ټولې لیکنې

Psychedelic drug

د انسان زهن ته یې د اوږدمهاله زیان اړونې په اړه مالومات نشته او تر اوسه یې چې کوم خلک کاروي پرې معتاد شوي هم نه دي خو خو د دې درملو لرل، کارول او یا هم په نورو وېش غیرې قانوني دی.   د (psychoactive drug) درملو هالو سینوجېنېک کلاس دی، بنسټیز اغیز یې… read more »

International MaxxPro

زغره لرونکي موټر دي. د امریکا (Navistar International) شرکت او د اسرایلو (Plasan Sasa) شرکت په ګډه جوړ کړي. د پوځیانو د ځای شتون پکې د کارونې له موخې سره تړاو لري. وروسته برخه کې دوه ټایرونه او مخکې یو ټایر لري او همدې چارې یې د بار انتقالولو ظرفیت لوړ کړی خو ځینې دواړه… read more »

M1117 Armored Security Vehicle

په انګریزۍ کې ورته (Armored Security Vehicle) نوم هم اخلي. نړیوال د امنیت زغره لرونکي بکتر بند ټانکونه دي. په ۱۹۹۰ لسیزه کې د متحده ایالتونو د پوځي پولیسو لپاره طرحه شوي. لمړی یې په ۱۹۹۷ کې راڅرګند شو. بهر پوښ یې د ماین له چاودنې سره مقاومت کوونکی دی. له ۲۰۰۱ کال وروسته په… read more »

Nahuel DL 43

د دوېمې نړیوالې جګړې پر مهال په ارجنټینا کې د منځنۍ کچې جوړ شوی ټانک وو. طرحه کوونکی (Alfredo Baisi) او جوړونکی شرکت یې (Arsenal Esteban de Luca) دی. د ټولو تولید شوو شمېر ۱۲ خو یو یې له لرګي هم جوړ شوی. د نوم مانا یې پیشو پړانګ ده. ماشینداره یې ۷۵ ملي متره… read more »

2C (psychedelics)

د (psychedelic phenethylamines) عام نوم (2C) یا (2C-x) دی، د بنزین د کړۍ په دوېم او پنځم موقیعت کې میتوکسي ګروپونه لري. په دې ډول ډېرو ترکیبونو کې د کړۍ په څلورم موقیعت کې لیپوفیلیک جوړونکی جز هم شامل وي، په میتابولیکه توګه ثابت او اوږد مهاله فعالیت کوونکي ترکیبونه دي. ډېری پېژندل شوي (2c)… read more »

Dexamethasone – ډیکسامیتازون

د ۲۰۲۰ کال د جون په ۱۶ نېټه پېتر هار بای د اکسفورډ پوهنتون د طب په نوفیلډ څانګه کې پروفیسر د (COVID -19) هغو ناروغانو لپاره چې اکسیجن ورکول کیږي د ډیکسا میتازون ورکولو تصدیق وکړ. د انګلستان ټولټال ۲۱۰۴ ناروغانو ته به د ورځې یو ځل ۶ ملي ګرامه ډیکسا میتازون ورکړل شي…. read more »

Water – اوبه

اوبه غیرې عضوي ترکیب دی. رڼه، بې خونده، بې بویه او تقریبا بې رنګه ماده ده، د ځمکې د هایډروسفېر اصلي جوړونکی جز دی. سره له دې چې کالوریز یا اورګانیک خواړه نه چمتو کوي خو بیا هم د ټوولو پېژندل شوو ژوندیو لپاره اوبه حیاتي دي. کیمیاوي فورمول یې اوبه غیرې عضوي ترکیب دی…. read more »

Field Marshal – په انګلستان کې فیلډ مارشال

لنډیز یې اېف اې (FM) دی، له ۱۷۳۶ کال څخه د انګلستان په پوځ کې فیلډ مارشال تر ټولو لوړه رتبه ده. فیلډ مارشال د پنځه ستورو رتبه او د ناټو او اېف – ۱۰ (OF-10) کوډ لري. په سمندري پوځ کې د فیلډ مارشال رتبه له ( Admiral of the Fleet) سره او په… read more »

Saint-Sulpice – سنت سولپیس

د فرانسې په پاریس ښار کې د کتولیک عیسویانو کلیسا ده. د سنت سولپیس ماڼۍ په ختیځ کې واقع ده. له نوتر دام جامع کلیسا په کچه کې کمه اندازه وړه او په پاریس ښار کې دېمه لویه کلیسا ګڼل کیږي. په ۷ پېړۍ کې په لمړي ځل سولپیتیوس جوړه کړې او په دوېم ځل… read more »

Bayonne – بایون

په فرانسه کې ښار او کومیون دی. د نیوو او ادور سیندونو د یوځای کېدو ترمنځ واقع دی. په ۲۰۱۲ کې یې نفوس ۴۵۸۵۵ وو. په ۱۰۲۳ کال کې د لبور سیمې مرکز وو. په ۱۲ پېړۍ کې پراخ شو او د ادور سیند له پاسه لمړی پول جوړ شو. کله چې د اکیتېن ایلیانور… read more »

