ټولې لیکنې

Backing – پخونه

Backing – پخونه

ټولې لیکنې
په اور او وچې تودوخې د پخولو بهیر ته وایي په ځانګړې توګه په تنور کې له هر ډول اوړو یو څه پخول. ممکن د پخولو تر ټولو زړه طریقه وي. تنور کې د هر ډول غلې له اوړو څخه مختلف توکي پخیږي چې د نړۍ په هره سیمه کې توپیر لري خو له ماقبل تاریخ څخه تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې وچه ډوډۍ پخول عام دي مګر د هرې سیمې خلک یې په مختلفه طریقه پخوي.   د پخوانیو انسانانو وخت کې د غلې دانه یا وېشول کېده او یا هم په غوړو کې سره کېده خو وروسته له غلې اوړه جوړول او بیا اوبو کې لندول دود شوو. پخوا وخت کې تبخي نه وو او د ډوډۍ پخولو لپاره هوارې ډبرې کارېدې. له پخوانیو هوارو ډوډۍ ګانو تر ټولو نامتو د هند چپاتي او د مکسیکو ټورټیلا ډوډۍ دي. د وخت له تېرېدو سره د پخونې بهیر عصري شو او پخولو کې معطره کوونکي توکي، د ډبلې ډوډۍ پخونه او عصري برېښنایي تنورونه جوړ شول....
Bajío – باجیو – باښي یو

Bajío – باجیو – باښي یو

ټولې لیکنې
انګرېزي تلفظ یې باجیو او هسپانوي تلفظ یې باښي یو ده. د مکسیکو په لوړو کې هواره سیمه ده، د مکسیکو د لویدیځ په مرکز کې واقع ده. له ۱۹ پېړۍ د کرنې له امله پېژندل شوې, ښه حاصل خېزه خاوره لري، معتدل اقلیم لري او مناسب ورښت پکې کیږي. په دې سیمه کې د کرهڼې اساسي فصلونه غنم، زېړ جوار، لوبیا، د نخود ډولونه دي. له دې پرته د میوې ډېر ډولونه هم لري. د سمندر له سطحې په ۵۱۰۰ فټه (۱۵۵۰ متره) لوړوالي کې واقع ده.
Bacon – بیکن

Bacon – بیکن

ټولې لیکنې
د خنزیر د بدن د څنګ لخوا او یا له خیټې پرې شوې هغه غوښه چې د شحمو کچه یې له نورې غوښې سره توپیر لري او په ټوټه ټوټه شوې ډوډۍ کې وچه شوې یا هم تازه خوړل کیږي. په غربي اروپا کې له څو پېړیو د بزګرو عمده خواړه دي. د غوښې ډول یې توپیر لري خو د پرې کولو کچه او شکل او یا هم د وچولو بهیر یې سره ورته ده.
Atole – اتولې

Atole – اتولې

ټولې لیکنې
د مکسیکو یو ډول ګرم څښاک ده. په انګرېزۍ کې (atol) هم لیکل کیږي خو له هسپانوي تلفظ څخه بدل (اتول) تلفظ کیږي. د جوارو له اوړو (corn dough) او یا هم له عامو وړو (dough flour) سره اوبه او مسالې یو ځای کیږي او وېشول کیږي. ځینې خلک پکې د اوړو پر ځای د وحشي اوربشو اوړه، وریجې، اوربشې او یا غنم اچوي. مخکې تر دې چې اوړه له مسالې او اوبو سره د وېشولو لپاره ګډ شي په یوه کړایي کې سره کیږي. د دې څښاک ځینې ډولونه له چاکلیېټ، مغزي خوړو او بورې سره هم جوړیږي.
Arthur Young – آرتور ینګ

Arthur Young – آرتور ینګ

ټولې لیکنې
د سپټمبر په ۱۱ نېټه، کال ۱۷۴۱، د انګلستان په لندن ښار کې زېږېدلی او د اپرېل په ۲۰ نېټه، کال ۱۸۲۰ په لندن کې مړ شوی. د اقتصاد، زراعت او سیاست لیکوال وو. د زراعت په اړه یې خورا زېاتې لیکنې کړي د دې ترڅنګ یې فرانسې ته سفرونه (Travels in France) کتاب هم لیکلی. په دې کتاب کې یې د فرانسې په انقلاب ډېره روښانتیا اچولې او هغه حالات یې تشرېح کړي چې انقلاب رامنځته کړي وو.   د ینګ پلار په کال ۱۷۵۹ کې مړ شو او مور یې د کورنۍ ټوله شتمنۍ د ینګ لاس کې ورکړه. کورنۍ یې کمه شتمنۍ لرله او پوروړې هم وه. په کال ۱۷۶۷ کې یې په اېسېکس کې خپل فارم جوړ کړ. په خپل فارم کې یې تجربې پېل کړې او خپلې تجربې یې د (A Course of Experimental Agriculture 1770) په نامه کتاب کې خپرې کړې. لمړۍ تجربې یې بریالۍ نه وې او له همدې امله یې د کرنې په اړه مطالعه پېل کړه. د کرنې په اړه د زده کړو لپاره یې ټول انګلستان او وېلز ته...
Bubble and squeak – ببل او سکویک

