ټولې لیکنې

Sukhoi Su-30MKI

ټولې لیکنې
ناټو یې د (Flanker-H) په نامه پېژني. د روسې سوخوي (Sukhoi) شرکت طرحه کړې او د هند (Hindustan Aeronautics Limited HAL) شرکت دهند هوایي ځواک لپاره جوړې کړي. درنده، په هر ډول هوا کې جنګ کوونکې جیټ الوتکه ده، د (Sukhoi Su-30) الوتکې یو ډول ده. د دې ډول طرحه په ۲۰۰۰ کال کې هغه وخت پیل شوه کله چې هند له روسې سره د ۱۴۰ (Su-30) الوتکو لپاره تړون لاسلیک کړ. لمړۍ (Su-30MKI ) الوتکه چې په روسیه کې جوړه شوې وه د هند هوایي ځواک په ۲۰۰۲ کال کې ترلاسه کړه او کومه چې هند کې جوړ شوې وه کارونه یې د هند هوایي ځواک په ۲۰۰۴ کې پیل کړه، تر ۲۰۱۷ کال پورې د هند هوایي ځواک ۲۴۰ (Su-30MKI) الوتکې ترلاسه کړې وې. تمه کیږي چې د هند د هوایي ځواک د ملا تیر جوړ کړي. په الوتکه کې د اسرایلو او فرانسې برېښنایي سیستم نصب شوی او د هند د غوښتنې له مخې بدلون پکې راوستل شوی.   طرحه کوونکی شرکت یې (Sukhoi) ده، جوړونکی ش...
Lockheed Martin F-35 Lightning II

Lockheed Martin F-35 Lightning II

ټولې لیکنې
د متحده ایالتونو د یوه ماشین لرونکې، د یوه پیلوټ د څوموخو لپاره د غلا تګ کوونکې جنګ کوونکې الوتکه ده. د پنځم نسل جنګي الوتکه ګڼل کیږي کومه چې په ځمکه برید کولای شي او د مخالف لوري د هوا بشپړ کنټرول ترلاسه کولای شي. درې ډولونه لري: یو ډوه یې د اېف - ۳۵ اې (F-35A) ډول ده کومه چې دودیزه الوتنه او ناسته (conventional takeoff and landing CTOL) کوي په دې مانا چې د الوتنې او ناستې لپاره هوایي کرښې ته اړتیا لري؛ دوېم ډول یې اېف - ۳۵ بي (F-35B) ده کوم چې له ډېرې لنډې هوایي کرښې الوتنه کوي او په عمودي توګه پرته له هوایي کرښې ناسته (short take-off and vertical-landing STOVL) کوي په دې مانا چې د ناستې لپاره هوایي کرښې ته اړتیا نلري؛ درېم دول یې اېف - ۳۵ سي (F-35C) ده کومې چې په سمندري بیړیو کې کاریږي او د نیونکې الې په مرسته ناسته (catapult-assisted take-off but arrested recovery CATOBAR) کوي. له ازمو...

HESA Azarakhsh

ټولې لیکنې
په پاړسي کې یې نوم (آذرخش‎) لیکل کیږي د نوم مانا یې د تندر برېښنا ده نړۍ تر اوسه مطمنه نده چې د ایران جیټ الوتکه ده خو ګمان کوي چې د ایران ده او د ایران (Iran Aircraft Manufacturing Industrial Company HESA) شرکت طرحه کړې او جوړه کړې. ډېر کار پوهان ګمان کوي چې ایران د امریکا د (Northrop F-5 Freedom Fighter/Tiger II) الوتکې طرحه تولید کړې خو ایرانیان دعوا کوي چې د ایران لمړۍ په داخل کې طرحه او جوړه شوې جیټ ده. په جوړونه کې یې د ایران پوځ، د ایران دفاع وزارت او د ایران د الوتکو د جوړولو شرکت (HESA) ونډه اخیستې.   د الوتکې په اړه یې جزیات پټ ساتلي خو په ۱۹۹۷ کې یې ادعا وکړه چې ایران خپله جنګ کوونکې الوتکه طرحه کړې، او په ۲۰۰۰ کال کې یې د څلور جیټ الوتکو د تولید ادعا وکړه او داسې اټکل شوې وه چې په کال کې د لس جنګ کوونکو جیټ د تولید وړتیا لري.   ساېقه - Saeqeh د اذرخش ...

