ټولې لیکنې

Amiens Cathedral – امیه کلیسا

ټولې لیکنې
په دوه نورو نومونو (Notre-Dame d’Amiens or the Cathedral of Notre-Dame of Amiens) هم پېژندل کیږي. د فرانسې په امیه تاریخي ښار کې د سم په دره کې د پاریس شمال کې جوړه شوې. د فرانسې له درې غټو جامع کلیسا ګانو یوه ده کومې چې په ۱۳ پېړۍ کې جوړې شوي. ۴۷۶ فټه (۱۴۵ متره) اوږدوالی لري، صالون یې ۱۳۹ فټه (۴۲.۳ متره) لوړ ده او ۴۸ فټه (۱۴.۶ متره) سور یا پراخوالی لري.   په دې سیمه کې مخکې وړه کلیسا وه کومه چې په ۱۲۱۸کې سوزول شوې وه او په ۱۳ پېړۍ کې یوه راهب (Evrard de Fouilloy) بله لویه کلیسا پرې جوړه کړه. تعمیر یې په ۱۲۲۰ کې پیل شو مهندس یې (Robert de Luzarches) وو، د ودانۍ مخه یې په ۱۲۳۶ کې او ټولې داخل کې چارې یې په ۱۲۷۰ کې بشپړ شوې. په ۱۵۴۹ کې یې په تعمیر کې اضافه هم شوې او په ۱۹ پېړۍ کې د فرانسې بل مهندس (Eugène-Emmanuel Viollet-le-Duc) بیا رغولې.   په دې کلیسا کې ډېرې تاریخي ...

Angkor – انګکور

ټولې لیکنې
یوه لرغونې سیمه ده، د کمبودیا په شمال لوېدیځ کې د سیم رې ایب (Siĕmréab) ښار څخه ۴ مایله (۶ کیلو متره) شمال لور کې واقع ده. له ۹ پېړۍ تر ۱۵ پېړۍ پورې د کمبودیا د خمر امپراتورۍ مرکز وو. دا موده په کمبودیا کې د کمبودیا د تاریخ کلاسیک عصر ګڼل کیږي. په سیمه کې یوه عبادتخونه ده چې د انګکور واټ (Angkor Wat) په نامه یادیږي کومه چې دوېم سوریا وارمن (King Suryavarman II) پاچا په ۱۲ پېړۍ کې جوړه کړې. بله عبادتخونه د انګکور توم (Angkor Thom) په نامه ده او اووم جایا ورمن (King Jayavarman VII) پاچا په ۱۲۰۰ کال کې جوړه کړې.   د انګکور ښار تاریخ انګکور ښار د سلطنتي کورنۍ لپاره مرکز وو په کوم کې چې د خمر کورنۍ پاچایان واکمن وو. او د سوېل ختیځې اسیا تر ټولو لویه، بریالۍ پاچایي او امپراتوري یې جوړه کړې وه. د ۹ پېړي په ورستیو لسیزو کې لمړي یاشو ورمن (King Yashovarman I) پاچا دا ښار خپل مرکز وټ...

Ajanta Caves – اجنتا سمڅه

ټولې لیکنې
د لوېدیځ هند د ماها راشترا ایالت اجانتا کلي ته نږدې د بودایانو په پرې شوو ډبرو کې، سمڅې او عبادتخونې دي. په دیوالونو یې انځورګري شوې. د ۳۰ سمڅو ګروپ ده کومې چې د ۱ او ۷ پېړۍ تر منځ کېندل شوي. انځورګري یې د بودایانو رنګارنګ افسانې او خدایان ښي کوم چې د هند له ټولو تاریخي اثارو ښکلي دي. یاده سمڅه یونیسکو په ۱۹۸۳ کال کې د نړۍ د تاریخي ځایونو په نوملړ کې ثبت کړې.  

