ټولې لیکنې

Echidna – اغزن مېږی خور

ټولې لیکنې
د کورنۍ نوم یې (family Tachyglossidae) ده، څلور ډولونه لري، د استرالیا، تاسمانیا او نیو ګینې تی لرونکي، هګۍ اچونکي ژوي دي. بدن یې اغزن ده، اوږده مښوکه لري، وړې ګردې سترګې لري، واړه غوږونه، وړه خوله او د مښوکې پای کې د پوزې دوه واړه سوریان لري. د شپې او ورځې دواړو لخوا فعال وي او د خوړو په لټه کې وي خو کله چې غرمه کې تودوخه زیاته شي په غارونو او سمڅو کې له تودې هوا پټیږي.  

Monotreme – هګۍ اچونکي تی لرونکي

ټولې لیکنې
د ډلې نوم یې مونوټرېماټا (order Monotremata) ده، د تی لرونکو ټول هغه ډولونه دي چې هګۍ کوي. په دې ډله کې دوه ژواکي (platypus) شامل دي کوم چې د (family Ornithorhynchidae) کورنۍ غړي دي، په وچه کې ژوند کوونکي (echidnas) شامل دي د (family Tachyglossidae) کورنۍ غړي دي. په استرالیا، د استرالیا په ټاپوګانو، تاسمانیا او نیو ګینې کې ژوند کوي.   مونوټرېماټا د تی لرونکو تر ټولو زړه ډله ده. د دې ترڅنګ چې هګۍ اچونکي (oviparous) دي اسکلیټونه یې هم د لمړنیو تی لرونکو په څېر دي کوم اسکلیټي جوړښت چې په نورو تی لرونکو کې تکامل ته رسېدلی اویا هم له منځه تللی. د پېچلي جوړښت له امله یې له نورو تی لرونکو سره اړیکه مالومول ستونزمنه چاره ده خو جنتیکي شواهد داسې ښي چې له مارسوپیل تی لرونکو سره نږدې اړیکه لري.   په دې ډله کې (platypus) نیمه په اوبو کې ژوند کوونکی یا دوه ژواکی، حشره خوړونکی، او ...
Egg – هګۍ

Egg – هګۍ

ټولې لیکنې
هګۍ په بیولوجي کې ښځینه جنسي حجره (sex cell) یا ګامېټ (gamete) ده، په بوټپوهنه کې هګۍ ته ځینې وخت مکرو ګامېټ (macrogamete) نوم اخلي، په زولوجي کې د هګۍ لپاره لاتیني نوم (ovum) دی او یاد ټول نومونه هګۍ کې یوې حجرې ته کاریږي خو هګۍ نوم یې همدې حجرې ته، د حجرې مختلفو ساتونکو یا پوښونکو غشاګانو ته او ورسره مل د خوړ وړ نورو توکه کاریږي. په انسان کې د ښځې د مثل د تولید حجرې ته هم (ovum) نوم اخیستل کیږي.   هګۍ ته ورته د نر ګامېټ د کروموزوم د هپلوییډ (haploid) یوازې یو سیټ لري. هګۍ د نر له ګامېټ څخه غټه وي ځکه چې د ودې حال کې د جنین د تغذیې لپاره خپل ځان کې مواد لري. د بوټو هګۍ ډېره غټه نه وي ځکه چې کوم بوټی یې تولیدوي د همدې بوټي لخوا تر هغو پورې تغذیه کیږي تر څو چې د خپل ځان ملاتړ وکړای شي. د ځینې ژو هګۍ کې د خوړو وړ توکي موجود وي او له همدې امله غټه وي.   له سنیداریان پرته...

