ټولې لیکنې

Dajōkan – دا جوکان

ټولې لیکنې
د نارا او هین دوره (Nara and Heian periods) کې د جاپانۍ امپراتورۍ دولتي شورا وه. کله چې جاپان خپل امپریالستي ځواک په کال ۱۸۶۸ کې ورغاوه نو خپلې دولتي شورا ته یې بیا همدا پخوانی نوم ورکړ. د داجوکان نوې شورا په دوه څانګو وېشل شوې وه چې یوه اجرایوي څانګه او بله د مقننه ځواک څانګه وه. دا شورا څو ځلې بیا تاسیس شوه خو په کال ۱۸۷۱ کې د سپټمبر په ۱۳ نېټه په درې څانګو ووېشل شوه: مقننه ځواک، د وزیرانو لارښوونکې اداره، د یادو دوه ادارو ګډ ځواک لرونکې څانګه. وروسته په حکومت فشار راوړل شو تر څو پارلماني سیستم خپل کړي او په کال ۱۸۸۵ کې د داجوکان شورا لغوه شوه او داسې کابینه جوړه شوه چې له امپراتور سره یې حکومتي مسولیت شریک وو. له دې څلور کاله وروسته د جاپان لمړی اساسي قانون نافذ شو....

Curia – کوریا

ټولې لیکنې
انګریزي تلفظ یې کیوریا ده او په لاتیني کې کوریا وېل کیږي. په پخواني روم کې دخلکو سیاسي وېش وو. د روم ښار تاسیس کوونکي رومولوس (Romulus) خلک په درې قومونو او ۳۰ (curiae) وېشلي وو. هر یو بیا له ۱۰ کورنیو (gentes) تشکیل شوی وو. د خلکو تولګه وه چې د خلکو لمړۍ شورا یې جوړه کړې وه کومه چې د (Comitia Curiata) په مانه یادېده همداسې د روم د پوځ اداره هم بلل کیږي. له زېږېدیز کال نه ۵ پېړۍ وړاندې (curiae) خپل سیاسي او پوځي ارزښت له لاسه ورکړاو یوه مذهبي تنه ترې جوړه شوه چې مشر ته یې د (curio) نوم اخیستل کېده....

Crown Court – د انګلستان د جدي جرمونو محکمه

ټولې لیکنې
دې محکمې کې هغو جدي مجرمینو ته جزا ټاکل کیږي چې (magistrates' court) مجرم بللي وي د جزا لپاره یې د کرون کورټ ته راجع کوي او یا په مستقیمه توګه د بشپړ قضیې لپاره همدې محکمې ته راجع کیږي او په دې محکمه کې یې قاضي قضیې ته کتنه کوي. د انګلستان د محکمې سیستم ده چې په وېلز او انګلستان کې ناسته کوي. دنده یې جدي مجرمینو ته جزا ټاکل دي. دا محکمه د (the Courts Act of 1971) قانون پر بنسټ تاسیس شوې.

Court-martial – نظامي محکمه

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې یې جمع دواړه (Courts-martial, or Court-martials) ده. نظامي محکمه وي چې امنیتي ځواک او یا نور غړي پکې محکمه کیږي. پخوا وخت کې د نظامي ځواک غړو هغه حقونه نلرل چې یو عام وګړی یې لري او له ټولو حقونو محروم وو یوازې یې د خپل افسر په اراده کار کوه. په اروپا کې د نظامیانو لپاره قوانین له منځنیو پېړیو تر ۱۶ پېړۍ جوړ شول او په دې کې د پوځ شورا شامله وه کومې چې د یو غړي جرم پلټنه کوله او جزا یې ټاکله.   په انګلستان کې د (Mutiny Act of 1689) قانون د انګلو امېرېکن عصري قانون بنست بلل کیږي. زېات هېوادونه د پوځ جلا کوډ شوې مادې لري. په جرمني کې چې کله د پوځ غړي جرم وکړي نو ملکي محکمې ته راجع کیږي که جرم یې ډېر جدي وي بیا یې پوځ محکمه کوي.   عامه نظامي یوه موقتي ځانګړې محکمه (ad hoc court) وي او قاضي یې یا جنرال وي او یا هم لوړ رتبه افسر وي. ځانګړې محکمه بیا د کنډک د م...

