ په اکسفورډ شیر کې مړ شوی. د انګلستان زولوجي پوه او ایکولوجیسټ وو.   لمړۍ زده کړې یې په لیور پور کالج کې کړي، وروسته یې خپلو زده کړو ته د اکسفورډ په نیو کالج کې ادامه ورکړه او په ۱۹۲۲ کې له همدې کالج څخه د زولوجي په څانګه کې اول نمره فارغ شو. ډېرو ملګرو یې لابراتوار کې د ژو مطالعې ته مخه کړه خو اېلټون د لابراتوار په ځای د ژو د مطالعې لپاره د ژو طبیعي استوګنځایونو ته ولاړ تر څو په طبیعي چاپېریال کې د ژو ژوند او د دوي تر منځ خپلمنځي اړیکه مطالعه کړي. له همدې لارې یې طبیعي تاریخ په ساینس (د ایکولوجي ساینس) د بدلولو هڅه وکړه. کله یې چې د ژو مطالعه پیل کړه نو د سوشیو لوجي او د ژو اقتصاد په نامه یې تشرېح کړه. کله یې چې په ...
Rodent – غاښ لګونکی

Rodent – غاښ لګونکی

ټولې لیکنې
د لاتیني ژبې له (rodere) کلیمې یې نوم اخیستل شوی، مانا یې "په ثنایا غاښونو پرې کول یا خوله لګول" ده. د شخوند وهونکو د ډلې تی لرونکي دي. ځانګړنه یې په لاندې او پورته هره ژامه کې د یوې جوړې د ثنایا غاښونو دوامداره وده ده. د تی لرونکو د ډولونو تقریبا ۴۰ % ډولونه شخوند وهونکي تی لرونکي دي. اصلي ځای یې له نیوزلنډ او ځینې سمندري ټاپوګانو پرته د نړۍ ټولې لویې وچې دي خو دې ټاپو ګانو او نیوزلنډ ته انسانانو سره انتقال شوي. د شخوند وهونکو د ژوند طریقه او ایکولوجي له یو بل سره ډېر توپیر لري او تقریبا د وچې هر ډول چاپېریال کې پیدا کیږي، په انسان جوړ کړي چاپېریال کې هم ژوند کوي. د شخوند وهونکو ځینې ډولونه ونه کې ژوند کوونکي دي، ځینې یې کندې یا سمڅې وېستونکي دي، ځینې ډولونه یې نیمه لامبو وهونکي او ځینې ډولونه یې په وروستیو پښو ټوپ اچونکي دي. تقریبا ټول شخوند وهونکي خپله کې ګډې ځانګړنې لري لکه د ثنایا غ...
Cavy – هندی خوګ

Cavy – هندی خوګ

ټولې لیکنې
کاوي یا هندی خوګ د کاوي ایډای کورنۍ د ټولو غړو عام نوم دی. د کاوي ایډای کورنۍ (family Caviidae) غړي دي. د سوېلې امریکا څوارلس ډوله شخوند وهونکي ژوي دي په دې کې ( guinea pigs, maras, yellow-toothed cavies, mountain cavies, and rock cavies) شامل دي. له ماراس پرته ټول ډولونه یې څورب بدن، لنډې پښې، غټ سرونه، غټې سترګې او واړه غوږونه لري. مخکینۍ پښې یې څلور او وروستۍ پښې یې درې ګوتې لري. تېرې منګولې او لنډه نرۍ لکۍ لري. د بدن وزن یې له ۲۰۰ ګرامه تر یو نیم کیلو ګرامه پورې رسیږي او ۱۵ تر ۴۰ سانتي متره پورې اوږد بدن لري. د بدن د پاسه برخې رنګ یې له نسواري تر خړ پورې وي او د لاندې برخې رنګ یې له سپین تر خړ پورې وي.   ماراس (maras) ډول یې سارایي سوی ته ورته والی لري، غټې سترګې او اوږده غوږونه لري. پڅ بې څوکې پوز او اوږدې پښې لري. وزن یې له ۹ تر ۱۶ کیلو ګرامه پورې رسیږي او د بدن اوږدوالی ...