HAL Tejas

ټولې لیکنې
د یوه پیلوټ لپاره دیوه ماشین لرونکې د هند سپکه د څو موخو لپاره جنګ کوونکې جیټ الوتکه ده. دوه شرکتونو (Aeronautical Development Agency ADA and Hindustan Aeronautics Limited HAL) په ګډه د هند هوایي او سمندري ځواک لپاره جوړه کړې او طرحه کړې. د جوړونې او طرحې د پروګرام نوم یې (Light Combat Aircraft LCA programme) وو کوم چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې پیل شوی، د هند د (MiG-21 fighters) الوتکو ځای نیونکې دي. په ۲۰۰۳ کال کې د (LCA) پروګرام ته رسما (Tejas) نوم ورکړل شو.   تېجاس الوتکه دوېمه تر غږ چټکه الوتکه ده چې (Hindustan Aeronautics Limited ) شرکت یې جوړوي تر دې مخکې یې (HAL HF-24 Marut) جیټ طرحه او جوړه کړې وه. یاد شرکت دوه ډوله الوتکې جوړې کړي چې یو ډول د هوایي ځواک لپاره دي او بل ډول د سمندري ځواک لپاره کومې چې د هوایي ځواک لپاره دي تر۲۰۰ الوتکو پورې د یوه پیلوټ لپاره جنګ کوونکې او ۲۰ د دوه...
Polikarpov R-Z

Polikarpov R-Z

ټولې لیکنې
په ۱۹۳۰ لسیزه کې د شوروي اتحاد بم غورزونکې د کشف الوتکه وه، د (Polikarpov R-5) الوتکې پر مختللی ډول وو، او یوازې په دوه کلونو کې له ۱۹۳۵ تر ۱۹۳۷ پورې ۱۰۳۱ الوتکې تولید شوې وې. په درې جګړو کې (Spanish Civil War, the Winter War and Battle of Khalkhin Gol) کارېدلي.   جوړونکی شرکت یې (Polikarpov) دی، د ۱۹۳۵ کال په جنورۍ کې لمړۍ الوتنه کړې، کارونه یې هم په ۱۹۳۵ کې پیل شوې، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۱۰۳۱وو. د هسپانیا او منګولیا هوایي ځواکونو هم کارولي.   اوږدوالی : ۹.۷۲ متره د وزرو پراخوالی : ۱۵.۴۵ متره لوړوالی : ۳.۶۰ متره د وزرو سطحه : ۴۲.۵ متر مربع بې وسایلو وزن : ۲۰۰۷ کیلو ګرامه له وسایلو سره وزن : ۳۱۵۰ کیلو ګرامه پاورپلنټ Mikulin AM-34 water cooled V-12, 611 kW (820 hp) زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۳۱۶ کیلو متره په وزرو...
PZL.23 Karaś

PZL.23 Karaś

ټولې لیکنې
د (crucian carp) په نامه هم پېژندل کیږي، په ۱۹۳۰ لسیزه کې د پولنډ سپکه بم غورزنکې او د کشف الوتکه وه، په لمړي ځل یې د ۱۹۳۹ کال د سپټمبر په دوېمه نیټه د جرمني په اوهالو کې په یوه شرکت بمبار کړی، وروسته یې د جرمني څو نظامي قطعې بمبار کړي. بم غوروزونه یې له کمې ارتفاع کوله او دافع هوا په نښه کولای شوې، د ۱۹۳۹کال تر پایه پورې ۸۶ % الوتکې له منځه ولاړې چې له دې څخه ۶۷ % دښمن په نښه کړې وې.   جوړونکی شرکت یې (Państwowe Zakłady Lotnicze) دی، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۳۴کال د اپرېل په لمړۍ نېټه کړې، کارونه یې په ۱۹۳۶ کې پیل شوې، په ۱۹۴۶ کې تقاوت شوي، د ۱۹۳۶ - ۱۹۳۸ کلونو تر منځ تولید شوي، اساسي کارونکي یې (Polish Air Force and Bulgarian Air Force) وو، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۲۵۰ + ۳ لمړنۍ الوتکې وې. د رومانیا هوایي ځواک هم ترلاسه کړې وې.   اوږدوالی : ۹.۶۸ متره د وزرو پراخو...
Savoia-Marchetti SM.85

