ټولې لیکنې

Abdullah II – دوېم عبدالله

Abdullah II – دوېم عبدالله

ټولې لیکنې
بشپړ نوم یې عبدالله ابن حسین ده. د جنورۍ په ۳۰ نېټه، کال۱۹۶۲، د اردن په عمان کې زېږېدلی. له ۱۹۹۹ کال څخه د اردن پاچا ده. په قوم بني هاشم ده.   عبدالله د حسین پاچا مشر زوی وو تر درې کلنۍ پورې شهزاده وو. کله چې په منځني ختیځ کې نا ارامي پېل شوه نو حسین پاچا د پاچایي میراث د خپل ورور حسن په نوم کړه. عبدالله د زده کړو لپاره انګلستان او متحده ایالتونو ته ولاړ او په کال ۱۹۸۰ کې د انګلستان له سلطنتي پوځي اکاډمۍ سنډهرسټ (sandhurst) څخه فارغ شو. له فارغېدو وروسته یې د انګلستان له پوځ سره او له هغې وروسته د اردون په پوځ کې دنده ترسره کړه. په کال ۱۹۹۳ کې د اردن د ځانګړو ځواکونو د قومندان مرستیال وټاکل شو؛ په کال ۱۹۹۴ کې د اردن د ځانګړو ځواکونو قومندان شو او په خپل پوسټ یې تر هغو کار ته دوام ورکړ تر څو چې پاچا کېده. په کال ۱۹۹۳ کې یې له یوې فلسطینۍ رانیا الیاسین سره واده وکړ.   پ...
Abdel Fattah al-Sisi – عبدالفتاح السیسي

Abdel Fattah al-Sisi – عبدالفتاح السیسي

ټولې لیکنې
د نومبر په ۱۹ نېټه، کال ۱۹۵۴، د مصر په قاهره کې زېږېدلی. د مصر پوځي افسر ده او په ۲۰۱۳ کال کې د مصر عملي رهبر شو. کله چې محمد مرسي واک ته ورسېد خلکو د مرسي خلاف پاڅون وکړ او السیسي جمهور ریس له واکه لرې کړ. لمړی ځل په ۲۰۱۴ کې او په دوېم ځل په کال ۲۰۱۸ کې ولسمشرۍ ته کاندید شو. په کال ۱۹۷۷ کې د مصر له پوځي اکاډمي فارغ شوی. پیاده پوځ کې یې په خدمت پېل وکړ. وروسته د مصر په شمال کې د پوځ قومندان وټاکل شو. په ۲۰۱۰ کې د پوځ د استخباراتو ریس وګمارل شو.   د ۲۰۱۱ کال په جنورۍ او فېبرورۍ میاشت کې خلکو د جمهور ریس حسن مبارک خلاف پاڅون وکړ. کله چې حسن مبارک واک پرېښود او مرسي واک ته ورسېد نو له پوځ سره یې د واک پر سر شخړه پېل شوه. د ۲۰۱۲ کال د اګسټ په میاشت کې، مرسي د پوځ ټول افسران تقاوت ته مجبور کړل او کم پېژندل شوی مرسي یې د دفاع وزیر کړ. په دې وخت کې خلکو د مرسي خلاف پاڅون وکړ داسې پاڅون...
Aaron Bank – آرون بېنک

Aaron Bank – آرون بېنک

ټولې لیکنې
د نومبرمیاشت په ۲۳ نېټه، کال ۱۹۰۲، په نیویارک ښار کې زېږېدلی او د اپرېل میاشت په ۱ نېټه، کال ۲۰۰۴، د کلیفورنیا په دانا پواینټ کې مړ شوی. د متحده ایالتونو د پوځ افسروو. د نامتوالي وجه یې، په دوېمه نړیواله جګړه کې، د دښمن د کرښې له شا ګټه پورته کول وو. په دې وخت کې یې د پوځ له (Office of Strategic Services OSS) څانګې سره دنده پر مخ وړله. د متحده ایالتونو د ځانګړو ځواکونو (Green Berets) تاسیس کوونکی ده. بېنک په یوه روسۍ کډواله شوې کورنۍ کې زېږېدلی، له خپلې مور څخه یې فرانسوي او جرمني زده کړه. په ۱۹۳۰ لسیزه کې یې ټولې اروپا ته سفرونه پېل کړل او د فټنس کلب استاد او په اوبو کې د ډوبېدونکو ژغورونکی وو. په کال ۱۹۴۲ کې د امریکا پوځ ته ولاړ خو پوځ فکر وکړ چې د فعاله پوځي خدمت لپاره یې عمر ډېر زېات ده او د افسرانو اکاډمۍ کې محصل شو, له اکاډمۍ څخه د دوېم بریدمن په توګه فارغ شو او د ټرانسپورت بخش کې...
Aayyār – عیاران