Tongue – ژبه

ټولې لیکنې
ژبه په ډېرو تی لرونکو کې د مختلف ډوله عضلاتي خوځښت وړتیا لري، د خولې په سطحې کې موقیعت لري. په ځینو ژو لکه چونګښه کې د اوږدېدو وړتیا لري او حشرې پرې نیسي. د ډېرو خزندګانو ژبه په اساسي توګه یو حسي غړی ده خو ځینې نور ژوي لکه پیشو خپله ژبه د ګمنځ کولو او پاکولو لپاره کاروي. په تی لرونکو کې ژبه د تېرولو او زدولو لپاره اړین غړی ګڼل کیږي، د خوند حسي عصاب هم پکې موجود دي کوم ته چې انګرېزۍ کې (taste buds) نوم اخلي او انسانانو سره په خبرو کولو کې مرسته کوي.   په تی لرونکو کې یو بل سره اوبدلې عضلې لري د کومو تر منځ چې شحم او مرغړي موجود وي. په انسان کې د ژبې څوکه او څنډې له غاښونو سره لګېدلې وي، په خبرو کې مرسته کوي، د خوړو په تېرولو کې مرسته کوي. د مخې او لاندې خوا سطحې یې مخاطي بهر ته وتلې غشاء لري کومې چې د (papillae) په نامه یادیږي. د انسان ژبه د سیرم تولیدونکي مرغړي (serous glands) ل...

Society – ټولنه

ټولې لیکنې
ټولنه له افرادو جوړ شوي ګروپ ته وایي کوم چې په دوامداره توګه خپلمنځ کې ټولنیز تعامل یا فعل او انفعال کوي، خپله کې ګډه جغرافیه لري او ګډ ټولنیز نظریات لري، د ټولنې ځانګړنه د مختلفو کلتورونو لرونکو افرادو تر منځ ټولنیزې اړیکې لرل دي او یوه ټولنه د دې ډول اړیکو پاېله ده. په ټولنه معمولا یو حکومت حاکم وي.   په ټولنیز ساینس کې لویې ټولنې په طبقو او تسلط باندې وېشل شوي. تر یو ځایه پورې د همکارۍ له مخې ټولنه اړینه ده ځکه چې له ټولنې ډېر وګړي هغه ګټې کوي کومې چې په یواځې ځان امکان نلري. په ټولنه کې وړې ټولنې هم موجودې وي کوم چې خپل نورمونه لري او د خپلو نورم پر بنسټ ورځنی ژوند له نورو سره په توپیرکې پر مخ وړي خو د ټولنې برخه وي او په ټولنه کې فرعي کلتور ګڼل کیږي. پورته د یادې شوې ټولنې اړیکو ته ټولنیزې اړیکې ویل کیږي خو د جوړښتي فکر له مخې ټولنه که چېرې ټولنه اقتصادي، صنعتي یا کلتوري جو...

Saliva – لاړې

ټولې لیکنې
ټینګه، بې رنګه د ښیښې رنګ ته ورته مایع ده کومه چې په باثباته توګه د انسان او د ټولو نورو شمزي لرونکو ژو په خوله کې موجوده وي. لاړو کې اوبه، مخاط یا بلغم، پروتین، معدني مالګه او املېز انزایم (amylase) شامل وي. لاړې چې کله خوله کې دوران ترسره کړي باکتریاي حجرې، د خوړو پاتې شوني او د وینې سپین کرویات (white blood cells) هم ورسره ګډیږي. د انسان په خوله له یو تر دوه لیتره پورې لاړې هره ورځ بهیږي. د لاړو په جوړولو کې د لاړجنو مرغړیو (salivary glands) درې جوړې او ډېر واړه مرغړي کوم چې په سخواختو یا اننګیو، شونډو، ژبې او تالو کې دي د لاړو په جوړولو کې ګډون کوي. خولې کې کمه اندازه لاړې تل شته وي خو خواړه یا هم د خوړو په اړه فکر کولای شي د لاړو اندازه نا څاپه زیاته کړي.   لاړې مختلفې دندې لري. بنسټیزه دنده یې د خولې داخل نرم او لوند ساتل دي تر څو انسان خبرې وکړای شي، خواړه نرم کړای شي، له...

