ټولې لیکنې

Mite – شنی

ټولې لیکنې
مختلف ډوله واړه ارترو پوډ ژوي دي، په اراکنیډا کلاس (class Arachnida) کې د اکاري فرعي کلاس (subclass Acari) ده. په انسان او ژو کې د پرازیت په توګه اوسیږي، په بوټو کې، تازه اوبو کې، ګرمو چینو کې، وچه کې او سمندري اوبو کې ژوند کوي. پرازیت ډولونه یې ممکن د پوزې د سوریانو په کانال کې، په سږو کې، په معده کې او یا ممکن د ژو د بدن په ژورو نسجونو کې وي. ځینې شني انسانانو او ژو ته ناروغۍ انتقالوي. همداسې په بوټو کې شني د بوټو پاڼې خوري او بوټو ته ویروس انتقالوي. تر اوسه پورې د شنو ۴۸۲۰۰ ډولونه مطالعه شوي.   شني کوچنی بدن لري تر ټولو واړه یې ۰.۱ ملي متره او تر ټولو غټ یې تر ۶ ملي متره پورې اوږدوالی لري. څلور جوړه پښې لري. ډېر ډولونه یې د هوا د تونل له لارې (tracheae) تنفس کوي خو ځینې بیا د پوستکي له لارې ساه اخلي.   په (order Mesostigmata) کې ټول هغه شني چې په انسان برید کوي، د ...

Lynx spider – لېنکس غڼه

ټولې لیکنې
د اوکسیو پیډای کورنۍ (family Oxyopidae) غړې دي، په ارنې اېډای ډله (order Araneida) کې شامل دي. ځاله نه جوړوي، په حشرو برید کوي او د رانیولو لپاره یې د ځالې پر ځای پنجې کاروي. په ټوله نړۍ کې شته دي خو د شمالي امریکا په سوېل کې عامې دي. ډېر وخت په شنو کې د حشرو پیدا کولو لپاره ګرځي.   شنه لېنکس غڼه د ډول علمي نوم یې (Peucetia viridans) ده په ګلانو کې د ښکار لپاره پټیږي او کوم ګل کې چې پټه وي ډېر وخت یې رنګ هماغه ګل ته بدلیږي تر څو یې حشرې ونه پېژني. په دې ډول کې ښځه ځالې ته ورته تار جوړوي او خپلې هګۍ پکې زوړندوي. د خپلو بچیانو او هګیو ساتنه هم ښځه کوي.    ...

Worm – چونجی

ټولې لیکنې
له یوبل سره تړاو نلرونکي، مختلف ډوله بې شمزي دي، معمولا نرم، استوانه اي، اوږد شوی بدن لري. د چونجیانو تنه غړي نلري خو انالېډ او پولیکیټ یې استثنا ده. په مختلفو فیلا ګانو کې ډلبندي شوي لکه پلټي هېلمنتېس فایلم کې هوار یا مسطح چونجیان، په انالیډا کې په برخو د وېشل شوي بدن لرونکي چونجیان، نېمرتیا فایلم کې ریبون چونجیان، نېماټوډا کې ګرد چونجیان او نور... سپينوکولا فایلم کې ممپلی چونجی، اېکیورا کې کاشوغه چونجی، په اکانتوسېفلا فایلم کې اغزن سري چونجیان، په پوګونوفورا فایلم کې پوګونوفوران او کایتوګناتا فایلم کې غشی چونجی.   چونجی نوم کم وخت سل پښیو او زر پښیو ته هم کاریږي، د ځینې ژو لاروا بچیان هم د چونجي په نامه یادیږي. یو وخت ټول چونجي ته ورته ژوي د ورم یا ورمونو (Vermes) په نامه ډلبندي شوي وو. چونجیان ډېر وخت اوږد شوی تونل ته ورته بدن لري خو ځینې یې هوار، پاڼې ته ورته او استوانه اي ش...

Spoonworm – کاشوغه چونجی

ټولې لیکنې
د اېکیورېډ (echiurid) په نامه هم پېژندل کیږي. د اېکیورا فایلم (phylum Echiura) ټول غړي دي د اېکیورو اېدیا (Echiuroidea, or Echiurida) په نامه هم پېژندل کیږي. سوسیس ته ورته شکل لري او سر یې هوار شوی وي. سر یې ځینې وخت د چونچې یا کاشوغې شکل لري. له څو ملي متره تر ۶۰۰ ملي متره (۲ فټه) پورې اوږده شته دي. تر اوسه ۱۵۰ ډولونه مطالعه شوي. د ټولې نړۍ د سمندر په تل کې پیدا کیږي. ځینې ډولونه یې د ډبرو په چاودونو کېژوند کوي او ځینې د سمندر د تل په خټو کې سوریان کوي. په خپل مقعد کې اوبه داخله او بهر ته پمپ کوي او له همدې لارې ساه اخلي.  ...

Spiny-headed worm – اغزن سری چونجی

ټولې لیکنې
د اکانتو سېفالان (acanthocephalan) په نامه هم یادیږي. د اکانتوسېفالا فایلم (phylum Acanthocephala) ټول غړي دي. په خپل پوز کې یې چنګک ډوله جوړښت لري او له هم دې جوړښت څخه یې نوم اخیستل شوی. تر اوسه یې ۱۱۵۰ ډولونه مطالعه شوي او ټول ډولونه یې په شمزي لرونکو کې پرازیتي ژوند لري. غټ یې ډېر وخت په کبانو کې پرازیت وي او واړه لاروا جووېنایل (juveniles) یې په حشرو او چنګاښ یا سخت پوستو کې پرازیت وي. غټ یې تر ۱ سانتي متره پورې اوږدوالی لري خو ځینې ډولونه یې تر ۵۰ سانتي متره پورې اوږېدای شي. په ټوله نړۍ کې شته دي.   دواړه نر او ښځه لري. جنسي نزدیکت د خپل مېزبان په کلمو کې کوي. القاح شوې هګۍ یې د مېزبان په بولو کې بهر دفع کیږي. له دې وروسته تر هغو پورې نوره وده نکوي ترڅو چې دا هګۍ کوم ارتروپوډ نه وي خوړلي. کله چې د ارتوپوډ ګېډې ته ولاړ شي خپله لمړۍ لاروال دوره اکانتور (acanthor) پیل کوي او ...

Ribbon worm – ریبون چونجی

ټولې لیکنې
نور نومونه یې (bootlace worm, proboscis worm, nemertine, or nemertean) دي. د نېمرټیا فایلم (phylum Nemertea) ټول غړي دي فایلم ته یې ځینې خلک (Nemertinea, or Rhynchocoela) نومونه هم اخلي په کوم کې چې ازاد ژوند کوونکي شکلونه شامل دي خو د چنګاښ د کورنۍ، د حلزونونو او سمندري سکورټ پرازیتي ډولونه هم پکې شته. د ۹۰۰ نېمرټین ډولونو زیات شمېر په سمندر کې ژوند کوي او کم شمېر یې په تازه اوبو کې او وچه کې ژوند کوونکي دي.   ریبون تر ټولو ساده ژوي دي کوم چې تنفسي جهاز، ګېډه، جلا خوله او مقعد لري. نری اوږد بدن لري، د خوځښت پر وخت یې بدن د اوږدېدو وړتیا لري. ډېر ډولونه یې تر ۲۰ سانتي متره کم اوږدوالی لري خو د (Lineus longissimus) ډول یې تر ۳۰ سانتي متره پورې اوږده پیدا کیږي. ځینې ډولونه یې کوم چې په ژورو اوبو کې ژوند کوي پراخ هوار بدن لري. بدن یې په منظمه توګه رنګ شوی وي د بدن رنګ یې بدن کې خاپ...

Peanut worm – ممپلی چونجی

ټولې لیکنې
بل نوم یې (sipunculid) ده. د سیپونکولا فایلم (phylum Sipuncula) ټول غړي دي. سمندري چونجیان دي د کومو چې بدن په برخو نده وېشل شوی. له خولې یې معمولا یوه یا څو د ټنټکل یا حساسو وېښتو کړۍ تاو وي. د بدن اوږدوالی یې له څو ملي متره تر ۵۰۰ ملي متره پورې شته. په ټولو سمندرونو کې پیدا کیږي. د سمندر په تل کې ژوند کوي. ډېری یې په شګه یا خټه کې سوریان کوي. ځینې یې د حلزون په پرېښودل شوي صدف کې اوسیږي.   د نر او ښځې د بدن بهرنی جوړښت یې یو بل ته ورته ده خو د نر او ښځې جلا جنس لري. القاح یې له بدن څخه بهر ترسره کیږي. لاروا بچیانو ته یې ترکوفور (trochophore) نوم اخلي کوم چې ازاد لامبو وهونکی ژوند لري. له استوانه اي تر کروي شکله پورې عضلاتي تنه لري. د سر برخه یې د راغونډېدو وړ ده، د دې وړتیا لري چې خپل سر په تنه کې داخل کړي.  ...

