ټولې لیکنې

د (Angiosperms) او (Gymnosperms) بوټو تر منځ توپیر څه ده ؟

ټولې لیکنې
دواړه د رګ لرونکو بوټو (vascular seed plants) لوی ګروپونه دي، د رګونو د نسجونو سیستم یې دوه برخې لري یوه برخه د (xylem) په نامه ده کومه چې ریښو ته د داخل شوو اوبو تر ټولو پاڼو پورې انتقال کوي او بله برخه یې (phloem) ده کوم چې له لمړۍ برخې سره په موازي توګه غزېدلې یا اوږده شوې وي او دنده یې په پاڼو کې د تولید شوې, اوبو کې حل شوې بورې د بوټي ټولو برخو ته انتقال ده.   انجیو سپرم (Angiosperms) ټول ګل کونکي بوټي دي د بوټو په پلانټای کېنګډم (kingdom Plantae) کې تر ټولو لوی ګروپ ګڼل کیږي په کوم کې چې تقریبا ۳۰۰۰۰۰ ډولونه شامل دي دنړۍ ۸۰ % بوټي د همدې ګروپ غړي دي، زړي، مغزي او یا هم تخم یې پوښ (carpel) لري.   جیمنو سپرم (Gymnosperms) د بوټو کوچنی او زوړ ګروپ ده، تقریبا ۱۰۰۰ ډولونه لري او مغزي یا تخم یې پوښ (carpel) نلري....

Military transport aircraft – د ټرانسپورټ نظامي الوتکې

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې ورته (military cargo aircraft) نوم هم اخلي. د ټرانسپورت لپاره د څرخي وزرو او ثابتو وزرو الوتکې دي کومې چې له هوا څخه د پراشوټ په ذریعه پوځ ځمکې ته غورزوي، ځمکني پوځ ته له هوا خواړه, تجهیزات او اسلحه غورزوي او د یادو چارو لپاره مختلفې طریقې یا میتودونه کاروي. الوتنې یې نه کنټرول کېدونکې وي، د الوتنو لپاره سوداګریزې یا ملکي هوایي کرښې نه کاروي. ځینې الوتکې یې څو دندې پر مخ وړلای شي لکه جنګي الوتکو ته تېل ورکوونه، د پوځ ژغورنه او داسې نور  

Non-combat aircraft – غېرې جنګي نظامي الوتکې

ټولې لیکنې
هغه نظامي غېرې جنګي الوتکې دي چې پوځ یې د څېړنو، لټون، ژغورنې، کتنې او څارنې، ټرانسپورټ، روزنې، په هوا کې بلې الوتکې ته د تېل ورکونې او هوایي رادار په توګه کاروي. ډېرې ملکي الوتکې چې د څرخ لرونکي وزر (rotary wing) او د ثابتو وزرو الوتکې (fixed wing) دي د پورته یادې شوې موخې لپاره تولید شوي. د یادې موخې لپاره د نړۍ د نامتو الوتکو نوملړ لاندې وګورئ   C-47 Skytrain British "Dakota" USAF's AC-47 Piper J3 Cub Gliders and balloons aircrafts

Multirole combat aircraft – د څو موخو لپاره جنګي الوتکې

ټولې لیکنې
جنګي الوتکې دي او په جګړه کې د مختلفو موخو لپاره کار ترې اخیستل کیږي. یوازې د ثابتو وزرو الوتکې د څو موخو لپاره کارېدلای شي. په هوا کې بله الوتکه ویشتلای شي، له هوا ځمکه کې پوستې او سمندر کې بېړۍ وېجاړولای شي. دنده یې ترې د غوښتل شوي ماموریت سره تړاو لري. په دې الوتکو له یادو دوه وړتیا پرته نوره اضافه هم امکان لري لکه الیکترونیکي اضافه یا د رادار او مخابراتي سیستم له منځه وړل یا جام کول، د دښمن هوایي سیستم له منځه وړلو وړتیا، په سمندر کې د ګزمې وړتیا او داسې نور. بېلګې یې (F-14 Tomcat versus the F/A-18 Hor) الوتکې دي...