Savoia-Marchetti SM.85

ټولې لیکنې
د ایټالیا غوټه وهونکې بم غورزونکې د یوه وزر لرونکې برید کوونکې الوتکه وه، په دوېمه نړیواله جګړه کې کم شمېر برخه واخیسته او وروسته یې (Junkers Ju 87) الوتکې ځای نیونکې شوې. جوړونکی شرکت یې ( Savoia-Marchetti) وو، د ۱۹۳۶ کال د ډسمبر په ۱۹ نېټه یې لمړۍ الوتنه کړې، په ۱۹۴۰ کال کې تقاوت شوي او د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۳۴ وو.   پیلوټان : یو اوږدوالی : ۱۰.۴۰ متره دوزرو پراخوالی : ۱۴ متره لوړوالی : ۳.۳۰ متره د وزرو سطحه : ۲۵.۸۰ مترمربع بې وسایلو وزن : ۲۹۵۰ کیلو ګرامه د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۴۱۹۰ کیلو ګرامه پاور پلنټ : دوه ماشینونه او هر یو Piaggio P.VII C.35 radial engines, 343 kW (460 hp) زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۳۶۸ کیلو متره وسله : یوه مخکې فیر کېدونکې ماشینګڼه او تر ۸۰۰ کیلو ګرامه پورې یو بم...
Tachikawa Ki-36

Tachikawa Ki-36

ټولې لیکنې
په دوېمه نړیواله جګړه کې د جاپان د ځمکني پوځ د ملاتړ لپاره الوتکه وه، د دوه پیلوټانو لپاره یې ځای لره. جوړونکی شرکت یې (Tachikawa Aircraft Company Ltd) دی، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۳۸ کال د اپرېل په ۲۰ نېټه کړې، اساسي کارونکي یې (Imperial Japanese Army Air Force and Royal Thai Air Force) وو، د ۱۹۳۸ - ۱۹۴۴ کلونو ترمنځ تولید شوي، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۱۳۳۴ دی. د چین، اندونیزیا، جاپان او تایلنډ هوایي ځواکونو کارولي.   پیلوټان : دوه اوږدوالی : ۸ متره د وزرو پراخوالی : ۱۱.۸۰ متره لوړوالی : ۳.۶۴ متره د وزرو سطحه : ۲۰ متر مربع بې وسایلو وزن : ۱۲۴۷ کیلو ګرامه له وسایلو سره وزن : ۱۶۶۰ کیلو ګرامه پاورپلنټ Hitachi Army Type 98 Ha-13a nine cylinder air-cooled radial engine, 380kW (510hp) زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۳۴۸ کیلو ګرامه په وز...
Vought SBU Corsair

Vought SBU Corsair

ټولې لیکنې
د متحده ایالتونو غوټه وهونکې بم غورزونکې الوتکه وه، په دالاس او تکزاس کې د متحده ایالتونو د سمندري پوځ لپاره تولیدېدې، د دوه پیلوټانو لپاره یې ځای لره او (F3U-1 two-seat fighter) الوتکو ته ورته وې. د ارجنټینا هواي ځواک هم کارولي.   جوړونکی شرکت یې (Vought) دی، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۳۳ کال په مې میاشت کې کړې، اساسي کارونکي یې (United States Navy) وو، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۱۲۵ دی.   پیلوټان : دوه پیلوټان، یو د ماشیندارې چلونکی او بل د مخابرې مسول اوږدوالی : ۸.۴۹ متره د وزرو پراخوالی : ۱۰.۱۴ متره لوړوالی : ۳.۶۳ متره د وزرو سطحه : ۳۰.۴ متره مربع بې وسایلو وزن : ۱۶۵۹ کیلو ګرامه د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۲۵۰۹ کیلو ګرامه پاورپلنټ Pratt & Whitney R-1535-80 Twin Wasp Junior 14-cylinder two-row air-cooled radial engine, 70...
Vultee V-11, V-12 and A-19