Agra Fort – اګرا کلا

ټولې لیکنې
د سرې کلا (Red Fort) په نامه هم یادیږي. د ۱۶ پېړۍ لویه د سرو شګو له ډبرو جوړه شوې کلا ده. د هند په اګرا تاریخي ښار کې واقع ده. د مغولو اکبر پاچا جوړه کړې، او دواړه د پوځ او سلطنتي کورنیو لپاره جوړه شوې وه. کله چې د مغولو د حکومت مرکز په اګرا ښار کې وو د سلطنتي محل په توګه کارېدلې. په ۱۹۸۳ کال کې یونیسکو د نړۍ د تاریخي ځایونو په نوملړ کې ثبت کړې.   د یمونا سیند ښۍ څنډه کې ده. اکبر باچا یې دجوړونې پیل په ۱۵۶۵ کې کړی وو او جوړېدو یې تقریبا ۸ کاله اخیستي. دیوالونه یې چار چاییره خندق (moat) لري، دیوالونه یې ۱.۵ مایله (۲.۵ کیلو متره) پورې غزېدلي او لوړوالی یې ۷۰ فټه (۲۱ متره) ده. د ورننوتو دوه لارې لري یو د امرسنګ دروازه او بله د ډیلي دروازه ده. د ورننوتلو لارو کې یې د مرمرو ډبرې کارېدلي. په دیوالونو کې یې نور زیات نقشونه او نښانونه د مغولو نورو امپراتورانو په ځانګړې توګه شاجهان او جه...

Aggtelek Caves

ټولې لیکنې
د سلواکیا او هنګري د پولو ترمنځ د چونې د ډبرو سمڅه ده، د هنګري له میشکوایڅ (Miskolc) څخه ۳۰ ماېله (۵۰ کیلو متره) شمال لوېدیز لور ته ده او د سلواکیا له کوشیڅې (Košice) څخه ۴۰ مایله (۶۵ کیلو متره) سوېل لوېدیځ کې واقع ده. د سمڅې چار چاپېره سیمې څخه دواړو سلواکیا او هنګري ملي پارک جوړ کړی. په ۱۹۹۵ کې یونیسکو د نړیوالو تاریخي سیمو په نوملړ کې ثبت کړې.   د (Aggtelek) په غرونو کې دا سمڅه په سینوزویک عصر (Cenozoic Era) کې رامنځته شوې (تقریبا ۶۵ میلیونه کاله وړاندې). سمڅې ته ۶ د داخلېدو لارې موجودې دي, درې د داخلېدو لارې د سلواکیا لور ته او درې د هنګري لور ته دي، د سمڅې وړې لارې له لویو خونو سره نښتي او هره خونه یې نوم لري نومونه یې (Black Chamber, the Ballroom, the Hall of Tigers, the Concert Hall, the Banquet Hall, the Room of Lace, the Great Chamber, the Room of Ruins, the Heroes’ Cha...

Abusir – ابو صیر

ټولې لیکنې
د مصر په شمال کې د الجيزة او سقارة تر منځ تاریخي ځای ده. چېرې چې د فرعونیانو د پنځمې کورنۍ درې پاچایانو (Sahure, Neferirkare, and Neuserre) خپل اهرام جوړ کړي. اهرام یې د مصر د نورو اهرامو په پرتله کمزوري جوړ شوي کوم چې اوس بیا رغونې ته اړتیا لري. څنګ کې ورسره د عبادتخونو په دیوالونو د ونو انځور ګري هم شوې، په سیمه کې د لمریزو خدایانو د عبادت لپاره محرابونه هم جوړ شوي. په ۱۹۷۹ کې یونیسکو د نړیوالو تاریخي ځایونو په نوملړ کې ثبت کړی.

Abu Rawash – ابو رواش

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې یې نوم (Abū Ruwaysh and Abu Roash) هم لیکل کیږي. د فرعونیانو د څلورمې کورنۍ له ۷ پاچایانو درېم پاچا (Redjedef) نوم یې (Djedefre) هم لیکل کیږي جوړ کړی ځای ده. د الجيزة فرعونیانو له سیمې (Pyramids of Giza or Al-Jīzah) پنځه مایله (۸ کیلو متره) شمال لوېدیځ لور ته د نیل سیند په لوېدیځه غاړه کې واقع ده. د یونیسکو د نړیوالو میراثي ځایونو په نوملړ کې شامل ده. ګمان کیږي چې د مجسمو جوړونه یې د وخت پاچا تر پایه نه وه رسولې، له نورو مجسمو سره یې توپیر د خټو له خښتو جوړه شوې مجسمه ده (نورې مجسمې له پرې شوو ډبرو جوړې شوي).  ...

