ټولې لیکنې

Anal fissure – په مقعد کې درز یا چاود

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې ورته (fissure in Ano or rectal fissure) نومونه هم اخلي، د مقعد د کانال په پوستکي کې چاود یا پرې کېدنه ده، کوم خلک چې د مقعد د کانال په پوستکي کې درز یا چاود پیدا کړي ممکن لاندې اغوستې جامې یې د مقعد په روښانه سور رنګ لرونکې وینه رنګ شي، ممکن د مقعد پاکولو پر وخت د تشناب په کاغذ وینه وویني او یا هم د فضله د موادو د دفعې پر وخت وینه ضایع کړي. که چېرې لنډمهاله چاود یا درز وي نو د فضله موادو له دفعې وروسته درد کوي خو که چېرې له ډېرې مودې چاود موجود وي ډېر وخت کم درد لري. د مقعد چاود د مقعد د کانال د بهرنۍ برخې په منځ کې وي ځکه چې دغه برخه د کمزوري زغم طبیعت لري. د چاود ژوروالی سطحي وي خو ځینې وخت تر سفېنکټر عضلې پورې ژور وي. که چېرې یې درملنه ونشي نو ذخې ته ورته شکل باندې بدلیږي په طبي ژبه کې دغې ډول ذخې ته (sentinel piles) نوم اخلي. دا ذخه درز پټوي او یا پوښي او د نا ارامۍ او در...

Skin fissure – د پوستکي چاود یا درز

ټولې لیکنې
د پوستکي یو ځانګړی حالت یا ناروغي (cutaneous condition) ده په کوم کې چې خط ته ورته اوږد درز په پوستکي کې پیدا کیږي او ځینې وخت د پوستکي په منځنۍ طبقه کې پراخیږي. په کوم پوستکي کې چې ډېر درزونه یا چادونه موجود وي چاودې شوی پوستکی (cracked skin) ورته وېل کیږي او د پوستکي د وچوالي له امله رامنځته کیږي. چاودې شوی پستکی (cracked skin) له اېکتیوسېز (Ichthyosis) سره توپیر لري اېکتیوسېز یوه جنتیکي بې نظمي ده په کوم کې چې پوستکی ډېر زیات چاودنه پیدا کوي.    

Paleoclimatology – په تېر جیولوجیکي وخت کې د اقلیم مطالعه

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې (Paleoclimatology) هم لیکل کیږي. د تېرو جیولوجیکي دورو د اقلیم ساینسي مطالعه ده. د دې رشتې ساینسپوهان د ځمکې د جوړېدو له پېل څخه په ځانګړو جیولوجیکي مودو کې د ځمکې د ټولو برخو اقلیمي مطالعه کوي. ډېرې نورې څانګې کومې چې د همدې رشتې برخه ده له جیولوجي او فوسیلي بوټپوهنې څخه د څېړنو بنسټیز مالومات لاسته راوړي. د پخوا وخت په اقلیمي تشرېح کې ستورپوهنه، د اتوموسفېر فزیک،هوا پېژندنه او جیوفزیک هم لویه ونډه لري.  

Radiative forcing – له وړانګو ترلاسه شوې او فضا ته منعکسې شوې انرژۍ ترمنځ توپیر

ټولې لیکنې
د ځمکې لخوا له لمریزو وړانګو د ترلاسه کېدونکې او بېرته فضا منعکسه کېدونکې انرژۍ ترمنځ توپیر ده. هغه اغیزونه کوم چې د ځمکې په اقلیم کې بدلون رامنځته کوي، د وړانګو تعادل ته تغیر ورکوي، تودوخه کموي یا زیاتوي د (Radiative forcing or climate forcing) په نومونو یادیږي. د (Positive radiative forcing) مانا داده چې ځمکه له لمریزو وړانګو د منعکس کولو په پرتله زیاته انرژي تر لاسه کوي او په ځمکه کې د تودوخې لامل ګرځي. برعکس (negative radiative forcing) په دې مانا ده چې ځمکه له لمریزو وړانګو د انرژۍ د لاسته راوړنې په پرتله زیاته انرژي فضا ته منعکس کوي او په ځمکه کې د سړو رامنځته کېدو لامل ګرځي. معمولا د اتوموسفېر په پاسه برخه کې کچه کیږي او د کچې واحد یې په د ځمکې د سطحې مترمربع کې واټ ( watts per square meter of the Earth's surface) ده. که چېرې یې غلظت زیات وي د شنو خونو د ګازونو نوم ورته اخیستل کیږي....

