ټولې لیکنې

Agrarian League – کرنیز لیګ

Agrarian League – کرنیز لیګ

ټولې لیکنې
په جرمنۍ ژبه کې ورته (Bund Der Landwirte) وایي. یوه اضافي پارلماني اداره وه چې د جرمني په امپراتورۍ کې له کال ۱۸۹۳ څخه فعاله شوې وه او دنده یې د ۱۸۹۲ دازادې سوداګرۍ له پالیسۍ سره مخالفت وو کومه پالیسي چې لیو ګراف وان پریوي (Leo, Graf (count) von Caprivi) د جرمني لمړي وزیر رامنځته کړې وه. دې ادارې د بزګرو د مالي مرستې (farmers’ subsidies) دفاع کوله، د وارداتو د تعرفې (import tariffs) له کمېدو سره مخالف او د توکو کم قیمت یې غوښتنه وه. کله چې کپریوي له واکه لرې شو ځای ناستي یې وعده وکړه چې د وارېدېدونکو غنمو تعرفه کې به لوړوالی راولي خو په کال ۱۹۰۰ کې د کرنیز لیګ غړي تر ۵۰۰۰۰ پورې زېات شول او د جرمني پارلمان کې یې د بزګرو د استازو په توګه ځانونه مطرح کړل. په کال ۱۹۰۲ کې بل لمړي وزیر هم د وارداتو په تعرفه کې بدلون راوست خو د دې ډلې لپاره کافي نه وو. د وخت له تېرېدو سره دې ډلې وده وکړه او بلاخر...
Aaron David Gordon – آرون ډیویډ ګورډن

Aaron David Gordon – آرون ډیویډ ګورډن

ټولې لیکنې
د جون په ۹/۱۰ نېټه، کال ۱۸۵۶، د اوکراین په ترایونوف کې زېږېدلی او د فېبرورۍ په ۲۲ نېټه، کال ۱۹۲۲، د فلسطین چې اوسمهال اسرایل ده په دیګانیا کې مړ شوی. صهیونیست (Zionist) لیکوال او فیلسوف وو. چا چې دا نظر تحریک او خپور کړ چې باید اسرایلیان د بزګرو په توګه بېرته فلسطین ته وګرځي او له همدې لارې د فلسطین ځمکې خپل ملکیت کړي.   تقریبا ۲۰ کاله یې په بارون هوراس ګونزبورګ (Baron Horace Günzburg) کې دولتي دنده لرله. یو شتمن روسۍ یهود او سر سخته صهیونیست وو چا چې په کال ۱۹۰۴ کې فلسطین ته سفر وکړ او نورو یهودو ته یې د سفر طریقه وښوده. کله چې فلسطین ته ولاړ هلته د پیتا تقوا (Petaẖ Tiqwa) په نامه یوه کلي کې مېشت شو او د وخت له تېرېدو سره په کتابتون کې ورته دنده پیدا شوه خو دنده یې رد کړه او غوښتل یې بزګر شي. آرون ته فکر پیدا شو چې اسرایل کولای شي خپل ملک ته د بزګرۍ لپاره د بزګرو په توګه راوګرځ...

Vote of confidence – د باور رایه

ټولې لیکنې
دې مو ته پام وي چې د باور رایه په هغه سیستم کې چې جمهور ریس لري له هغه سیستم سره توپیر لري چې لمړی وزیر لري. باور رایه یو بهیر ده چې مقننه قوه یې د لمړي وزیر او د هغه د کابینې له واکه د لرې کولو لپاره کاروي. کوم حکومتي سیستم چې جمهور ریس لري مقننه قوه یوازې د رایې له لارې د حکومت یوه کړنه ردولای شي او یا تصدیق کوي مګر ولسمشر له واکه نشي لرې کولای.   د باور رایه په هر ملک کې توپیر لري. په انګلستان او ټولو هغو ملکونو کې چې د لندن د ویسټمنسټر ماډل کاروي د باور رایه اکثریت رایې ته وایي. خو ځینې هیوادونه د باور رایه د باور ورکولو یا سلب لپاره کاروي چې د رایو اکثریت یا د باور د سلب یا اخیستلو او یا باور کولو لپاره وي. په انګلستان کې د حکومت د یوې کړنې لپاره رایه نه اخیستل کیږي بلکې د حکومت د پاتې کېدو او یا لرې کېدو لپاره پارلمان رایه ورکوي. د بېلګې په توګه په کال ۱۹۷۹ کې د...