Aayyār – عیاران

ټولې لیکنې
په عربي کې یې جمع عیارون او په فارسي کې عیاران ده. له ۹ تر ۱۲ پېړۍ پورې د عراق او ایران ټول سني او شیعه جنګیالي وو. عیاران ډله د دې لپاره جوړه شوې وه چې د اسلام خپرولو لپاره په اسیا کې جګړه پر مخ وېسي. د دې ډلې تر ټولو دقیق اسناد چې د دوي فعالیت په ډېره روښانه توګه تشرېح کوي له ۱۰ تر ۱۲ پېړۍ په بغداد کې فعالیت ده. یادې ډلې په بغداد کې داسې فعالیت کړی چې ممکن په نورو سیمو کې عیارانو نه وي کړی. د دې وخت بغداد کې ال بوید (Būyids) چې د ۹۴۵–۱۰۵۵ ترمنځ یې واک په لاس کې لره موجود وو. عیارانو بغداد په یو بې قانونه او د جګړې په میدان بدل کړ د سني او شیعه مسلمانانو ترمنځ خپلمنځي جګړه یې پېل کړه. په لارو یې مالیه کېښوده، د شپې لخوا یې د شتمنو خلکو کورنه لوټ کړل، په سوداګریزو مارکېټونه یې جبري مالیه تحمیل کړه، ځینې سوداګریزو مارکیټونو ته یې اور ولګوه او تر ټولو لویې اسلامي کتابخانې یې وسوزولې.  ...
Ḥafiz al-Assad – حافظ الاسد

Ḥafiz al-Assad – حافظ الاسد

ټولې لیکنې
د اکتوبر په ۶ نېټه، کال ۱۹۳۰، د سوریې په قرداها کې زېږېدلی او د جون په ۱۰ نېټه، کال ۲۰۰۰، په دمشق کې مړ شوی. د ۱۹۷۱–۲۰۰۰ کلونو ترمنځ د سوریې جمهور ریس وو. حافظ الاسد سوریې ته ثبات راوړ او سوریه یې په منځني ختیځ کې یو ځواک کړه.   حافظ الاسد د علویانو په یوه غریبه کورنۍ کې زېږېدلی وو. وروسته یې د حزب البتال عربي الاشتراکي په نامه د تنظیم کې غړیتوب ترلاسه کړ. په کال ۱۹۵۲ کې د پوځ اکاډمي ته ولاړ او درې کاله وروسته د پیلوټ په توګه له اکاډمي فارغ شو. د ۱۹۵۹–۶۱ کلونو ترمنځ سوریې له مصر سره لنډ مهاله اتحادیه جوړه کړ او حافظ الاسد مصرته ولاړ د اتحادیې له منځه تللو وروسته اسد او یو څو نورو نظامیانو هڅه وکړه چې د البتال تنظیم بیا ځلې فعال کړي او دفعالیت لپاره یې یوه کمیټه جوړه کړه. په کال ۱۹۶۳ کې البتال ته واک په لاس ورغی او اسد د هوایي ځواک قومندان شو. په کال ۱۹۶۶ کې یې کودتا وکړه او منتخ...

Ministerial responsibility – د وزیرانو مسولیت

ټولې لیکنې
د وزیرانو مسولیت په دوه ډوله ده لمړی ډول یې (Ministerial responsibility) ده په دې ډول کې حکومت د پارلمان لخوا ټاکل کیږي، پارلمان کولای شي حکومت له واک څخه ګوښه کړي، پارلمان په غور سره د حکومت د کړنو څارنه کوي، اجرایوي څانګې یې یو ځای واک ته رسیږي او له واکه لرې کیږي لکه د انګلستان لمړی وزیر او کابینه چې د پارلمان لخوا ټاکل کیږي او له واکه لرې کیږي, ټول وزیران یوازې د خپل وزارت د کړنو مسولین نه وي بلکې په ګډه د حکومت د پالیسۍ دفاع په پارلمان کې کوي .   دوېم ډول یې (Individual ministerial responsibility) ده او په دې ډول کې وزیران باید پارلمان ته فریب ورنکړي، وزیران باید په سیاسي توګه او شخصي توګه له فساد څخه پاک وي، وزیران باید د ګټو له امله د شخړو مخه ونیسي، وزیران باید د پارلمان بې احترامي او یا د پارلمان د بدنامۍ هڅه ونکړي، هر وزیر د خپل وزارت مسولیت په غاړه لري او پارلمان له ه...
Anthropology – انتروپولوجي یا انسان پېژندنه

