ټولې لیکنې

Native Dancer – نټیو ډانسر

ټولې لیکنې
د ګرې ګووسټ (the Gray Ghost) په نامه هم پېژندل کېده، د منډو د سیالیو لپاره د امریکا روزل شوی تورو برېډ اس وو، په ۱۹۵۰ کې پیدا شوی او له خپلو ۲۲ سیالیو څخه یې ۲۱ ګټلي. د سیالیو ګټنې یې په ملي تلویزیو هم ښودل شوي او له همدې امله په پراخه کچه پېژندل شوی.

Missouri fox-trotting horse – میسوري فاکس ټروټینګ هارس

ټولې لیکنې
د اسونو نسل ده او اصلي ځای یې په میسوري کې اوزارک غریزه سیمه ده. د قدم وهلو طریقه یې د ګیډرې قدم ته وهلو ته ورته ده. نسل یې له هغه وړو اسونو اخیستل شوی کوم چې میسوري ته پخوانیو اروپایانو انتقال کړي وو. د عامو چارو لپاره کارېدونکي اسونه وو خو اوس د نندارې او سپرلۍ لپاره کاریږي. قد یې له ۱۴۲ تر ۱۶۳ سانتي متره پورې لوړیږي او وزن یې تر ۴۵۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د مالوماتو د ثبت اداره (The Missouri Fox Trotting Horse Breed Association) په ۱۹۴۸ کې جوړه شوه.

Messenger – مسنجر

ټولې لیکنې
د انګلستان د اس نوم وو، په ۱۷۸۰ کې په انګلستان کې پیدا شوی خو وروسته په ۱۷۸۸ کې د متحده ایالتونو فیلادېلفیا ته انتقال شو. د خپل وخت ښه منډه وهونکی اس ګڼل کېده.

Man o’ War – مېن او ور

ټولې لیکنې
د منډې د سیالیو لپاره د امریکا روزل شوی تورو برېډ اس ده، په ۱۹۱۷ کې پیدا شوی، ډېر کسان ورته د ۲۰ پېړۍ تر ټولو د ښه اس ګمان کوي. دوه کاله ۱۹۱۹–۲۰ کې یې د منډو سیالۍ وکړې او له ټولو ۲۱ لوبو یې ۲۰ لوبې وګټلې. په ۱۹۲۰ کې یې دوه لوبې (the Preakness Stakes and the Belmont Stakes) وګټلې خو په درېمه لوبه (the Kentucky Derby) کې یې مالک له لوبولو انکار وکړ او مېن او ور د (American Triple Crown) فرصت له لاسه ورکړ.

Mahmoud – محمود

ټولې لیکنې
د منډو د سالیو لپاره په فرانسه کې روزل شوی تورو برېډ اس وو، په ۱۹۳۳ کې پیدا شوی. په (the Derby) لوبه کې په ټول تاریخ تر هر اس چټکه منډه وهلې. مالک یې اغا خان وو، اغا خان له فرانسې انګلستان ته ولیږه تر څو یې (Frank Butters) د منډې لپاره روزنه ورکړي. کله چې دوه کلن وو خپلې درې سیالۍ یې وګټلې خو په درې کلنۍ کې یې د (Two Thousand Guineas) لوبه وبایلله. په (Derby) لوبه کې (Charlie Smirke) پرې سپور وو او په لوبه کې یې تاریخ جوړ کړ. په ۱۹۴۰ کې تقاوت شو او په متحده ایالتونو کې وپلورل شو.

Tim Tam – ټیم ټام

ټولې لیکنې
د منډې د سیالیو لپاره د امریکا روزل شوی تورو برېډ اس وو، په ۱۹۵۵ کې پیدا شوی، په ۱۹۵۸ کې یې دوه لوبې (the Kentucky Derby and the Preakness Stakes) وګټلې خو د (Triple Crown of American horse racing) ګټلو لپاره یې درېمه لوبه (the Belmont Stakes) وبایلله.