White House press secretary – د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي ویاند

ټولې لیکنې
د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي ویاند د متحده ایالتونو لوړپوړی چارواکی ده او د حکومت د اجرایوي څانګې په ارتباطاتو څارنه کوي. په چاپي رسنیو او ټولو انټرنیټي چینلونو کې د جمهور ریس لخوا خبرې کوي. په دې پوسټ کس د جمهور ریس لخوا ګمارل کیږي.   مسولیتونه د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي ویاند مختلف مسولیتونه لري. په مسولیتونو کې کلیدي د سپینې ماڼۍ له مطبوعاتي تنې (White House press corps) سره ورځنۍ لیدنه ده تر څو د ورځنیو کړنو په اړه لنډه وینا وکړي - وایټ هاوس پرېس کارپس په سپینه ماڼۍ کې مېشت جورنالستان دي کوم چې مختلفو رسنیو ته کار کوي. د ویاند لنډیز د جمهور ریس او د جمهور ریس د ادارې د کړنو په اړه وي، ممکن د ورځې په اوږدو کې سپینې ماڼۍ ته د راتلونکو کسانو د ملاقاتونو د مهال وېش په اړه هم جورنالستانو ته خبر ورکړي. د ویاند په دې لنډیز کې نړیوال او ملي مسایل دواړه شامل وي. د خپرېدنې بندیز هم لګوي (emba...

William Dowdell Denson – ویلیم ډوډېل ډېنسن

ټولې لیکنې
د مې میاشت په ۳۱ نېټه، کال ۱۹۱۳، دامریکا په بېرمېنګم کې زېږېدلی او د ډسمبر په ۱۳ نېټه، کال ۱۹۹۸، د نیویارک په لارېنس کې مړ شوی. د امریکا پوځي افسر او وکیل وو چا چې د امریکا د لوی څارنوال په توګه ۱۷۷ نازي مجرمینو د مرګ پرېکړه کړې او ډېری نور یې زندان ته لیږلي.   د امریکا د بېرمېنګم په الاباما کې زېږدلی او لوی شوی. په کال ۱۹۳۴ کې د امریکا له وېسټ پواېنټ میلیټري اکاډمۍ څخه فارغ شو او په کال ۱۹۳۷ کې د هارډ ورډ پوهنتون ته ولاړ تر څو حقوق ولولي. له فارغېدو وروسته بېرته بېرمېنګم ته ولاړ او هلته یې د وکیل په توګه شخصي دنده پېل کړه. په کال ۱۹۴۲ کې بېرته وېسټ پواېنټ ته وغوښتل شو تر څو د حقوقو د استاد په توګه او د اکاډمۍ د قاضي د معاون په توګه دنده پر مخ ویسي. په کال ۱۹۴۵ کې یې په (Judge Advocate General JAG) پوسټ باندې دنده ومنله او جرمني کې د امریکایي پوځ دریمې قوماندانۍ ته ولېږل شو او د...

Witan – ویټن

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې ورته (Witenagemot) نوم هم اخلي. د انګلو سکسون پاچایانو شورا وه کومې چې پاچا ته په هغو مسایلو کې مشوره ورکوله چې پاچا به یې پوښتنه کړې وه او یا به په اړه مشوره غوښتې وه. له ۷ پېړۍ تر ۱۱ پېړۍ پورې په پخواني انګلستان کې فعاله جرګه وه. غړي یې د انګلستان تر ټولو نامتو اشراف وو چې دواړه عیسوي راهبان او سیکولر پکې موجود وو.