Anthropology – انتروپولوجي یا انسان پېژندنه

ټولې لیکنې
انتروپولوجي د انسان، انساني ټولنې او چلند په تېر وخت او اوسمهال کې مطالعه ده. کلتوري انتروپولوجي او ټولنیزه انتروپولوجي د ټولنو ارزښتونه او نورمونه مطالعه کوي. د ژبپوهنې انتروپولوجي دا مطالعه کوي چې څرنګه ژبه په ټولنیز ژوند اغیز کوي. بیولوجیکي یا فزیکي انتروپولوجي د انسانانو بیولوجیکي وده مطالعه کوي.   لروغونپوهنه چې په تېر وخت کې د فزیکي شواهدو له مخې د انسانانو کلتور مطالعه کوي په متحده ایالتونو کې د انتروپولوجي یو څانګه ګڼل کیږي خو په اروپا کې جلا رشته ګڼل کیږي او یا د ورته رشتو لکه تاریخ لاندې ډلبندي شوې....
Psychology – ارواپوهنه

Psychology – ارواپوهنه

ټولې لیکنې
ارواپوهنه د چلند، ذهن، د بې خوده او په خود ذهنونو، د احساس او فکر ساینس ده. ارواپوهنه مختلفې لویې برخې لري کومې چې په ټولیزه توګه د مغز څخه تولیدېدونکې ځانګړتیاوې مطالعه کوي. ارواپوهنه د ټولنیز ساینس په توګه د عمومي اصولو په اړه د څېړنو له لارې یو غړی او د غړو ګروپ مطالعه کوي.   د دې څانګې کارپوه ته ارواپوه وایي او د ټولنیزو، چلندي او پېژندونکو یا درک کوونکو ساینسپوهانو په ډلو کې سره وېشل شوي. ارواپوهنه هڅه کوي چې په ذهني فعالیت او ټولنیز چلند ځان پوه کړي او د دې ترشا د درک یا پېژندنې او چلند اروایي او بیولوجیکي پروسې مطالعه کړي. ارواپوهان د شخصیت، د مغزفعالیت، انګېزه، هوښیاري، احساسات، پام، درک او لرلید مطالعه کوي او پلټي....

Geography – جغرافیه

ټولې لیکنې
د یوناني ژبې د دوه کلیمو له ترکیب (γεωγραφία geōgraphía) اخیستل شوی نوم دی مانا یې "ځمکه او لیکل" ده. د ځمکې د سطحې، ځانګړنو، اوسېدونکو او پېښو مطالعه ده. د هر څه رانغاړونکې رشته ده کومه چې د ځمکې، د ځمکې د انسانانو او د ځمکې د طبیعي پېچلتیا د مطالعې هڅه کوي. یوازې د دې مطالعه نه کوي چې توکي چېرې دي بلکې دې ته هم کتنه کوي چې څرنګه بدلون پکې رامنځته شوی او اوس چېرې دي. جغرافیه د طبیعي ساینس او ټولنیز ساینس ترمنځ پول ګڼل کیږي. د ډېرو جغرافیایي مفهومونو مخینه د یونان د سېرېن له اېراتوستېن ته رسیږي او ګمان کیږي چې د "جغرافیا" کلیمه یې هم له زېږېدیز کال څخه تقریبا ۱۹۵ کاله وړاندې ابداع کړې وي. تر اوسه پورې تر ټولو په زړو موندل شوو اسنادو کې جغرافې کلیمه د زېږېدیز کال د ۱۰۰ او ۱۷۰ کال ترمنځ د کلودیوس بطلیموس په نوم یوه یوناني کارولې او وروسته یې په جغرافیه کې د بطلیموس دود رامنځته کړ کوم کې چې ...

