ټولې لیکنې

CAC Wirraway

CAC Wirraway

ټولې لیکنې
د استرالیا د هندیانو په ژبه کې یې مانا ننګونه ده، د روزنې لپاره نظامي داسترالیا الوتکه وه، له ۱۹۳۹ تر ۱۹۴۶ پورې کارېدلې، د طرحې بنسټ یې له (North American NA-16) الوتکې اخیستل شوی، د استرالیا هوایي او سمندري ځواکونو د برید کوونکې او بم غورزونکې په توګه په دوېمه نړیواله جګړه کې د جاپان ضد کارولي خو د روزنې لپاره هم په پراخه کچه تولید شوي.   یادې الوتکې د جاپان یوه الوتکه د ۱۹۴۲ کال د ډسمبر په ۱۲ نېټه نسکوره کړه، لمړی استرالیایانو ګمان کوه چې (Mitsubishi A6M Zero) الوتکه یې نسکوره کړې خو وروسته یې مالومه کړه چې د جاپان (Nakajima Ki-43 Hayabusa) الوتکه ده. په یادې الوتکه کې پیلوټ (Officer John S. "Jack" Archer) وو. له جګړې وروسته یادې الوتکې د یوې لسیزې لپاره د روزونکې الوتکې په توګه وکارېدې.   جوړونکی شرکت یې (Commonwealth Aircraft Corporation) دی، لمړۍ الوتنه یې په ۱۹۳...
Boeing AH-64 Apache

Boeing AH-64 Apache

ټولې لیکنې
د متحده ایالتونو ټوربو شفټ ماشین لرونکې برید کوونکې چورلکه ده، د پیلوټانو چوکۍ یې (tandem) شکل لري په دې مانا چې د یو بل تر څنګ ندي بلکې یو د بل تر شا ناست وي. د هدف په نښه کولو لپاره په پوز کې سېنسور لري، د شپې دوربین هم لري، د الوتکې د تنې لاندې برخه کې (30 mm M230 chain gun) ماشینداره پکې نصب ده، څلور د مهماتو د نښلونې لپاره ځایونه لري په کومو کې چې ( AGM-114 Hellfire) توغندي او (Hydra 70 rocket pods) راکټونه انتقالولای شي.   یاد پروګرام د متحده ایالتونو د پوځ لپاره د پر مختللې برید کوونکې چورلکې جوړولو هڅه کوله تر څو د پوځ د (AH-1 Cobra) الوتکو ځای نیونکې شي. د لمړنیو الوتکو د تولید ډول (YAH-64) وو کومې چې لمړۍ الوتنه د ۱۹۷۵ کال د سپټمبر په ۳۰ نېټه وکړه. په ۱۹۸۲ کې یې د بشپړ تولید تصدیق وکړ. تر ۲۰۱۳ کال پورې ټولې ۲۰۰۰ چورلکې تولید شوې وې. انګلستان یې د جواز لاندې تولیدوي کوم...
Boeing F/A-18E/F Super Hornet

Boeing F/A-18E/F Super Hornet

ټولې لیکنې
د دوه ماشینونو لرونکې، په سمندري بیړیو کې د انتقال وړ، د څو موخو لپاره جنګ کوونکې الوتکه ګڼل کیږي. د (F/A-18E) الوتکې د یوه پیلوټ لپاره دي او د (F/A-18F) د دوه پیلوټانو لپاره چوکۍ لري. یادې الوتکې په اضافي پنځه ټانکیو کې تیل هم انتقالولای شي او کله یې چې تیل ختم شي یوه جیټ الوتکه بلې ته هم تیل ورکولای شي.   لمړۍ الوتنه یې په کال ۱۹۹۵ کې کړې، په کال ۱۹۹۷ کې یې کم تولید پیل شو خو د همدې کال په پای کې چې کله (McDonnell Douglas and Boeing) شرکتونه سره یو ځای شول نو په سپټمبر میاشت کې یې تولید پراخ شو. په کال ۱۹۹۹ کې د متحده ایالتونو سمندري ځواکونو کارونه پیل کړه او د (Grumman F-14 Tomcat) الوتکو ځای نیونکې شوې. په ۲۰۰۷ کال کې استرالیا هم د یادو الوتکو غوښتنه وکړه تر څو یې د خپلو زړو ( F-111C) الوتکو پر ځای وکاروي او په ۲۰۱۰ کې یې تر لاسه کړې.   جوړونکي شرکتونه یې (McDo...
British Aerospace Harrier II