Nerve – عصاب

ټولې لیکنې
په اناتومي کې تار ته ورته ځلېدونکي د فایبرونو غنچه یابنډل ده, پوښ یا شیت پوښلي وي کوم چې د عصابو سیستم د بدن له نورو برخو سره نښلوي. عصاب یا عصابو مرکزي میکانیزم لور ته سګنال انتقال کوي او یا د عصابو له مرکزي میکانیزم څخه سګنال انتقال کوي. په انسان کې د سر د کوپړۍ دولس جوړې عصاب له مغز سره وصل دي او ۳۱ جوړې د شمزي عصاب یا نخاعي عصاب له شوکي نخاع سره وصل دي.   یا هم په بله طریقه په (peripheral nervous system) کې عصاب کیبل ته ورته د اکسون (axons) بنډل یا غنچه ده. د عصابو په مرکزي سیستم کې ورته جوړښتونه د (tracts) په نامه یادیږي. نیورون ته ځینې وخت د عصابو د حجرې نوم اخیستل کیږي خو دا فکر ناسم ده ځکه چې نیورون عصاب نه جوړوي او د دې ترڅنګ په عصابو کې شوان حجرې (Schwann cells) هم شاملې دي کومې چې نیوروني ندي. عصاب تار یا سیم ته ورته د اکسون بنډل ده. د عصابو په داخل کې هر اکسون په نښلو...

Brain – مغز

ټولې لیکنې
د هر ژوندي په پورتني پای کې د اعصابو انساج دي. مغز حسي مالومات خپله کې سره ادغام کوي یا نښلوي او د ځوښت غبرګونونه هدایت کوي. په غټو شمزي لرونکو کې د زده کړې مرکز هم ده، په وړو شمزي لرونکو کې مغز نل ته ورته شکل لري داسې ده لکه چې په غټو شمزي لرونکو کې په لمړني د ودې جنیني پړاو کې وي. مغز کې درې سیمې موجودې وي : یوه سیمه د مغز وروستۍ سیمه (hindbrain) د مغز وروستۍ برخه ده او په دې سیمه کې (cerebellum, pons, and medulla oblongata) شامل دي؛ دوېمه سیمه د مغز منځنۍ سیمه (midbrain) ده کومه چې له جنیني یا لمړني مغز څخه وده کوي؛ د مغز مخکینۍ سیمه (forebrain) کومه کې چې (thalamus, and hypothalamus) موجود دي. د غټو شمزي لرونکو په مغز کې د جنیني پړاو پر وخت د پام وړ تغیرات رامنځته کیږي خو دا درې برخې په هغه وخت کې هم د تشخیص وړ یا څرګندې وي.   د مغز وروستۍ برخه له (medulla oblongata) او (pon...

Auguste-Henri Forel – اوګوسټ هنري فورېل

ټولې لیکنې
د ۱۸۴۸ کال، د سپټمبر په لمړۍ نېټه، د سویزلنډ په لګغاسیوس (لګراسیسوس) کې زېږېدلی او د ۱۸۴۸ کال، د جولای په ۲۷ نېټه، د سویزلنډ په ايورن کې مړ شوی. د سویزلنډ د عصابو جوړښت پوه (neuroanatomist)، د عصابو ډاکټر (psychiatrist) او حشره پېژندونکی (entomologist) او د عصابو د جوړښت څېړونکی وو.   د ۱۸۶۶ - ۱۸۷۱ کلونو تر منځ یې په (University of Zürich) پوهنتون کې خپلې زده کړې ترسره کړي، د طب دیپلوم یې د ویانا پوهنتون (University of Vienna) څخه په ۱۸۷۲ کال کې ترلاسه کړی او په یاد پوهنتون کې د عصابو د اناتومۍ پروفیسر پاتې شوی. په کال ۱۸۷۷ کې یې لمړۍ لیکنه د عصابو په ځینو هغو برخو خپره کړه او په دې لیکنه کې یې د عصابو پخوا پېژندل شوې برخې تشرېح کړې وې. په کال ۱۸۸۹ کې یې په الکولو د روږدو کسانو درملنه وموندله. د طب تر څنګ ښه مدني فعال هم وو او خلک یې په الکولو له روږدي کېدو، له ذهني ناروغیو او ج...