Vultee V-11, V-12 and A-19

ټولې لیکنې
په ۱۹۳۰ لسیزه کې د امریکا برید کوونکې الوتکه وه، د طرحې بنسټ یې له (Vultee V-1 single-engined airliner) الوتکې اخیستل شوی وو، د نړۍ ډېرو هوایي ځواکونو د چین په شمول اخیستې وې، چین په (Second Sino-Japanese War) جګړه کې د جاپان ضد وکارولې.   جوړونکی شرکت یې (Vultee) دی، د ۱۹۳۶–۱۹۴۰ کلونو ترمنځ تولید شوي، اساسي کارونکي یې (Republic of China Air Force, Turkish Air Force, Soviet Air Forces and Brazilian Army Aviation) دي، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۲۲۴ دی. د برازیل، چین، شوروي اتحاد، ترکې او متحده ایالتونو هوایي ځواکونو کارولي.   اوږدوالی : ۱۱.۵۳ متره د وزرو پراخوالی : ۱۵.۲۴ متره لوړوالی : ۳.۰۵ متره د وزرو سطحه : ۳۲.۳ متر مربع د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۴۷۳۶ کیلو ګرامه پاور پلنټ Pratt & Whitney R-1830-17 Twin Wasp 14-cylinder two-r...

Bell UH-1 Iroquois

ټولې لیکنې
افغانستان لس چورلکې لري او د مخدره موادو د قاچاقبرانو او د کشف لپاره یې کاروي. د متحده ایالتونو نظامي د ټرانسپورټ چورلکه ده، وسله لرونکي ډولونه هم لري، د څرخ دوه پرې لري او ټوربو شفټ ماشین پکې نصب ده. په ۱۹۵۲ کال کې د (Bell Helicopter) شرکت د دې لپاره جوړه کړې وه چې د متحده ایالتونو د پوځ په طبي مرستو رسولو کې اړتیا پوره کړي. لمړۍ الوتنه یې په ۱۹۵۶کې کړې او په ۱۹۶۰ کې د متحده ایالتونو دپوځ لپاره تولید شوې له هماغه وخته تر اوسه ۱۶۰۰۰ چورلکې تولید شوي. په لمړي ځل تر ۷۰۰۰ پورې چورلکې د ویتنام په جګړه کې وکارېدې   جوړونکی شرکت یې (Bell Helicopter) ده، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۵۶ کال د اکتوبر په ۲۰ نېټه کړې، کارونه یې په ۱۹۵۹ کال کې پیل شوې، تر اوسه پورې کاریږي، اساسي کارونکي یې (United States Army, Japan Ground Self-Defense Force, Australian Army ) دي، د ۱۹۵۶–۱۹۸۷ کلونو ترمنځ تولید ش...

Aérospatiale SA 315B Lama

ټولې لیکنې
هند له افغانستان سره د درې الوتکو مرسته کړې د فرانسې وړه چورلکه ده، په زیاته تودوخه کې د لوړې الوتنې وړتیا لري. یادې الوتکې د هند هوایي ځواک د نظامي چورلکې په توګه کاروي. یاده چورلکه د (Aérospatiale Alouette II) چورلکې له تنې او د (Alouette III) چورلکې له پرزو او ماشین جوړه شوې ده. د ۱۹۷۲ کال د جون په ۲۱ نېټه یادې چورلکې تر ۴۰۸۱۴ فټه پورې لوړه الوتنه وکړه او تر ۲۰۱۷ کال پورې بلې کومې چورلکې دومره لوړه الوتنه نده کړې.   په هندې کې یادې چورلکې د (Hindustan Aeronautics Limited) شرکت د جواز لاندې تولیدوي او دا چورلکې د چیتا (Cheetah) په نامه یادیږي، وروسته پکې تر پخوا ځواکمن (Turbomeca TM 333-2M2 engine) ماشین وکارېده او د تولید دا ډول یې د چیتل (Cheetal) په نامه پېژندل کیږي. د تولید یو بل ډول یې هند تولید کړی کوم چې لینسر (Lancer) په نامه یادیږي او په دې ډول کې وسله هم کارېدل...

