Asian tree mouse – د اسیا د ونې مږه
د (subfamily Platacanthomyinae) فرعي کورنۍ ده. درې ډوله واړه شخوند وهونکي ژوي دي. یوازې د هند د ګرمو سیمو په ځنګلونو او سوېلې اسیا کې پیدا کیږي.
د مالابار اغزنه د ونې مږه (Malabar spiny tree mouse) علمي نوم یې (Platacanthomys lasiurus) ده د هند د سوېل ختیځې سیمې په زړو شوو باراني ځنګلونو کې پیدا کیږي. په ونه کې د شپې لخوا ژوند کوونکې ده. د ونو په سوریانو کې ځالې جوړوي او خواړه یې میوه او مغزي دي. د بدن لاندې برخه یې کمه اغزنه وي او رنګ یې زېړ ته ورته والی لري. نوم یې د بدن له جوړښت څخه اخیستل شوی. د لکۍ بېخ کې یې وېښته لنډ خو د لکۍ څوکه یې ببره وي. د بدن کچه یې له ۱۲ تر ۱۴ سانتي متره پورې اوږدیږي لکۍ یې هم اوږدوالي کې شامله ده.
نورو دوه اسیاي د ونو مږو ته د ونو ړندې مږې (blind tree mice) نوم اخلي. د (genus Typhlomys) نسل جوړوي: د یوه ډول نوم یې چینایي د ونو ړنده م...