Zemsky sobor – زېمسکي سوبر

ټولې لیکنې
په ۱۶ او ۱۷ پېړۍ کې د روسانو مشورتي شورا وه. دا شورا تزاري روسانو (tsar)، د قوم سپینګیري مشر (patriarch)، یا د ډوما بواییر جرګې (Boyar Duma) لخوا رابلل کېده. په دې جرګه کې اشراف، د اورتودوکس عیسوۍ ډلې راهبان او د ښارونو سوداګر را غونډېدل. لمړۍ جرګه په کال ۱۵۴۹ کې ایوان ټېرېبل (Ivan the Terrible) رابللې وه. د خپل واک په موده کې یې څو ځلې جرګې جوړې کړې تر څو د اختلافي مساېلو په اړه پرېکړې وکړي. دې جرګې په کال ۱۵۹۸ کې بوریس ګودونوف (Boris Godunov) مشر وټاکه، په کال ۱۶۱۳ کې یې میخاېل رومانوف (Mikhail Romanov) د پاچا په توګه وټاکه. کله چې رومانوف واک ته ورسېده دې جرګې په تدریجي توګه خپل ارزښت له لاسه ورکړ. اخري جرګه په کال ۱۶۸۲ سره راغونډه شوې وه تر څو (mestnichestvo) سیستم له منځه ویسي او له پولنډ سره دایمي سوله وکړي....

Zemstvo – زېمستوو

ټولې لیکنې
په امپریالستي روسیه او پخواني اوکراین کې د سیمه ایزو حکومتونو ادارې وې چې په کال ۱۸۶۴ کې یې لمړی قانون پلي شو. په کال ۱۹۱۷ کې د (Bolsheviks) انقلاب څخه وروسته زېمستوو ادارې له منځه ولاړې اوشوروي اتحاد د کار کوونکو په شورا (worker's council) بدلې کړې. د ولسوالۍ او ولایت په کچه یې کار کوه. هرې شورا به یې اجرایوي څانګه ټاکله کومې کې چې مسلکي کسان ګمارل کېدل. ډېر وخت په دې ادارو کې اشرافو واک لره.

European Commission – اروپایي کمیسون

ټولې لیکنې
لنډیز یې (EC) ده، د اروپایي اتحادې یوه اداره ده. اروپایي کمیسون مقننه فعالیت هم ترسره کوي لکه اروپایي پارلمان ته د نوي قانون وړاندیز، قضایي فعالیت هم کوي لکه د اروپایي ملکونو تر منځ سوداګریزو مسایلو ته قانوني حل لار موندنه.   د اروپاي کمیسون اساسي چارې په لاندې ډول دي: ۱- د اروپایي اتحادیې د ټولنو د پالیسیو او قوانینو تطبیق، د اروپایي اتحادیې د بودیجې فارمول کوونه او مصرف. ۲- د اروپایي ټولنو د قوانینو پېل او مسودې چمتو کول دي. ۳- د اروپایي اتحادیې د قوانینو تطویق. ۴- په نړیواله کچه د اروپایي اتحادیې د ټولنو استازیتوب ده، په نړیوالو معاهدو کې داروپایي اتحادیې د استازي په توګه مذاکره یا خبرې اترې دي.   د اروپایي کمیسون غړو ته کمشنر (commissioner) نوم اخلي. دا کمشنران د اروپايي ټولنې اتباع یا د دې اتحادیې د غړو ملکونو تابعیت لري. د دې کمشنرانو دنده ...

Ella Grasso – اېلا ګراسو

ټولې لیکنې
بشپر نوم یې (Ella Rosa Giovanna Oliva Tambussi) ده. د مې په ۱۰ نېټه، کال ۱۹۱۹، د متحده ایالتونو د کوون ایالت په وېنډسرلاکس کې زېږېدلې او د فېبرورۍ په ۵ نېټه، کال ۱۹۸۱، په هارت فورډ کې مړه شوې. لمړۍ ښځه وه چې د ایالتي حکومت ولایت ته په خپل حق کاندید شوه.   ګراسو له ( Mount Holyoke College, South Hadley, Massachusetts) څخه په کال ۱۹۴۰ کې فارغه شوې او په کال ۱۹۴۲ کې یې ماستري وکړه. د دوېمې نړیوالې جګړې پر مهال یې په (Connecticut office of the War Manpower Commission) اداره کې د څېړونکو د ریسې په توګه دنده لرله. وروسته یې په سیمه ایزو دیموکراتیکو سیاستونو کې په فعالیت پېل وکړ. په کال ۱۹۵۲ کې یې د ایالتي مقننه جرګې ته ځان کاندید کړ او په کال ۱۹۵۴ کې بیا ځلې کاندید شوه. په ځینې نورو پوسټونو یې هم کار کړی او په کال ۱۹۷۲ کې کانګرېس ته کاندید شوه.   په کال ۱۹۷۴ کې د ولایت لپار...
Abdullah II – دوېم عبدالله

Abdullah II – دوېم عبدالله

ټولې لیکنې
بشپړ نوم یې عبدالله ابن حسین ده. د جنورۍ په ۳۰ نېټه، کال۱۹۶۲، د اردن په عمان کې زېږېدلی. له ۱۹۹۹ کال څخه د اردن پاچا ده. په قوم بني هاشم ده.   عبدالله د حسین پاچا مشر زوی وو تر درې کلنۍ پورې شهزاده وو. کله چې په منځني ختیځ کې نا ارامي پېل شوه نو حسین پاچا د پاچایي میراث د خپل ورور حسن په نوم کړه. عبدالله د زده کړو لپاره انګلستان او متحده ایالتونو ته ولاړ او په کال ۱۹۸۰ کې د انګلستان له سلطنتي پوځي اکاډمۍ سنډهرسټ (sandhurst) څخه فارغ شو. له فارغېدو وروسته یې د انګلستان له پوځ سره او له هغې وروسته د اردون په پوځ کې دنده ترسره کړه. په کال ۱۹۹۳ کې د اردن د ځانګړو ځواکونو د قومندان مرستیال وټاکل شو؛ په کال ۱۹۹۴ کې د اردن د ځانګړو ځواکونو قومندان شو او په خپل پوسټ یې تر هغو کار ته دوام ورکړ تر څو چې پاچا کېده. په کال ۱۹۹۳ کې یې له یوې فلسطینۍ رانیا الیاسین سره واده وکړ.   پ...
Abdel Fattah al-Sisi – عبدالفتاح السیسي

Abdel Fattah al-Sisi – عبدالفتاح السیسي

ټولې لیکنې
د نومبر په ۱۹ نېټه، کال ۱۹۵۴، د مصر په قاهره کې زېږېدلی. د مصر پوځي افسر ده او په ۲۰۱۳ کال کې د مصر عملي رهبر شو. کله چې محمد مرسي واک ته ورسېد خلکو د مرسي خلاف پاڅون وکړ او السیسي جمهور ریس له واکه لرې کړ. لمړی ځل په ۲۰۱۴ کې او په دوېم ځل په کال ۲۰۱۸ کې ولسمشرۍ ته کاندید شو. په کال ۱۹۷۷ کې د مصر له پوځي اکاډمي فارغ شوی. پیاده پوځ کې یې په خدمت پېل وکړ. وروسته د مصر په شمال کې د پوځ قومندان وټاکل شو. په ۲۰۱۰ کې د پوځ د استخباراتو ریس وګمارل شو.   د ۲۰۱۱ کال په جنورۍ او فېبرورۍ میاشت کې خلکو د جمهور ریس حسن مبارک خلاف پاڅون وکړ. کله چې حسن مبارک واک پرېښود او مرسي واک ته ورسېد نو له پوځ سره یې د واک پر سر شخړه پېل شوه. د ۲۰۱۲ کال د اګسټ په میاشت کې، مرسي د پوځ ټول افسران تقاوت ته مجبور کړل او کم پېژندل شوی مرسي یې د دفاع وزیر کړ. په دې وخت کې خلکو د مرسي خلاف پاڅون وکړ داسې پاڅون...
Aaron Bank – آرون بېنک