Tattersalls – ټټر سالس

ټولې لیکنې
په انګلستان کې د اسونو پلور ځای ده کوم چې د ۱۷۲۴–۹۵ کلونو ترمنځ (Richard Tattersall) جوړ کړی وو. وروسته ټټر سالس د قمار بازانو او سپورت کوونکو په میدان بدل شو په دې ډله کې د وېلز شهزاده کوم چې وروسته پاچا (شپږم جورج) شو هم قماره وهه. په دې سیمه کې سوداګري تر ۲۰ پېړۍ پورې د ټټر سالس کورنۍ په کنټرول کې وه. په ۱۸۶۵ کې دا ځای (Knightsbridge) ته انتقال شو، په ۱۹۶۵ کې (Park Paddocks, Newmarket) انتقال شو، په ۱۹۸۸ کې (Old Fairyhouse in County Meath, Ireland) ته انتقال شو. د اوسمهال لپاره پکې سپورت، د اسونو پلور او د دې تر څنګ ودونه او لوی پروګرامونه هم جوړیږي.  ...

T.J. Smith – ټي جې سمیت

ټولې لیکنې
د ۱۹۱۸ کال، د سپټمبر په ۳ نېټه د استرالیا په نیو سوت وېلز کې زېږېدلی او د ۱۹۹۸ کال، د سپټمبر په ۲ نېټه، د استرالی په سایډني کې مړ شوی. د استرالیا د منډو د سیالیو لپاره د اسونو روزونکی وو. په استرالیا کې د ښو روزونکو ترمنځ یو ډېر ښه روزونکی ګڼل کیږي. روزل شوو اسونو یې په سایډني کې دوه د مېلبورن کپونه، څلور کولفیلډ کپونه، شپږ ګولډن سلیپرز، اووه کوکس پلېټس، ګټلي.

Swaps – سواپس

ټولې لیکنې
د منډو د سیالیو لپاره د امریکا روزل شوی تورو برېډ اس وو، په ۱۹۵۲ کې پیدا شوی، د چټکې منډې څلور نړیوال ریکارډونه یې جوړ کړي او د رایو اچونې له لارې د ۱۹۵۶ کال اس ټاکل شوی.

Svadilfari – سوادیلفاري

ټولې لیکنې
په سکاندیناوي افسانو کې غېرې معمولي سرعت لرونکی اس وو، مالک یې یو خیالي سړی وو چا چې له اسګارډ (Asgard) چار چاپېره د لوی دیوال جوړولو غوښتنه کړې وه - اسګارډ په انګرېزۍ کې د کایناتو په مرکزي برخه کې یوه سیمه ده چېرې چې خدایان اوسي. یاد کس د دیوال غوښتنه ځکه کړې وه چې په دې سیمه باندې د برید کوونکو مخه ونیول شي. په دې افسانو کې خدایانو دا شرط ایښی وو که چېرې دیوال جوړونکی په یوه ژمي کې دیوال جوړ کړي نو فریجه (goddess Freyja) خدایه به د جایزې په توګه ورکړي همداسې به یې د سپوږمۍ او لمر مالک کړي. خو له بده مرغه د دیوال جوړونکي قسمت هم لکه د افغانستان د ۲۱ پېړۍ د مجردانو غوندې وو. سوا دیلفاري اس خپل مالک سره داسې مرسته وکړه چې له ټاکل شوې مودې څو ورځې وړاندې دیوال جوړېدل یې ممکن کړل خو خدایانو د چل باز خدای (god Loki) په مرسته د خیالي سړي د چارو مخه کې خنډونه رامنځته کړل. چل باز خدای له ځانه اسپ...

Sunday Silence – سنډې سایلېنس

ټولې لیکنې
د منډې د سیالیو لپاره د امریکا روزل شوی توروبرېډ اس وو، په ۱۹۸۶ کې پیدا شوی، په ۱۹۸۹ کې یې دوه لوبې (the Kentucky Derby and the Preakness Stakes) وګټلې خو د (Triple Crown of American horse racing) ګټلو لپاره یې درېمه لوبه (the Belmont Stakes) وبایلله.

Smarty Jones – سمارټي جونز

ټولې لیکنې
د منډو د سیالیو لپاره د امریکا روزل شوی تورو برېډ اس وو، په ۲۰۰۱ کې پیدا شوی او په ۲۰۰۴ کال کې یې دوه لوبې (the Kentucky Derby and the Preakness Stakes) وګټلې خو د (Triple Crown of American horse racing) ګټلو لپاره یې درېمه لوبه (the Belmont Stakes) وبایلله.