António Egas Moniz – انتونیو ایګاز مونیز

ټولې لیکنې
بشپړ نوم یې (António Caetano de Abreu Freire Egas Moniz) ده. د ۱۸۷۴ کال، د نومبر په ۲۹ نېټه، اوانسا پورټ کې زېږېدلی او د ۱۹۵۵ کال، د ډسمبر په ۱۳ نېټه، په لیزبون کې مړ شوی. د پرتګال د مغز او عصابو متخصص (neurologist) او سیاست پوه (statesman) وو، د ذهني بې نظمیو لپاره د جراحي تاسیس کوونکی ده. له والټر هیس (Walter Hess) سره یې په ګډه په کال ۱۹۴۹ کې په طب کې د (prefrontal leucotomy or lobotomy) له امله نړیواله جایزه ترلاسه کړه - لوبوټومي (lobotomy) د جراحي یو بهیر ده په کوم کې چې د مغز په دواړو نیمو کرو کې د عصابو لارې په نورو برخو کې کارول کیږي او پخوا دا بهیر د (schizophrenia, manic depression and mania or bipolar disorder and other mental illnesses) د درملنې لپاره کارېده.   د ۱۹۱۱–۴۴ کلونو ترمنځ په (University of Lisbon) پوهنتون کې د عصابو د رشتې پروفیسر وو. د ۱۹۲۷–۳۷ کلونو ترمنځ...

A.A. Michelson

ټولې لیکنې
بشپړ نوم یې (Albert Abraham Michelson) ده. د ۱۸۵۲ کال، د ډسمبر په ۱۹ نېټه، د پروسیا په سټرېلنو اوسمهال پولنډ کې زېږېدلی او د ۱۹۳۱ کال، د مې میاشت په ۹ نېټه، د متحده ایالتونو د کلیفورنیا په پساډینا کې مړ شوی. په جرمني کې پیدا شوی امریکایی فزیک پوه وو، د وړانګو د کچې له امله نامتو وو، د وړانګو کچه یې د فزیکي ثبات په توګه (fundamental constant) تاسیس کړه، د نامتوالي ځانګړی لامل یې (Michelson–Morley experiment) تجربه وه. له دې پرته یې سپیکټروسکوپي (Michelson–Morley experiment) او د هوا پېژندنې څېړنې کړي په کال ۱۹۰۷ کې یې فزیک کې د چارو له امله نړیواله جایزه ترلاسه کړه.   مایکلسن کله چې دوه کلن وو له خپل مور او پلار سره متحده ایالتونو ته ولاړ. په ۱۷ کلنۍ کې یې په (United States Naval Academy) کې داخله وکړه چېرې چې په ساینس کې ښه وو خو په سمندري چارو کې نا لایقه وو. په کال ۱۸۷۳ کې فار...

Monsoon

ټولې لیکنې
د بادونو عمده سیستم کوم چې هر شپږ میاشتو کې خپل لوری بر عکس کوي. شپږ میاشتې د شمال ختیځ لخوا لګیږي او شپږ میاشتې د سوېل لوېدیځ لخوا لګیږي. تر ټولو دومداره برخه یې د اسیا په سوېل کې، استرالیا، افریقا او د مرکزي امریکا په ارام سمندر کې ده. په متحده ایالتونو، مرکزي اروپا او د فارس خلیج په سمندر غاړو کې هم را څرګندیږي. په اوړي کې له سمندر څخه د وچې لور او په ژمي له وچې د سمندر لور ته الوزي. په اوړي کې درانده بارانونه له ځانه سره راوړي. په هر کال کې د باران دوام او کچه خپله کې توپیر لري   کوم حدود یې چې د قطب لور ته نږدې دي په لوري کې یې چټک غبرګون رامنځته کیږي. په هند کې د بېلګې په توګه د مون سون بادونه په جون او اګست کې له سوېل ختیځ او شمال لور ته د هند له ختیځ څخه الوزي. د استرالیا شمال ته جنورۍ او فېبرورۍ کې د استرالیا له شمال لوېدیځ څخه لګیږي او د استرالیا په سوېل کې ختیځ لور ته ...