British Aerospace Harrier II

ټولې لیکنې
د دوېم نسل الوتکه ګڼل کیږي کومه چې په عمودي توګه ناسته او الوتنه کولای شي. مخکې د انګلستان (Royal Air Force) ځواک کاروله خو د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۰ تر منځ د انګلستان سمندري ځواک (Royal Navy) هم وکارولې. دا الوتکې د (Harrier Jump Jet) الوتکو تر ټولو وروستی پر مختللی ډول دی او د طرحې بنسټ یې له پخوانیو (McDonnell Douglas AV-8B Harrier II) الوتکو اخیستل شوی. په ډېرو جګړو کې یې برخه اخیستې په افغانستان، عراق او کوسوو کې هم کارېدلي. په یادو جګړو کې یې دنده د هوا کنټرول تر لاسه کول او د ځمکني پوځ ملاتړ وو خو له دې پرته د کشف لپاره هم کارېدلي.   په ۲۰۱۰ کال کې د بودیجې د کموالي له امله ټولې هریر الوتکې مخکې له وخته تقاوت شوې. د تقاوت په اړه یې تاوده بحثونه هم شوي ځکه چې بله کومه داسې الوتکه نه وه تر څو د هریر الوتکو ځای نیونکې شي خو انګلستان پلان لري چې د متحده ایالتونو (Lockheed Martin F-35 Li...
British Aerospace Hawk 200

British Aerospace Hawk 200

ټولې لیکنې
سپکه د څو موخو لپاره جنګ کوونکې الوتکه ده، د جوړونې موخه یې د فضا کنټرول تر لاسه کول، د بلې الوتکې مخنیوی، د بېړۍ ضد کارونه، د ځمکني پوځ ملاتړ او برید کوونه ده.   جوړونکی شرکت یې (British Aerospace) دی، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۸۶ کال د مې میاشت په ۱۹ نېټه کړې، کارونه یې په ۱۹۸۶ کال کې پیل شوې، اساسي کارونکي یې (Indonesian Air Force, Royal Malaysian Air Force and Royal Air Force of Oman) دي، د ۱۹۹۰-۲۰۰۲ کلونو ترمنځ تولیدشوي او د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۶۲ دی. د اندونیزیا، مالیزیا او عمان هوایي ځواکونه یې هم کاروي.   پیلوټان : یو اوږدوالی : ۱۱.۳۸ متره د وزرو پراخوالی : ۹.۳۹ متره لوړوالی : ۴.۱۶ متره د وزرو سطحه : ۱۶.۶۹ متر مربع بې وسایلو وزن : ۴۱۲۸ کیلو ګرامه د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۹۱۰۱ کیلو ګرامه پاورپلنټ Rolls-Royce Turbo...
AMX International AMX

AMX International AMX

ټولې لیکنې
برید کوونکې جیټ الوتکه ده، ایټالیا او برازیل په ګډه طرحه کړې او جوړه کړې. د اېم اېکس الوتکې (A-11 Ghibli) ډول د ایټالیا هوایي ځواک جوړه کړې او د (A-1) ډول د برازیل هوایي ځواک جوړه کړې. د ایټالیا د الوتکې د نوم (Ghibli) ټکی د لیبیا د صحرا له وچ تود باد له نوم څخه اخیستل شوی.   په ۱۹۷۰ لسیزه کې ایټالیا هڅه وکړه چې ۱۸۷ برید کوونکې الوتکې جوړې کړي تر څو د (Aeritalia G.91) زړو الوتکو ځای نیونکې شي. په ۱۹۸۰کې د برازیل حکومت اعلان وکړ چې د ایټالیا په دې پروګرام کې ګډون کول غواړي تر څو د خپلو (Aermacchi MB-326) الوتکو لپاره نوې ځای نیونکې الوتکې ترلاسه کړي او په ۱۹۸۱کال د دواړو ترمنځ غیرې رسمي هوکړه وشوه.   جوړونکی شرکت یې (AMX International) دی، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۸۴ کال د مې په ۱۵ نېټه کړې، کارونه یې په ۱۹۸۹ کې پیل شوې، اساسي کارونکي یې (Italian Air Force and Brazilian Air ...
AIDC AT-3