Pilatus PC-12

ټولې لیکنې
افغانستان ۱۸ (PC-12 NG) د کشف الوتکې لري. د افغانستان الوتکې د الوتنې د تفتیش وړتیا لري، د امبولانس په توګه کارېدلای شي، له هوا څخه د کشف لپاره انځورونه اخیستلای شي، له هوا څخه هر ډول څارنه کولای شي، له هوا څخه د دوېمې دروازې له لارې توکي او سپرلۍ په پراشوټ کې غورزوالای شي، د نیمه نظامي الوتکې په توګه په نظامې ځانګړي ماموریت کې کارېدلای شي. په هر ډول هواره ځمکه ناسته او له هر ډول هوارې ځمکې الوتنه کولای شي. د ټوربو پروپ یوه ماشین لرونکې د کشف، ټرانسپورټ او سپرلۍ الوتکه ده چې د سوېزرلنډ (Pilatus Aircraft) شرکت طرحه کړې او جوړه کړې، کارونه یې سوداګر او سیمه ایزې هوایي کرښې کوي له دې پرته د کشف او نورو موخو لپاره هم کاریږي. کومې الوتکې چې د متحده ایالتونو هوایي ځواک کاروي د ډول نوم یې (U-28A) ده.   جوړونکی شرکت یې (Pilatus Aircraft) ده، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۹۱ کال د مې میاشت په...

McDonnell Douglas MD 500 Defender

ټولې لیکنې
وړه د څو موخو لپاره نظامي چورلکه ده د کومې چې د طرحې بنسټ له دوه نورو چورلکو (MD 500 light utility helicopter and OH-6 Cayuse Light Observation Helicopter) اخیستل شوی.   جوړونکي شرکتونه یې درې (Hughes Helicopters, McDonnell Douglas Helicopter Systems and MD Helicopters) دي، لمړۍ الوتنه یې په ۱۹۷۶ کال کې کړې، اساسي کارونکي یې اسرایل، فلپیاین، عراق، افغانستان او سویله کوریا دي، د ټولو تولید شوو چورلکو شمېر ۴۷۱ ده.   د سپکې برید کوونکې په توګه د اېم ډي چورلکو لمړنی ډول (OH-6 Cayuse helicopter) د ویتنام په جګړه کې ګټور ثابت شوی. وروسته د (Hughes) شرکت په دې وپوهیده چې یادې چورلکې په مارکیټ کې هم پیرودونکي لري خو د پلور لپاره یې باید وسلې او ټکنالوجۍ کې اضافه وکړي. له څېړنو مطالعو وروسته یې (Model 500MD Defender) ډول طرحه او جوړ کړ کوم چې لمړۍ الوتنه په ۱۹۷۶ کال کې کړې. په...