Maritime patrol aircraft – د سمندري ګزمې الوتکه

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې ورته (patrol aircraft, maritime reconnaissance aircraft) نومونه هم اخلي او پخوا ورته امریکایانو د (patrol bomber) نوم اخیسته. د ثابتو وزرو الوتکې (fixed-wing aircraft) دي دنده یې د څوساعتو لپاره په سمندري اوبو کې ګزمه کول، د خلکو لټون او ژغورنه، په بېړیو او اوبتلونو بمونه غورزول دي.  
Military aircraft – نظامي الوتکه

Military aircraft – نظامي الوتکه

ټولې لیکنې
هره د ثابت یا بې خوځښتو وزرو الوتکه (fixed-wing) او یا هم هر د څرخي وزرو الوتکه (rotary-wing aircraft) کومه چې د پاڅون کوونکي یا قانوني پوځ لخوا د هر ډول عملیاتو او یا خدماتو لپاره کاریږي. پوځي الوتکو کې جنګي او غېرې جنګي الوتکې شاملې وي. کومې الوتکې چې چې د جګړې لپاره نه کاریږي بیا هم د ځان د دفاع لپاره اسلحه پکې موجوده وي. جنګي الوتکې د فعالیت او دندې له مخې په څو ډولونو وېشل شوي لکه جنګ کوونکې الوتکې، د څو موخو لپاره جوړې شوې الوتکې، جنګ کونکې - بم غورزونکې الوتکې، برید کوونکې او بم غورزونکې...
Experimental aircraft – تجربوي الوتکه

Experimental aircraft – تجربوي الوتکه

ټولې لیکنې
تجربوي الوتکه هغې الوتکې ته وېل کیږي چې تر اوسه یې الوتنه په بشپړ ډول ثابته شوې یا ازموېل شوې نه وي. دا نوم ډېر وخت هغې نوې هوایي ټکنالوجۍ ته کاریږي چې په الوتکه کې د ازموینې یا تجربې لپاره اضافه شوې وي. تجربوي الوتکه اصطلاح هغې الوتکې ته کاریږي چې د الوتنې تجربوي تصدیق یا سند لري. په متحده ایالتونو کې هغو الوتکو ته دا اصطلاح کاریږي چې په کور کې جوړې شوې الوتکې وي.   پام مو وي چې د څېړنې الوتکه (research aircraft) له پورته یادې شوې الوتکې سره توپیر لري. د څېړنې الوتکې د ساینسي مطالعو لپاره کاریږي لکه د هوا په اړه څېړنې, جیو فزیکي سروې یا نقشه جوړونه...

Electronic warfare aircraft – الیکترونیکي جنګي الوتکه

ټولې لیکنې
یوه نظامي الوتکه وي، د الیکترونیکي جګړې لپاره تجهیز شوې وي، د چل کارونې او د رادار د جام کوونې د طریقو له لارې د دښمن د رادار او مخابراتي سیستم د اغیزمنتوب له منځه وړلو لپاره کاریږي. په داخل کې جام کوونکی سیستم لري. دا الوتکې جوړې شوې الوتکې نه وي بلکې په نورو الوتکو کې د جام کوونې وړتیا اضافه کیږي. د نړۍ تر ټولو د نامتو الیکترونیکي جنګي الوتکو نوملړ لاندې وګورئ J-16D (China) EA-6B Prowler (US) EF-111A Raven (US) EC-130H Compass Call (US) EA-18G Growler (US) Kawasaki EC-1 (Japan) Shaanxi Y-8EW (China) Embraer R-99 (Brazil) IAI 202B Arava (Israel) Tornado ECR (Germany-Italy-UK) EF-10B Skyknight (US) Denel TP1 Oryx EW / Communication Jammer (South Africa)...

Fighter-bomber – جنګ کوونکې – بم غورزونکې

ټولې لیکنې
یوه جنګ کوونکې الوتکه وي په کومه کې چې د بم غورزونې وړتیا اضافه شوې وي. په بنسټیزه توګه د سپکې بم غورزونکې او یا برید کوونکې الوتکې په توګه کاریږي. په طبیعت کې له بم غورزونکې او برید کوونکې سره توپیر لري. په الوتکو کې اوسمهال د راکټونو او د هدایت وړ میزایلونو او لایزري بمونو ځای پر ځای کولو د دې ډول الوتکو ارزښت او اړتیا کمه کړې.   عصري الوتکې کومې چې هم هوا کې له بلې الوتکې سره جنګ کوي او هم پر ځمکه او سمندر کې هدف ولي په انګرېزۍ کې ورته (multirole combat aircraft or strike fighters) نومونه اخلي....