AIDC AT-3

ټولې لیکنې
د تایوان الوتکه ده. نوم یې په چینايي ژبه (自強) لیکل کیږي، د پیلوټانو د روزنې لپاره پرمختللې جیټ الوتکه ده او د چین هوایي ځواک یې کاروي. د ۱۹۸۴ او ۱۹۹۰ کلونو تر منځ د تایوان (Aerospace Industrial Development Corporation) شرکت د امریکا د (Northrop) شرکت په مرسته ټولې ۶۲ الوتکې تولید کړي. درې الوتکې یې د یوه پیلوت لپاره برید کوونکې جیټ وې. لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۸۰ کال د سپټمبر په ۱۶ نېټه کړې، کارونه یې په ۱۹۸۴ کې پیل شوې   پیلوټان : دوه اوږدوالی : ۱۲.۹ متره د وزرو پراخوالی : ۱۰.۴۶ متره لوړوالی : ۴.۳۶ متره د وزرو سطحه : ۲۱.۹۳ متره بې وسایلو وزن : ۳۸۵۵ کیلو ګرامه د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۷۹۴۰ کیلو ګرامه پاورپلنټ : دوه ماشینونه او هر یو Garrett AiResearch TFE731-2 turbofans, 15.6 kN (3,500 lbf) زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۹۰۴ کیلو ...
Aero L-159 Alca

Aero L-159 Alca

ټولې لیکنې
د غږ له سرعت څخه یې سرعت کم (subsonic) دی، برید کوونکې جیټ ده، د روزنې لپاره هم کاریږي، د یو پیلوټ لپاره یې د تولید ډول (L-159A) دی او د دوه پیلوټانو لپاره یې د تولید ډول (L-159B) نومیږي. د چیک په جمهوریت کې تولید شوي. په ۲۰۰۳ کال کې د چیک جمهوریت پرېکړه وکړه چې د خپل هوایي ځواک یادې الوتکې تر ۲۴ پورې کمې کړي او نورې په عراق وپلوري چېرې چې وروسته د عراق هوایي ځواک د داعش ډلې ضد وکارولې. په ۲۰۱۷ کال کې د چیک جمهوریت خپل هوایي ځواک ته د تولید (L-159T2) ډول او د عراق هوایي ځواک ته د روزنې لپاره د تولید (L-159T1) ډول صادر کړ.   جوړونکی شرکت یې (Aero Vodochody) دی، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۹۷ کال د اګسټ په ۴ نېټه کړې، کارونه یې د ۲۰۰۰ کال په اپرېل کې پیل شوې، اساسي کارونکي یې (Czech Air Force and Iraqi Air Force) دي، د ۱۹۹۷–۲۰۰۳ اند ۲۰۱۶–۲۰۱۷ کلونو ترمنځ تولید شوي تر اوسه د (L-159A) ډول ۷۲...
Aero L-59 Super Albatros

Aero L-59 Super Albatros

ټولې لیکنې
د چک جمهوریت د هوایي ځواک رونې لپاره جیټ الوتکه وه، د طرحې بنسټ یې له پخوانۍ (L-39 Albatros) الوتکې اخیستل شوی، تر پخوانۍ الوتکې ځواکمنه تنه او اوږد شوی پوز یې لره، د پیلوټ چوکۍ تر پخوانیو عصري وې، برېښنایي سیستم یې هم پرمختللی  او ماشین یې هم تر پخوانۍ الوتکې ځواکمن وو.   په ۱۹۹۲ کې یې جوړونکي شرکت برید کوونکې الوتکه د (ALCA Advanced Light Combat Aircraft) پروګرامه لاندې طرحه کړه او په بریالۍ توګه یې د خپل هیواد په هوایي ځواک وپلورله. برېښنایي سیستم یې د لوېدیځ دی او بوینګ شرکت مرسته ورسره کړې.   جوړونکی شرکت یې (Aero Vodochody) دی، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۸۶ کال د سپټمبر په ۳۰ نېټه کړې، اساسي کارونکي یې (Czech Air Force, Egyptian Air Force and Tunisian Air Force) دي، د ۱۹۸۶–۱۹۹۶ کلونو ترمنځ تولید شوي. برید کوونکي ډول یې لمړۍ الوتنه د ۱۹۹۷ کال د اګسټ په ۲ نېټه کړې. د۲۰۱۴ ...

