Acetazolamide
سوداګریز نوم یې (Diamox) ده او د ( glaucoma, epilepsy, altitude sickness, periodic paralysis, idiopathic intracranial hypertension, and heart failure) ناروغیو د درملنې لپاره کاریږي. اوږدمهاله کارونه یې ممکن د (open angle glaucoma) لپاره او لنډمهاله د (acute angle closure glaucoma) لپاره مخکې د عملیات کېدو څخه وي. د خولې له لارې خوړل کیږي او په رګ کې تذریق کیږي.
عام بد اغیز یې بې حسي، په غوږونو کې کړنګاری، کانګې، د اشتیا له منځه تلل او بې خوبي ده. کوم خلک چې د پښتورګو، د ځیګر ستونزه لري او یا له سلفونامیډونو (sulfonamides) سره الرجي یا حساسیت لري دا درمل نه ورکول کیږي. دا درمل (diuretic and carbonic anhydrase inhibitor families) درملو کورنۍ کې شامل دي. په بدن کې بي کاربونېټ (bicarbonate) او د هایدروجن د ایونونو په کمولو سره خپل فعالیت ترسره کوي. طبي کارونه یې په کال ۱۹۵۲ کې پېل ...