ټولې لیکنې

Brussels sprouts – د بروکسل کرم

Brussels sprouts – د بروکسل کرم

ټولې لیکنې
دکرم یو ډول ده، د ډول علمي نوم یې براسیکا اولېراسیا (Brassica oleracea) ده، په براسیکا سیای کورنۍ (family Brassicaceae) کې ډلبندي شوی. په اروپا او شمالي امریکا کې ډېر زېات کرل کیږي. د دې کرم غوټۍ (buds) چې د (sprouts) نوم ورته اخلي د خوړو وړ دي. په بلجیم کې تقریبا ۱۲ پېړۍ وړاندې کرل کېدل خو رسمي یادون یې له ۱۵۸۷ کال څخه موجود ده. ممولا پخیږي او بیا خوړل کیږي. د خوړو وړ فایبر (dietary fibre)، فولیک اسید (folic acid)، مګنیز (manganese)، ویټامین اې، سي او کې لري.   د تخم بهیر کې او کله چې بوټی ځوان وي د کرم عام ډول ته ورته وي خو له غټېدو وروسته یې ساقه له ۶۰ تر ۹۰ سانتي متره پورې وده کوي، د ساقې شاوخوا وړې غوټۍ پیدا کیږي چې په واړه کرم بدلیږي. شین رنګ لري خو سور رنګ کې هم شته دي. بوټی یې ملایمې سړې هوا ته اړتیا لري....
Women’s Land Army – ښځینه د ځمکو پوځ

Women’s Land Army – ښځینه د ځمکو پوځ

ټولې لیکنې
متحده ایالتونو یوه اداره تاسیس کړه چې له کال ۱۹۴۳ تر ۱۹۴۷ پورې یې ښځې جلب کولې او روزلې تر څو د دوېمې نړیوالې جګړې پر مهال په پټیو کې پاتې شوي فصلونه وژغوري. د ۱۹۴۲ کال په اوړي کې د امریکا بزګر د مزدورانو له کمي سره مخ شول او لامل یې دا وو چې له کال ۱۹۴۰ څخه تقریبا شپږ میلیونه بزګرو له مالکانو سره کار پرېښی وو تر څو د جګړې پر مهال د لوړ معاش لپاره په شرکتونو کې یا له پوځ سره کار وکړي.   په دې وخت کې راډیوګانو او چاپي رسنیو په خلکو غږ وکړ چې د فصلونو په ژغورنه کې مرسته وکړي او بلاخره د غږ ځواب یې ښځو ورکړ. په کال ۱۹۴۳ کې د متحده ایالتونو کانګرېس د دوي روزنې ته بودیجه ځانګړې کړه. په دې پوځ کې د جلب کېدونکو ښځو لپاره کوم ځانګړي شرایط نه وو بلکې اړینه داوه چې جلب کېدونکې ښځې باید حوصله ولري، جرات ولري او د وطنپالنې احساس ولري. په دې پوځ کې تقریبا له یو میلیون څخه زېاتې ښځې جلب شوې چ...
Woodruff – ووډ رف

Woodruff – ووډ رف

ټولې لیکنې
د اسپېرولا نسل (Asperula) څو ډوله بوټي دي، په روبیاسیای کورنۍ (Rubiaceae) کې ډلبندي شوي. د اروپا په ځنګلونو کې وحشي خپله شنه کېدونکي ګلان دي. پاڼې یې په درملو او د مشروباتو په معطره کېدو کې کاریږي. ځینې ډولونه یې په ګل بڼ کې د ښکلا لپاره کرل کیږي.
World Food Council – د خوړو نړیواله شورا

World Food Council – د خوړو نړیواله شورا

ټولې لیکنې
د ملګرو ملتونو عمومي غونډې (General Assembly) د ۱۹۷۴ په ډسمبر کې تاسیس کړې اداره ده. مرکز یې د ایټالیا په روم ښار کې وو. یوه همغږې کوونکې اداره وه، د زراعت له وزارتونو سره سره یې مرسته کوله تر څو په خپلو هېوادونو کې سوء تغذیه او ولږه له منځه وېسي، د زراعت نوي تخنیکونه رامنځته او پلي کړي، د خوړو تولید کې لوړوالی راولي. په کال ۱۹۹۳ کې، په ملګرو ملتونو کې د دې ادارې فعالیت وځنډول شو.
World Food Programme – د خوړو نړیوال پروګرام

World Food Programme – د خوړو نړیوال پروګرام

ټولې لیکنې
د ملګرو ملتونو لخوا په کال ۱۹۶۱ کې تاسیس شوې اداره ده تر څو په نړۍ کې ولږه کمه کړي. مرکز یې د ایټالیا په روم ښار کې ده. موخه یې د نړۍ د نفوس ۱۵% هغه خلک مړول دي چې له ولږې سره مخ دي. هغو سیمو ته خواړه انتقالوي چېرې چې طبیعي پېښو انسانان له ولږې سره مخ کړي او د یا د نورو انسانانو کړنو او شخړو په خلکو کې ولږه رامنځته کړې وي.   دا اداره خدمات، نغدې او توکي تر خلکو رسوي تر څو خلک په مناسبه توګه ماړه کړای شي. له ماشومانو او اومیندواره ښځو سره هم مرسته کوي. له کال ۱۹۹۶ څخه د دې ادارې په اجرایوي څانګې کې ۳۶ هېوادونه شامل وو چې نیم یې د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزې شورا (UN’s Economic and Social Council - ECOSOC) لخوا انتخاب شوي وو او نیم یې د خوړو او زراعت ادارې (Food and Agriculture Organization - FAO) لخوا انتخاب شوي وو. په ۲۱ پېړۍ کې دې ادارې له ۱.۴ بیلیونه زېاتو خلکو ته خواړه ...
Wormwood – افسنتین

Wormwood – افسنتین

ټولې لیکنې
د ارتېمیزیا نسل (genus Artemisia) د تریخ بوي لرونکي څو ډوله بوټي دي، د استېراسیای په کورنۍ (family Asteraceae) کې ډلبندي شوي. پخوا په ابسېنت (absinthe) او وېرموت (vermouth) الکول لرونکو مشروبو کې کارېدل، درمل هم ورڅخه جوړېدل. د نړۍ په ډېرو سیمو کې پیدا کیږي. پاڼې یې شین، خړ شین او یا سپینو زرو ته ورته سپین رنګ لري. اصلي ځای یې اروپا ده خو په کاناډا او متحده ایالتونو کې هم طبیعي شوي دي. افسنتین یې عربي نوم ده خو فارسي او پښتو کې هم ورته افسنتین نومونه اخلي.
Yam – خواږه کچالو

Yam – خواږه کچالو

ټولې لیکنې
د ډیوس کوریا نسل (genus Dioscorea) څو ډوله بوټي دي، په ډیوس کوریاسیای کورنۍ (family Dioscoreaceae) کې ډلبندي شوي. دواړو نیمو کرو کې یې اصلي ځای ګرمې سیمې دي. په لویدیځې افریقا او نیو ګینې کې یې ځینې ډولونه د خوړو لپاره کرل کیږي. په انګرېزۍ کې (yam) خواږه کچالو ته وایي چې ډېری خلک یې له ښوی کچالو سره توپیر نشي کولای. مګر د بوټپوهنې له مخې ریښتیني (yam) له خواږه کچالو څخه جلا کړل شوي مګر کوم (yam) چې لنده غوښه لري خواږه کچالو ګڼل کیږي. تر اوسه پورې یې سلګونه ډولونه پېژندل شوي چې شکل او رنګ کې له یو بل سره توپیر لري.  ...
Yan – ین

Yan – ین

ټولې لیکنې
د چین پخوانی د برونز لوښی ده چې د غلې د پخولو لپاره کارېده. د زېږېدیز کال څخه ۱۲ تر ۱۸ پېړیو وړاندې د (Shang, or Yin and Zhou) کورنیو په وخت کې تولید شوي لوښي دي. دا لوښي په لمړي ځل له زېږیدیز کال څخه ۳۰۰۰–۲۰۰۰ کاله وړاندې را څرګند شوي خو د شنګ کورنۍ (Shang) په وخت کې نامتو شوي او ډېر کارېدلي. یادو کورنیو دا لوښي په مذهبي مراسمو کې کارول.    
Yogurt – مستې

Yogurt – مستې

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې (Yoghurt, Yourt, or Yoghourt) هم لیکل کیږي، د خمیرشوو یا تخمیر شوو شیدو نیمه مایع ده. نرم تروش بوي لري او د بوي لامل یې په مستو کې د لکتیک اسیدو (lactic acid) شتون ده. مستې د وزو، مېږو، غواګانو یا میښو له شیدو جوړیږي. په متحده ایالتونو او د اروپا د شمال په مرکزي سیمو کې ډېر شرکتونه د غوا له شیدو مستې جوړوي، په ترکیه کې ډېر خلک د وزې له شیدو جوړې شوې مستې خوښوي، په شرقي اروپا کې بیا ډېر خلک د مېښو له شیدو مستې جوړوي، همداسې تر ټولو زېات د مېښو شیدې کارونکي هند او مصر دي.   د مستو جوړېدنې په لمړي ځل له ترکې سرچینه اخیستې. ترکانو به لمړی شیدې وېشولې - په دې مانا چې هر ډول باکتریا به یې د تودوخې له لارې له شیدو لرې کوله (sterilize). له یخېدو وروسته به یې مستې ورسره ګډولې - شیدې به یې مایه کولې (inoculate) .   سوداګرېزې مستې د غوا له ګرمو شوو شیدو سره د شیدو ...
Yorkshire pudding – یورک شېر پوډینګ

Yorkshire pudding – یورک شېر پوډینګ

ټولې لیکنې
د انګلستان عام خواړه دي چې له اوړو سره د اوبو، هګیو، او شیدو له مخلوط کېدو (batter) جوړیږي او د غوا د وازدې په غوړیو (drippings) کې پخیږي. په لمړي ځل باندې دا خواړه په ۱۸ پېړۍ کې، د انګلستان په شمال کې دود شوي. په هغه وخت کې به غوښه د اور له پاسه زوړندېده او دا پوډینګ به لاندې ورڅخه کېښودل کېده تر څو یې د وازدې غوړي په پوډینګ کې وڅاڅي. له پخېدو وروسته به پوډینګ په مربع شکل کې پرې کېده او خوړل کېده.   عصري یورک شېر پوډینګ د یکشنبې په ورځ ډېر وخت د نورو خوړو ترڅنګ خوړل کیږي او ډېر خلک یې د (Sunday roast or Sunday lunch) په نومونو پېژني. که چېرې سوسیس په یورک شېر پوډینګ کې اضافه شي نو بیا ورته د (Toad in the Hole) نوم اخلي....
Zucchini – شین کدو – د اوړي کدو

Zucchini – شین کدو – د اوړي کدو

ټولې لیکنې
د ډول نوم یې کوکوربیتا پېپو (Cucurbita pepo) ده، په انګرېزۍ کې ورته (courgette) نوم هم اخلي. د کورکوبیتاسیای کورنۍ (family Cucurbitaceae) کې ډلبندي شوی. د کورونو په پټیو او مارکیټونو کې پرېمانه پیدا کیږي. د دې کدو ګلان هم د خوړو وړ دي او ډېړ خلک یې په غوړو کې سره کوي. ګلان یی هم جنسه (unisexual) وي یا نران وي او یا ښځې وي. د شاتو مچۍ یا نورې حشرې یې په القاح کولو کې مرسته کوي. بوټی یې له (squash bugs) او (squash vine borers) څخه زیان لیدلای شي.
Bean – لوبیا

Bean – لوبیا

ټولې لیکنې
د فاباسیای کورنۍ (family Fabaceae) د څو ډوله بوټو دانې ته وایي. همداسې د ویګنا (Vigna) او فاسیولوس ( Phaseolus) نسلونه څو ډولونه لري کومه چې ډېره پېژندل شوې لوبیا ده. په دې کورنۍ کې ځینې ډولونه سوداګریز ارزښت لري. لوبیا زېات پروتین لري او په منځنۍ کچه وسپنه، تیامین (thiamin)، او ریبوفلاوین (riboflavin) لري.   د لوبیا ډېر بوټي د بل توکي په مرسته مستقیمه وده کوي خو ځینې بوټي یې په منځنۍ کچه لوړیږي او یا لنډ قد لري. کله یې چې بوټی وده وکړي نو مصنوعي مرستې ته اړتیا لري تر څو یې د غلې دانه راغونډل اسانه شي. د هر ډول د دانې رنګ، کچه او شکل یې توپیر لري. د ځینې ډولونو فایبر یې ډېر زېات وي او باید ښه وده وکړي تر څو د خوړو وړ شي.   په ټوله نړۍ کې سویا بین (soybeans) ډېر سوداګریز ارزښت لري، سویابین د نړۍ د میلیونونو خلکو خواړه دي او له دې پرته د سلګونو کیمیاوي توکو د ترکیب جز د...
Bay tree – لورل ونه

Bay tree – لورل ونه

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې ورته د (laurel) نوم هم اخلي هندیان او پاکستانیان یې جامن بولي. د ډول نوم یې لوروس نوبیلیس (Laurus nobilis) ده، په لورسیای کورنۍ (family Lauraceae) کې ډلبندي شوې. کال دولس میاشتې شنه وي. اصلي ځای یې د مدیترانې سیمه ده. پاڼې یې په خوړو کې اچول کیږي، تریخ خوند لري. په پاڼو کې تقریبا ۲ % اساسي غوړ لري او اساسي جز یې سینوئل (cineole) ده.   وچې شوې پاڼې یې پرته له میده کولو په دېګ کې اچول کیږي او له پخولو وروسته بېرته له خوړو جلا کیږي. په ځینې ملکونو کې یې پاڼې وچیږي او بیا پوډر ترې جوړیږي او سوداګریز ارزښت لري. له پاڼو یې پخوا په یونان کې تاج جوړېده او لوبه ګټونکي لوبغاړي ته ور په سر کېده. په منځنیو پېړیو کې د بې له پاڼو درمل هم جوړېدل....
Basil – ریحان

Basil – ریحان

ټولې لیکنې
د ډول نوم یې اوسیمم بازیلیکم (Ocimum basilicum) ده، په انګرېزۍ کې ورته (sweet basil) نوم هم اخلي د نعنا په لامیا سیای کورنۍ (family Lamiaceae) کې شامل ده او د بوی لرونکو پاڼو لپاره کرل کیږي. ګمان کیږي چې اصلي ځای یې هند وي. پاڼې یې په غوښه، کب او سلات کې اچول کیږي ډېر خلک یې په الکول لرونکي مشروب کې هم کاروي.   ښویې صیقلي پاڼې لري، د پاڼې شکل یې هګۍ ته ورته وي، د ګلانو رنګ یې له سپین تر ارغواني پورې شته. د ریحان بوټی له پرخې او سړو سره سخت حساسیت لري او په ګرمو سیمو کې ښه وده کوي. که چېرې ریحان په لنده سیمه کې وکرل شي ډېر ژر یې د ( Fusarium wilt) په نامه ناروغي وهي کومه چې د بوټي د وچېدو لامل ګرځي، یا (blight) ناروغي پرې لګیږي چې دا ناروغي د بوټي او میوې رنګ تک زېړ کوي یا یې پوپنک وهي چې د ناروغی نوم یې (downy mildew) ده.   د ریحان ځینې ډولونه سوداګریز دي چې په دې کې ...
Baron Moyola of Castledawson – بارون مویولا اف کسټل ډاوسن

Baron Moyola of Castledawson – بارون مویولا اف کسټل ډاوسن

ټولې لیکنې
اصلي نوم یې (Major James Dawson Chichester-Clark) ده. د شمالي ایرلنډ سیاست پوه وو. د فیبرورۍ په ۱۲ نېټه، کال ۱۹۲۳، په ایرلنډ کې زېږېدلی او د مې په ۱۷نېټه، کال ۲۰۰۲ د انګلستان په لندن ښار کې مړ شوی. د شمالي ایرلنډ په منځنۍ کچه ایتلاف جورونکی لمړی وزیر وو چا چې په کال ۱۹۶۹ کې ناڅاپه په انګلستان غږ وکړ چې خپل پوځ د فرقه ایزه تاوتریخوالي خلاف وکاروي.   د عیسوي مذهب د پروتستانو له ډلې سره یې تړاو لره او په کال ۱۹۶۰ کې د ایرلنډ د پارلمان غړی وو، د ۱۹۶۷–۶۹ کلونو ترمنځ د زراعت وزیر وو او په کال ۱۹۶۹ د تمې خلاف د اصلاح غوښتونکي لمړي وزیر په توګه وټاکل شو.   کله چې لمړی وزیر شو ټول سیاسي بندیان یې خوشې کړل او د سیاسي مجرمینو لپاره یې عمومي عفو اعلان کړه. خو په دې ونه توانیده چې د کتولیک عیسویانو او پروتستانو ترمنځ تاوتریخوالی ارام کړي او چې کله یې خپله ناکامي درک کړه نو د انګلست...
Barn – غوجله، د وښو ساتلو خونه، د بزګرۍ خونه