White Fathers – سپین پوسته پلرونه

په افریقا کې د عیسویت خپرولو د ماموریت مامورینو ته سپین پوسته پلرونه وایي. ټولنه یې د افریقا د مامورینو ټولنې ( Society of the Missionaries of Africa) په نامه یادیږي. په فرانسوۍ کې سپینو پلرونو ته (Pères Blancs) ویل کیږي. په دې ماموریت کې رسالتي یا پیغام رسونکي رومان کتولیک عیسویان موجود وي. بنسټ… read more »

Otto von Bismarck – اوتو وان بیسمارک

د بیسمارک شهزاده، د لوینبرګ دوک په نومونو هم یادیږي. اصلي نوم یې (von Bismarck-Schönhausen) دی. د ۱۸۱۵ کال، د اپرېل په ۱ نېټه، زېږېدلی او د ۱۸۹۸ کال، د جولای په ۳۰ نېټه، مړ شوی. د جرمني محافظه کار سیاست پوه وو، په کال ۱۸۷۱ کې یې د جرمنیانو په بیا ځلې یو کولو… read more »

Léon Gambetta – لیون ګامبېتا

د ۱۸۳۸ کال، د اپرېل په ۲ نېټه، زېږېدلی او د ۱۸۸۲ کال، د ډسمبر په ۳۱ نېټه، مړ شوی. د فرانکو پروسین د جګړې پر مهال او له جګړې وروسته د فرانسې سیاستوال وو. د فرانسې په کاهور کې زېږېدلی، پلار یې بقال وو، د مور نوم یې مسابي او د فرانسې وه. ګامبېتا… read more »

Roman Catholic Archdiocese of Tunis – په رومان کتولیک کلیسا کې د تونس ارک دیوسیز

په ۱۹۶۴ کال کې د تونس ولسمشر حبیب بورګویبا هڅه وکړه چې د کتولیک عیسویانو کلیساګانې په تونس کې وتړي. د تونس د ۱۹۵۹ کال په اساسي قانون کې کتولیک کلیسا په تونس کې قانوني تنه ده او د دې لپاره یې له کتولیک کلیسا سره د (modus vivendi bilateral agreement) په نامه تړون کړی… read more »

Cardinal – په کتولیک کلیسا کې کاردینال

په کتولیک کلیسا کې کاردینا یو مقام دی، داسې بي شاپ راهب دا مقام لري چې د نورو رهبري یا لارښوونه کوي او د کتولیک کلیسا شهزاده وي. د کتولیک کلیسا کاردینال ته په لاتیني کې (Sanctae Romanae Ecclesiae cardinalis) وایي. دنده یې د پاپ لخوا په راغوښتل شوې غونډه کې ګډون وي او کله… read more »

Age of Enlightenment – د روڼ اندۍ دور

د دلیل دور (Age of Reason) او یا هم په ساده توګه روڼ اندي (the Enlightenment) نومونه هم ورته اخلي. له ۱۷ تر ۱۹ پېړۍ پورې په اروپا کې فکري او فلسفي خوځښت وو او په اروپا کې یې د نظرونو په نړۍ تسلط لره. اروپایانو د رینېسانس هیومنیزم په نامه یو فکري او د… read more »

جرمنیان

جرمنیان یو توکم دی، اصلي ځای یې مرکزي اروپا ده، خپلمنځ کې ګډ پلرونه، ګډ کلتور او تاریخ لري. د دې توکم د اکثریت وګړو مورنۍ ژبه جرمنۍ ژبه ده. د انګریزۍ ژبې (german) کلیمه د منځنیو پېړیو په پای کې د رومان کتولیک امپراتورۍ هغه نفوس ته رجوع کوله کومو چې په جرمنۍ ژبه… read more »

Menthol – مېنتول

مېنتول عضوي ترکیب دی. په مصنوعي توګه جوړیږي او یا هم په طبیعي توګه له نعنا، له دورګه نعنا یا د جوارو له نعنا تر لاسه کیږي. مېنتول د موم شکل کې کرېسټالین دي، سپین روښانه رنګ لري. د کوټې په تودوخه کې جامد وي خو که تودوخه تر دې لوړه شي په مایع بدلیږي…. read more »

Noscapine – نوسکاپین

نوسکاپین د نارکوتین، نېکتودون، انارکوتین نومونه هم اخلي. په نوسکاپین کې د پام وړ انالجیزیک یا درد ضد، اوفوریک یا د خوښۍ احساس هیپنوتیک یا د خوب ځانګړنې کموالی موجود دی. پرې د معتاد کېدو خطر هم کم دی. په بنسټیزه توګه د ټوخي ارامولو لپاره کاریږي. د لنډ مهاله ټوخي لپاره یې طب سپارښتنه… read more »

Codeine – کوډئین

د اپیمو د کورنۍ درمل دي، د درد ټوخي او زړه بدوالي لپاره کاریږي. ډاکټران یې معمولا د نرم درد لپاره نسخه کوي. که چېرې له پراسټامول او یا هم له (nonsteroidal anti-inflammatory drug) لکه ای بروفین او اسپیرین سره ترکیب شي ممکن ګټه یې زیاته وي. په کوچنیانو کې یې د ټوخي لپاره تصدیق… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons