Acrocyanosis – د پوستکي له کچې زیات بې رنګه کېدل
په پوستکي کې له کچې زېات نیله رنګ یا اسمان ته ورته شین رنګ پیدا کېدل دي، په لاسونو کې یې پیدا کېدل ډېر عام دي خو پښو او مخ کې هم پیدا کیږي. تقریبا سل کاله وړاندې تشرېح شوی او لامل یې تر اوسه پورې څرګند نده. په پېل کې کومې درملنې ته اړتیا نلري. د سړو وهل (frostbite) او د پوستکي بې رنګه کېدل له یو بل سره توپیر لري. ځینې نور حالتونه هم د بدن رنګ کې شینوالی پیدا کوي چې باید د پوستکي له بې رنګه کېدو سره یې توپیر وشي لکه (Raynaud’s phenomenon, pernio, acrorygosis, erythromelalgia, blue finger syndrome).
د پوستکي بې رنګه کېدل ممکن د ځینې خطرناکو ناروغیو علایم وي لکه د نښلونکو نسجونو ناروغۍ (connective tissue diseases).
علایم
بې رنګه شوی ځای ډېر وخت سوړ او بې تودوخې وي، ممکن پړسوب هم وکړي په ځانګړې توګه په توده هوا کې. د لاسونو رغوي او د پښو تلې له مناسبې کچې تر له کچې زېا...