Attack aircraft – برید کوونکې الوتکه

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې ورته (strike aircraft, or attack bomber) نومونه هم اخلي. یوه تکتیکي نظامي الوتکه وي اساسي دنده یې بم غورزونه ده خو د بم غورزونکې الوتکې (bomber aircraft) سره یې بنسټیز توپیر داده چې هدف دقیق وېشتلای شي، دوېم توپیر یې داده چې د ټیټې کچې له هوایي دفاعي سیستم سره د بم اچولو پر وخت مخ کېدای شي. د الوتکو دا کلاس د ځمکني پوځ د ملاتړ لپاره کاریږي تر څو د ځمکني پوځ سره نږدې د دښمن پوستې یا پټنځایونه او بېړۍ له منځه وېسي. د دښمن نظامي فعالیت ته هم ځواب وایي. کومې الوتکې چې په سمندر کې په بېړیو برید نه کوي د (ground-attack aircraft) نوم هم ورته اخلي. جنګ کوونکې الوتکې (fighter aircraft) هم ډېر وخت د برید کوونکو الوتکو دنده ترسره کوي....
Bomber – بم غورزونکې الوتکه

Bomber – بم غورزونکې الوتکه

ټولې لیکنې
بم غورزونکې یوه پوځي جنګي الوتکه وي، له هوا څخه د سطحې ویشتونکې وسلې باندې د ځمکې او سمندر سطحه په نښه کوي، لکه په بمونو، په ټورپېډو، او یا له هوا څخه توغېدونکي کروز توغندي توغوي. د بم غورزونې لپاره د الوتکې لمړۍ کارونه د ایټالیا او ترکې (Italo-Turkish War) جګړه کې شوې. وروسته په لمړۍ او دوېمې نړیوالې جګړې کې ټولو لویو هوایي ځواکونو وکارولې او لویو ښارونو او کلیوالو سیمو ته یې لوی زیانونه پرې واړول. د بم غورزونې د موخې لپاره تر ټولو لمړۍ الوتکې په ۱۹۱۳ کې د ایټالیا (Italian Caproni Ca 30) الوتکه او د انګلستان (Bristol T.B.8) الوتکه وه. د ځینې الوتکو د تنې په پوز باندې د بریا نښې رسامي شوې وې. د دوېمې نړیاوالې جګړې پر مهال د بم غورزونکې لپاره د ماشین محدودیت، د دقیق هدف ویشتنې نشتوالی او ځینو عملیاتي عواملو بم غورزونکې محدود رول ته ځانګړې کړې وې. د سړې جګړې پر مهال بم غورزونکې یوازې د اټوم...
Fighter aircraft – جنګ کوونکې الوتکه

Fighter aircraft – جنګ کوونکې الوتکه

ټولې لیکنې
جنګي الوتکه یوه نظامي الوتکه وي او په بنسټیزه توګه په هوا کې جګړه کوي په دې مانا چې یوه الوتکه بله الوتکه په هوا کې ولي. جنګ کوونکې الوتکه بم اچونکې (bombers)، او برید کوونکې (attack aircraft) الوتکه نه وي. یادې دوه ډوله له هوا څخه لاندې پر ځمکه برید کوي. د جنګ کوونکې الوتکې ځانګړنه د دې الوتکو چټکه الوتنه، سرعت او د جوړښت وړه یا کوچنۍ کچه ده. ډېرې جنګ کوونکې الوتکې د دې وړتیا هم لري چې له هوا په ځمکه برید وکړي دغه ډول الوتکو ته د دوه موخو لپاره جوړې شوې الوتکې نوم اخلي او یا هم ترکیبي نوم لري جنګ کوونکې - بم غورزونکې (fighter-bombers)، له دې پرته ډېرې نورې الوتکې دي چې جنګ کوونکې ندي خو د جنګ کوونکې نوم ورته اخیستل کیږي او لامل یې ممکن سیاسي، ملي امنیت او یا هم تبلیغاتي وي.   د جنګ کوونکې الوتکې اصلي موخه د جنګ د میدان له پاسه د هوا کنټرول تر لاسه کول دي. له لمړۍ نړیوالې جګړې ت...