Missouri Plan – د میسوري ایالت د قاضیانو د ټاکنې او ګمارنې طریقه

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې دا پلان د (Missouri Nonpartisan Court Plan, or the merit plan) په نومونو هم یادوي. د قاضیانو د ټاکنې طریقه چې له میسوري ایالت څخه یې په کال ۱۹۴۰ کې سرچینه اخیستې او په تدریجي توګه د متحده ایالتونو نورو قضایي حوزو هم دا طریقه پلي کړه. دې ته ورته طریقه په ځینې نورو ملکونو کې هم کاریږي. په دې طریقه کې یو غیرې تنظیمي کمیسون د قضا د پوسټونو لپاره نوملړ چمتو کوي او دا نوملړ د ایالت والي ته لیږي. والي ۶۰ ورځې وخت لري چې د کاندیدانو له دې نوملړ څخه د پوسټ لپاره کسان خوښ کړي. که چېرې والي په ۶۰ ورځو کې کس خوښ نکړي بیا کمیسون کس خوښوي.   له یو کال دندې وروسته د ټاکل شوي قاضي په اړه انتخابات کیږي او انتخاباتو کې یې کوم بل کس سیال نه وي بلکې د یوکال د کړنو په اړه یو ډول قضاوت وي او کړنو ته یې رایې ورکول کیږي که چېرې رایې کمې ترلاسه کړي قاضي له دندې لرې کیږي او که رایې زېاتې شي...

Motion – مقننه جرګې یا کمېټې ته رسمي وړاندیز

ټولې لیکنې
د پارلمان د نظم په قوانینو کې یوه کړنلاره ده د کومې له لارې چې وړاندیزونه د غور کولو لپاره مشورتي شوراګانو ته وړاندې کیږي. په بله مانا موشن یو وړاندیز ده چې د بحث یا پرېکړې لپاره ولسي جرګې ته وړاندیز کیږي. یو موشن یو رسمي وړاندیز ده چې مقننه شورا ته د شورا د یوه غړي لخوا د عمل یا یوې کړنې ترسره کولو لپاره وړاندیز کیږي. دا وړاندیز په پارلماني بهیر کې یو نوی بحث رامنځته کوي او یا د هغه وړاندیز چې معطل شوی, په اړه نوو کړنو ته لار هواروي. بله مانا یې محکمې یا قاضي ته د نظم یا قانوانینو په اړه وړاندیز ده. بله مانا یې د خبرو له لارې داسې وړاندیز ده کوم چې د یوې لیکل شوې عریضې د رد کولو لپاره وېل کیږي....

Edith Nourse Rogers – ایډیت نورس روجرس

ټولې لیکنې
د مارچ په ۱۹ نېټه، کال ۱۸۸۱، د متحده ایالتونو د مېن ایالت په ساکو سیمه کې زېږېدلې او د سپټمبر په ۱۰ نېټه، کال ۱۹۶۰، په بوسټون کې مړه شوې. د امریکا دولتي چاوراکې وه، د اوږد وخت لپاره په کانګرېس کې د ماساچوسېټس ایالت استازې وه، له سرتېرو سره د چارو له امله ډېره پېژندل شوې.   لمړنۍ زده کړې یې په (Rogers Hall School in Lowell) ښونځي کې چې په متحده ایالتونو کې ده کړي او لیسه یې په (Madame Julien’s School in Paris) کې چې د فرانسې په پاریس ده لوستې. په کال ۱۹۰۷ کې یې له جان روجرس (John J. Rogers) سره واده وکړ. کله چې جان روجرس کانګرېس ته په کال ۱۹۱۲ کې کاندید شو نو د لمړی نړیوالې جګړې وخت وو او دوي په واشنګټن ډي سي کې ژوند پېل کړ. ایډیت د سره صلیب (red cross) او وای اېم سي اې (YMCA) ادارې لپاره په رضاکارانه فعالیت پېل وکړ. په کال ۱۹۱۷ کې یې له (Women’s Overseas League) ادارې سره له خپل ...

Ecclesiastical court – کلیسایي محکمه

ټولې لیکنې
مذهبي محکمه د مذهبي چارواکو لخو ا چمتو کیږي تر څو په یوه مسله د مذهبي علماو ترمنځ یا عامي کسانو ترمنځ بحث وشي. په عصري وخت کې دا ډول محکمې د مسلمانانو (شریعت)، یهودانو (bet din) او عیسویانو مذهبي ډلې جوړوي. تر پخوا یې فعالیت ډېر محدود شوی خو پخوا وخت کې یې د محکمې په اندازه واک لره او د هر څه په اړه یې قضاوت او پرېکړه کوله. په منځنیو پېړیو کې د رومان کتولیک کلیسا د هغه وخت له محکمو سره برابره سیالي کوله.   هغه کلیسایي محکمې چې په سیکولر سیمو کې وې سر او کار یې له سپېڅلو مسایلو سره وو لکه واده، طلاق او نور مشروع مسایل لکه میراث. په انګلستان کې د کلیسا محکمه چې په ۱۶ پېړۍ کې د انګلیکن (Anglican) عیسوۍ ډلې پکې واک ترلاسه کړ د میراث لپاره بشپړ قضایي سیستم لره دا مذهبي محکمه تر ۱۸۵۷ کال پورې د چانسري محکمې سره په سیالۍ کې وه. دې محکمو هغه روحانیون هم محکمه کول چې جرم به یې کړی وو. ...
Philosophy – فلسفه