Court of Chancery – چانسري محکمه

ټولې لیکنې
د انګلستان محکمه ده، په ۱۵ پېړۍ کې تاسیس شوې او هغه قضیې ارزوي چې په عرفي حقوقو (common law) کې یا په کوډ شوو مادو کې موجودې نه وي. په اوس وخت کې په دوه څانګو وېشل شوې ده چې یوه څانګه یې د (Chancery Division of the High Court of Justice) او بله د (Courts of chancery or equity) په نومو نو پېژندل کیږي. دواړه جلا قضایي حوزې دي خو د متحده ایالتونو په ځینو ایالتونو کې یو ځای کار کوي.

Court – محکمه

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې ورته (court of law) نوم هم اخلي. یو کس یا د کسانو له ډلې جوړې تنې ته وایي کومه چې ملکي، جرمي، مذهبي او نظامي قضیې اوري او حل کوي. د انګرېزۍ ژبې (Court) کلیمه په اصل کې بند شوي ځای ته وایي او هغه تالار، خونه، صالون یا تعمیر ښي چېرې چې قضایي بهیر ترسره کیږي.   د حقوقو پوهان وایي چې "محکمه نه د پیسو ځواک لري او نه د تورې ځواک لري." خو له پیسو او د پولیسو له ځواک پرته محکمه یو کمزوری بنسټ ده او له دې پرته محکمه نشي کولای ځان مطمن کړي چې پرېکړې یې له قانون سره مطابقت کوي او اجرا شوي که نه.   محکمې سره د ځینې بنسټیزو واکونو نشتون له امله ځینې محافظه کاران داسې ګمان کوي چې محکمه د حکومت یو ډېر کمزوری بنسټ ده خو دا ډول بحث د محکمې اصلي واک او ځواک له پامه غورزوي. یو بنسټ هغه وخت مشروع ګڼل کیږي چې د پرېکړې کولو واک ولري او پرېکړې ته ېی احترام کیږي او د پرېکړې اطا...

Cour de Cassation – په فرانسه کې تر ټولو لوړه د استیناف جرمي او ملکي محکمه

ټولې لیکنې
په فرانسه کې تر ټولو لوړه د استیناف جرمي او ملکي محکمه ده کومه چې د نورو محکمو د پرېکړو باطلولو او یا رد کولو حق لري. دا محکمه دې ته نظر کوي چې ایا لاندې محکمې قانون په سمه توګه پلي کړی کنه او د قضیې له حقایقو سره کوم کار نلري، د قضیې په اړه بیا ځلې قضاوت هم نکوي یوازې پر قضیې پلي شوي قانون ته کتنه کوي. د استیناف له محکمې سره یې توپیر داده چې د استیناف محکمه بیا ځلې د قضیې حقایقو ته کتنه کوي او بیا ځلې قضاوت کوي خو د دې محکمې موخه داده چې د فرانسې د ټولو محکمو ترمنځ د قانون تعبیر او تفسیر یو دول کړي. همداسې لکه د متحده ایالتونو د سترې محکمې په څېر، لکه د جاپان د سترې محکمې په څېر، لکه د جرمني د اساسي قانون د محکمې په څېر قانون ته کتنه نکوي چې ایا دا قانون له اساسي قانون سره سمون خوري او که له اساسي قانون سره په ټکر کې ده بلکې یوازې د ټولو محکمو ترمنځ د قانون په تفسیر کې یووالی رامنځته کوي ...

Cortes – کورټس

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې ورته (Cortes) وایي، په هسپانوۍ او پرتګالۍ ژبه کې (courts) او په کتلان ژبه کې ورته (corts) نوم اخلي. د منځنیو پېړیو د ایبېرین پاچایي (Iberian kingdoms) استازې شورا یا پارلمان وو او په اوس وخت کې د هسپانیا او پرتګال مقننه قوه یا ملي پارلمان ده (ملي پارلمان او فدرالي پارلمان توپیر لري).   کورټس په منځنیو پیړیو کې هغه وخت وده وکړه چې د ښاروالیو منتخبو کسانو ته په کوریا ریجیس (Curia Regis) کې د مشورې حق ورکړل شو - کوریا ریجیس لاتیني لفظ ده او مانا یې د پاچا محکمه ده. دا جرګه یې ځکه جوړه کړه چې پاچا غوښتل له خلکو مالیه ترلاسه کړي او پاچا دا حق نلره چې د ښاروالیو د مشرانو له اجازې پرته له دودیزې مالیې زېاته غوښتنه وکړي او یا یې په خلکو تحمیل کړي.   د ۱۳ پېړۍ په پېل کې په دواړو کاستیل او لییون ښارونو کې کورټس شوراګانې موجودې وې خو کله چې په کال ۱۲۳۰ کې د دواړو ښ...