Aaron Bank – آرون بېنک

ټولې لیکنې
د نومبرمیاشت په ۲۳ نېټه، کال ۱۹۰۲، په نیویارک ښار کې زېږېدلی او د اپرېل میاشت په ۱ نېټه، کال ۲۰۰۴، د کلیفورنیا په دانا پواینټ کې مړ شوی. د متحده ایالتونو د پوځ افسروو. د نامتوالي وجه یې، په دوېمه نړیواله جګړه کې، د دښمن د کرښې له شا ګټه پورته کول وو. په دې وخت کې یې د پوځ له (Office of Strategic Services OSS) څانګې سره دنده پر مخ وړله. د متحده ایالتونو د ځانګړو ځواکونو (Green Berets) تاسیس کوونکی ده. بېنک په یوه روسۍ کډواله شوې کورنۍ کې زېږېدلی، له خپلې مور څخه یې فرانسوي او جرمني زده کړه. په ۱۹۳۰ لسیزه کې یې ټولې اروپا ته سفرونه پېل کړل او د فټنس کلب استاد او په اوبو کې د ډوبېدونکو ژغورونکی وو. په کال ۱۹۴۲ کې د امریکا پوځ ته ولاړ خو پوځ فکر وکړ چې د فعاله پوځي خدمت لپاره یې عمر ډېر زېات ده او د افسرانو اکاډمۍ کې محصل شو, له اکاډمۍ څخه د دوېم بریدمن په توګه فارغ شو او د ټرانسپورت بخش کې...
Aayyār – عیاران

Aayyār – عیاران

ټولې لیکنې
په عربي کې یې جمع عیارون او په فارسي کې عیاران ده. له ۹ تر ۱۲ پېړۍ پورې د عراق او ایران ټول سني او شیعه جنګیالي وو. عیاران ډله د دې لپاره جوړه شوې وه چې د اسلام خپرولو لپاره په اسیا کې جګړه پر مخ وېسي. د دې ډلې تر ټولو دقیق اسناد چې د دوي فعالیت په ډېره روښانه توګه تشرېح کوي له ۱۰ تر ۱۲ پېړۍ په بغداد کې فعالیت ده. یادې ډلې په بغداد کې داسې فعالیت کړی چې ممکن په نورو سیمو کې عیارانو نه وي کړی. د دې وخت بغداد کې ال بوید (Būyids) چې د ۹۴۵–۱۰۵۵ ترمنځ یې واک په لاس کې لره موجود وو. عیارانو بغداد په یو بې قانونه او د جګړې په میدان بدل کړ د سني او شیعه مسلمانانو ترمنځ خپلمنځي جګړه یې پېل کړه. په لارو یې مالیه کېښوده، د شپې لخوا یې د شتمنو خلکو کورنه لوټ کړل، په سوداګریزو مارکېټونه یې جبري مالیه تحمیل کړه، ځینې سوداګریزو مارکیټونو ته یې اور ولګوه او تر ټولو لویې اسلامي کتابخانې یې وسوزولې.  ...
Ḥafiz al-Assad – حافظ الاسد