Bubble and squeak – ببل او سکویک

ټولې لیکنې
په دې خوړو کې غوښه، سبزي په ځانګړې توګه کچالو او کرم شامل وي. نور اجزا یې په کړایي کې سره کیږي او له ماښامانۍ یا غرمنۍ سره د اضافي خوړو په توګه خوړل کیږي. په انګلستان کې ببل او سکویک خواړه له ۱۸ پېړۍ دود دي خو په اوسنیو ببل او سکویک کې ډېر خلک غوښه نه کاروي او یوازې سبزي په کړایي کې سره کوي.   اساسي جز یې کچالو دي چې نور اجزا په خپل ځان کې سره یو ځای نیسي. د دې خوړو نوم د پخولو له اواز څخه اخیستل شوی (کله چې په کړایي کې واچول شي غږ یې د پوقاڼې د چاودلو په څېر وي او له همدې امله ببل او سکویک نوم ورته اخلي). په سکاټلنډ کې ورته خواړه چې له وچې شوې سبزۍ پخیږي د کول کانوون (colcannon) په نامه او په سکاټلند کې رمبلډ ډې تمپس (rumbledethumps) په نامه یادیږي....
Bureau of Indian Standards – بي ای اېس

Bureau of Indian Standards – بي ای اېس

ټولې لیکنې
د هند د حکومت یوه اداره ده چې په کال ۱۹۸۷ کې تاسیس شوې تر څو صنعتي او کرنیز تولید معیاري کړي. دا اداره د تولید ازموینه کوي، یوې ځانګړې لوګو یا نښان ته جواز ورکوي تر څو د دې نښان په ذریعه تولید د بي ای اېس ادارې له معیارونو سره د برابرۍ تصدیق وکړي.   د ځینې تولیدونو لپاره د بي ای اېس تصدیق اجباري ده لکه د شیدو پوډر، د اېکس رې یا اېکس وړانګو لپاره ابزار، د ګاز ډبې کوم چې د عامه خلکو په روغتیا مستقیم اغیز لري. بي ای اېس اداره د (Indian Standards Institution) ادارې کومه چې په کال ۱۹۴۷ کې تاسیس شوې وه ځای نیونکې ده....

Burnet – برنېټ

ټولې لیکنې
د نسل نوم یې سنګیسوربا (genus Sanguisorba) ده، په دې نسل کې تقریبا ۳۵ ډولونه شامل دي، د ګلاب په روزاسیای کورنۍ (family Rosaceae) کې ډلبندي شوي. ځینې ډولونه یې د سلات په توګه خوړل کیږي او له وچو شوو پاڼو یې چای جوړیږي. بوټي یې لرګی نلري او یوازې ګیاه ده. واړه ګلان لري او یو ډول میوه هم کوي.
Butter – کوچ

Butter – کوچ

ټولې لیکنې
کوچ د شحمو امولسیون (emulsion)، اوبه، او غېرې اورګانیکه مالګه ده چې له شاربلو (churning) لاسته راوړل کیږي. - امولسیون د یوې مایع په بله مایع کې مخلوط ته وایي چې له یو بل سره حل کېدونکې نه وي لکه د تېلو او اوبو مخلوط. د ډېر وخت لپاره کوچ په خوړو کې د غوړیو په توګه کارېدل. په اوس وخت کې، په شمالي امریکا، شمالي اروپا او د نړۍ په ټولو هغو سیمو کې چې غواګانې د شیدو لپاره ساتل کیږي اړین خواړه دي.   په هر ۱۰۰ ګرامه کې ۷۱۵ کلوري انرژي لري، د کوچو د شحمو لوړه کچه پکې موجوده وي، تقریبا ۸۰ % د شیدو شحم لري خو پروتین پکې کم دي. زیاته ویټامین اې، کمه اندازه کلسیم، فاسفورس، ویټامین ډي لري. د کوچو رنګ یو ډول رنګ دانه ده چې د کاروټېن (carotene) په نامه یادیږي کومه چې په شحمو کې موجوده وي. په متحده ایالتونو کې په سوداګریزو کوچو کې د سبزۍ رنګ اضافه کیږي تر څو یې زېړوالی زېات شي.   د لم...
Butterscotch – بټر سکاچ

Butterscotch – بټر سکاچ

ټولې لیکنې
یو ډول سخته شیریني یا خواږه دي چې له نصواري بورې، کوچو یا د جوارو له شربت سره په اوبو کې له وېشېدو جوړیږي. ځینې خلک فکر کوي چې د دې خوږو د جوړېدو سرچینه له سکاټلنډ څخه پیل شوې او ځکه ورته بټر سکاچ نوم اخلي. په انګرېزۍ کې سکاچ سکاټلنډي ته وایي. ډېر خلک بتر سکاچ او کره مېل (caramel) نومونه د یو بل د مترادفې کلیمې په توګه کاروي خو د دواړو ترمنځ توپیر په بټر سکاچ کې د شیدو نشتوالی ده.   کلک بټر سکاچ نیمه روڼ وي. د بټر سکاچ چپس د چاکلیټ چپس ته ورته والی لري او په هغو خوږو خوړو کې کاریږي چې له غرمنۍ یا ماښامنۍ وروسته خوړل کیږي لکه فیریني او داسې نور. نصواري بوره او کوچ په پوډینګ (puddings)، ایسینګ (icings)، فجېس میټایي (fudges) او هر ډول ساس کې اساسي جز ده....
Aquaculture – اکوا کلچر – اوبو کې پالنه

Aquaculture – اکوا کلچر – اوبو کې پالنه

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې ورته (fish farming, fish culture, or mariculture) نومونه هم اخلي. په اوبو کې د صدف کبانو (shellfish)، د کبانو او د اوبو د بوټو پالنې (rearing) ته وایي. د کبانو پالنه تل د کنټرول لاندې ترسره کیږي او ممکن پالنه یې د ځمکې په تالابونو کې، په کانګریټي حوضونو کې، د سمندر غاړو په هغو اوبو کې چې پولې یا جالونه پکې اچول شوې وي تر څو کبان سمندر ته ولاړ نشي او یا هم په خلاصو اوبو کې په قفسونو کې پالل کیږي تر څو له نورو ښکار کوونکو ژو او تېښتې وژغورل شي.   ډېری کبان د سوداګریز مارکیټ لپاره په اوبو کې پالل کیږي خو له دې پرته د سپورت او ښکلا رنګه کبان هم پکې ساتل کیږي. د ځینې هېوادونو حکومتونه واړه کبان په بندو سیمو کې ساتي او کله چې کافي وده وکړي په ازاد سمندر کې یې پرېږدي....
Animal husbandry – مالداري

Animal husbandry – مالداري

ټولې لیکنې
د کورنیو ژو کنټرول شوی تربیت، مدیریت او د مثل تولید ته وایي. په نوعیت کې یې ښه والی رامنځته کول هم پکې شامل دي لکه د غوښې، هګیو لپاره نسل اخیستنه، د شېدو یا کار لپاره نسل اخیستنه، د وړۍ لپاره نسل اخیستنه. د ځینې ډولونو نسل یې د سپورت او ساینسي څېړنو لپاره هم اخیستل کیږي.
Andean Community – اڼدین ټولنه

Andean Community – اڼدین ټولنه

ټولې لیکنې
په هسپانوۍ کې ورته (Comunidad Andina) نوم اخلي، پخوا د ۱۹۶۹–۹۷ کلونو ترمنځ د (Andean Pact - Andean Group) په نامه یادېدل. د سوېلې امریکا اداره ده چې د تاسیس موخه یې صنعتي، کرنیزه او ټولنیزه سوداګرۍ کې همکاري ده. په کال ۱۹۶۹ کې د کارتاجېنا تړون (Cartagena Agreement) له مخې رامنځته شوې.   په دې ټولنه کې بولیویا، کولمبیا، اکوادور، پېرو، چیل او وېنزېوېلا په کال ۱۹۷۳ کې شامل شول خو په کال ۲۰۰۶ کې بېرته ووتل. چیل په کال ۱۹۷۷ کې دا ټولنه پرېښوده، پېرو په کال ۱۹۹۲ کې خپل غړیتوب وځنډوه خو په کال ۱۹۹۷ کې بېرته غړې شوه. مرکز یې په لیما کې ده.   دا ټولنه ۹۸ نفوس لري کومه چې په ۴۷۰۰۰۰۰ کیلو متر مربع سیمه کې ژوند کوي. ناخالصه کورنی تولید (Gross Domestic Product) یې په کال ۲۰۰۵ کې ۷۴۵.۳ بیلیونه ډالر وو په دې مقدار کې وینزوېلا هم شامله ده چې په هغه وخت کې یې د دې ټولنې غړیتوب لره. ...
American Farm Bureau Federation – اې اېف بي اېف

American Farm Bureau Federation – اې اېف بي اېف

ټولې لیکنې
په متحده ایالتونو کې د بزګرو تر ټولو ستره اداره ده. په کال ۱۹۱۹ کې تاسیس شوې، د ۵۰ ایالتونو غېرې دولتي مستقله اداره ګڼل کیږي او په پورټو ریکو کې هم شته. دا اداره په ښارونو کې د بزګرو د خوځښت له دفترونو رامنځته شوې کوم خوځښت چې له لمړۍ نړیوالې جګړې وروسته په اې اېف بي اېف ادارې بدل شو. دې ادارې هڅه وکړه چې له بزګرو سره د کرنې په اړه د لیکنو له لارې مالومات شریک کړي او پېل کې یې ډېرو بزګرو لیکنې له یو تر بله رسولې.   کله چې د دې خوځښت بزګر د ۱۹۱۹ کال په نومبر کې، په شیکاګو کې سره راغونډ شول نو ډېر ژر یې د بودیجې د لاسته راوړلو لپاره په سیاسي ګامونو پېل وکړ. وروسته یې د (Acts of 1933 and 1938) قانون فارمول او په کانګرېس تصویب کړ، د دوېمې نړیوالې جګړې پر مهال یې د قیمتونو له کنټرول سره مخالفت وکړ. دې ادارې تل د کرنیزې سوداګرۍ په ګټه کار کړی خو په ورته وخت کې بزګرو ته هم وفاداره پاتې...
Amaranth – امارانت

Amaranth – امارانت

ټولې لیکنې
د امارانتوس نسل (genus Amaranthus) ده کوم نسل چې له ۶۰ تر ۷۰ ډولونه لري، ګل لرونکي بوټي دي، د امارانتاسیای کورنۍ (family Amaranthaceae) جوروي، تقریبا په ټوله نړۍ کې پیدا کیږي. دانه یې د خوړو وړ ده او له پاڼو یې هم کار اخیستل کیږي. ځینې ډولونه یې یوازې د بڼ د ښکلا بوټي او ځینې یې کرنې ته زیان رسونکي بوټي دي.   ځینې یې کال دولس میاشتې شین وي خو ځینې ډولونه یې بیا کم عمر لري. د ټولو بوټو ساقه یې سور رنګ لري او د ځینو په ازغیو پوښل شوې وي. ځینې یې نر او ښځه ګل لرونکي (monoecious) دي او یا یوازې نر یا ښځه ګل لرونکي (dioecious) دي. په دې بوټو کې د وړانګو په ذریعه د موادو د ترکیب (photosynthesis) طریقه (photosynthetic) ده په دې مانا چې اکسیجن اخلي او کمه اندازه کاربن تولیدوي دا طریقه د (known as C4 carbon fixation) پېژندل شوې کومه چې له نورو بوټو سره برعکس ده او له همدې امله له وچکالي ...
Agronomy –  د خاورې د مدیریت او د فصل د تولید ساینس

Agronomy – د خاورې د مدیریت او د فصل د تولید ساینس

ټولې لیکنې
د زراعت یوه څانګه ده چې د خاورې له مدیریت او د فصل له تولید سره یې سر او کار ده. اګرونومي له هغه فصل سره کار لري چې په لوړه کچه کرل کیږي او کم مدیریت ته اړتیا لري لکه د وړې غلې فصلونه. د فصل د بوټو په تجربوي فکتورونو تمرکز کوي. په دې فکتورونو کې حاصل، مرضونه، اقلیم، د اقلیم په خاوره او فصل اغیز شامل دي.
Agricultural revolution – کرنیز انقلاب

Agricultural revolution – کرنیز انقلاب

ټولې لیکنې
په انګلستان کې په دودیزه کرنه کې تدریجي بدلون له ۱۸ پېړۍ پېل شو کوم بدلون چې تر ۱۹ پېړۍ پورې دوام وکړ مګر بیا هم نه وو بشپړ شوی. په دې بدلون کې د ځمکو مالکیت کې بدلون، د بودیجې په تخصیص او تخنیکي طریقو کې ښه والی، نوي ماشینونونه، د کانالونو سمون، په کرنه کې ساینسي طریقې، د کرنې په تناوب کې بدلون او تجربوي طریقې شاملې وې. په دې طریقو کې یوه نامتو د (Norfolk four-course system) په نامه وه چې لمړي ځل په نارفالک سیمه کې پلي شوې وه. د کرنې انقلاب صنعتي انقلاب ته لار هواره کړه....
Agricultural economics – زراعتي اقتصاد – کرنیز اقتصاد

Agricultural economics – زراعتي اقتصاد – کرنیز اقتصاد

ټولې لیکنې
د تخصص، وېش او کارېدونکو توکو د سرچینو د کارېدنې مطالعه ده، له دې د لاسته راوړل شوي تولید مطالعه ده. په پرمختیایي اقتصاد کې اړین رول لري، که چېرې د کرنې محصول د ملت له اړتیا څخه اضافه شي په اقتصاد کې د ټکنالوجۍ او سوداګرۍ د ودې راز ګڼل کیږي.   مونږ کولای شو ووایو چې که چېرې د یو هېواد زېات خلک په کرنې خپلې اړتیا پوره کوي نو د عوایدو منځنۍ کچه یې کمه ده خو دا په دې مانا نده چې د هېواد زېات خلک په کرنه بوخت دي نو هېواد بې وزله ده. خو داسې ویلای شو چې یو هېواد بې وزله ده ځکه ډېری خلک یې په کرنه خپل ژوند مخکې وړي لکه افغانستان او د پورتنۍ بېلګې لپاره هسپانیا او یونان چې ډیری خلک یې په کرنه بوخت دي مګر هېوادونه یې بې وزله ندي او د اروپا نیمه زراعتي اړتیا پوره کوي همداسې فرانسه او جرمني یې هم لویې بېلګې دي....
Agricultural Adjustment Administration – د کرنې د تعدیل اداره – د زراعت د اصلاحاتو اداره

Agricultural Adjustment Administration – د کرنې د تعدیل اداره – د زراعت د اصلاحاتو اداره

ټولې لیکنې
په امریکایي تاریخ کې د زراعتي سوکالۍ لپاره د زراعتي فارمونو د تولید کمول، د زېاتې شوې غلې د بهر ته واردولو مخه نیول، د قیمت لوړېدو مخه نیول وو. د زراعت اصلاحات یا تعدیل په امریکا کې تصویب شوی قانون (Agricultural Adjustment Act May 1933) وو چې په ملي کچه یې د هنري وېلېس د زراعت وزیر (Secretary of Agriculture Henry Wallace) پر وخت د زراعتي فارمونو اداره رامنځته کړه (کورنی د تخصیص پلان). موخه یې دا وه چې بزګر وتوانیږي د خپلو محصولاتو د پلور له لارې بېرته د بزګرۍ د توکو قیمت لاسته راوړلای شي، د ۱۹۳۳–۳۶ کلونو ترمنځ د وچکالۍ له حالاتو ووځي خو دا قانون د بزګرو لپاره تر پخواني دود ناسم وو او سترې محکمې په کال ۱۹۳۶ کې د اساسي قانون څخه لرې کړ او کانګرېس دوه کاله وروسته بل قانون تصویب کړ کوم چې د خاورې د ساتنې پر بنسټ وو. په دې قانون کې د غلې ساتنه کمه شوه او د بزګرو عاید لوړ شو....
Agribusiness – د کرنیزو محصولاتو سوداګري

Agribusiness – د کرنیزو محصولاتو سوداګري

ټولې لیکنې
د کرنې اړوند سوداګرۍ ته وایي. د عصري ملي اقتصاد یوه برخه ده چې د فایبر او خوړو تولید، د تولید بهیر او وېش پکې شامل ده.   په لوړه کچه صنعتي شوو ملکونو کې د کرنې بنسټیز فعالیت له فارم څخه جلا ترسره کیږي لکه د کرنې د تجهیزاتو تولید، سرې او تخم. همداسې په ځینې ملکونو کې له کرنې څخه د خوړو د تولید بهیر، د کرنیزو محصولاتو ساتنه او وېش هم له کرنیزو فارمونو څخه جلا شوی. پورته ټولې جلا شوې چارې په ځانګړې توګه ترسره کیږي او د سوداګرۍ شکل لري. ډېری دا ډول شرکتونه میکانیزه شوې طریقې او کمپیوټري ټکنالوجي کاروي....