Sikorsky UH-60 Black Hawk

ټولې لیکنې
افغانستان د ۲۰۱۸ کال تر جنورۍ پورې ۸ چورلکې تر لاسه کړې وې. د څلورو څرخونو او دوه ماشینونو لرونکې چورلکه ده، په منځنۍ کچه بار لکه، د اور مړه کولو لپاره اوبه، د پوځ لپاره د مهماتو او خوړو بار وړلای شي کومې چې سیکروسکي اېرکرفت (Sikorsky Aircraft) شرکت طرحه کړي او جوړې کړي. په ۱۹۷۲ کال کې د دوه شرکتونو ترمنځ سیالي روانه وه او دواړو هڅه کوله چې د امریکا پوڅ یې چورلکې د پېرلو لپاره خوښې کړي. په دې وخت کې د امریکا د پوځ د کارونې لپاره یو تکتیکي سیستم لرونکې چورلکه پکار وه او سیالي بلک هاوک (Black Hawk) او د بوینګ وېرټول (Boeing Vertol YUH-61) ترمنځ وه بلاخره په کال ۱۹۷۶ کې پوځ بلک هاوک چورلکې خوښې کړې او له شرکت سره یې تړون لاسلیک کړ. ولسمشر غني چې کله د بلک هاوک لمړۍ جوپه تر لاسه کوله نو بلک هاوک یې تور بازان ګڼلي په انګرېزۍ کې هاوک باښې ته ورته د باز ډول ده بلک هاوک د تور باز مانا ل...

Black Hawk – بلک هاوک

ټولې لیکنې
بلک هاوک د امریکا په (Sauk) کې، په ۱۷۶۷ کې زېږېدلی او په ۱۸۳۸ کې د اکتوبر په ۳ نېټه مړ شوی. د یوې ډلې مشر او د امریکا د سوک د هندیانو جګړه مار وو یاده سیمه اوس د متحده ایالتونو منځنۍ لویدیځه سیمه ده. بلک هاوک له ځان سره (medicine bundle) لرل کوم چې د امریکا هندیانو په خپلو دودیزو لمانځنو کې کارول او یاد توکي ورته له خپل پلار څخه پاتې وو. په کال ۱۸۳۲ کې د بلک هاوک جګړه پیل شوه او بلک هاوک د جګړې ځوان مشر وو. په جګړه کې یې د متحده ایالتونو د خلکو ضد له انګرېزانو سره ملګری وو او غوښتل یې د سوک له سیمې سپین امریکایان وباسي. وروسته د فاکس او سوک ډلو مشر شو دواړه ډلې د (British Band) په نامه یادېدلې او په اروپایي امریکایانو یې برید وکړ. له جګړې وروسته د متحده ایالتونو پوځ ژوندی ونیوه او د متحده ایالتونو ختیځ ته یې انتقال کړ. بلک هاوک او څو نور مشران یې څو ښارونو ته د سیلانیانو په توګه بوتلل تر څ...
Yakovlev Yak-11

Yakovlev Yak-11

ټولې لیکنې
افغانستان له ۱۹۵۸ څخه ۱۴ الوتکې د پیلوټانو د روزنې لپاره پېرلې وې. په روسۍ ژبه یې نوم (Яковлев Як-11) لیکل کیږي، ناټو یې د (Moose) په نامه پېژني، د شوروي اتحاد هوایي ځواک او د شوروي ملګرو د ۱۹۴۷ - ۱۹۶۲ کلونو تر منځ کارولي.   جوړونکي شرکتونه یې (Yakovlev, Let) دي، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۴۵ کال د نومبر په ۱۰ نېټه کړې، کارونه یې په ۱۹۴۶ کې پیل شوې، په ۱۹۶۲ کې تقاوت شوي، اساسي کارونکي یې (Soviet Air Force) وو، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۴۵۶۶ دی.   دافغانستان، البانیا، الجیریا، انګولا، اتریش، بلغاریا، چین، زیکو سلواکیا، لوېدیځې جرمني، مصر، عراق، هنګري، منګولیا، شمالي کوریا، پولنډ، رومانیا، سومالیا، سوریې، وېتنام او د یمن هوایي ځواکونو کارولي.   پیلوټان : یو محصل پیلوټ او یو روزونکی اوږدوالی : ۸.۲۰ متره د وزرو پراخوالی : ۹.۴ متره لوړوالی : ۳.۲۸ متر...
Yakovlev Yak-18