Ḥafiz al-Assad – حافظ الاسد

ټولې لیکنې
د اکتوبر په ۶ نېټه، کال ۱۹۳۰، د سوریې په قرداها کې زېږېدلی او د جون په ۱۰ نېټه، کال ۲۰۰۰، په دمشق کې مړ شوی. د ۱۹۷۱–۲۰۰۰ کلونو ترمنځ د سوریې جمهور ریس وو. حافظ الاسد سوریې ته ثبات راوړ او سوریه یې په منځني ختیځ کې یو ځواک کړه.   حافظ الاسد د علویانو په یوه غریبه کورنۍ کې زېږېدلی وو. وروسته یې د حزب البتال عربي الاشتراکي په نامه د تنظیم کې غړیتوب ترلاسه کړ. په کال ۱۹۵۲ کې د پوځ اکاډمي ته ولاړ او درې کاله وروسته د پیلوټ په توګه له اکاډمي فارغ شو. د ۱۹۵۹–۶۱ کلونو ترمنځ سوریې له مصر سره لنډ مهاله اتحادیه جوړه کړ او حافظ الاسد مصرته ولاړ د اتحادیې له منځه تللو وروسته اسد او یو څو نورو نظامیانو هڅه وکړه چې د البتال تنظیم بیا ځلې فعال کړي او دفعالیت لپاره یې یوه کمیټه جوړه کړه. په کال ۱۹۶۳ کې البتال ته واک په لاس ورغی او اسد د هوایي ځواک قومندان شو. په کال ۱۹۶۶ کې یې کودتا وکړه او منتخ...

Ministerial responsibility – د وزیرانو مسولیت

ټولې لیکنې
د وزیرانو مسولیت په دوه ډوله ده لمړی ډول یې (Ministerial responsibility) ده په دې ډول کې حکومت د پارلمان لخوا ټاکل کیږي، پارلمان کولای شي حکومت له واک څخه ګوښه کړي، پارلمان په غور سره د حکومت د کړنو څارنه کوي، اجرایوي څانګې یې یو ځای واک ته رسیږي او له واکه لرې کیږي لکه د انګلستان لمړی وزیر او کابینه چې د پارلمان لخوا ټاکل کیږي او له واکه لرې کیږي, ټول وزیران یوازې د خپل وزارت د کړنو مسولین نه وي بلکې په ګډه د حکومت د پالیسۍ دفاع په پارلمان کې کوي .   دوېم ډول یې (Individual ministerial responsibility) ده او په دې ډول کې وزیران باید پارلمان ته فریب ورنکړي، وزیران باید په سیاسي توګه او شخصي توګه له فساد څخه پاک وي، وزیران باید د ګټو له امله د شخړو مخه ونیسي، وزیران باید د پارلمان بې احترامي او یا د پارلمان د بدنامۍ هڅه ونکړي، هر وزیر د خپل وزارت مسولیت په غاړه لري او پارلمان له ه...
Anthropology – انتروپولوجي یا انسان پېژندنه

Anthropology – انتروپولوجي یا انسان پېژندنه

ټولې لیکنې
انتروپولوجي د انسان، انساني ټولنې او چلند په تېر وخت او اوسمهال کې مطالعه ده. کلتوري انتروپولوجي او ټولنیزه انتروپولوجي د ټولنو ارزښتونه او نورمونه مطالعه کوي. د ژبپوهنې انتروپولوجي دا مطالعه کوي چې څرنګه ژبه په ټولنیز ژوند اغیز کوي. بیولوجیکي یا فزیکي انتروپولوجي د انسانانو بیولوجیکي وده مطالعه کوي.   لروغونپوهنه چې په تېر وخت کې د فزیکي شواهدو له مخې د انسانانو کلتور مطالعه کوي په متحده ایالتونو کې د انتروپولوجي یو څانګه ګڼل کیږي خو په اروپا کې جلا رشته ګڼل کیږي او یا د ورته رشتو لکه تاریخ لاندې ډلبندي شوې....
Psychology – ارواپوهنه