Philosophy – فلسفه

ټولې لیکنې
له یونانۍ (φιλοσοφία, philosophia) کلیمې څخه اخیستل شوی لفظ ده او مانا یې "عقل سره مینه" ده. فلسفه د موجودیت، پوهې، ارزښت، وجې، ذهن، ژبو او ورته مسایلو په اړه د عامه او بنسټیزو ستونزو مطالعه ده. د فلسفې اصطلاح له زېږېدېز کال نه ۵۷۰–۴۹۵ کلونو وړاندې ترمنځ ممکن د فیثاغورث لخوا ابداع شوې وي. د فلسفې په طریقه یا میتود کې پوښتنې، د نیوکې بحث او منطقي استدلال شامل دي. د کلاسیک فلسفې په پوښتنو کې لاندې ډول پوښتنې شاملې دي: ۱- ممکنه ده چې په یو څه پوه شو او ثابت یې کړو ؟ ۲- څه ډېر زېات حقیقي دي؟ له دې پرته فیلسوفان ډېرې عیني او عملي پوښتنې هم کوي لکه: د ژوند لپاره تر ټولو غوره طریقه هم شته ؟ انسانان ازاده اراده لري؟   په تاریخي توګه، فلسفې د یونان فیلسوف ارسطو له وخت تر ۱۹ پېړۍ د علم هره څانګه رانغښتې وه. طبیعي فلسفه په طب، ستورپوهنه او فزیک باندې بحث کوي د بېلګې په توګ...

Ecclesia – اېکلېزیا

ټولې لیکنې
د پخواني یونان د خلکو شورا وه چې د ولایتونو په ښارونو کې یې غونډې کولې. د دې شورا سرچینه له هومري محفل (Homeric agora) څخه پېل شوې. په دې شورا کې ۱۸ کلن یا تردې زېات عمر لرونکی نرانو غونډه کوله او دنده یې د قاضیانو (archons) ټاکنه، د پالیسي کنټرول او ځینو وګړو ته ځانګړي امتیازونه ورکول وو.

Darbar – دربار

ټولې لیکنې
په فارسي کې دربار کلیمه د یوې محکمې لپاره کارېده، په هند کې د مجلس د اورېدونکو د تالار، رسمي غونډې یا مجلس لپاره کارېده. د برطانوي هند په وخت کې دربار کلیمه د امپریالستي شورا سره تړاو لره او دولتي مناسباتو یا لمانځغونډو ته هم دربار وېل کېده. په عامه ژبه کې دربار حضور ته وایي او د روحانیونو مقبرو ته هم کاریږي. تر ټولو ستر درې دربارونه د هند په دیلي کې په ۱۸۷۷، ۱۹۰۳ او ۱۹۱۱ کې جوړ شوي وو د دې غونډو موخه په کال ۱۸۷۶ کې د ملکې ویکتوریا (Queen Victoria) د هند د امپراتورې په توګه لمانځنه وه، په کال ۱۹۰۲ کې د اووم اډوارډ (King Edward VII) د تاج په سر کولو لمانځنه وه او په کال ۱۹۱۱ کې د پنځم جورج او ملکې ماري (King George V and Queen Mary) هند ته د سفر لمانځنه وه....

