ټولې لیکنې

Aciclovir – اې سایکلووېر

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې ورته (acycloguanosine and acyclovir) نومونه هم اخلي. د ویروس ضد درمل (antiviral drug) دي. په اساسي توګه د هرپیس سمپلیکس ویروس (herpes simplex virus HSV)، د چیکېن پاکس ویروس (chickenpox)، او شینګلز ویروس (shingles) د درملنې لپاره کاریږي. نورې کارېدنې یې د سایټو میګالو ویروس (cytomegalovirus infections) او اېپسټېن بار ویروس (Epstein-Barr virus infection) د درملنې لپاره کیږي. اې سایکلووېر درمل د خولې له لارې خوړل کېدای شي، د کریم په توګه د بدن په سطحې کارېدای شي، د تذریق له لارې هم ناروغ ته ورکول کېدای شي.   د دې درملو عام فرعي یا زیان رسونکی اغیز (side effects) کانګې یا قی کول، سر درد کېدل، ضعیفي او نا ارامي، اسهال کېدل دي خو سخت یا له خطره ډک فرعي یا زیان رسونکی اغیز یې په پښتورګو کې ستونزه پیدا کېدل, په عصبي سیستم کې بې نظمي, لټ کېدل او تشویشي کېدل او په وینه کې کم...
Acrylonitrile-butadiene-styrene copolymer – اکریلونیترایل بوتادین سټایرن  کوپولیمر

Acrylonitrile-butadiene-styrene copolymer – اکریلونیترایل بوتادین سټایرن کوپولیمر

ټولې لیکنې
لنډیز یې (ABS) ده، یو سخت له تودوخې سره مقاومت کوونکی د انجنیري پلاستیک ده کوم چې خورا زېات د کورنیو توکو په پوښلو، د سفر بارونو، د پایپونو یا تونلونو په نصبولو او د وړو موټرو په داخلي برخو کې کاریږي. د اې بي اېس د ثبت اختراع په کال ۱۹۴۸ کې وشوه او په کال ۱۹۵۴ کې د (Borg-Warner Corporation) لخوا سوداګریز مارکیټ ته وړاندې شو.   کیمیاوي فورمول یې (C8H8)x·​(C4H6)y·​(C3H3N)z) ده یو عام تېرمو پلاستیک پولي لیمر (thermoplastic polymer) ده، د ښیښه اي انتقال تودوخه یې تقریبا(۱۰۵ °C ده، اې بي اېس بې شکله (amorphous) ده او له همدې امله ریښتینی د ذوب ټکی یا د ویلې کېدو ټکی نلري.   اې بي اېس یو ټېرپوليمر (terpolymer) ده کوم چې د سټایرن (styrene) او اکریلونیترایل (acrylonitrile) په پولیمر کوونه د پولي بوتادین (polybutadiene) په موجودیت کې رامنځته کیږي. په دې تناسب کې له ۱۵ تر ۳۵ % پ...
Acrylic – اکریلیک

Acrylic – اکریلیک

ټولې لیکنې
د ونو ترکیبي کنډ او فایبر ده د کومو سرچینه چې اکریلیک او میتاکریلیک اسید دي. دواړه اکریلیک اسید (CH2=CHCO2H) او میتا اکریلیک اسید (CH2=C[CH3]CO2H) د ۱۹ پېړۍ په منځ کې ترکیب شوي خو له دې ترکیب څخه د لاسته راوړل شوي تولید عملي کارونه په کال ۱۹۰۱ کې د یو جرمني (Otto Röhm) د دوکتورا د څېړنو په راپور کې چې د اکریلیک د استرونو (esters of acrylic acid) د پولیمرونو (polymerized) په اړه وه را څرګنده شوه.   سوداګریزه کارونه یې په ۱۹۳۰ لسیزه کې پېل شوه. د اکریلیک اسیدو استرونه پولیمر شول تر څو پولي اکریلېټ کنډ (polyacrylate resins) شکل ته بدل شي کوم چې په اوس وخت کې د اکریلیک رنګ جوړونې اړین جز ده. همداسې میتا اکریلیک استرونه پولیمر شول له کوم څخه چې (polymethyl methacrylate) ماده لاسته راغله, دا ماده یو روڼ یا روښانه د ښیښې په څېر پلاستیک ده. په کال ۱۹۵۰کې د (E.I. du Pont de Nemours &...

Acriflavine – اکري فلېوین – اکري فلاوین

ټولې لیکنې
یو رنګ ده، د سکرو له قیر څخه تر لاسه کیږي. په کال ۱۹۱۲ کې یو جرمني (Paul Ehrlich) د دې مادې دعفوني ضد ځانګړتیا په اړه څېړنه وکړه او د لمړۍ نړیوالې جګړې پر مهال خورا زېات وکارېده تر څو د خوب د مرض (sleeping sickness) پرازیت ووژني. هایډروکلورایډ او خنثی اکري فلېوین دواړه بې بویه دي، سور نصواري رنګ لري کوم چې په اوبو کې حل کیږي او په اساسي توګه د بدن له پاسه د عفوني ضد مادې په توګه کاریږي، د خولې له لارې د ادرارو د عفوني کېدو ضد په توګه کاریږي. یو وخت د سوزاک (gonorrhea) د درملنې لپاره هم کارېدل خو اوسمهال یې بدیل درمل یوازې او یوازې انتیبیوتیک دي. antiseptic عفوني ضد، هغه توکي چې د یوې داسې ناروغۍ مخنیوی کوي کومه چې د مایکرو اورګانېزم یا مایکروسکوپي ژوندیو لامل ګرځي Sleeping sickness د افریقایي تریپانوسومیوز (African trypanosomiasis) په نامه هم یادیږي د لمړۍ نړیو...
Acid dye – د اسیدو رنګ

Acid dye – د اسیدو رنګ

ټولې لیکنې
روښانه رنګ لرونکی مصنوعي عضوي ترکیب ده د کوم چې مالیکول د اتومونو دوه ګروپه لري - یو اسیدي وي لکه کاربوکسیلیک ګروپ (carboxylic group) او بل د رنګ تولیدونکی لکه د ازو یا نایټرو ګروپ (azo or nitro group). اسیدي رنګ د سودیم د مالګې په شکل کې زېات په وړۍ باندې کمه اندازه په ورېښمو باندې کاریږي، په مصنوعي ورېښمو (rayon) او کاټن باندې که وکارول شي نو ځینې غېرې عضوي اوکسایډ هم ورسره یوځای کیږي. د رنګونو خورا زېات روښانه ډولونه تولیدوي.

Acetanilide – اسیټینیلایډ

ټولې لیکنې
مصنوعي عضوي ترکیب ده، په کال ۱۸۸۶ کې یې کارېدنه په تېراپي کې د تبې کمونکي درملو په توګه پېل شوه او له کارېدو څه موده وروسته یې د درد کمونه هم کشف شوه. کله یې چې د درد ارامونې ځانګړتیا وپېژندل شوه نو د اسپرین بدیل شو او د سر درد، د ښځو د میاشتینۍ ناروغۍ (menstrual cramps) د درد لپاره او روماتیزم (rheumatism) لپاره تر ډېرو کلونو کارېده. اوږدمهاله کارونه یې زهري اغیز لري، د هیموګلوبین (hemoglobin) په فعالیت کې مداخله کوي. په بدن کې یې ډېره برخه په اسیټامینوفېن بدلیږي کوم چې وروسته د اسیټینیلایډ بدیل درمل شول ځکه چې اسیټامینوفېن په کمه کچه د وینې د بې نظمۍ لامل ګرځي.   hemoglobin یو سور پروتین ده کوم چې د شمزي لرونکو په وینه کې د اکسیجن د انتقال مسولیت په غاړه لري، مالیکول یې څلور فرعي برخې لري، هره برخه یې د وسپنې یو اتوم لري کوم چې د هام له یوه ګروپ (heme group) سره وصل وي ...

Acetaminophen – اسیټامینوفېن

ټولې لیکنې
بل نوم یې پراسېټامول (paracetamol) ده او سوداګریز نومونه یې (Tylenol, Tempra, and Panadol) دي، درمل دي کوم چې د نرم درد لپاره کاریږي لکه د سر درد، دعضلاتو درد، په مفصلونو کې درد همداسې د تبې د کمولو لپاره هم استعمالیږي. اسیټامينوفېن د اسیټینیلایډ (acetanilide) او فیناسيټن (phenacetin) لوی (عمده) مټابولايټ (metabolite) ده. دواړه د درد ارامونکي (analgesic) دي. کله چې دا درمل وخوړل شي د مغز د تودوخې په تنظیم کوونکي مرکز باندې عمل کوي او له همدې لارې بدن کې تبه کموي. اسیټامینوفېن درمل د مرکزي مغز د سیستم په پروستاګلاندین ترکیب (prostaglandin synthesis) کې اوسي.   په معده اوکلمو کې د اسپیرین په پرتله کم زېان رسونکی اغیز رامنځته کوي خو له خپلې کچې زېاته کارونه یې جګر له منځه وړلای شي او د مرګ لامل ګرځېدای شي. د اوږدمهاله لپاره کارونه کې د اسیټامینوفېن په پرتله اسپیرین بې خطره دي. اسیټ...
Accelerator – ربړ ګرمونکي کیمیاوي توکي

Accelerator – ربړ ګرمونکي کیمیاوي توکي

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې (Accelerator) چټکونکي ته وایي چې په چاره یا بهیر کې چټکتیا یا سرعت رامنځته کوي خو د ربړ په صنعت کې هر هغو کیمیاوي توکو ته وېل کیږي چې د ربړ ګرمېدل په کمه تودوخه کې ممکن کوي او یا د ژر ګرمېدو لامل ګرځي. د مرکباتو زېات کلاسونه د ربړ ګرمونکو په توګه کار کوي خو تر ټولو اړین توکي سلفر او نایتروجن لرونکي دي، په ځانګړې توګه له بنزوتیازول (benzothiazole) څخه ترلاسه شوي توکي.   د القلي د وسپنې ترکیبونه په کال ۱۸۴۴ کې د چارلز ګوډ ییر (Charles Goodyear) په طریقه کې د ربړ د ګرمونې لپاره وړاندیز شوي. همداسې مګنیزیم اوکسایډ، زینک اوکسایډ او د سرب کاربونېټ د ۲۰ پېړۍ تر پېل پورې کارېدل خو کله چې انیلین (aniline) کشف شول کارېدنه یې بنده شوه. انیلین سره له دې چې زهري وو د څو کالو لپاره وکارېدل، وروسته تیوکاربانیلید (Thiocarbanilide) چې تر انیلین کم زهري وکارېدل او په کال ۱۹۲۵ کې د د...

Abortifacient – د جنین د سقط درمل – د اولاد لرې کېدو لامل کېدونکي درمل یا توکي

ټولې لیکنې
هر هغه درمل یا توکي چې د اولاد د لرې کېدو لامل ګرځي. د څو پېړیو لپاره د اولاد د لرې کولو درمل د بوټو له پاڼو جوړېده، له پاڼو څخه تېل وېستل کېدل او یا خیشتېدلې او بیا د درملو په توګه کارېدلې لکه بیلنی (pennyroyal) چې د ډول علمي نوم یې (Mentha pulegium) ده، یا انجلیکا بوټی (Angelica) چې د ډول علمي نوم یې (Angelica species) ده او یا له تانسي زېړ ګل (Tansy) چې د ډول علمي نوم یې (Tanacetum vulgare) ده. په ۲۱ پېړۍ کې نور دا ډول د جنین سقط نه ترسره کیږي ځکه چې دا طریقه په ښځه کې زهري عکس العمل پیدا کوي لکه قی کول (vomiting)، خونریزي (hemorrhages)، عضلاتي بې نظمي او داسې نور.   ریښتیني د اولاد لرې کولو درمل تر ۲۰ پېړۍ پورې نه وو جوړ شوي. کله چې د حجرې د وېش او ودې تر شا په بیوکیمیکل بهیر او د مثل تولید په بهیر کې د هورمون په رول باندې انسانان پوه شول نو د ریښتینو درملو په جوړولو وتوانېد...
Bouquet garni – په دیګ کې اچول کېدونکې د ګیاه ګېډۍ

Bouquet garni – په دیګ کې اچول کېدونکې د ګیاه ګېډۍ

ټولې لیکنې
د ګیاه ګېډۍ ته وایي کومه چې په سوپ، قورمې یا بل پخېدونکي دېګ کې د ګېډۍ په څېر ور اضافه کیږي. تازه او یا وچه شوې ګیا او یا پاڼې وي او له پخېدو وروسته بېرته له دیګ څخه لرې کیږي. موخه یې دیګ معطره کول وي.
Boysenberry – شاتوت

Boysenberry – شاتوت

ټولې لیکنې
غټ توتان دي او ګمان کیږي چې د نانګې (blackberry) یو ډول ده. ممکن د سرو توتانو (loganberry) یا تمسک توتانو (raspberry) سره د نانګې توت (blackberry) له دوه رګه کېدو رامنځته شوی وي. خوند یې خوږ او تروش وي. تر ټولو زېات په نیوزلنډ او متحده ایالتونو کې کرل شوي. نسل یې په ۱۹۲۰ لسیزه کې روډولف بوایسن (Rudolph Boysen) چې د کلیفورنیا ده اخیستی. بوایسن وروسته د شاتوت نسل اخیستنه د سوداګریزې موخې له امله په یوه بل امریکایي والټر نټ (Walter Knott) پسې ولیکله خو د شاتوت د کم عمر له امله یې سوداګریزه موخه بریالۍ نشوه. اوس یې یوازې خلک د کورونو په باغچو یا بټیو کې کري....
Boza – بوزا

Boza – بوزا

ټولې لیکنې
د جوارو، غنمو یا ورغستلو له مالټ څخه تخمیر یا خمیره شوی ټینګ مشروب ده. کمه محسوس کېدونکې تروشه مزه لري، تریخ خوند لري او کم الکول هم پکې موجود وي. په شرقي اروپا لکه ترکیه، بلغاریا او رومانیا کې یې خلک ډېر تولیدوي او څکي. په ترکیه کې یې کمه اندازه په بوره یا دارچیني مصالې (cinnamon) خوږوي او له نخودو سره یې یو ځای څکي. نوم یې د بلغاریا له (buzá) مشروب څخه اخیستل شوی.
Braising – له سره کولو وروسته قورمه کول

Braising – له سره کولو وروسته قورمه کول

ټولې لیکنې
له غوړو او اوبو سره په کم اور د غوښې یا سبزۍ پخولو ته وایي. په انګرېزۍ کې سره کول بیا قورمه کول (Braising) له قورمه کولو (stewing) سره توپیر لري. قورمه کول (stewing) پرته له سره کولو په اوبو کې د غوښې یا سبزۍ ډوبولو او په کم اور پخولو ته وایي مګر (Braising) لمړی په غوړو کې سره کول او بیا کمو اوبو کې په کم اور پخولو ته وایي. همداسې یوازې سره کول (roasting) له پورته دواړو د پخولو له طریقو سره توپیر لري. که چېرې دیګ وړوکی وي او خواړه پکې کم وي نو (Braising) کلیمه ورته کاریږي او که چېرې د غوښې ټوټه ډېره لویه وي ځینې خلک د (pot-roasting) کلیمه ورته کاروي....
Brassica – براسیکا

Brassica – براسیکا

ټولې لیکنې
براسیکا د ګل کوونکو بوټو نسل ده په کوم کې چې د براسیکاسیای (family Brassicaceae) کورنۍ ۳۷ ډوله بوټي شامل دي. ډېری یې کرنیز ارزښت لري. اصلي ځای یې د اسیا معتدلې سیمې او اروپا ده، د مدیترانې په سیمو کې عام دي. ځینې ډولونه یې په هغو سیمو کې چې اصلي ځای یې نده د زېان رسونکو بوټو په څېر هجوم کوونکي (invasive species) ګڼل کیږي. میوې ته یې په انګرېزۍ کې (siliques or silicles) نومونه اخلي، پاڼې یې یا بشپړ پاڼه وي او یا نرمۍ وي.کوم ډولونه یې چې اقتصادي ارزښت لري انګرېزي نومونه یې په لاندې ډول دي:   broccoli, brown mustard, Brussels sprouts, cabbage, cauliflower, kale, kohlrabi, rape, rutabaga, and turnip.  ...
Brazil nut – برازیلي بادام

Brazil nut – برازیلي بادام

ټولې لیکنې
د ډول نوم یې (Bertholletia excelsa) ده، د پارا نټ (Pará nut) په نامه هم یادیږي. د امریکا په سوېل کې لویې ونې لري. په لیسي تیداسیا کورنۍ (family Lecythidaceae) کې ډلبندي شوي او د ایکوادور، کولمبیا، پېرو او برازیل په امازون ځنګل کې پیدا کیږي. په برازیلي بادامو کې زېات د خوړو وړ فایبر، پروتین، تیامین (thiamin)، سېلېنیم (selenium)، مس او مګنیزیم موجود وي. له دې بادامو تېل هم جوړیږي کوم چې په شامپو، صابون، وېښتو ته شکل ورکوونکو جېلو کې او په پوستکي کارېدونکو تولیدونو کې کاریږي.   ونې یې په وحشي توګه خپله شنې کیږي، د ونې قد یې تر ۴۹ متره (۱۶۰ فټه) پورې رسیږي، د ونې څانګې یې تر ۳۰ متره پورې چار چاپېره ځان خپروي، د ساقې بیخ یې تر ۲ متره پورې رسیږي. د پاڼو شکل یې هګۍ ته ورته وي او د ګلانو رنګ یې سپین یا کریمي وي. د کوپرې په څېر ګرده میوه کوي د کومې چې قطر له ۸ تر ۱۸ سانتي متره پورې رسیږي...
Breakfast cereal – نهار غله

Breakfast cereal – نهار غله

ټولې لیکنې
د غلې له دانې جوړ شوي، مخکې له مخکې پاخه او خوړو ته چمتو خواړه دي. په تودیزه توګه له شیدو سره او یا هم له شیدو جوړ شوي کوم بل تولید سره په سهار کې خوړل کیږي. په متحده ایالتونو کې نهار غله ډېر وخت په بورې، شربت یا میوې خوږه شوې وي.   په ۱۹ پېړۍ کې، په متحده ایالتونو کې د عیسویانو یوه نوې ډله تاسیس شوه او دې ډلې په ۱۸۶۰ لسیزه کې (Western Health Reform Institute) اداره جوړه کړه کومې چې د (Seventh-day Adventist) په نامه خپلو باورونو کې نهار غله تعریف کړه. کله چې دوه سوداګرد (C.W. Post and W.K. Kellogg) له نهار غلې سره اشنا شول نو خواړه یې سوداګریز کړل چې اوس د غرب په دودیزو خوړو بدل شوي....
Brie – بري پنېر

Brie – بري پنېر

ټولې لیکنې
د غوا له شیدو جوړ شوی پنېر ده. بري نوم د فرانسې د یوې ولسوالۍ نوم ده چېرې چې دا پنېر تولیدیږي. لمړی له ۹ تر ۱۵ انچه (۲۳ - ۳۸ سانتي متره) پورې قطر ورکول کیږي له هغې وروسته (penicillium candidum) مواد پرې شیندل کیږي کوم چې د پنېر چار چاپېره د قشر په څېر پوښ جوړوي. له دې وروسته په درې یا څلور اوونیو کې پخیږي.
Broccoli – بروکولي کرم

Broccoli – بروکولي کرم

ټولې لیکنې
د ډول نوم یې (Brassica oleracea, variety italica) ده، د کرم یو ډول ده، په براسیکا سیای کورنۍ (family Brassicaceae) کې ډلبندي شوی. د خوړ وړ ګل او ساقه لري. اصلي ځای یې ختیځه مدیترانه او کوچني اسیا ده. د پخواني روم خلکو کرل، په ۱۷۰۰ لسیزه کې انګلستان او متحده ایالتونو ته انتقال شو. د خوړو وړ فایبر لري، پوټاشیم (potassium)، فولیک اسید (folic acid) او ویټامین اې، سي او کې لري. ځینې خلک یې تازه او ځینې خلک یې له پخولو وروسته خوري. د بوټي قد یې له ۶۰ تر ۹۰ سانتي متره پورې لوړیږي. که چېرې ونه رېبل شي زېړ ګلان کوي. په معتدله او سوړ اقلیم کې وده کولای شي، د تخم له لارې خپریږي، تخم یې په ځمکه کې خښیږي او یا د بل بوټي په ساقه کې پیوند کیږي. له ۶۰ تر ۱۵۰ ورځو پورې یې سبزي د رېبلو وړ وي کومه موده چې له اقلیم سره تړاو لري....
Broil – کباب کول

Broil – کباب کول

ټولې لیکنې
د تودوخې وړانګو ته په مستقیمه توګه د خوړو د څرګندولو له لارې پخولو ته وایي، که دا څرګندول د سکرو له پاسه کېښودل وي، د راډونو وړانګو ته کېښودل وي او یا هم په اور باندې پخول وي. کباب کول (Broiling) او سره کول (roasting) له یو بل سره توپیر لري. کباب کول په اور کېښودلو ته وایي او سره کول د کړایي په غوړو کې پخولو ته وایي.
Brooder house – د ژو توده خونه

Brooder house – د ژو توده خونه

ټولې لیکنې
هغې تودې خونې ته وایي چېرې چې واړه څاروي، چورګوړي او یا نور هر ډول کورني مرغان ساتل کیږي. په انګرېزۍ ژبه کې (Chick brooder) هغې خونې ته وایي چې دېوارونه او فرش یې له لرګي جوړ وي، خونه د خوځښت وړ وي په دې مانا چې لاندې ټایرونه لري او له یوې سیمې بلې ته انتقالیږي، د ګروپ په ذریعه، د تیلو د شیتوب په ذریعه او یا د برېښنایي بخارۍ په ذریعه تودیږي او چورګوړي پکې تر شپږ اوونیو عمر پورې ساتل کیږي. کومې تودې خونې چې سوداګریزې دي ډېرې لویې وي، د فرش یا غولي لاندې د تودوخې لپاره انګیټۍ یا بخارۍ لري یا د تودوخې لپاره پکې ګروپونه کاریږي په داخل کې زېاتې خونې لري، د هوا بدلولو پکی لري، د اوبو او دانې اضافه کولو لپاره اوتومات سیستم لري....