Abu Simbel – ابو سیمبل

ټولې لیکنې
دوه عبادتخونې دي کومې چې د مصر پاچا دوېم رمسس (Ramses II) په وخت کې جوړې شوې دي. رمسس له زېږېدیز کال څخه مخکې د ۱۲۷۹–۱۳ کلونو ترمنځ پاچا وو. یادې عبادتخونې د مصر په سوېل کې دي. د رامسس پاچا څلور مجسمې چې د عبادتخونې مخې ته ولاړې دي د پخواني مصر د هنر غوره بېلګې دي. په ۱۹۶۰ لسیزه کې پېچلی د انجنیري سیستم وکارېده تر څو یې د نیل سیند له اوبو وژغوري او په دې چاره کې د مصر حکومت، یونیسکو او پنځوس هېوادونو ونډه واخیسته.   یوه عبادتخونه یې د نیل سیند په لوېدیځه څنډه کې ده کومه چې د شګې له ډبرې جوړه شوې، دوېمه عبادتخونه یې تر ۱۸۱۳ پورې نه وه موندل شوې او په همدې کال کې د سویزرلنډ څېړونکي (Johann Ludwig Burckhardt) وموندله.   د عبادتخونې په مخې کې هر اړخ ته دوه د دوېم رمسس مجسمې په چوکۍ کینول شوي، هره مجسمه ۶۶ فټه (۲۰ متره) لوړوالی لري، پښې یې هم وړې د رمسس د بچیانو, ښځې او مو...

Abomey – ابومي

ټولې لیکنې
د بنېن په سوېل کې ښار ده، له کوتونو څخه ۶۰ مایله (۱۰۰ کیلو متره) شمال لور کې واقع ده. ممکن په ۱۷ پېړۍ کې تاسیس شوی وي او وروسته ډېر ژر د ابومي د پاچايي مرکز شو ( داهومي - د دې هېواد پخوانی نوم ده) تر ۱۹ پېړۍ پورې یې په (Slave Coast) کې له اروپایي شرکتونو سره په سوداګرۍ کنټرول لره. ابومي ښار په داسې ځای کې موقیعت لري چېرې چې خرما، مغزي او ځمکني بادام کیږي. د سرک او اورګاډي پټلۍ له لارې د بنین له کوتونو ښار سره وصل ده کوم چې د دې هېواد سوداګریز مرکز ګڼل کیږي، همداسې د هېواد له مرکز پروټو نوو سره هم نښلول شوی.سلطنتي ځایونه او د پاچایانو قبرونه او تاریخي میوزیمونه په ابومي کې تر اوسه ساتل شوي. سیلانیان د ښار اړین اقتصادي عامل ده. په ۱۹۸۵کال کې یونیسکو د ابومي سلطنتي ځایونه د نړۍ د تاریخي اثارو په نوملړ کې ثبت کړل....

Fossil – فوسیل

ټولې لیکنې
د تېر جیولوجیکي عمر یا دورې د ژو یا بوټو د پاتې شونو نښان ده کوم چې د ځمکې په قشر کې ساتل شوی وي. په ټوله نړۍ کې د فوسیل د مالوماتو ټولګې ته فوسیل ریکارډ یا فوسیلي یادون (fossil record) وایي او دا مالومات په نړۍ کې د ژوند د تاریخ بنسټیزه سرچینه ده.   یوازې د ژو کمه برخه د فوسیل په توګه پاتې کیږي او ډېر وخت هغه ژوي د فوسیل په توګه پاتې کیږي چې کلک مقاوت لرونکی اسکلیټ لري. ډېر بې شمزي د کلسیم کاربونېټ لرونکی اسکلیټ یا صدف لري د بېلګې په توګه مرجان، حلزون، براکیوپوډ او داسې نور. همداسې نور ډولونه یې د کلسیم فاسفېټ لرونکی صدف لري (کوم چې د شمزي لرونکو په هډوکي کې هم شته) او یا د سیلیکون ډیوکسایډ لرونکی صدف لري. کوم هډونکی یا صدف چې له مړینې وروسته ژر ځمکه کې خښ شوی وي ممکن له خپل ځان سره دا عضوي نسجونه ولري او دا ډول توکي په ډبرې بدلیږي کوم بهیر ته چې انګرېزۍ کې (petrified) وایي. بې...

