
Paris – پاریس
د فرانسې ښار او مرکز ده. د فرانسې د شمال په مرکز کې واقع ده. په دې سیمه کې له زېږېدیز کال څخه ۷۶۰۰ کاله وړاندې د سي اېن سیند (Seine River) په اوږدو کې خلک اوسېدل. پاریس د (Île de la Cité) په مزکزي برخه کې ده او یاده سیمه په کرنې غني سیمه ګڼل کیږي. د فرانسې د کلتور او سوداګرۍ مرکز ګڼل کیږي. ښار یې په ۴۱ مایل مربع (۱۰۵ کیلو مترمربع) کې ده او ټوله ښاري سیمه یا د پاریس اړوند سیمه ۸۹۰ مایل مربع (۲۳۰۰ کیلو متر مربع) ده. په ۲۰۱۲ کال کې یې نفوس ۲۲۶۵۸۸۶ وو.
د پېړیو لپاره پاریس د نړۍ اړین او زړه راښکونکی ښار وو. یاد ښار د سوداګرۍ، زده کړو، کلتور او سرګرمۍ لپاره د نړۍ خلکو ته ښه فرصتونه وړاندې کړي او له همدې امله یې خلک ساینه او قدرداني کوي. له دې پرته د پخلي هنر، د ښځو لپاره د کالیو د طرحې هنر، رنګ، ادبیات او فکري ټولنه یې په ټوله نړۍ کې نوم لري. دې ښار ته د رڼا ښار لقب د روښان فکرۍ په و...