Divan – دیوان

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې (diwan, or dewan) هم لیکل کیږي. په اسلامي ټولنه کې د یادون یا ثبت کتاب (register or logbook) وو او وروسته د دیوان په نامه یوه مالي څانګه یا دولتي اداره (finance department and government bureau) وه. لمړی دیوان د حضرت عمر فاروق رض (caliph ʿUmar I 634–644) په وخت کې جوړ شو په کوم کې چې د هغو عربانو د نومونو نوملړ موجود وو چې د جګړې غنیمت (spoils of war) کې یې برخه ورکول کېده. کومو کسانو به چې جګړه کې برخه اخیسته د نومونو نوملړ یې دیوان کې د یادون په توګه لیکل کېده او دوي ته میراثي تقاوت ورکول کېده؛ کومه سیمه به چې ونیول شوه د سیمې له بزګرو به اجباري مالیه اخیستل کېده؛ چا به چې ملکیت لره د ملکیت اجباري مالیه به ترې اخیستل کېده او په همدې دیوان کې د یادون په توګه لیکل کېدل.   وروسته دا نوم د مالي ادارو لپاره وکارېده. د معاویه رض د خلافت (caliphate of Muʿāwiyah) په وخت ...

Diet – د جاپان د امپریالستي حکومت ملي شورا

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې ورته (Imperial Diet) نوم هم اخلي. د ۱۸۸۹–۱۹۴۷ کلونو ترمنځ د جاپانۍ امپراتورۍ ملي شورا او د جاپان مقننه ملي مجلس وو. د جاپان د ۱۸۸۹ کال په میجي اساسي قانون (Meiji Constitution) کې د جاپان امپریالستي شورا دوه جرګې لرلې: د مشرانو جرګه (The upper house) او د اشرافو جرګه (House of Peers) او دواړو خپله کې برابر واک درلوده، دواړه جرګې پرته له انتخاباتو د ګمارنې یا ټاکنې له لارې جوړې شوې وې. په پېل کې یې شمېر تر ۳۰۰ غړو کم وو خو وروسته تر ۴۰۰ پورې ورسېد. د اشرافو د جرګې دنده د ولسي جرګې پر چارو نظر ساتنه وه.   په انګرېزۍ کې (Diet) نورې ماناګانې هم لري لمړۍ مانا یې هغه خواړه چې په عادتي توګه یې یو حیوان، انسان یا یوه ټولنه خوري لکه پیشو په عادتي توګه غوښه خوړونکې ده یا د پیشو (diet) غوښه ده؛ دوېمه مانا یې غذایي رژیم ده، درېمه مانا یې په ځینې ملکونو کې مقننه یا ملي شورا ده....

Death-qualified jury – د مرګ جزا اورونکې محکمه

ټولې لیکنې
په حقوقو کې د محکمې هغه بهیر ده چې د مرګ جزا اوروي. په دې محکمه کې هغه قاضیان ګمارل کیږي چې د اعدام د جزا ( capital punishment) مخالف نه وي. له کومو قاضیانو چې د اعدام د جزا په اړه لمړنۍ پوښتنې شوي او د اعدام له جزا سره یې مخالفت ښودلی په دې محکمه کې دنده نده ورکړل شوې. په کال ۱۹۶۹ کې د متحده ایالتونو سترې محکمې د قاضیانو په دنده ګمارنه او مخالفت قضیه کې تغیر راوسته او دا یې زېاته کړه چې هغه قاضیان کوم چې د اعدام له جزا سره د نظر فلسفي مخالفت لري مګر خپله دنده کې قانون تطبیقوي په دې محکمه کې یې د دندې مخه نشي نیول کېدای.  ...

Daniel Dulany – ډینیل ډولاني

ټولې لیکنې
د جون په ۲۸ نېټه، کال ۱۷۲۲، د متحده ایالتونو د میريلنډ په اناپولیس کې زېږېدلی او مارچ په ۱۷ نېټه، کال ۱۷۹۷، د متحده ایالتونو د میریلنډ په بالټیمور کې مړ شوی. وکیل او د امریکا له انقلاب څخه وړانې اغیزمند یا با نفوذه سیاسي شخصیت وو.   ډولاني خپلې زده کړې په انګلستان کې کړې وې او کله چې میریلنډ ته ولاړ هلته وکیل شو. له کال ۱۷۵۱ تر ۱۷۵۴ پورې د مقننه شورا غړی وو او په کال ۱۷۵۷ کې د دولتي شورا غړی منتخب شو. په روان کال کې یې په څو نورو دولتي پوسټونو هم کار وکړ او د امریکایي مستعمرو یا کالونیو یو نامتو وکیل شو. په امریکا کې د انګرېزانو د ځینو پالیسیو مخالف وو او کله چې د (Stamp Act of 1765) قانون له امله بحران رامنځته شو نو ډینیل د (Considerations on the Propriety of Imposing Taxes in the British Colonies 1765) په نامه کتاب پرې ولیکله کومه چې د (Stamp Act) خلاف تر ټولو اغیزمنه چاپي رسن...