Larva – لاروا

ټولې لیکنې
مفرد (Larva) جمع یې (larvae, or larvas) لیکل کیږي، په ډېرو ژو کې د ودې یو پړاو ده، کوم چې له هګۍ یا مور څخه له زېږېدو وروسته پیل کیږي او تر بلوغیت پورې دوام کوي، دا واړه ژوي له بلوغ ته رسېدلو یا خپلو پلرونو سره په شکل کې توپیر لري او د ژوند لپاره له جلا چاپېریال سره په تطابق کې وي.   په ځینې ډولونو کې لاروا ازاد ژوند لري خو د همدې لاروا بلوغ ته رسېدلي په ځای نښتی یا بې خوځښته ژوند کوي؛ په ځینو کې بلوغ ته رسېدلي په وچه کې ژوند کوي خو لاروا بچیان یې اوبو کې ژوند لري. کوم چې بې خوځښته ژوند لري ازاد حرکت کوونکي لاروا بچیان یې نورو سیمو ته د نسل خپرېدنه کې مرسته کوي او دا ډول لاروای ښه خوځښتي جوړښت (locomotor structure) لري. ځینې لاروای د خوړو را ټولونکي وي او ښه غذایي سیستم (alimentary system) لري، خواړه ذخیره کوي تر څو د بلوغت دوره پرې تېره کړي. ځینې لاروای هم خواړه ذخیره کوي او هم...
Classification – ډلبندي

Classification – ډلبندي

ټولې لیکنې
په عامه توګه د ډلبندۍ ساینس ته ټکزانومي (taxonomy) وایي. ټکزانومي په بیولوجي کې د ژوندیو ډلبندي ته وایي کوم چې د طبیعي ساینس برخه ګڼل کیږي. خو په ساتنه، اقتصاد او سوداګرۍ کې نورې ماناګانې هم لري. په بیولوجي کې ډلبندي د ژوندیو ترمنځ د کټګوریو سیستم د طبقو یا مرتبو د اټکل شوې طبیعي اړیکې یا تړاو پر بنسټ جوړونه ده.   ډلبندي د وېشنیزې یا کټګوري کولو بهیر دی، هغه بهیر دی په کوم کې چې توکي یا نظریې پېژندلی شو، پرې پوهېدلی او یو بل سره توپیر کولای شو لاندې په ریاضي، ساینس، اقتصاد او سوداګرۍ کې د ډلبندۍ کارونه وګورئ   په ریاضي کې ډلبندي Statistical classification د احصایې ډلبندي Mathematical classification ریاضیکي ډلبندي Classification theorems د ډلبندۍ قضیه Attribute-value system د ځانګړي ارزښت سیستم   په رسنیو کې ډلبند...

Commune – کومیون

ټولې لیکنې
کومیون د فرانسوۍ ژبې لفظ ده کوم چې په ۱۲ پېړۍ کې د لاتیني ژبې د منځنیو پېړیو له (communia) لفظ څخه اخیستل شوی مانا یې د ډېرو خلکو غونډه یا یو ځای کېدل دي کوم چې خپله کې ګډ ژوند سره لري. د خلکو هغې ټولنې ته کاریږي چې یو ځای اوسیږي، خپله کې ګډې ګټې لري، ګډ ارزښتونه او باورونه لري، ګډې سرچینې لري. ځینې کمیونونه یا ټولنې له پورته یادو شوو پرته ګډې پرېکړې او ګډ اقتصاد، له مختلفو قومونو او خلکو جوړه ټولنه لري کوم چې د پخوا په پرتله عصري کمیون ګڼل کیږي.

Notre-Dame de Paris

ټولې لیکنې
د (Notre-Dame Cathedral) په نامه هم یادیږي، د فرانسې په پاریس کې جامع کلیسا (cathedral) ده. د منځنیو پېړیو ګوتېک تر ټولو نامتو جامع کلیسا ګڼل کیږي. د نامتو کېدو لامل یې د کلیسا کچه، زوړوالی او معماري ده. د ایل دو له سیتې (Île de la Cité) په ختیځ پای کې موقیعت لري. د دوه زړو کلیساګانو په کنډولو جوړه شوې ده. بنسټ یې د پاریس یوه راهب (Maurice de Sully) ایښی چا چې په ۱۱۶۰ کال کې دوه بازیلیکا یا داوږده صالون لرونکو کلیساګانو (basilica) کنډوالی په یوه تعمیر بدلې کړې. د بنسټ ډبره یې درېم الکسندر پاپ (Pope Alexander III) په ۱۱۶۳ کې کېښوده، محراب (altar) یې په ۱۱۸۹ کې جوړ شو. د ډلیزه مذهبې سندرو لپاره ځای، د کلیسا مرکزي برخه او د کلیسا لوېدیځ لور ته برخه یې په ۱۲۵۰ کې ورغول شول او ۱۰۰ کاله وروسته په ودانۍ کې نوره اضافه وشوه. په ۱۹ پېړۍ کې هم کار پرې شوی او د کلیسا ځینې برخې یې زیاتې کړي.   ...