Aermacchi MB-339

ټولې لیکنې
د ایټالیا د روزنې لپاره جیټ الوتکه ده، د سپکې برید کوونکې په توګه هم کاریږي، د پخوانیو (MB-326) الوتکو ځای نیونکې ده. جوړونکی شرکت یې (Alenia Aermacchi) دی، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۷۶ کال د اګسټ په ۱۲ نېټه کړې، کارونه یې په ۱۹۷۹ کال کې پیل شوې، اساسي کارونکي یې (Italian Air Force, Royal Malaysian Air Force, Eritrean Air Force and United Arab Emirates) دي، د ټولو تولید شوو الوتکو شېر ۲۳۰ دی، د یوې الوتکې ارزښت ۸.۳ میلیونه ډالر دی. پخواني کارونکي یې ارجنټینا، دوبۍ، غانا، پېرو، نیوزلنډ او نایجریا دي. اوسني کارونکي یې ارېتریا، ایټالیا، مالیزیا، متحده عرب امارات او متحد ایالتونه دي   پیلوټان : یو محصل پیلوټ او یو روزونکی اوږدوالی : ۱۰.۹۷ متره د وزرو پراخوالی : ۱۰.۸۶ متره لوړوالی : ۳.۶۰ متره د وزرو سطحه : ۱۹.۳ متر مربع بې وسایلو وزن : ۳۰۷۵ کیلو ګرامه له وس...

Sukhoi Su-30MKI

ټولې لیکنې
ناټو یې د (Flanker-H) په نامه پېژني. د روسې سوخوي (Sukhoi) شرکت طرحه کړې او د هند (Hindustan Aeronautics Limited HAL) شرکت دهند هوایي ځواک لپاره جوړې کړي. درنده، په هر ډول هوا کې جنګ کوونکې جیټ الوتکه ده، د (Sukhoi Su-30) الوتکې یو ډول ده. د دې ډول طرحه په ۲۰۰۰ کال کې هغه وخت پیل شوه کله چې هند له روسې سره د ۱۴۰ (Su-30) الوتکو لپاره تړون لاسلیک کړ. لمړۍ (Su-30MKI ) الوتکه چې په روسیه کې جوړه شوې وه د هند هوایي ځواک په ۲۰۰۲ کال کې ترلاسه کړه او کومه چې هند کې جوړ شوې وه کارونه یې د هند هوایي ځواک په ۲۰۰۴ کې پیل کړه، تر ۲۰۱۷ کال پورې د هند هوایي ځواک ۲۴۰ (Su-30MKI) الوتکې ترلاسه کړې وې. تمه کیږي چې د هند د هوایي ځواک د ملا تیر جوړ کړي. په الوتکه کې د اسرایلو او فرانسې برېښنایي سیستم نصب شوی او د هند د غوښتنې له مخې بدلون پکې راوستل شوی.   طرحه کوونکی شرکت یې (Sukhoi) ده، جوړونکی ش...
Lockheed Martin F-35 Lightning II

Lockheed Martin F-35 Lightning II

ټولې لیکنې
د متحده ایالتونو د یوه ماشین لرونکې، د یوه پیلوټ د څوموخو لپاره د غلا تګ کوونکې جنګ کوونکې الوتکه ده. د پنځم نسل جنګي الوتکه ګڼل کیږي کومه چې په ځمکه برید کولای شي او د مخالف لوري د هوا بشپړ کنټرول ترلاسه کولای شي. درې ډولونه لري: یو ډوه یې د اېف - ۳۵ اې (F-35A) ډول ده کومه چې دودیزه الوتنه او ناسته (conventional takeoff and landing CTOL) کوي په دې مانا چې د الوتنې او ناستې لپاره هوایي کرښې ته اړتیا لري؛ دوېم ډول یې اېف - ۳۵ بي (F-35B) ده کوم چې له ډېرې لنډې هوایي کرښې الوتنه کوي او په عمودي توګه پرته له هوایي کرښې ناسته (short take-off and vertical-landing STOVL) کوي په دې مانا چې د ناستې لپاره هوایي کرښې ته اړتیا نلري؛ درېم دول یې اېف - ۳۵ سي (F-35C) ده کومې چې په سمندري بیړیو کې کاریږي او د نیونکې الې په مرسته ناسته (catapult-assisted take-off but arrested recovery CATOBAR) کوي. له ازمو...