Corps Législatif – مقننه قوه

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې یې مانا (Legislative Corps) ده اوله کال ۱۷۹۵ تر ۱۸۱۴ پورې د ډایریکټري (Directory) په موده کې، په فرانسه کې مقننه قوه وه - ډایریکټري د فرانسې له انقلاب نه وروسته د درېم کال د اساسي قانون پر بنسټ حکومت وو چې څلور کاله یې له کال ۱۷۹۵ نومبر میاشتې د ۱۷۹۹ نومبر پورې دوام وکړ او په دې حکومت کې د مقننه قوه یا د همدې جرګې غړي د (Corps Législatif) په نامه یادېدل کوم چې په دوه جرګو وېشل شوی وو.   د ناپلیون په وخت کې د قانون جوړونې واک له درې تنو سره وو لمړۍ تنه قضا وه کومې چې قانون وړاندیز کوه او په وړاندیز شوي قانون بحث کېده؛ مقننه قوه وه چې درې سوه غړي یې لرل کومې چې وړاندیز شوی قانون تصویب کوه او یا یې ردوه؛ محافظه کاره سنا جرګه وه چې د اساسي قانون ساتنه یې کوله. بوناپارټ (Bonaparte) کورنۍ دا فکر وکړ چې دا بهیر ډېر ورو ده او په کال ۱۸۰۴ کې په تدریجي توګه د (Corps Législat...

Coroner – د غېرې طبیعي مرګونو پلټونکی

ټولې لیکنې
په عصري وخت کې یو داسې رسمي کار کوونکی ده چې د قضا په مرسته د هغو مرګونو په اړه پلټنې کوي کومې چې غېرې طبیعي وي او یا داسې ښکاري چې په خپل مرګ نده مړ شوی.   د دې دفتر د تاریخ سرچینه له انګلستان څخه پېل شوې. دا نوم په انګرېزۍ کې پخوا (crowner) یا (coronator) وو چې له لاتیني (corona) لفظ څخه اخیستل شوی او مانا یې تاج ده. پخوا وخت کې یې دنده د پاچا ملکیت ساتنه او د امنیه قوماندان په چارو نظر ساتنه وه. په ۱۹ پېړۍ کې له دې پلټونکو دا واک واخیستل شو او په کال ۱۹۲۶ کې د (The Coroners Amendment Act of 1926) قانون یوازې د دوي دنده په غېرې طبیعي مرګونو کې پلټنه کړه.   په اوس وخت کې یې دنده په زندان کې د بندي کس مرګ، د نامالومو لاملونو له امله د مرګ پلټنه، د شخړې له امله د مرګ پلټنه ده. په اوس وخت باید دا کس په علمي شرایطو برابر وي تر څو دنده ترلاسه کړي: یا باید طبي تخصص ولري، پ...

Conseil d’État – دولتي شورا

ټولې لیکنې
دولتي شورا یا کانسی د اېتا د فرانسې تر ټولو لوړه محکمه ده د کومې تاریخ چې له ۱۳۰۲ څخه سرچینه اخلي. د ناپلیون په وخت کې یې فعالیت پراخ شو او په کال ۱۸۷۲ کې ډېر زېات واک ورکړل شو. دا محکمه د هغو دولتي مسایلو په اړه لارښونه او پرېکړې کوي چې د پارلمان، ولسمشر او یا کابینې لخوا ورسپارل شوې وي. داسې محکمه ده چې ممکن فرانسویان په خپل حکومت په دې محکمه کې دعوا وکړي. له ۱۹۵۳ څخه د فرانسوي تبعه خلکو دا ډول قضیې لمړی په اداري محکمو کې اورول کیږي خو وروسته د استیناف لپاره دې محکمې ته قضیه لېږدول کیږي. دا محکمه له کال ۱۹۸۷ څخه په ولایتونو کې د استیناف اووه محکمې هم کنټرول کوي کومې چې د همدې محکمې په څېر د قضیو په اړه پرېکړې کوي. دولتي شورا یا کانسی د اېتا په نورو ملکونو کې لکه بلجیم، یونان، ایټالیا، لبنان، هسپانیا، ترکیه او مصر کې هم تاسیس شوي.  ...