Rudolf Oskar Robert Williams Geiger – روډولف اوسکار ویلیمز ګایګر

ټولې لیکنې
د اګسټ په ۲۴ نېټه، کال ۱۸۹۴، د جرمني په اېرلانګېن کې زېږېدلی او په کال ۱۹۸۱، کې مړ شوی. ګایګر د جرمني هوا پېژندوکی او اقلیم پېژندونکی وو پلار یې ویلهلم ګایګر (Wilhelm Geiger) د ایندیانو یا هندیان د فلسفې، تاریخ او ادبیاتو متخصص یا هند پېژندونکی، ورور یې هنس ګایګر (Hans Geiger) فزیک پوه وو. ګایګر له ولادي میر کوپېن (Wladimir Köppen) سره په ګډه پر اقلیمي ډلبندۍ (Köppen-Geiger climate classification) کار کړئ.   له دې پرته ګایګر د محدود سیمې د اقلیم پېژندو (microclimatology) له بنسټګرو یو ګڼل کیږي، د خپل مسلکي ژوند په اوږدو کې یې د ځمکې د سطحې څو متره لاندې اقلیمي وضعیت مطالعه کړ، د وښیزو ځمکو، د فصل لرونکو او ځنګل لرونکو ځمکو له څارنې، څېړنې او مطالعې وروسته یې په خاوره او هوا کې د اوبو، تودوخې، وړانګو د توازن اړتیا تشرېح کړه او له دې توازن سره یې د بوټو نه احساس کېدونکې پېچلې اړیک...

Season – فصل

ټولې لیکنې
د هوا د با ثباته بدلېدو له مخې کال د مودو په برخو وېشل، هرې مودې ته فصل وېل کیږي. په یو کال کې څلور فصله: ژمی، پسرلی، اوړی منی وي.   په شمالي نیمه کره کې ژمی د کال تر ټولو لنډو ورځو یا د ژمي له سولیټایس (winter solstice) کوم چې د ډسمبر ۲۱ یا ۲۲ ده پېل کیږي او تر د پسرلي ایکینوکس (vernal equinox) پورې دوام کوي د پسرلي په ایکینوکس کې د ورځو او شپو اوږدوالی سره برابر وي او د مارچ په ۲۰ یا ۲۱ پېل کیږي کوم چې د پسرلي لمړۍ ورځ ګڼل کیږي.   پسرلی په شمالي نیمه کره کې د پسرلي له ایکنوکس یا هم کله چې د شپو او ورځو اوږدوالی سره برابر وي (vernal equinox) د مارچ په ۲۰ یا ۲۱ نېټه پېل کیږي او د اوړي تر سولیسټایس یا هم د کال تر ټولو اوږدو ورځو (summer solstice) د جون تر ۲۱ یا ۲۲ نېټې پورې دوام کوي. په جنوبي نیمه کره کې د سپټمبر په ۲۲ یا ۲۳ نېټه پېل کیږي او د ډسمبر په ۲۲ یا ۲۳ نېټه پا...

Snowball Earth hypothesis – د واورې غونډاری د ځمکې فرضیه

ټولې لیکنې
په ځمکپوهنه (geology) او اقلیم پېژندنه (climatology) کې یوه تشریح ده, په لومړي ځل د امریکایي ځمکپوه جې اېل کېرشوېنک (American geobiologist J.L. Kirschvink) لخوا وړاندیز شوې. هغه وړاندیز کړی چې د ځمکې سمندر او سطحه دواړه ، په ډېرو سړو موسمونو کې له قطب څخه تر د استوا خط پورې واورې او یخونو پوښلي وو. دغه دوه ساړه اقلیمونه د ۲.۴ میلیونه تر ۵۸۰ میلیونه کلونو وړاندې تر منځ تېر شوي. د دې فرضیې په اړه شواهد په زړو ډبرو کې پیدا شوي کومو ډبرو چې د ځمکې د مقناطیسي برخې پخوانۍ نښې په ځان کې ساتلې دي. له څېړنو وروسته داسې ښکاره شوه چې دغه ډبرې د استوا خط ته نږدې د یخ دورې کې ترکیب شوي.   له دې پرته د منګنيز اوسپنې ۴۵ متره ډبله طبقه چې په کلاهاري صحرا (Kalahari Desert) کې ده عمر ېې تقریبا ۲.۴ میلیونه کاله ده او د واورې غونډاري د ځمکې فرضیه سره ېې عمر برابر ده د دې طبقې د تجزیه کېدنې لامل د ن...

Spring – پسرلی

ټولې لیکنې
د ژمي او اوړي تر منځ د کال فصل ده، تودوخه پکې په تدریجي توګه لوړیږي، په شمالي نیمه کره کې د پسرلي له ایکنوکس یا هم کله چې د شپو او ورځو اوږدوالی سره برابر وي (vernal equinox) د مارچ په ۲۰ یا ۲۱ نېټه پېل کیږي او د اوړي تر سولیسټایس یا هم د کال تر ټولو اوږدو ورځو (summer solstice) د جون تر ۲۱ یا ۲۲ نېټې پورې دوام کوي. په جنوبي نیمه کره کې د سپټمبر په ۲۲ یا ۲۳ نېټه پېل کیږي او د ډسمبر په ۲۲ یا ۲۳ نېټه پای ته رسیږي. یوازې په منځنیو او لوړو عرض البلدونو کې د ژمي له سړو د اوړي ګرمۍ ته د تودوخې انتقال ترسره کیږي، په استوایي سیمو کې د کال په اوږدو کې، په تودوخه کې کم توپیر رامنځته کیږي، د شمالي قطب په سیمو کې پسرلی ډېر لنډ وي.   په اروپایي ژبو کې د پسرلي مفهوم د تخم له کرنې سره تړاو لري، په دې فصل کې ټول بوټي سره له هغو چې تازه کرل شوي وي وده کوي، کوم ژوي چې د ژمي په خوب ویده شوي وي بېرت...

Stephen Henry Schneider – سټیفن هنري شنایډر

ټولې لیکنې
د فېبرورۍ میاشتې په ۱۱ نېټه، کال ۱۹۴۵، د متحده ایالتونو په نیویارک کې زېږېدلی او د جولای په ۱۹ نېټه، کال ۲۰۱۰، د انګلستان په لندن ښار کې مړ شوی. د امریکا اقلیم پېژندونکی وو چا چې د انساني فعالیت له امله د خپرو شوو ګازونو په اړه د نړۍ پر اقلیم د اغیز او نړیوالې تودوخې خبرداری خپور کړ. شنایډر په ملګرو ملتونو کې د اوبو او هوا د تغیر په نړیواله جرګه (UN’s Intergovernmental Panel on Climate Change) کې ای پي سي سي ساینسپوه (IPCC scientist) وو. چا چې د اقلیم د بدلون په اړه په عامه پوهاوي کې لویه ونډه اخیستې او له همدې امله یې په ۲۰۰۷ کې نړیواله د سولې جایزه له الګو (Al Gore) سره په ګډه ترلاسه کړه.   شنایډر په کولمبیا پوهنتون (Columbia University, New York City) کې فزیک او انجنیري لوستې، په کال ۱۹۷۱ کې یې خپله پي اېچ ډي تر لاسه کړه او له دې وروسته یې اقلیم پوهنې ته مخه کړه لامل یې هم له...

Summer – اوړی

ټولې لیکنې
د پسرلي او مني تر منځ د کال تر تولو ګرم فصل ده. په شمالي نیمه کره کې د اوړي له سولیسټایس یا هم د کال تر ټولو اوږدې ورځې (summer solstice) چې د جون ۲۱ یا ۲۲ ده پېل کیږي او د مني ایکنیوکس یا د کال هغه موده چې د ورځو او شپو اوږدوالی سره برابر وي (autumnal equinox) د سپټمبر په ۲۲ یا ۲۳ نېټه پای ته رسیږي. په جنوبي نیمه کره کې چې لویه برخه یې سمندر او استرالیا، نیوزلنډ او داسې نور ټاپوګان دي اوړی د سپټمبر په ۲۲ یا ۲۳ نېټه پېل کیږي او د مارچ په ۲۱ یا ۲۲ نېټه پای ته رسیږي. په منځنیو لوړو عرض البلدونو کې د اوړي تودوخه له نورو فصلونو سره برعکس ده، په استوایي سیمو کې کمه اندازه د یوې میاشتې له بلې سره توپیر کوي.   په اروپایي ژبو کې د اوړي لفظ له ودې سره تړاو لري په ځانګړې توګه کرل شوي بوټي بشپړ وده کوي، په دې سیمه کې په کافي اندازه ورښت کیږي، د خوړو تولید پکې زیات وي. کله چې هوا په استثنای...

Sverre Petterssen – سوېر پېټرسن

ټولې لیکنې
د فېبرورۍ په ۱۹ نېټه، کال ۱۸۹۸، د ناروې هاډسېل کې زېږېدلی او د ډسمبر په ۳۱ نېټه، کال ۱۹۷۴، د انګلستان په لندن ښار کې مړ شوی. پېټرسن د هوا پېژندنې په ډاینامیکي څانګه کې کومه چې د اتوموسفېر له خوځښت او له هغه ځواکونو سره چې دا خوځښت رامنځته کوي تړاو لري او په سینوپتیکي هوا پېژندنه کې یا د هوا پېژندې د مالوماتو لنډیز کوونه کې تخصص لره - سینوپتیکي هوا پېژندنه د هوا پېژندنې لپاره د هوا پېژندنې جدولونه، د هوا څارنې مالومات کاروي تر څو د هوا په اړه مالومات لنډیز کړي په ساده پښتو کې دې لنډیز ته د هوا وړاندوینه وېل کیږي کومه چې تاسې د هوا خبرونو کې ګوری.   د ۱۹۲۴–۳۱ کلونو ترمنځ یې د ناروې د هوا پېژندنې له ادارې (Norwegian Meteorological Service) سره کار کړی، د ۱۹۳۱–۳۹ کلونو تر منځ د همدې ادارې سیمه ایز ریس شو. په کال ۱۹۳۹ کې د ماسا چوسېټس د ټکنالوجۍ انسټیټیوټ (Massachusetts Institute of ...

Tropical and subtropical desert climate – د ګرمو او نیمه ګرمو سیمو د صحراګانو اقلیم

ټولې لیکنې
د کوپېن په اقلیمي ډلبندۍ کې د اقلیم یو عمده ډول ده، د فضا د نیمه ګرمو سیمو انټي سایکلون په دې اقلیم حاکم ده، بادونه له پورته ښکته کیږي، اسمان ډېر وخت شین وي. د ځمکې د صحراګانو ریښتینی اقلیم د کوم لنډیز چې (BW) ده د ۱۵° او ۳۰° عرض البلدونو ترمنځ رامنځته کیږي. د کوپېن (Köppen-Geiger-Pohl system) په اقلیمي سیستم کې د ګرموسیمو د صحرا ګانو اقلیم په (BWh) او د نیمه ګرمو سیمو د صحرا ګانو اقلیم په (BWk) لنډیزونو ښودل شوی.   له دې اقلیم څخه هغه سیمې چې ډېرې لرې پرتې دي او ډېرې وچې دي لرې شوي او ډېری برخه یې د لویو وچو لوېدیځې سیمې جوړوي کومې چې لانده بادونه لري او د انټي سایکلون بادونو څخه اغیزمنې وي....

Tropical and subtropical steppe climate – د ګرمو او نیمه ګرمو د بې ونو وښیزو سیمو اقلیم

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې ورته (Semi-arid climate) نوم هم اخلي. د کوپېن په اقلیمي ډلبندۍ کې د اقلیم یو عمده ډول ده، د ټیټو هوارو ځمکو په ریښتینو صحرا ګانو کې رامنځته کیږي. دا سیمې نیمه وچې دي. د کوپېن په اقلیمي ډلبندۍ کې د (BSh and BSk) په لنډیز ښودل شوي.  

Tropical monsoon climate – د ګرمو سیمو مون سون اقلیم

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې د (tropical wet climate or a tropical monsoon and trade-wind littoral climate) نومونه هم ورته اخلي. د کوپېن په اقلیمي ډلبندۍ کې د اقلیم یو عمده ډول ده، ځانګړنه یې کلنۍ لوړه د تودوخې کچه او زیات ورښت ده. په ژمي کې زیات لوندوالی لري، د اسیا په سوېل او د سوېل په ختیځ کې رامنځته کیږي، د (Köppen-Geiger-Pohl system) په اقلیمي سیستم کې د (Am) په لنډیز ښودل شوی.

Indian summer – هندی اوړی

ټولې لیکنې
د متحده ایالتونو په ختیځه او مرکزي سیمه کې، د اکتوبر او نومبر په پای کې هوا چې کله توده او وچه شي د هوا همدې پېښې ته د هندي اوړي نوم اخلي. د نوم ریښې په امریکا کې له نیو انګلنډ سیمې سرچینه اخیستې او ممکن په دې وخت کې د امریکايي هندیانو د ژمي لپاره چمتوالي نیولو ته کارول شوې وي. د مني دا ګرم موسم په اروپا کې هم رامنځته کیږي او په انګلستان کې ورته د (All-hallown summer or Old Wives’ summer) نومونه اخلي. هندی اوړی ممکن په یوه کال کې څو ځله راشي خو په ځینو کلونو کې ممکن رانشي. تر یوې اونۍ یا زیات دوام کوي، د شپې لخوا هوا سړه وي، په اسمان کې ورېزه نه وي او کم باد سره هوا کې ډېر ښه والی رامنځته کیږي....

Ice age – د یخچالونو دوره

ټولې لیکنې
یوه جیولوجیکي اوږدمهاله دوره وه په کومه کې چې د ځمکې د سطحې او اتوموسفېر تودوخه کمه شوې وه او په شمالي قطب، د شمالي قطب په سوېل او په الپ غرونو کې د یخچالونو یا د یخونو د لویو ټوټو د پراخېدو لامل شوې وه یا هم په ساده توګه د جیولوجي ټولې هغه مودې دي په کومو کې چې د یخ لویو ټوټو د ځمکې لویه برخه پوښلې وه. په انګرېزۍ کې ورته (glacial age) نوم هم اخلي.دې یخ پوښنې د ځمکې د ټولو لویو وچو د سطحې شکل ته تغیر ورکړ.   د ځمکې د تاریخ په اوږدو کې د یخچالونو څو لویې دورې رامنځته شوي. تر ټولو لویه دوره د پریکمبرین وخت (Precambrian time) کې ۵۷۰ میلیونه کاله وړاندې رامنځته شوې. تر ټولو اوسنۍ دوره یې د ۲.۶ میلیونه کاله او ۱۱۷۰۰ کاله وړاندې ترمنځ وه او دې مودې ته د پلیسټوسین وخت (Pleistocene Epoch) نوم اخلي. تر ټولو اوسنۍ دوره یې د یخ وړه دوره (Little Ice Age) نومیږي کومه چې په اروپا کې په ۱۶ پېړ...

Nuclear winter – اټومي ژمی

ټولې لیکنې
د اټومي چاودنې وړانګې، تودوخه او د الیکټرو میګنېټیک په توګه د انرژي د څپو خپرېدا په غېرې مستقیمه توګه او مستقیمه توګه په چاپېریال اغیز لري. په ۱۹۷۰ لسیزه کې مختلفو مطالعو او څېړنو فرض کړې وه چې په سټراټوسفیر کې د اوزون طبقه کومه چې ځمکه له ماورای بنفش وړانګو پوښلې ممکن ډېره برخه یې هغه نایټروجن اوکسایډ له منځه وېسي چې له اټومي چاودنو تولیدیږي. همداسې بلې مطالعې ښودلې چې اټومي چاودنه خورا زیاتې دوړې اتموسفیر کې خپروي کومې چې ځمکې ته د لمریزو وړانګو رسېدو مخنیوی کولای شي او په موقته توګه ځمکه سړولی شي.   کله چې د اټومي سروکو چاودنه تر سره شي نو په ښار او چار چاپېره ځنګلونو کې د اور نه کنټرول کېدونکی توپان رامنځته کوي کوم چې تر څو میلیونه ټنه پورې د بې کچې لوګي او دوړو لامل کیږي په نړۍ کې د بادونو دوران یې خپرولای شي او دا ډول د دوړو خپرېدا کولای شي تر څو اوونیو پورې ځمکه کې اټومي ...