Club of the Cordeliers – کوردېلیې کلب

ټولې لیکنې
پخوانی نوم یې (Society of the Friends of the Rights of Man and of the Citizen) وو، په فرانسوي کې ورته (Club des Cordeliers, or Société des Amis des Droits de l’Homme et du Citoyen) نوم اخیستل کیږي. د فرانسې یو سیاسي کلب وو کوم چې په ۱۷۹۰ کې تاسیس شو موخه یې له واک څخه د ناوړې ګټې اخیستنې او له انساني حقونو څخه د سر غړونې مخنیوی وو. د کلب نوم په پاریس کې د ناستې له ځای څخه اخیستل شوی.   په فرانسه کې د انقلاب پر وخت په یوه سیاسي ځواک بدل شو. د ۱۷۹۱ کال د جولای په ۱۷ نېټه یې د پاچا له واکه د لرې کېدو لپاره د (Champ-de-Mars) په نامه لاریون ترتیب کړ په کوم چې ملي ګارډ برید وکړ او ۵۰ لاریونوال یې ووژل. په ۱۷۹۲ کې کله چې په فرانسه کې سلطنتي سیستم نسکور شو نو د (Danton) په څېر کسانو کوردېلیې ډلې مشري د (Antoine-François Momoro and Jacques-René Hébert) په څېر کسانو ته پرېښوده کومو چې دا ...

Jacobin Club – جکوبه – ژکوبه

ټولې لیکنې
یوازې جکوبه (Jacobins) هم ورته وېل کیږي، د ۱۷۸۹–۹۲ کلونو ترمنځ د اساسي قانون جوړونې د ملګرو ټولنه وه یا د۱۷۹۲–۹۴ کلونو ترمنځ د جکوبه ټولنه وه کوم چې د ازادۍ او برابرۍ ملګري وو. په فرانسوۍ ژبه کې (Club des Jacobins) لیکل کیږي. د فرانسې د انقلاب تر ټولو نامتو سیاسي ګروپ وو کوم چې په افراطي مساواتو او تاوتریخوالي وپېژندل شو، همداسې یې د انقلاب حکومت له ۱۷۹۳ تر ۱۷۹۴ پورې رهبري کړ.   جکوبه له وېرسی ښار څخه د (Club Breton) په نامه سرچینه اخیستې وه چېرې چې د (Estates-General) وروسته (National Assembly) د ۱۷۸۹ کال استازو د فرانسې د نورو برخو له استازو سره ناسته لرله تر څو خپلې کړنې همغږې کړي. دا ګروپ بیا ځلې ممکن د ۱۷۸۹ په ډسمبر کې د (National Assembly) پاریس ته د اساسي قانون د ملګرو د ټولنې په نامه له تګ وروسته جوړ شوی وي خو عام نوم یې جکوبه کلب وو ځکه چې ناستې یې د عیسویت د کتولیک ډلې...