Methane burp hypothesis

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې د (gas hydrate dissociation hypothesis) نوم هم ورته اخلي. په سمندر پوهنه او اقلیم پوهنه کې د (Paleocene-Eocene Thermal Maximum PETM) تشرېح ده. د جیولوجیکي وخت انټروال یا د وخت واټن ده کوم چې تقریبا ۵۵ میلیونه کاله وړاندې رامنځته شوی او ځانګړنه یې د سینو زویک عصر (Cenozoic Era) تر ټولو لوړه نړیواله تودوخه ده (یاد عصر ۶۵ میلیونه کاله وړاندې پیل شوی). په دې تیوري کې وېل شوي چې (Paleocene-Eocene Thermal Maximum PETM) هغه وخت پیل شو کله چې د سمندر په رسوباتو کې میتان په لوړه کچه ګرم شو او ګرمېدا یې په پراخه کچه په اتموسفیر او سمندر کې د خپرېدو لامل شوه. وروسته میتان اوکیسیډایز (oxidized) شو په دې مانا چې له اکسیجن سره یې ترکیب وکړ او کاربن ډایوکسایډ یې جوړ کړ. په اتموسفیر کې د کاربن ډایوکسایډ غلظت بړیواله تودوخه رامنځته کړه. په فلوریډا کې د سمندر لاندې د ځمکو د ښوېدنو کشف د یادې ف...

Mediterranean climate – د مدیترانې اقلیم

ټولې لیکنې
د کوپېن په اقلیمي ډلبندۍ کې د اقلیم عمده ډول ده ځانګړنه یې ګرم وچ اوړی او سوړ لوند ژمی ده. د شمالي او سوېلې نیمې کرې د لویو وچو په لویدیځه برخه کې د ۳۰° او ۴۵° عرض البلدونو تر منځ واقع ده. د کوپېن ګیګر په اقلیمي سیستم کې په دوه فرعي ډولونو وېشل شوی او لنډیز یې (Csa and Csb) ده.

Marine west coast climate – د لوېدیځو سمندر غاړو سمندري اقلیم

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې ورته (oceanic climate) نوم هم اخلي. د کوپېن په اقلیمي ډلبندۍ کې د اقلیم عمده ډول ده. ځانګړنه یې په ټولو میاشتو کې کافي ورښت ده. د مدیترانې له اقلیمي سیمې څخه د لویو وچو په لوېدیځ کې د شمالي او سوېلې نیمې کرې د ۳۵° او ۶۰° عرض البلدونو تر منځ قطب لور کې واقع ده. د کوپېن په اقلیمي ډلبندۍ کې په دوه فرعي ډولونو وېشل شوی او لنډیز یې (Cfb and Cfc) ده.
Lavandula – شنشوبی

Lavandula – شنشوبی

ټولې لیکنې
عام نوم یې (lavender) دی، لویندر د بوټو د نسل نوم دی کوم کې چې ۴۷ ډوله بوټي دي او ټول د لمیاسیای کورنۍ (Lamiaceae) غړي دي. د زړې نړۍ ګل کوونکي بوټي دي او له کېپ وېرډ تر کنري ټاپو، له اروپا تر شمال ختیځې افریقا، د مدیترانې سیمې کې، له سوېل لوېدیځې اسیا تر د هند سوېل ختیځ پورې سیمو کې پیدا کیږي. د دې نسل ډېر غړي په معتدله اقلیم لرونکو سیمو کې د ښکلا د بوټو په توګه او پخلنځي کې د کارېدونکي بوټي په توګه کرل کیږي، له بوټو یې عطرو او بوي کې کارېدونکي تیل یا غوړ هم وېستل کیږي. تر ټولو زیات کرل کیدونکی غړی یې (Lavandula angustifolia) دی. دواړه د لنډ وخت او تر دوه کالو پورې ژوند کوونکي بوټي لري. په نسل کې یې د پاڼو شکل له یو بل سره توپیر لري په ځینو کرل کېدونکو بوټو کې یې د پاڼو شکل ساده دی. په ځینو ډولونو کې یې پاڼې د ارې غاښ ته ورته شکل لري. په ډېرو ډولونو کې یې پاڼې په ډېرو نازکو نریو وېښتو پوښ...