Castoroides – کاسټورواېډز

ټولې لیکنې
د اوبو د کوچنډي له منځه تللی نسل ده کوم چې اوسمهال په شمالي امریکا کې د پلیسټوسین په انبارونو کې د فوسیل په توګه پیدا کیږي (د ۲.۶ میلیونه کاله او ۱۱۷۰۰ کاله وړاندې ترمنځ). د بدن اوږدوالی یې تر ۲.۵ متره پورې اوږدېده. غټ سرونه یې لرل او د خولې لګولو لپاره یې ځواکمن غاښونه لرل. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي - - فرعي کورنۍ کستورو ایډینای نسل کاسټورواېډز په دې نسل کې لاندې درې ډولونه شامل دي او هېڅ ډول یې په اوسمهال کې ژوندی غړی نلري Castoroides leiseyorum Castoroides ohioensis Castoroides dilophidus...
Capybara – کاپیبارا

Capybara – کاپیبارا

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Hydrochoerus hydrochaeris) دی. په انګرېزۍ کې ورته (carpincho or water hog) نومونه هم اخلي. تر ټولو غټ شخوند وهونکی، د سوېلې امریکا تی لرونکی ژوی دی. د هایډروکویریډای کورنۍ (family Hydrochoeridae) یوازینی غړی دی. په شکل کې هندي خوګ او د ګینیا خوګ (cavy and guinea pig) ته ورته دی. بدن یې تر ۱۳۵ سانتي متره پورې اوږدیږي، تر ۶۶ کیلو ګرامه پورې یې وزن رسیږي. خو د پاناما کاپیبارا کوچنی بدن لري وزن یې تر ۲۷ کیلو ګرامه پورې رسیږي.   کاپیبارا لنډ نسواري وېښته لري، پڅ بې څوکې پوز، لنډې پښې، واړه غوږونه لري او تقریبا بې لکۍ وي. خپل ځان په سهار او ماښام کې تغذیه کوي او نور وخت له اوبو سره څنګ کې د بوټو لاندې تېروي. د سبزۍ خوړونکي دي او کومو سیمو کې چې خټکی، کدو او غله کرل کیږي برید پرې کوي. ښه لامبو وهونکي دي او د لامبو پروخت اوبو کې غوټه هم وهلی شي. کله چې پړانګ یا نور ښک...
Cane rat – د ګني موږک

Cane rat – د ګني موږک

ټولې لیکنې
د تریونومیس نسل (genus Thryonomys) دی. د افریقا دوه ډوله شخوند وهونکي ژوي دي. وزن یې تر ۷ کیلو ګرامه پورې رسیږي او بدن یې تر ۶۱ سانتي متره پورې اوږدیږي، په اوږدوالي کې یې لکۍ نده شامله او لکۍ یې تر ۲۶ سانتي متره پورې اوږده وي. پڅ بې څوکې پوز، واړه غوږونه او بورس ته ورته ګڼ شخ وېښته لري. د بدن رنګ یې نسواري وي.   غټ د ګني موږک (greater cane rat) علمي نوم یې (Thryonomys swinderianus) دی او کوچنی د ګني موږک (lesser cane rat) علمي نوم یې (T. gregorianus) دی دواړه د سهارا په بې ځنګلو فرعي سیمو کې ژوند کوي پرته له نامیبیا د سوېلې افریقا او بوټساوا په ډېرو برخو کې شته دي. په ځینو سیمو کې دواړه ډولونه هم شته دي خو په مختلف چاپېریال کې استوګنځای جوړوي. غټ د ګنیو موږک د سیندونو په اوږدو کې، بندونو او ډنډونو سره او یا هم ګني ته ورته ساقو کې ژوند کوي. خو کوچنی د ګني موږک په لندو وښو کې ژوند...