HESA Azarakhsh

ټولې لیکنې
په پاړسي کې یې نوم (آذرخش‎) لیکل کیږي د نوم مانا یې د تندر برېښنا ده نړۍ تر اوسه مطمنه نده چې د ایران جیټ الوتکه ده خو ګمان کوي چې د ایران ده او د ایران (Iran Aircraft Manufacturing Industrial Company HESA) شرکت طرحه کړې او جوړه کړې. ډېر کار پوهان ګمان کوي چې ایران د امریکا د (Northrop F-5 Freedom Fighter/Tiger II) الوتکې طرحه تولید کړې خو ایرانیان دعوا کوي چې د ایران لمړۍ په داخل کې طرحه او جوړه شوې جیټ ده. په جوړونه کې یې د ایران پوځ، د ایران دفاع وزارت او د ایران د الوتکو د جوړولو شرکت (HESA) ونډه اخیستې.   د الوتکې په اړه یې جزیات پټ ساتلي خو په ۱۹۹۷ کې یې ادعا وکړه چې ایران خپله جنګ کوونکې الوتکه طرحه کړې، او په ۲۰۰۰ کال کې یې د څلور جیټ الوتکو د تولید ادعا وکړه او داسې اټکل شوې وه چې په کال کې د لس جنګ کوونکو جیټ د تولید وړتیا لري.   ساېقه - Saeqeh د اذرخش ...

HAL Tejas

ټولې لیکنې
د یوه پیلوټ لپاره دیوه ماشین لرونکې د هند سپکه د څو موخو لپاره جنګ کوونکې جیټ الوتکه ده. دوه شرکتونو (Aeronautical Development Agency ADA and Hindustan Aeronautics Limited HAL) په ګډه د هند هوایي او سمندري ځواک لپاره جوړه کړې او طرحه کړې. د جوړونې او طرحې د پروګرام نوم یې (Light Combat Aircraft LCA programme) وو کوم چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې پیل شوی، د هند د (MiG-21 fighters) الوتکو ځای نیونکې دي. په ۲۰۰۳ کال کې د (LCA) پروګرام ته رسما (Tejas) نوم ورکړل شو.   تېجاس الوتکه دوېمه تر غږ چټکه الوتکه ده چې (Hindustan Aeronautics Limited ) شرکت یې جوړوي تر دې مخکې یې (HAL HF-24 Marut) جیټ طرحه او جوړه کړې وه. یاد شرکت دوه ډوله الوتکې جوړې کړي چې یو ډول د هوایي ځواک لپاره دي او بل ډول د سمندري ځواک لپاره کومې چې د هوایي ځواک لپاره دي تر۲۰۰ الوتکو پورې د یوه پیلوټ لپاره جنګ کوونکې او ۲۰ د دوه...
Polikarpov R-Z

Polikarpov R-Z

ټولې لیکنې
په ۱۹۳۰ لسیزه کې د شوروي اتحاد بم غورزونکې د کشف الوتکه وه، د (Polikarpov R-5) الوتکې پر مختللی ډول وو، او یوازې په دوه کلونو کې له ۱۹۳۵ تر ۱۹۳۷ پورې ۱۰۳۱ الوتکې تولید شوې وې. په درې جګړو کې (Spanish Civil War, the Winter War and Battle of Khalkhin Gol) کارېدلي.   جوړونکی شرکت یې (Polikarpov) دی، د ۱۹۳۵ کال په جنورۍ کې لمړۍ الوتنه کړې، کارونه یې هم په ۱۹۳۵ کې پیل شوې، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۱۰۳۱وو. د هسپانیا او منګولیا هوایي ځواکونو هم کارولي.   اوږدوالی : ۹.۷۲ متره د وزرو پراخوالی : ۱۵.۴۵ متره لوړوالی : ۳.۶۰ متره د وزرو سطحه : ۴۲.۵ متر مربع بې وسایلو وزن : ۲۰۰۷ کیلو ګرامه له وسایلو سره وزن : ۳۱۵۰ کیلو ګرامه پاورپلنټ Mikulin AM-34 water cooled V-12, 611 kW (820 hp) زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۳۱۶ کیلو متره په وزرو...
PZL.23 Karaś

PZL.23 Karaś

ټولې لیکنې
د (crucian carp) په نامه هم پېژندل کیږي، په ۱۹۳۰ لسیزه کې د پولنډ سپکه بم غورزنکې او د کشف الوتکه وه، په لمړي ځل یې د ۱۹۳۹ کال د سپټمبر په دوېمه نیټه د جرمني په اوهالو کې په یوه شرکت بمبار کړی، وروسته یې د جرمني څو نظامي قطعې بمبار کړي. بم غوروزونه یې له کمې ارتفاع کوله او دافع هوا په نښه کولای شوې، د ۱۹۳۹کال تر پایه پورې ۸۶ % الوتکې له منځه ولاړې چې له دې څخه ۶۷ % دښمن په نښه کړې وې.   جوړونکی شرکت یې (Państwowe Zakłady Lotnicze) دی، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۳۴کال د اپرېل په لمړۍ نېټه کړې، کارونه یې په ۱۹۳۶ کې پیل شوې، په ۱۹۴۶ کې تقاوت شوي، د ۱۹۳۶ - ۱۹۳۸ کلونو تر منځ تولید شوي، اساسي کارونکي یې (Polish Air Force and Bulgarian Air Force) وو، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۲۵۰ + ۳ لمړنۍ الوتکې وې. د رومانیا هوایي ځواک هم ترلاسه کړې وې.   اوږدوالی : ۹.۶۸ متره د وزرو پراخو...
Savoia-Marchetti SM.85