platyhelminth – هوار یا مسطح چونجیان

ټولې لیکنې
بل نوم یې پلېټي هېلمنت (platyhelminth) ده. د پلېټي هېلمنتېس فایلم (phylum Platyhelminthes) ټول غړې دي. د نرم بدن لرونکو غړو ګروپ ده، معمولا هوار بې شمزي دي. یو څو ډوله یې ازاد ژوند کوونکي دي خو ۸۰ % یې ټول پرازیتي ژوند لري - په دې مانا چې د بل ژوندي د بدن له پاسه یا د بدن داخل کې اوسي او خپل ځان ترې تغذیه کوي. د بدن ښی او چپ اړ یې یو بل ته ورته وي کوم ته چې انګرېزۍ کې (bilaterally symmetrical) وایي.   ځانګړی د وینې د دوران، د تنفس او اسکلیټي سیستم نلري، د بدن کوم جوف (coelom) پکې نشته، بدن یې په برخو نده وېشل شوی، سپنجي نښلونکي نسجنونه لري کوم ته چې مېسنکیمي (mesenchyme) نوم اخلي او د بدن د غړو ترمنځ واټن ډکوي. هوار چونجیان معمولا هېرما فروډېټیک (hermaphroditic) دي په دې مانا چې په یوه غړي کې دواړه د نر او ښځې تناسلي غړي موجود وي. لکه د نورو پرمختللو کثیر الحجروي ژو په څېر هوار...

Tube worm – په تونل کې ژوند کوونکي چونجیان

ټولې لیکنې
په پولیکیټا کلاس (class Polychaeta) کې ټول هغه چونجیان دي چې له انالیډ (annelid) سره تړاو لري او په تونلونو کې ژوند کوي لکه (polychaete; feather-duster worm; tentacle worm). نور په تونلونو کې ژوند کوونکي په پوګونوفورا فایلم (phylum Pogonophora) کې (beardworm) او په فورونیدا فایلم (phylum Phoronida) کې (horseshoe worm) چونجیان دي  

Medicinal leech – د درملو لیچ – طبي لیچ

ټولې لیکنې
د لیچ مختلف ډولونه دي، په فایلم انالیډا کې شامل دي، په ځانګړې توګه د (Hirudo medicinalis, H. verbana, and H. orientalis) ډولونه. یو وخت د انساني ناروغیو د درملنې لپاره کارېدل خو اوسمهال د وینې د لخته کېدود مخنیونکو په توګه کاریږي.

David Nicholson – ډیویډ نیکولسن

ټولې لیکنې
د ۱۹۳۹ کال، د مارچ په ۱۹ نېټه، د انګلستان د سوري په اېپسوم کې زېږېدلی او د ۲۰۰۶ کال، د اګست په ۲۶ نېټه، مړ شوی. د انګلستان د اسونو د منډو په سیالیو کې د ټوپ اچونکو اسونو لوبغاړی او روزونکی وو. د ۱۹۶۸–۹۹ کلونو تر منځ د انګلستان د ټوپ اچونکو اسونو د لمړي روزنکي په توګه یې ۱۴۹۹ اسونه روزلي. په ۱۹۹۹ کې تقاوت شو.

Delvin Glenn Miller – ډېلوېن ګلېن مېلر

ټولې لیکنې
د ۱۹۱۳ کال، د جولای په ۵ نېټه، زېږېدلی او د ۱۹۹۶ کال، د اګسټ په ۱۹ نېټه مړ شوی. د اسونو د منډو په سیالیو کې د اس ګاډۍ چلونکی وو، په خپل ۷۰ کاله دنده کې یې ۲۵۰۰ لوبې ګټلي او تر ۱۱ میلیونه ډالرو پورې یې لاسته راوړي. په ۲۰ پېړۍ کې یې د سټنډرډ برېډ اسونو نسل هم اخیستی.