Amygdala – امیګدالا

ټولې لیکنې
امیګدالا ته په لاتیني کې (corpus amygdaloideum) نوم هم اخیستل کیږي، د یونانۍ ژبه له (ἀμυγδαλή, amygdalē) څخه اخستل شوی لفظ ده او مانا یې بادام ده. بادام ته ورته شکل لرونکي دوه ګروپونه دي. دانسان په شمول د ټولو پېچلو شمزي لرونکو د مغز (temporal lobes) په داخل کې موجود دي. څېړنو موندلې چې یاده برخه د یاد ساتنی، پرېکړو او د احساساتي غبرګون په بهرونو کې بنسټیز رول لري. په احساساتي بهیر کې وېره، تشویش او برید هم شامل ده. امیګدالا د لمبیک سیستم (limbic system) برخه ګڼل کیږي.   امیګدالا د مغز یوه برخه ده کومه چې په بنسټیزه توګه له احساساتي بهیر سره تړاو لري. د مغز په (temporal lobe) برخه کې د (hippocampus) مخې ته واقع ده. لکه د (hippocampus) په څېر جوړه شوی جوړښت لري او د مغز په هره نیمه کره یا غونډاري کې یو موجود ده. امیګدالا د (limbic system) یوه برخه ګڼل کیږي او خپله (limbic system) ...

Ambidexterity – په مساوي توګه د دواړو لاسونو د کارونې وړتیا

ټولې لیکنې
په مساوي توګه یا هم په برابره اسانۍ د ښي او کیڼ لاس د کارونې وړتیا ده یا هم هغه حالت ده کوم کې چې انسان دواړه لاسونه په برابره توګه کارولای شي. دا د انساني مغز ځانګړنه ده چې فعالیت یا په ښۍ یا کیڼې نیمه کره کې سیمه ایز یا محدود کړي. په برابره کچه د دواړو لاسونو کارونه تر اوسه د بحث موضوع ده ځینې پوهانو د دواړو لاسونو د کارونې په اړه جنتیکي فرضیې او ځینو د چاپیریال ځواکونه وړاندیز کړي خو تر یوې کچې دواړه سم ګڼل شوي.   یوازې ۱% خلک په طبیعي توګه دواړه لاسونه په برابره توګه کارولای شي. په اوس وخت کې هغه خلک چې کیڼ لاسي دي دا یې زده کړي چې دواړه لاسونه په برابره توګه وکاروي او د زده کړې لامل یې په ښوونځي کې روزنه، په یوازې ځان تمرین او یا هم اړتیا ده ځکه چې ډېر جوړ شوي توکي د ښي لاس کارونکو لپاره تولید شوي. د ښي لاس کارونکي ممکن د ټپ یا لاس پرې کېدو له امله کیڼ لاسي شي. د دواړو لاسو...

Keeling Curve

ټولې لیکنې
یو ګراف ده کوم چې له ۱۹۵۸ کال څخه را په دیخوا د اتموسفیر د کاربن ډایوکسایډ په غلظت کې کلنۍ او په هر فصل کې بدلون ښي. یاد ګراف د امریکا د اقلیم یوه ساینس پوه چارلز ډیویډ کیلینګ (Charles David Keeling) طرحه کړی وو.

د غاښونو طب کې تخصص

ټولې لیکنې
د غاښونو ځینې ډاکټران له خپلې بنسټیزې ډګري یا دیپلوم له ترلاسه کولو وروسته نورې روزنې ته دوام ورکوي کومه چې په هر ځای کې توپیر لري. لاندې د هرتخصص انګرېزي نوم او پښتو تعریف دواړه وګورئ: Dental public health د خولې له روغتیا سره تړاو لرونکې د عامه روغتیا د پالیسۍ او د ایپیډیمیو لوجي (Epidemiology) مطالعه ده. - ایپیډیمیو لوجي د طب یوه څانګه ده کومه چې د ناروغیو له وېش، پېښې او ممکن کنټرول سره کار لري. Conservative dentistry and endodontics د غاښونو د ساتنې هنر او ساینس دواړه دي خو که چېرې غاښ د خرابېدو یا له امله یا هم کومې بلې وجې له امله زیان لیدلی وي او درملنه یې رغونه وي، خو که چېرې د ریښې کانال پکې شامل وي نو تخصص سره د (endodontics) هم اضافه کیږي او دا ډول تخصص په هند کې کیږي. Endodontics په انګرېزۍ کې ورته (endodontology) هم وایي. د غاښونو د ریښې یا د ...