Savoia-Marchetti SM.85

ټولې لیکنې
د ایټالیا غوټه وهونکې بم غورزونکې د یوه وزر لرونکې برید کوونکې الوتکه وه، په دوېمه نړیواله جګړه کې کم شمېر برخه واخیسته او وروسته یې (Junkers Ju 87) الوتکې ځای نیونکې شوې. جوړونکی شرکت یې ( Savoia-Marchetti) وو، د ۱۹۳۶ کال د ډسمبر په ۱۹ نېټه یې لمړۍ الوتنه کړې، په ۱۹۴۰ کال کې تقاوت شوي او د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۳۴ وو.   پیلوټان : یو اوږدوالی : ۱۰.۴۰ متره دوزرو پراخوالی : ۱۴ متره لوړوالی : ۳.۳۰ متره د وزرو سطحه : ۲۵.۸۰ مترمربع بې وسایلو وزن : ۲۹۵۰ کیلو ګرامه د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۴۱۹۰ کیلو ګرامه پاور پلنټ : دوه ماشینونه او هر یو Piaggio P.VII C.35 radial engines, 343 kW (460 hp) زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۳۶۸ کیلو متره وسله : یوه مخکې فیر کېدونکې ماشینګڼه او تر ۸۰۰ کیلو ګرامه پورې یو بم...
Tachikawa Ki-36

Tachikawa Ki-36

ټولې لیکنې
په دوېمه نړیواله جګړه کې د جاپان د ځمکني پوځ د ملاتړ لپاره الوتکه وه، د دوه پیلوټانو لپاره یې ځای لره. جوړونکی شرکت یې (Tachikawa Aircraft Company Ltd) دی، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۳۸ کال د اپرېل په ۲۰ نېټه کړې، اساسي کارونکي یې (Imperial Japanese Army Air Force and Royal Thai Air Force) وو، د ۱۹۳۸ - ۱۹۴۴ کلونو ترمنځ تولید شوي، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۱۳۳۴ دی. د چین، اندونیزیا، جاپان او تایلنډ هوایي ځواکونو کارولي.   پیلوټان : دوه اوږدوالی : ۸ متره د وزرو پراخوالی : ۱۱.۸۰ متره لوړوالی : ۳.۶۴ متره د وزرو سطحه : ۲۰ متر مربع بې وسایلو وزن : ۱۲۴۷ کیلو ګرامه له وسایلو سره وزن : ۱۶۶۰ کیلو ګرامه پاورپلنټ Hitachi Army Type 98 Ha-13a nine cylinder air-cooled radial engine, 380kW (510hp) زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۳۴۸ کیلو ګرامه په وز...
Vought SBU Corsair

Vought SBU Corsair

ټولې لیکنې
د متحده ایالتونو غوټه وهونکې بم غورزونکې الوتکه وه، په دالاس او تکزاس کې د متحده ایالتونو د سمندري پوځ لپاره تولیدېدې، د دوه پیلوټانو لپاره یې ځای لره او (F3U-1 two-seat fighter) الوتکو ته ورته وې. د ارجنټینا هواي ځواک هم کارولي.   جوړونکی شرکت یې (Vought) دی، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۳۳ کال په مې میاشت کې کړې، اساسي کارونکي یې (United States Navy) وو، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۱۲۵ دی.   پیلوټان : دوه پیلوټان، یو د ماشیندارې چلونکی او بل د مخابرې مسول اوږدوالی : ۸.۴۹ متره د وزرو پراخوالی : ۱۰.۱۴ متره لوړوالی : ۳.۶۳ متره د وزرو سطحه : ۳۰.۴ متره مربع بې وسایلو وزن : ۱۶۵۹ کیلو ګرامه د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۲۵۰۹ کیلو ګرامه پاورپلنټ Pratt & Whitney R-1535-80 Twin Wasp Junior 14-cylinder two-row air-cooled radial engine, 70...
Share
Hide Buttons