Psychology – ارواپوهنه

ټولې لیکنې
ارواپوهنه د چلند، ذهن، د بې خوده او په خود ذهنونو، د احساس او فکر ساینس ده. ارواپوهنه مختلفې لویې برخې لري کومې چې په ټولیزه توګه د مغز څخه تولیدېدونکې ځانګړتیاوې مطالعه کوي. ارواپوهنه د ټولنیز ساینس په توګه د عمومي اصولو په اړه د څېړنو له لارې یو غړی او د غړو ګروپ مطالعه کوي.   د دې څانګې کارپوه ته ارواپوه وایي او د ټولنیزو، چلندي او پېژندونکو یا درک کوونکو ساینسپوهانو په ډلو کې سره وېشل شوي. ارواپوهنه هڅه کوي چې په ذهني فعالیت او ټولنیز چلند ځان پوه کړي او د دې ترشا د درک یا پېژندنې او چلند اروایي او بیولوجیکي پروسې مطالعه کړي. ارواپوهان د شخصیت، د مغزفعالیت، انګېزه، هوښیاري، احساسات، پام، درک او لرلید مطالعه کوي او پلټي....

Geography – جغرافیه

ټولې لیکنې
د یوناني ژبې د دوه کلیمو له ترکیب (γεωγραφία geōgraphía) اخیستل شوی نوم دی مانا یې "ځمکه او لیکل" ده. د ځمکې د سطحې، ځانګړنو، اوسېدونکو او پېښو مطالعه ده. د هر څه رانغاړونکې رشته ده کومه چې د ځمکې، د ځمکې د انسانانو او د ځمکې د طبیعي پېچلتیا د مطالعې هڅه کوي. یوازې د دې مطالعه نه کوي چې توکي چېرې دي بلکې دې ته هم کتنه کوي چې څرنګه بدلون پکې رامنځته شوی او اوس چېرې دي. جغرافیه د طبیعي ساینس او ټولنیز ساینس ترمنځ پول ګڼل کیږي. د ډېرو جغرافیایي مفهومونو مخینه د یونان د سېرېن له اېراتوستېن ته رسیږي او ګمان کیږي چې د "جغرافیا" کلیمه یې هم له زېږېدیز کال څخه تقریبا ۱۹۵ کاله وړاندې ابداع کړې وي. تر اوسه پورې تر ټولو په زړو موندل شوو اسنادو کې جغرافې کلیمه د زېږېدیز کال د ۱۰۰ او ۱۷۰ کال ترمنځ د کلودیوس بطلیموس په نوم یوه یوناني کارولې او وروسته یې په جغرافیه کې د بطلیموس دود رامنځته کړ کوم کې چې ...

Missouri Plan – د میسوري ایالت د قاضیانو د ټاکنې او ګمارنې طریقه

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې دا پلان د (Missouri Nonpartisan Court Plan, or the merit plan) په نومونو هم یادوي. د قاضیانو د ټاکنې طریقه چې له میسوري ایالت څخه یې په کال ۱۹۴۰ کې سرچینه اخیستې او په تدریجي توګه د متحده ایالتونو نورو قضایي حوزو هم دا طریقه پلي کړه. دې ته ورته طریقه په ځینې نورو ملکونو کې هم کاریږي. په دې طریقه کې یو غیرې تنظیمي کمیسون د قضا د پوسټونو لپاره نوملړ چمتو کوي او دا نوملړ د ایالت والي ته لیږي. والي ۶۰ ورځې وخت لري چې د کاندیدانو له دې نوملړ څخه د پوسټ لپاره کسان خوښ کړي. که چېرې والي په ۶۰ ورځو کې کس خوښ نکړي بیا کمیسون کس خوښوي.   له یو کال دندې وروسته د ټاکل شوي قاضي په اړه انتخابات کیږي او انتخاباتو کې یې کوم بل کس سیال نه وي بلکې د یوکال د کړنو په اړه یو ډول قضاوت وي او کړنو ته یې رایې ورکول کیږي که چېرې رایې کمې ترلاسه کړي قاضي له دندې لرې کیږي او که رایې زېاتې شي...