Barn – غوجله، د وښو ساتلو خونه، د بزګرۍ خونه

ټولې لیکنې
په کرنه کې هغې خونې ته وایي چې کورني ژوي، د ژو خواړه او د بزګرۍ وسایل پکې ساتل کیږي. د تباکو خونه (tobacco barns)، د ټریکټر خونه (tractor barns)، د خوګ خونه (hog barn) هر یو ځانته جلا نوم لري. په متحده ایالتونو کې بارن کلیمه د غوجلې مانا لري او هغې خونې ته وایي چې د غلې انبار او واښه پکې ساتل کیږي چېرې چې د بزګرۍ وساېل او ټریکټر نه ساتل کیږي.   مخکې دا خونې له لرګیو جوړېدې خو له دوېمې نړیوالې جګړې وروسته المونیم او د فولاد څادر ډېرو خلکو کارولي. په اوسنیو کې دوه خونې لري چې یوه د ژو د خوړو لپاره وي او بله د ژو او د بزګرۍ د وسایلو لپاره وي....
Barbecue – باربیکیو

Barbecue – باربیکیو

ټولې لیکنې
بهر خوړو ته وېل کیږي په ځانګړې توګه کوم چې تفریحي شکل لري، په کوم کې چې غوښه، چرګ یا کبان سره کیږي او له سبزۍ سره خوړل کیږي. دا اصطلاح د سیخ کباب لپاره هم کاریږي کوم چې په سکرو پخیږي. باربیکیو انګرېزۍ ژبې ته هسپانویانو انتقال کړی او هسپانویانو د کربین له اراواک هندیانو (Arawak Indians) زده کړی. دې هندیانو بارباکوا (barbacoa) شنو لښتو ته وېل په کومو یې چې غوښه په اور باندې د پخېدو لپاره کېښوده خو اوسمهال جالی کاریږي.
Barbacoa – بار باکوا

Barbacoa – بار باکوا

ټولې لیکنې
په هسپانوۍ کې ورته باربیکیو (barbecue) وایي یوه اصطلاح ده چې د غوښې د پخونې طریقې ته کاریږي او خپله همدې غوښې ته هم رجوع کوي. د غوښې د پخونې دې طریقې له مکسیکو څخه سرچینه اخیستې. په دودیزه توګه د بارباکوا پخولو لپاره په ځمکه کې کنده وېستل کیږي او په کنده کې سکاره اچول کیږي، د سکرو له پاسه جالۍ کېښودل کیږي او د جالۍ له پاسه په کم اور یا د سکرو په کمې تودوخې د څو ساعتونو لپاره د وزې یا پسه غوښه کېښودل کیږي، د غوښې له پاسه د مېګې (maguey) په نامه د بوټي پاڼې کېښودل کیږي.   د پخونې په عصري طریقو کې یې د کمې تودوخې تولیدونکي شیتوبونه کاریږي. د ماریناد په نامه تروش ساس (marinades)، مسالې او ځینې نور توکي پکې اضافه کیږي او غوښه په خپلو پرېښودل شوو اوبو کې پخیږي. کله چې غوښه پخه شي مخکې له خوړول ټوټه ټوټه کیږي او بیا خوړل کیږي.    ...
Bangers and mash – سوسیس او مخلوط

Bangers and mash – سوسیس او مخلوط

ټولې لیکنې
د انګلستان عام خواړه دي په کوم کې چې سوسیس (sausage or Banger) او مخلوط یا میده شوي کچالو (mash) شامل وي او له پیازو سره پخیږي. په انګلستان کې عام او اساسي خواړه ګڼل کیږي. هر ډول سوسیس پکې اضافه کیږي خو تر ټول دودیز سوسیس د (Cumberland sausage) په نامه پکې پخیږي.
Balm – ويلنى

Balm – ويلنى

ټولې لیکنې
د نعنا د کورنۍ د (mint family) څو ډوله بوي لرونکې ګیا ده کومه چې د خوشبويي لرونکو پاڼو لپاره کرل کیږي. تر ټولو نامتو ډول یې (balm gentle or lemon balm) ده علمي نوم یې مېلیسا افیسینالیس (Melissa officinalis) ده کوم چې په معتدله سیمو کې کرل کیږي او په عطرو کې د بوي لپاره، په خوړو کې د مزې لپاره لکه سلات، سوپ او ساس کې، په الکول لرونکو تخمیر شوي مشروب کې د معطره کولو لپاره اویا بې الکوله مشروب لکه د میوې اوبو کې کاریږي. د بآم ډولونه اسیاسي کلتورونو او یونانیانو له ډېره پخوا په درملو کې کارول. چای هم ترې جوړیږي. په انګرېزۍ کې د بآم د نورو ډولونو نومونه په لاندې ډول دي:   bastard balm (Melittis melissophyllum); bee balm, or bergamot (Monarda didyma); richweed, or horse balm (Collinsonia canadensis); field balm, or creeping Charlie (Glechoma hederacea); lesser calamint, or field balm ...