Blind mole rat – ړوند سارایي موږک

ټولې لیکنې
د سپالاسینای فرعي کورنۍ (subfamily Spalacinae) غړي دي. د غار وېستونکو، شخوند وهونکو ژو ۱۳ ډولونه دي. د ختیځې مدیترانې او تور سمندر په سیمو کې ژوند کوي. سارایي موږک ته ورته شکل لري. ببر استوانه اي بدن او د بدن لنډ غړي لري. بې سترګو او بې غوږو ښکاري خو دواړه لري او په وېښتو کې پټ وي, همداسې کوچنۍ لکۍ لري او بهر څرګنده نه وي.   یوازې په ځمکه ژوند کوونکي دي. په خپلو غاښونو د ځمکې لاندې شبکې ته ورته سوریان باسي. نرمه شوې خاوره د مخ او مخکینیو پښو په ذریعه د خپل ځان لاندې کوي او په وروستیو پښو یې شاته ټېل وهي. خواړه یې ریښې، پیاز غوټې دي خو کله کله د شپې لخوا د شنو بوټو ځینې برخې او تخمونه هم خوري. خپل وېستل شوي غار کې د خوړو د ذخیره کولو، ځالې جوړولو او د اداراو د دفع کولو لپاره جلا خونې جوړوي. په ژمي کې یې ښځه جلا ځای جوړوي او په همدې ځان کې جنسي نزدیکت کوي له یوې میاشتې اومیندوارۍ ...
Blesmol – بلېسمول – د افریقا سارایي موږکان

Blesmol – بلېسمول – د افریقا سارایي موږکان

ټولې لیکنې
د باتي اېرجیدای (family Bathyergidae) کورنۍ غړي دي. د افریقا غار وېستونکي ۲۲ ډوله شخوند وهونکي ژوي دي. د سوېلې سهارا صحرا په وچو سیمو کې ژوند کوي. د ځمکې لاندې ژوند کولو سره بلدتیا لري. پراخ سر لري. خپل د ثنایا غاښونه د ځمکې کیندلو لپاره کاروي، کله چې په غاښونو غار باسي خپله خوله بنده ساتي او خولې ته یې خاورې نه داخلیږي. استوانه اي څورب بدن یې لنډ غړي لري. وړې سترګې لري، غوږونه نلري او د غوږونو پرانیستې یا سوریان یې په وېښتو پوښل شوې وي.   تر ټولو غټ یې ډیون بلېسمول (dune blesmol) دی، تر ۱.۸ کیلو ګرامه پورې وزن کوي، بدن یې له ۱۸ تر ۳۳ سانتي متره پورې اوږدیږي، لنډه ببره لکۍ لري. تر ټولو کوچنی یې لوڅ بلېسمول (naked blesmol) دی، د (naked mole rat) په نامه هم یادیږي، علمي نوم یې (Heterocephalus glaber) دی. وزن یې تر ۸۰ ګرامه پورې رسیږي او بدن یې تر ۹ سانتي متره پورې اوږدیږي، له ۳ تر...

Birch mouse – د بېرک ونې مږه

ټولې لیکنې
د سیسیستا نسل (genus Sicista) ده. مږې ته ورته ۱۳ ډوله شخوند وهونکي ژوي دي. په شمالي ځنګلونوکې، د اروپا او اسیا په نیمه هوارو کې ژوند کوي. بدن یې له ۵ تر ۱۰ سانتي متره پورې اوږدیږي، نیمه د نښلېدو وړ لکۍ لري او له بدن څخه اوږده وي. د بدن رنګ یې نسواري او یا زېړ ته ورته نسواري وي. ځینې ډولونه یې له سر تر لکۍ پورې په ملا تېره شوې توره کرښه لري. خواړه یې د بوټو توکي او حشرې دي. د ځمکې په غارونو کې ژوند کوي او له مني تر پسرلي پورې د ځمکې لاندې د ژمي خوب کوي. ونې ته د ختلو ښه وړتیا لري او خپله لکۍ هم د کوزېدنې یا ختنې لپاره کاروي.   تر ډېرو کلونو پورې یې یوازې ۶ ډولونه پېژندل شوي وو. په ۱۹۷۰ لسیزه کې چینایي او روسي ساینسپوهانو په ختیځه اروپا او مرکزي اسیا کې ۷ نور ډولونه هم وپېژندل. د بېرک ونې مږې د ریښتینو مږو د کورنۍ (family Muridae) غړې ندي بلکې په جلا کورنۍ (family Dipodidae) کې ډل...