Humid continental climate – د لویو وچو لوند اقلیم

ټولې لیکنې
د کوپېن په اقلیمي ډلبندۍ کې د اقلیم عمده ډول ده، په دې سیمو کې ژمی سوړ او اوړی تود وي، د شمالي نیمې کرې د ۳۰° او ۶۰° عرض البلدونو ترمنځ سیمه ده. د (Köppen-Geiger-Pohl system) په اقلیمي سیستم کې په (Dfa, Dfb, Dwa, and Dwb) فرعي ډولونو وېشل شوی. په (Df) برخه کې یې د کال په اوږدو کې ورښت زیات ده، د اوړي ورښت یې په ډېرو سیمو کې توپیر لري، د اوړي په پېل کې زیاته تالنده او برېښنا د بړوبوکۍ یا ګرد باد له توپان سره مل وي. د ژمي ورښت یې ډېر وخت د واورې شکل کې وي.

Highland climate – غرنی اقلیم

ټولې لیکنې
د اقلیم عمده ډول ده کوم چې نورو خلکو د کوپېن د اقلیم په ډلبندۍ کې اضافه کړی او خپله د کوپېن د اقلیمي ډلبندۍ برخه نده. په دې ډول کې د نړۍ ټولې غرنۍ سیمې شاملې دي. د (Köppen-Geiger-Pohl system) په اقلیمي سیستم کې د (H) په لنډیز ښودل شوی.   د نړۍ عمده غرنۍ سیمې لکه ځړوبي کوم ته چې دري کې ابشار وایي، په واورې پوښل شوي غرونه، د شمالي امریکا ډبریز غرونه، د سوېلې امریکا اند غرونه، د همالیا سره نښتي غرونه، د اسیا د تبت لوړې هوارې، د افریقا غرونه امکان نلري چې د دې کچې په پام کې نیولو سره په ریښتینې توګه ډلبندي شي. ځکه چې دې غرونو کې لوړې او هوارې پټې او څرګندې سیمې دي او د محدودې سیمې زر ډوله مختلف اقلیمونه رامنځته کوي او په یوه وړه سیمه کې مختلف اقلیمونه د یوې عمده وېشنیزې لاندې ډلبندي کول یا نقشه کول امکان نلري خو په تقریبي ډول یې یادونه او ډلبندي امکان لرلای شي او یا هم عمومي ځانګړنې...

Heat wave – د ګرمۍ څپه

ټولې لیکنې
دغېرې عادي ګرمۍ اوږدې شوې مودې ته وایي. په انګرېزۍ کې (heatwave) هم لیکل کیږي. د ګرمۍ څپه ممکن له څو ورځو تر څو اوونیو دوام وکړي. په انساني فعالیت باندې په دواړو د پرمختګ په حال کې او پر مختللو هېوادونو کې یو ډول اغیز کوي. د ګرمۍ څپې له ۱۹۵۰ لسېزې را په دیخوا د اقلیم له بدلون سره تړاو لري. د هوا دا ډول ځانګړنه په هوا کې لوندوالی کموي کوم چې د وچکالي لامل ګرځي او یا هوا کې لوندوالی زیاتوي کوم چې انسانانو کې له هوا سره د تړاو لرونکي سټرس لامل ګرځي.   د ګرمۍ څپه کوم عمومي او معیاري تعریف نلري خو د نړېوالې هوا پېژندنې ادارې داسې تعریف کړی: پنځه یا تر پنځو زیاتې پر له پسې ورځې کومو کې چې تودوخه له منځنۍ کچه ۵ °C تودوخه زیاته شي. ځینې هېوادونه ورته خپل تعریف لري لکه هند کې: که تودوخه له منځنۍ کچې ۵–۶ °C زیاته شي خو متحده ایالتونو بیا د ګرمۍ څپه غېرې عادي ګرمي چې له دوه ورځو زیاته وي ا...