Superior orbital fissure – پورته په مدار کې چاود

ټولې لیکنې
د سر په کوپړۍ کې یو سوری ده. له کوم څخه چې لاندې یاد شوي جوړښتونه تېریږي. superior and inferior divisions of oculomotor nerve (III) trochlear nerve (IV) lacrimal, frontal and nasociliary branches of ophthalmic (V1). abducens nerve (VI) superior and inferior divisions of ophthalmic vein. Inferior division also passes through the inferior orbital fissure. sympathetic fibers from cavernous plexus

Lateral sulcus – د څنګ چاود

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې ورته (Sylvian fissure or lateral fissure) نومونه هم اخلي. دا چاود پورته د (frontal lobe) او (parietal lobe) برخه لاندې له (temporal lobe) څخه جلا کوي. د مغز په دواړو نیمه کروي شکلونو کې موجود ده. د مغز په چپه نیمه خوا کې د څنګ چاود د ښي خوا په پرتله زیات اوږد او لږ منحني ده. کله چې انسان د مور په ګېډه کې وي په ۱۴ اونۍ کې دا جوړښت په مغز کې را څرګندیږي. په څنګونو کې څو څانګې هم لري، څانګې یې (inferior frontal gyrus) په فرعي برخو وېشي. د څنګونو په چاود کې (transverse temporal gyri) هم شامل ده کوم چې د (auditory cortex) برخه ګڼل کیږي....

Longitudinal fissure – په مغز کې اوږد غزېدلی چاود

ټولې لیکنې
په انګریزۍ کې ورته (cerebral fissure, medial longitudinal fissure, or interhemispheric fissure) نومونه هم اخلي. د شمزي لرونکو په مغز کې ژوره برخه ده کوم چې مغز په دوه نیمو کرو وېشي. د مغز په دواړو خواو کې د تاو شوو برخو بهرنۍ سطحې ته د (gyri) او (sulci) نومونه اخلي یا هم په بله مانا د هر تاو سطحې یې دوه نومونه لري. د (falx cerebri) برخه یې د مغز اوږد غزېدلي چاود کې ده. د (corpus callosum) برخه یې د دوه نیمو کرو د پای په منځ کې ده.

Fissure – چاود

ټولې لیکنې
په اناتومۍ کې (Fissure) لفظ له لاتینۍ (fissura) کلیمې اخیستل شوې، په لاتینۍ ژبه کې یې جمع (fissurae) ده. مانا یې درز، چاود، طبیعي وېش، ژوره کنده، اوږد شوی خط ته ورته مات ځای ده. یا د بدن په مختلفو برخو کې پرې شوی ځای ده کوم ته چې (sulcus) نوم هم اخلي.

Tooth decay – دغاښ خرابېدل

ټولې لیکنې
په طبي ژبه کې ورته (Fissure) هم وايي. په انګرېزۍ کې ورته (dental caries or cavities) نومونه هم اخلي. د غاښ ماتېدنه یا له کاره لوېدنه ده، د ماتېدو لامل یې د باکتریا لخوا تولید شوي اسید دي. مات شوی ځای له تور تر زېړه پورې مختلف رنګونه لري. نښې یا علایم یې درد وي او عوارض د غاښ چار چاپېره په نسجونو کې پړسوب، د غاښ له لاسه ورکول وي.   د غاښ چونجي وهلو لامل د باکتریا د اسیدو د غاښ له سخت نسج (enamel, dentin and cementum) سره ګډېدل یا حل کېدل دي. کله چې باکتریا خوسا شوي خواړه یا بوره د غاښ د سطحې له پاسه تجزیه کړي دا اسید تولیدیږي. ساده بوره یا قند د باکتریا د انرژۍ بنسټیزه سرچینه ګڼل کیږي او کوم خواړه چې زیات خواږه لري د غاښ د چونجي وهلو لامل ګرځي. بل لامل یې د خولې پاک نه ساتل دي.   د غاښ د چونجي مخنیوی د خولې پاکې ساتنې ته، د خوږو خوړو کمونې ته اړتیا لري. کمه انداز...