Yakovlev Yak-18

ټولې لیکنې
افغانستان له ۱۹۵۷ کال څخه ۱۴ الوتکې د پیلوټانو د روزنې لپاره ترلاسه کړې وې. په روسۍ ژبه یې نوم (Яковлев Як-18) لیکل کیږي، ناټو یې د (Max) په نامه پېژني. د شوروي اتحاد د دوه پیلوټانو لپاره د روزنې الوتکه وه. یادې الوتکې په چین کې هم د (Nanchang CJ-5) په نامه تولیدېدلې.   جوړونکی شرکت یې (Yakovlev) دی، لمړۍ الوتنه یې په ۱۹۴۶ کې کړې، کارونه یې هم په ۱۹۴۶ کې پیل شوې، اساسي کارونکي یې (Soviet Air Force, DOSAAF, People's Liberation Army Air Force and Polish Air Force) وو او د ټولو تولید شوو شمېر مالوم نه دی. د افغانستان، البانیا، الجیریا، ارمنستان، بلغاریا، کمبودیا، چین، زیکوسلواکیا، لوېدیځې جرمني، مصر، ګینیا، هنګري، عراق، لاووس، مالي، منګولیا، شمالي کوریا، پولنډ، رومانیا، سومالیا، سوریې، ترکمنستان، وېتنام، یمن او زامبیا هوایي ځواکونو کارولي.   پیلوټان : یو محصل پیلوټ...

Antonov An-24

ټولې لیکنې
افغانستان له ۱۹۷۵کال څخه د ملکي موخې لپاره ۶ الوتکې تر لاسه کړې وې. په روسۍ ژبه کې یې نوم (Антонов Ан-24) لیکل کیږي، ناټو یې د (Coke) په نامه پېژني، د دوه ماشینو لرونکې او د ۴۴ سپرلېو لپاره الوتکه ده کومه چې په ۱۹۵۷ کې د انتوانوف شرکت طرحه کړې او (Kiev, Irkutsk and Ulan-Ude Aviation Factories) شرکتونو په ګډه جوړه کړې. لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۵۹کال داکتوبر په ۲۹ نېټه کړې، کارونه یې په ۱۹۶۲ کې پیل شوې تر اوسه پورې کاریږي، اساسي کارونکي یې (Aeroflot, Soviet Air Force and PLA Air Force) دي، د ۱۹۵۹–۱۹۷۹ کلونو ترمنځ تولید شوي، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۱۳۶۷ ده.   شمالي کوریا، روسې، یوکراین، افغانستان، انګولا، الجیریا، ارمنستان، ازربایجان، بنګله دېش، بلغاریا، کمبوډیا، چین، کونګو، کیوبا، د چک جمهوریت، جرمني، مصر، جورجیا، هنګري، ایران، عراق، قزاقستان، لاووس، لیتوانیا، مالي، موډووا، مزمبق، ...

Antonov An-14

ټولې لیکنې
د افغانستان هوایي ځواک له ۱۹۸۵ کال څخه دولس انتوانوف اې اېن - ۱۴ لرلې. په روسۍ ژبه کې ورته (Пчелка) نوم اخلي او مانا یې د شاتو وړه مچۍ ده، ناټو یې د (Clod) په نامه پېژني، د شوروي اتحاد د دواړو ملکي او پوځي موخو لپاره الوتکه ده. په ۱۹۶۶ کال کې یې تولید پیل شو او تر ۱۹۷۲ کال پورې ټولې ۳۳۲ الوتکې تولید شوې وې. د دې الوتکو ځای وروسته (Antonov An-28) الوتکو ونیوه کومې چې تر اوسه په (PZL Mielec factories in Poland) کې تولیدیږي. که د هرې الوتکې پیلوټ ته څو ساعته روزنه ورکړل شي نو انتوانوف اې اېن - ۱۴ الوتکه الوزولی شي په ټوله نړۍ کې یو څو انتوانوف تر اوسه په ښه حالت کې پاتي او کاریږي.   جوړونکی شرکت یې (Antonov) ده، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۵۸ کال د مارچ په ۱۵ نېټه کړې، کارونه یې په ۱۹۶۶ کې پیل شوې، اساسي کارونکي یې (Soviet Air Force, Aeroflot, Afghan Air Force and East German Air Force) وو،...