Fifinella – فیفینېلا

ټولې لیکنې
د منډو د سیالیو لپاره د انګلستان روزل شوی تورو برېډ اس وو، په ۱۹۱۳ کې پیدا شوی، په ۱۹۱۶ کال کې یې د (the Derby) لوبه او دوه ورځې وروسته بله لوبه (the Oaks) وګټله. وروستی اس وو چې په یوه کال کې دواړه لوبې ګټلي.

Daniel Leopold Wildenstein – ډانیل لیوپولډ وېلډېنسټېن

ټولې لیکنې
د ۱۹۱۷ کال، د سپټمبر په ۱۱ نېټه، د فرانسې په ویریر لو بویسو کې زېږېدلی او د ۲۰۰۱ کال، د اکتوبر په ۲۳ نېټه، په پاریس کې مړ شوی. د هنر مورخ یا تاریخ لیکونکی، د هنري توکو پلورونکی او د تورو برېډ اسونو مالک وو. د (Wildenstein & Co) مشر وو - یاد شرکت د هنري لړۍ راز وو کوم یې چې نیکه په ۱۸۷۰ کې تاسیس کړې وه او پلار یې نیویارک ته انتقال کړې وو ارزښت یې هم څو بیلیونه ډالر وو. دا شرکت یوه لویه ټولګه وه چې د فرانسې د هنرمندانو راټولې شوې چارې او د جاپان او نیویارک انځورګرۍ هم پکې وې. همداسې د اسونو مالک وو او ساتل شو اسونو یې په فرانسه کې څلو ځلې د اسونو د منډو سیالي (Prix l’Arc de Triomphe, France) ګټلې....

Dan Patch – ډن پچ

ټولې لیکنې
د منډو د سیالیو لپاره د امریکا سټنډرډ برېډ روزل شوی اس وو، په ۱۸۹۶ کې پیدا شوی. په ۳۰ سیالیو کې یې یو مایل واټن په ۲ دقیقو کې وهلی. تر ۱۹۶۰ کال پورې هېڅ بل اس دومره چټکه منډه نه وه کړې. په ۵۶ لوبو کې یې یوازې دوه لوبې بایللي. په ۱۹۰۹ تقاوت شوی.

Cutting horse – کټینګ هارس

ټولې لیکنې
واړه اسونه چې د پادو او رمو د څر پر وخت پادې او رمې له نورو رمو او پادو جلا کوي د پادې یا رمې د تګ لوری هدایت کوي او د همدې لپاره روزل شوي. کوم ځانګړی نسل نده بلکې د هر نسل اسونه روزل کېدای شي ډېر وخت له کوارټر اسونو د دې چارې لپاره کار اخیستل کیږي. ډېر وخت پرې شپون ناست وي خو که مناسبه روزنه ورکړل شي له شپون پرته هم خپله دنده پر مخ بیایي.

Count Fleet – کونټ فلیټ

ټولې لیکنې
د منډو د سیالیو لپاره د امریکا تورو برېډ روزل شوی اس وو، په ۱۹۴۰ کې پیدا شوی، په ۱۹۴۳ کال کې یې درېواړه لوبې(the Kentucky Derby, the Preakness Stakes, and the Belmont Stakes) وګټلې او د (American Triple Crown) شپږم ګټونکی شو.

Maj. William Richard Hern – میجر ویلیم ریچارډ هېرن

ټولې لیکنې
د ۱۹۲۱ کال، د جنورۍ په ۲۰ نېټه، د انګلستان د سومر سېټ په هولفولډ کې زېږېدلی او د ۲۰۰۲ کال، د مې میاشت په ۲۲ نېټه، د انګلستان په اکسفورډ کې مړ شوی. د انګلستان د اسونو روزونکی وو. د ویلیم ریچارډ ۲۶ تورو برېډ روزل شوو اسونو په انګلستان او بهر کې لوبې ګټلي. د ۱۹۶۲، ۱۹۷۲، ۱۹۸۰، او ۱۹۸۳ کلونو ښه روزونکی ګڼل شوی. په ۱۹۷۰ او ۸۰ لسیزه کې یې د کوین الیزابېت اس روزلی، د ۱۹۷۲ ګټونکی برېګیډیر جېرارډ، ۱۹۷۹کال ټروی اس، د ۱۹۸۹ کال ناشوان اس یې روزلی.
Share
Hide Buttons