Sir Barton – سر بارټون

ټولې لیکنې
د منډو د سیالیو لپاره د امریکا روزل شوی تورو برېډ اس وو، په ۱۹۱۶ کې پیدا شوی، په ۱۹۱۹ کې یې درېواړ لوبې (the Kentucky Derby, the Preakness Stakes, and the Belmont Stake) وګټلې او د (the Triple Crown of American horse racing) لمړی ګټونکی وګڼل شو. د لمړي ګټونکي مقام یې په ۱۹۵۰ کې رسمي شو. په ۱۹۲۰ کې یې له (Man o’ War) اس سره سیالي د پېړۍ سیالي ثبت شوې.

Silver Charm – سیلور چرم

ټولې لیکنې
د منډو د سیالیو لپاره د متحده ایالتونو د اس نوم وو، په ۱۹۹۴ کې پیدا شوی؛ په ۱۹۹۷ کې یې دوه لوبې (the Kentucky Derby and the Preakness Stakes) وګټلې خو د (Triple Crown of American horse racing) ګټلو لپاره یې درېمه لوبه (the Belmont Stakes) وبایلله. په کلیفورنیا کې یې نسل اخیستل شوی، وروسته باب بفرټ په ۸۵۰۰۰ ډالر وپېره او د منډو د سیالیو لپاره یې چمتو کړ.

Shetland pony – د شټلنډ واړه اسونه

ټولې لیکنې
د وړو اسونو نسل ده، د کوچنیانو د کورني ژوي په نامه هم پېژندل کیږي. اصلي ځای یې د سکاټلنډ شټلنډ ټاپو ده. د سیمې له سخت اقلیم او کمو نا سمو او نامناسبو خوړو سره بلد دي. شټلند اسونه په ۱۸۵۰ کې د رمو په توګه ساتل کېدل او انګلستان ته به د سکرو په معدن کې د کار لپاره انتقالیدل. په همدې وخت کې متحده ایالتونو ته هم انتقال شول چېرې چې له دې اسونو د کوچنیانو لپاره د سپرلۍ اسونو په توګه کار واخیستل شو.   ځینې شټلنډ اسونه ټیټ قد لري کوم چې د جنتیکي تغیر له امله ده. خو له دې پرته شټلنډ اسونه د نړۍ د اسونو تر ټولو واړه اسونه دي. قد یې تر ۱۱۷ سانتي متره پورې لوړیږي. بدن یې مختلف رنګونه لري او هر رنګ کې د بل رنګ ټاپې لري. اوږد عمر کوي او ارام طبیعت لري. که چېرې ښه روزنه ورکړل شي له انسان سره ډېره مینه پیدا کوي....

Sheikh Maktum ibn Rashid al-Maktum – شیخ مکتوم ابن رشید مکتوم

ټولې لیکنې
په ۱۹۴۳ کال کې، د دوبۍ په شینداغه کې زېږېدلی او د ۲۰۰۶ کال، د جنورۍ په څلورمه نېټه، د استرالیا د کوین لنډ په مېن بیچ کې مړ شوی. د عربو سلطنتي کورنۍ رهبر، د منډو د سیالیو لپاره د اسونو مالک او نسل اخیستونکی وو. له ۱۹۹۰ څخه را په دیخوا د دبۍ ریښتینی عمل کوونکی سیاسي مشر ګڼل کیږي. له ۱۹۷۱–۷۹ او ۱۹۹۱–۲۰۰۶ پورې د متحده عرب اماراتو د ولسمشر مرستیال او لمړی وزیر وو.   له سیاست پرته یې په سپورت کې له اسونو سره زیاته مینه لرله او د (Gainsborough Stud Management Ltd) فارم مالک وو همداسې یې له دوه کشرانو ورونو سره (Godolphin) په ګډه جوړ کړی وو او د نړۍ تر ټولو زیاته شتمنه د منډو د سیالیو لپاره د اسونو غوجل ګڼل کیده. شیخ مکتوم د شیخ رشید ابن سید مکتوم مشرو زوی وو پلار یې هم د ۱۹۵۸–۹۰ کلونو ترمنځ د دبۍ امیر وو. مشر زوی یې له پلار سره په رسمي دنده کې له ډېره پخوا مرسته کوله او د زده کړو لپاره...
Share
Hide Buttons