Louis XVI – شپاړسم لویي

ټولې لیکنې
د (Louis-Auguste, duc de Berry) په نامه هم پېژندل کیږي. د ۱۷۵۴ کال د اګست په ۲۳ نېټه، د فرانسې په وېرسی کې زېږېدلی او د ۱۷۹۳ کال د جنورۍ په ۲۱ نېټه، پاریس کې مړ شوی. د فرانسې تر ټولو وروستی پاچا وو او د ۱۷۷۴–۹۲ کلونو ترمنځ د فرانسې د ۱۷۸۹ انقلاب نه مخکې په واک کې وو. سلطنتي سیستم د ۱۷۹۲ کال د سپټمبر په ۲۱ نېټه نسکور شو. وروسته یې ښځه ماري انتوانېت او خپله پاچا د انقلاب ضد پاڅون په جرم اعدام شول.   لویي د پنځلسم دوفان لویي (dauphin Louis) درېم زوی وو، په لمړیو کې د دوس دو بېري (duc de Berry) په نامه یادېده، کله یې چې پلار په ۱۷۶۵ کې مړ شو نو د خپل پلار پاچايي په میراث ورته پاتې شوه. زده کړې یې (Antoine de Quélen de Caussade) ته سپارل شوې وې. هغه ته زده کړه ورکړل شوې وه چې د فکر په اړه یې نور څوک پوه نشي او د نورو مخه ونیسي تر څو د ده د فکر په اړه ځان پوه نشي کړای، دې زده کړو د هغ...

le père Duchesne – دوشېن پلار

ټولې لیکنې
دوشېن پلار د فرانسې د انقلاب پر وخت یوه افراطي ورځپاڼه وه، خپرونکی یې جک هېبر رونې وو او ۳۸۵ ځلې خپره شوې. خپرونې د ۱۷۹۰ له سپټمبر پېل او په وروستي ځل د جک هېبر رونې له اعدام کېدو ۱۱ ورځې مخکې خپره شوې. جک هېبر رونې د ۱۷۹۴ کال د مارچ په ۲۴ نېټه اعدام شوی.  

Committee of Public Safety – د عامه محافظت یا خوندیتابه کمیټه

ټولې لیکنې
په فرانسوي کې (Comité De Salut Public) لیکل کیږي، د فرانسې د انقلاب پر وخت سیاسي تنه وه کومې چې د۱۷۹۳ له سپټمبر تر د ۱۷۹۴ جولای پورې په فرانسې واک لره. د عامه محافظت کمیټه د ۱۷۹۳ د اپرېل په ۶ نېټه د انقلابي بحران پر وخت ترتیب شوه. په دې وخت کې فرانسه کورنۍ او بهرنۍ جګړې محاصره کړې وه. د کمیټې دنده دا وه چې له داخلي او بهرني دښمن څخه د عامه خلکو دفاع وکړي او د حکومت د اجرایوي څانګو څارنه وکړي. د کمیټې غړي په پیل کې ۹ وو خو وروسته ۱۲ شو کوم چې د رایو له لارې د یوې میاشتې لپاره (National Convention) ټاکل او یوه میاشت وروسته بیا ټاکنې کېدلې.   د ۱۷۹۳ کال له اپرېل څخه تر د جولای ۱۰ پورې د کمیټې مشري (Georges Danton) او ملاتړو یې کوله چا چې د پخلاینې او مذاکراتو پالیسي مخته یوړه خو د بد پوځي حالت لپاره یې کومه ځانګړې مناسبه تګلاره نلرله. په جولای کې مکسیمیلیا روبېسپیر (Maximilien Robe...

Reign of Terror – د وېرې یا ترهګرۍ واکمني

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې ورته (The Terror) هم وایي، په فرانسوۍ کې ( La Terreur) لیکل کیږي. د فرانسې د انقلاب پر وخت د ۱۷۹۳ د سپټمبر له نېټې تر د ۱۷۹۴ د جولای تر ۲۷ نېټې پورې موده ده. په دې موده کې د فرانسې له واندې (Vendée) څخه کورنۍ جګړه پیل شوه او د اتریش، پروسیا او او نورو هیوادونو لکه انګلستان او بلجیم فرانسه له ټولو خواو محاصره کړې وه، د فرانسې ډېرې برخې یې هم نیولې وې.   د وخت انقلابي حکومت پرېکړه وکړه چې وېره (Terror) رامنځته کړي ( د ۵ سپټمبر فرمان) او د هغو خلکو ضد سخت ګامونه پورته کړي چې د انقلابي حکومت ضد شک پرې وشي په دې کسانو کې د عیسویانو راهبان، د سلطنتي حکومت غړي او اشراف شامل وو چې په دې وخت کې زیات اعدام شول او یا هم پرته له محکمې په کلیو او زندانونو کې قتل شول. په پاریس کې د اعدامونو څپه پر له پسې وه، په ولایتونو کې هم سیمه ایزه ویره د ماموریت استازو او د څارنې کمیټې خپره...