Fissured tongue – چاودې شوې ژبه

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې ورته (scrotal tongue, lingua plicata, Plicated tongue, furrowed tongue) نومونه هم اخلي. په ژبه کې د اوږمهال لپاره بې زیانه حالت ده. ځانګړنه یې په ژبه کې درزونه یا چادونه پیدا کېدل دي، په ژبه کې د درد پېدا کېدو لامل نه ګرځي خو ځینې خلک ممکن په ژبه کې د سوزي احساس لرلو شکایت ولري. په کوچنیانو کې هم پیدا کیږي او ځینې وخت ارثي وي، د نسجونو له فعالیته غورزېدل هم ژبه کې چادونه پیدا کولای شي. د عمر له زیاتېدو سره هم پیدا کیږي.   په ژبه کې د چاودونو شمېر، ژوروالی او د چاودونو د غزېدو لوری په هر کس کې توپیر کوي. ژوروالی یې له ۲ تر ۶ ملي متره پورې امکان لري. ځینې وخت یو لوی چاود وي له کوم چې وړې د چاودونو څانګې خپرې شوې وي. د ژبې په څنګ کې هم چاودونه پیدا کېدای شي. ډېر کم وخت درد یا سوزی هم ورسره مل وي.   کوم خلک چې ملکرسون (Melkersson-Rosenthal syndrome) لري کوم ...

Cracked nipple – چاودې شوي د تیانو سرونه

ټولې لیکنې
په انګرېز کې ورته (nipple trauma) هم وایي. د تیانو چاودې کېدل په هغو ښځو کې پیدا کیږي چې خپل ماشوم په شېدو تغذیه کوي. د شیدو ورکولو په موده کې د دواړو یا یوه تي په سر کې د درد، وینې جریان، وچوالي او نا ارامۍ لامل ګرځي. کله چې ماشوم له هغې مور څخه چې د تیانو چاودې شوي سرونه لري تی روي مور د سخت درد احساس کوي. ډېر وخت په ښځو کې د اولاد له زېږون وروسته پیدا کیږي. درملنه یې په دواړو کورنیو او د فارمسي په درملو کیږي.   چاودې شوي د تیانو سرونه د تیانو بې نظمي ده. تیان یوازې ماشوم ته د شېدو ورکولو لپاره ندي بلکې په تیانو کې د غوړو ترشح کوونکي مرغړي (sebaceous glands or Montgomery glands) هم موجود دي کوم چې د تي د سر شاوخوا غوړه ساتي. د اولاد له زېږېدو تر ۷ ورځو پورې د تیانو سرونه چاودې کېدلای شي. د تیانو د سرونو په چاودې شوې برخه کې باکتریا هم داخلېدای شي کوم چې د تیانو د مرغړیو د پړسوب...

Fissure of the nipple – د تي په سر کې چاود

ټولې لیکنې
د تي په سر کې چاود یو حالت ده کوم چې دتیانو په دواړو یا یوه سر کې د نا ارامۍ لامل ګرځي. د پیدا کېدو لامل یې له جامو سره د تیانو د سرونو حساسیت ده، کله چې سپورت کوو او یا هم دروند فزیکي خوځښت کوو د تیانو له سرونو سره د جامو له سولېدو هم پیدا کیږي. کوم خلک چې په سمندر کې د لامبو وهلو سپورت له ځانګړو جامو پرته کوي هم له دې ستونزې سره مخ کیږي.   د تیانو چاودې کېدل (Cracked nipple or nipple trauma) د تي په سر کې له چاود (Fissure of the nipple) سره توپیر لري لاندې متن کې د تیانو چاودې کېدو په اړه مالومات وګورئ په هغو ښځو کې پیدا کیږي چې خپل ماشوم په شېدو تغذیه کوي. د شیدو ورکولو په موده کې د دواړو یا یوه تي په سر کې د درد، وینې جریان، وچوالي او نا ارامۍ لامل ګرځي. کله چې ماشوم له هغې مور څخه چې د تیانو چاودې شوي سرونه لري تی روي مور د سخت درد احساس کوي. ډېر وخت په ښځو کې د اولاد ...