Congress of the United States – د متحده ایالتونو کانګرېس

ټولې لیکنې
د امریکا د متحده ایالتونو مقننه کور ده کوم چې د ۱۷۸۹ کال اساسي قانون پر بنسټ تاسیس شوی. دوه جرګې لري چې یوه د سنا جرګه (Senate) ده په کومه جرګه کې چې هر ایالت دوه سناتوران (senators) لري او د ایالت نفوس یا مساحت په پام کې نه نیول کیږي ټول ایالتونه که واړه دي او که لوی دوه سناتوران لري او د استازو جرګه (the House of Representatives) ده په کومه کې چې د هر ایالت د استازو شمېر د نفوس پر بنسټ وي. د متحده ایالتونو په اساسي قانون کې د کانګرېس واک مالیه ایښودل، مالیه راغونډول، د سوداګرۍ تنظیم، جګړه اعلانول، د پوځونو ملاتړ، او ټول هغه قوانین جوړول د کومو په ذریعه چې خپل ځواک کارولی شي.   د کانګرېس دواړه تالارونه سره جلا دي خو د قانون جوړونه کې برابر رول لري. کانګرېس باید په کال کې یو ځل سره یو ځای شي او د یو ځای کېدو پر ورځ باید دواړه جرګې موافقه وکړي. په اساسي قانون کې دا تاریخ د ډسمبر ...

Comitia Centuriata – د پخواني روم د امنیت شورا – کومیتیا چنتوراتا

ټولې لیکنې
د پخواني روم پوځي شورا وه او له زېږېدیز کال څخه ۴۵۰ کاله وړاندې تاسیس شوې وه. دندې یې د جګړې پرېکړه، د سولې تړون، د کونسل ټاکنه، له کونسل ټیټ رتبه قاضيان ټاکل (praetors)، د خلکو د معنوي اخلاقو ساتونکی قاضي (censors) ټاکنه وه. د دې ترڅنګ اشرافو هم ګډون پکې لره او د ګدون لپاره سرمایه او جنګي ابزار لرل اړین وو تر څو جنګیالیو سره مرسته وکړي. کله به چې رایه اخیستل کېده د شتمنو خلکو د رایې ارزښت به د بې وسه خلکو د رایې له ارزښت څخه زېات وو.

Comitia – کومیتیا

ټولې لیکنې
په پخواني جمهوري روم کې د خلکو یوه قانوني شورا وه. په مناسب ځای کې یې سره لیدل (comitium)، په مناسبه ورځ یې سره لیدل (comitialis) او دا هر څه به یې په نیک فال نیول (omens).   په پخواني روم کې واک د سنا (Senate)، قاضیانو (magistrates) او خلکو (populus) ترمنځ وېشل شوی وو. په خلکو کې ټول عام خلک نه وو بلکې یوازې اشراف وو. خلک په سیمه ایزو ۳۰ ګروپونو (curiae) کې سره وېشل شوي وو د دې خلکو قانوني شورا (Comitia Curiata) یو وخت یوازینۍ د خلکو استازې شورا وه. د خلکو دا شورا د روم د پاچایانو له وخت څخه سرچینه اخلي خو د جمهوریت په وخت کې یې ارزښت په کمېدو شو او واک یې یوازې اجرایوي فعالیت (imperium) ته کم شو.  ...

Cloture – د بحث پای ته رسول او رایه اخیستل

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې ورته (closure) هم وایي، په عامه ژبه کې ورته (guillotine) نوم هم کاریږي، د فرانسوي له (Clôture) کلیمې اخیستل شوې او مانا د یو مانع یا خنډ په ذریعه بندونه ده. په پارلماني بهیر کې یوه پروسه ده چې سم لاسي د بحث مخه نیسي او یا بحث بندوي او رایه اخیستل کیږي. کلوچر د فرانسې له ملي شورا (French National Assembly) سرچینه اخیستې او ویلیم اېوارټ ګلډ سټون (William Ewart Gladstone) د انګلستان په پارلمان کې د دې لپاره دود کړ تر څو د ایړلنډیانو د پارلماني تنظیم (Irish Parliamentary Party) د انحراف مخه ونیسي او په کال ۱۸۸۷ کې د انګلستان په پارلمان کې دایمي شو. وروسته متحده ایالتونو او نورو ځینې هېوادونو هم دود کړ.   د کلوچر موخه داده چې کله پارلمان کې لږکي نه ختمېدونکي بحث ته ادامه ورکړي نو بحث بندیږي او رایه اخیستل کیږي. په ډېرو پارلماني سیستمونو کې کلوچر د بحث وړ نده او د عام اک...

