
Acouchy – اکوشي
د (genus Myoprocta) نسل دی، په (family Dasyproctidae) کورنۍ کې ډلبندي شوي. ځینې خلک یې (acouchi or acuchi) لیکي کومه املا چې ناسمه ګڼل شوې. د سوېلې امریکا دوه ډوله شخوند وهونکي ژوي دي. وزن یې له ۱ تر ۱.۵ کیلو ګرامه (۲.۲ تر ۳.۳ پونډه) پورې او اوږدوالی یې له ۳۰ تر ۳۹ سانتي متره (۱۲ تر ۱۵ انچه) پورې رسیږي. د (Myoprocta acouchy) ډول یې بلوط ته ورته سور رنګ او د (Myoprocta pratti) ډول یې شین رنګ لري.
دواړه ډولونه یې د امزون سیند په ټیټو باراني ځنګلونو کې له کولمبیا، اکوادور، پېرو تر ختیځ او شمالي برازیل پورې ژوند کوي. په ځمکه ژوند کوونکي (terrestrial) دي، د ورځې لخوا فعال وي، معمولا یوازې ګرځي، له یو تر درې پورې بچیان زېږوي. د خپل استوګنځي چار چاپېره زړي، مغزي، میوه او تخمونه خوري. خپله غارونه نه باسي مګر د نورو ژو په غارونو کې ژوند کوي په ځانګړې توګه د ارمودیلو په پرېښودل شوو غارو...