Beaver – د اوبو کوچنډی

ټولې لیکنې
د کاسټور نسل (genus Castor) ده. د دوه ژواکو شخوند وهونکو دوه ډوله دي. اصلي ځای یې شمالي امریکا، اسیا او اروپا ده. په شمالي امریکا او اوراسیا کې تر ټولو زیات پیدا کېدونکي شخوند وهونکي ژوي دي او په ټوله نړۍ کې دوېم زیات پیدا کېدونکي شخوند وهونکي ژوي ګڼل کیږي. بدن یې تر ۸۰ سانتي متره پورې اوږدیږي او وزن یې له ۱۶ تر ۳۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. په ډنډونو، سیندونو، لویو تالابونو کې ژوند کوي. ځینې خلک یې د ایکو سیستم د انجنیرانو په نامه هم یادوي.   د اوبو کوچنډی لنډې پښې، کوچنی پراخ سر او څورب بدن لري. د ثنایا غاښونه یې نارنجي رنګ لري او لامل یې د کلسیم پر ځای وسپنه لرل دي. کله چې اوبو کې وي د پوستکي په قاتولو د پوزې سوریان او غوږونه بندوي. سترګې یې پردې لري او همدا پردې سترګې له اوبو څخه ساتي. له شونډو سره یې چې کوم وېښته دي د اوبو لاندې خولې ته د اوبو داخلېدو مخنیوی کوي او دې ژوي ته وړت...

Bandicoot rat – باندي کوټ موږک

ټولې لیکنې
د اسیا شخوند وهونکي ژوي دي. نسل یې د باندي کوټا (genus Bandicota) په نامه یادیږي او د نسل غړو ته یې بامبو موږکان نوم اخلي. نوم او د نسل نوم یې د سیمه ایزې تلو ګو ژبې له (pandikokku - పందికొక్కు) لفظ څخه اخیستل شوی.   غټ باندي کوټ موږک (greater bandicoot rat)، علمي نوم یې (Bandicota indica) ده تر ۰.۵ کیلو ګرامه پورې وزن کوي، اوږده، ډبل تور رنګه وېښته لري. د بدن کچه یې له ۱۹ تر ۳۳ سانتي متره پورې اوږدیږي، د لکۍ اوږدوالی یې هم له بدن سره تقریبا برابر وي. په هند، مالیزیا، ایندو چاینا، جاوا، تایوان او ورسره چار چاپیره هیوادونو کې پیدا کیږي.   د کوچني باندي کوټ موږک (lesser bandicoot rat) علمي نوم (B. bengalensis) ده، د ساویل باندي کوټ موږک (Savile’s bandicoot rat) علمي نوم (B. savilei) ده، تېز نسواري او نسواري ته ورته خړ رنګونه لري. د بدن وزن یې تر ۳۵۰ ګرامه پورې رسیږي، له ...

Bamboo rat – بامبو موږک

ټولې لیکنې
ورو خوځښت کوونکي، غار وېستونکي، د شپې لخوا ژوند کوونکي څلور ډوله شخوند وهونکي اسیاي ژوي دي. بامبو موږک څورب استوانه اي بدن، لنډ پوز، لنډې پښې او واړه غوږونه لري. د (Rhizomys) نسل درې ډولونه یې له ۲۳ تر ۵۰ سانتي متره پورې اوږد بدن لري، د لکۍ اوږدوالی یې له ۵ تر ۲۰ سانتي متره پورې وي. د بدن رنګ یې سلیټي خړ او یا نسواري خړ وي. کوچنی بامبوموږک (lesser bamboo rat) د نسل نوم یې (genus Cannomys) ده. له ۱۵ تر ۲۷ سانتي متره پورې اوږدیږي، لکۍ یې له ۶ تر ۸ سانتي متره پورې اوږده وي. له تېز نسواري تر روښانه زېړ خړ پورې رنګونو کې شته دي.   بامبو په هند کې یو ډول نی ده او د (Rhizomys) نسل د همدې نی په ګڼو برخو کې پیدا کیږي. له اېندو چاینا غرونو تر مالې ټاپوزمې پورې شته دي. له درې تر پنځه بچیانو پورې زېږوي. کوچنی بامبو موږک د وېتنام په شمال ختیځ کې، د چین او میانمر (برما) په سوېل کې او د سوېل خ...
Share
Hide Buttons