Clarence Thomas – کلارنس توماس

ټولې لیکنې
د جون په ۲۳ نېټه، کال ۱۹۴۸، د متحده ایالتونو د جورجیا له سوانا سره نږدې په پینپواینټ کې زېږېدلی، د امریکا دوېم تور پوسته ده چې په ستره محکمه کې دنده پر مخ وړي. د تور ګوډ مارشال (Thurgood Marshall) ځای ناستی ده. تور ګوډ لمړی د امریکا تور پوسته وو چې په ستره محکمه یې دنده ترسره کړې.   کله چې توماس دوه کلن وو پلار یې کورنۍ پرېښوده. کور یې اور واخیسته، او مور یې لیولا انډرسن توماس بل واده وکړ او توماس چې دې وخت کې ۷ کلن له خپل بل ورور سره د مور لخوا نیکه کره ولېږل شول. لمړۍ زده کړې یې د جورجیا په (all-African American Roman Catholic primary school) کې وکړې، وروسته یې په بل مکتب کې مذهبي زده کړې وکړې له کوم ښونځي چې یوازینی تورپوسته فارغ شوی. په کال ۱۹۷۱ کې یې له ( Holy Cross College in Worcester) څخه لسانس ترلاسه کړ او په کال ۱۹۷۴ کې له یل پوهنتون (Yale University) څخه په حقوقو کې ډ...

Circuit riding – د قاضي قضاوت

ټولې لیکنې
په متحده ایالتونو کې د هغه قاضي د قضاوت عمل یا کړنې ته وایي چې په یوه قضایي ولسوالۍ کې له یو ځای بل ځای ته سفرونه کوي تر څو د محکمو او عدالت بهیر اسانه کړي. پخوا وخت کې به یو قاضي چې په اس سپور وو د محکمې لپاره له یوې کلیسا بلې ته سفرونه کول تر څو د محکمې ناستې وکړي دې قاضیانو ته یې (circuit riders) وېل.

Circuit court – د مدار محکمه، د استیناف محکمه

ټولې لیکنې
دوه ماناګانې لري. په متحده ایالتونو کې د ولسوالۍ هغه محکمه چې له یوه ځای څخه په زیاتو ځایونو کې ناستې لري. دوېمه مانا یې (که چېرې کارونه یې تخنیکي نه وي) نو د متحده ایالتونو ټولې د استیناف فدرالي محکمې دي.  

Chief justice – قاضي القضات، د قاضیانو مشر

ټولې لیکنې
د متحده ایالتونو په ستره محکمه کې د قاضیانو صدارت کوونکی او د ملت تر ټولو لوی قضایي افسر ته چیف جسټېس وایي. په پښتو کې قاضي القضات یا د قاضیانو مشر چې د افغانستان په ستره محکمه کې وي. په امریکا کې د ریس جمهور لخوا ټاکل کیږي خو په ټاکنه کې یې د سنا جرګې موافقه او رضایت اړین ده. لمړۍ دنده یې کله چې محکمه رسمي ناسته لري او یا په شخصي کنفرانسونو کې چې کله د قضیو په اړه پرېکړې کوي د سترې محکمې ریاست ده. قاضي القضات کولای شي چې په قضیو کې خپل نظریات وړاندیز کړي. په متحده ایالتونو کې د ( Judicial Conference of the United States) ریاست هم کوي دا د قاضیانو یوه شورا ده چې د ټولو فدرالي محکمو استازیتوب کوي او دنده یې د محکمو د اداري ستونزو څېړنه ده. که چېرې قاضي پوه کس وي لکه څرنګه چې د امریکا جان مارشال (John Marshall) وو نو د محکمو پرچارو لوی نفوذ کولای شي خو که چېرې کم فعال یا بې کفایته وي ممکن د ...

Chambers – د قاضي رسمي دفتر

ټولې لیکنې
په حقوقو کې چمبر د قاضي یا قضایي افسر هغه رسمي دفتر ته وایي چېرې چې وړاندیزونه اوري، سندونه لاسلیک کوي، او یا نورې رسمي چارې سرته رسوي. په ۱۷ پېړۍ کې د انګلستان قاضیانو ورته دفترونه لرل خو تر ۱۸ پېړۍ پورې یې کومه قانوني بڼه نلرله. د ۱۸ پېړۍ په پېل کې قاضیانو ته واک ورکړل شو چې یوازې د محکمې د ناستو په منځ کې په چمبر یا خپل دفتر کې کیني خو وروسته قاضایانو دا واک پیدا کړ چې هر کله ناسته نلري خپل دفتر کې کیناستی شي.   په انګرېزۍ کې چمبر ډېرې ماناګانې لري لمړی مانا یې لوی تالار یا لویه خونه چېرې چې رسمي یا عامه لمانځنې کیږي. دوېمه مانا یې شخصي کوټه ده په ځانګړې توګه د خوب کوټه، د وسلې هغه برخه هم د چمبر په نامه یادیږي چېرې چې مرمۍ د ډز کولو لپاره تېره شوې وي، د زړه جوف ته هم وایي....