ټولې لیکنې

Catherine East – کترین ایسټ

ټولې لیکنې
د مې میاشت په ۱۵ نېټه، کال ۱۹۱۶، متحده ایالتونو کې زېږېدلې او د اګسټ په ۱۷ نېته، کال ۱۹۹۶، د نیویارک په اېتاکا کې مړه شوې. د امریکا فیمینسټه او د عامه ادارې رسمي کار کوونکې وه، د ۲۰ پېړۍ په منځ کې یې د ښځو پر خوځښت خپل لوی تشکیلاتي اغیز لره.   په کال ۱۹۴۳ کې کترین ایسټ د لوېدیځې وېرجینیا له مارشال پوهنتون (Marshall University) څخه په تاریخ کې ډګري ترلاسه کړه. تقریبا ۲۴ کاله یې په (Civil Service Commission) اداره کې خدمت وکړ خو کله چې دا اداره په دوه برخو ووېشل شوه نو له کال ۱۹۶۳ تر ۱۹۷۵ پورې یې له (Labor Department) ادارې سره د څېړونکې په توګه دنده پر مخ یوړه. همداسې په کال ۱۹۶۳ کې د ښځو د وضعیت په اړه د جمهور رئیس د مشاورتي کمیسیون اجرایوي مسوله شوه کومه دنده یې چې تر کال ۱۹۷۷ پورې په بریالۍ توګه پر مخ یوړه. په امریکایي ټولنه کې یې د جنسیت پر بنسټ تعصب له منځه وړلو کې د ټولنې ل...

cabinet – کابینه

ټولې لیکنې
په سیاست کې د مشاورینو یوه تنه ده چې د هېواد مشر ته مشورې ورکوي او د دولتي څانګو مشري کوي. په هر هغه هېواد کې چې پارلمان مقننه ځواک ده هلته کابینه په حکومت کې د حکومت یو اړین جز یا عنصر ګڼل کیږي خو په هر هېواد کې یې شکل توپیر لري د شکل د توپیر تر ټولو ښې بېلګې یې انګلستان او متحده ایالتونه دي.   د کابینې سیستم له انګلستان څخه سرچینه اخیستې او په ۱۷ پېړۍ کې یې له پریوي شورا (Privy Council) څخه وده کړې. تر ۱۸ پېړۍ دا شورا ډېره لویه شوه نو د انګلستان پاچا دوېم چارلز (Charles II) چې د ۱۶۶۰–۸۵ کلونو ترمنځ په واک کې وو له دې شورا مشورې اخیستې. همداسې ان (Anne) چې د ۱۷۰۲–۱۴ کلونو تر منځ په واک کې وه له دې شورا سره تر پرېکړو مخکې لیدل. د دې لارښوونکو وزیرانو غونډه د ان په وخت کې په اوونۍ کې یو ځل او یا هره ورځ ترسره کېده. کله چې جورج ۱۷۱۴–۲۷ واک ته ورسېده هغه سم په انګرېزۍ نه پوهېده او ل...

Boule – بوول

ټولې لیکنې
په پخواني یونان کې یوه مشورتي شورا (deliberative council) وه. ممکن د اشرافو له مشورتي تنې څخه رامنځته شوې وي. هومر (Homer) هم په خپلو شعرونو کې د دې جرګې یادونه کړې. هومر د یونان شاعر وو چې له زېږیدیز کال څخه ۸ پېړۍ وړاندې یې ژوند کوه. دا جرګه د یونان په ارګوز، کورینت، آتن، کیوس او سیرېن ټاپوګانو او ښارونو کې جوړېده. داسې ښکاري چې دا جرګه له اریستوکراتي یا سلطنتي سیستم سره په مخالفت کې جوړه شوې وه او د پخواني یونان دیموکراسي ته یې لاره هواره کړې.

Bernard Landry – بېرنرډ لنډري

ټولې لیکنې
بشپړ نوم یې (Jean-Bernard Landry) ده. د مارچ په ۹ نېټه، کال ۱۹۳۷، د کاناډا د کیوبېک په سنټ جک کې زېږېدلی. د کاناډا سیاست پوه ده څوک چې له کال ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۵ پورې د کیبېکوا تنظیم (Parti Québécois) مشر وو او له کال ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۳ پورې د کیوبېک لمړی وزیر (premier of Quebec) وو.   لنډري د مونټريیل پوهنتون (University of Montreal) کې حقوق لوستي او وروسته یې د سیاسي زده کړو لپاره انسټیټیوت (Institut d’Études Politiques) کې چې په پاریس کې ده اقتصاد لوستی. په کال ۱۹۶۸ کې یې د کیوبېکوا په نامه تنظیم تاسیس کړ چې د کیوبېک د ازادۍ خوځښت یې مخکې وړه. په کال ۱۹۷۶ کې د ولایتي پارلمان انتخاباتو ته کاندید شو او په کیوبېک کې یې تنظیم واک ترلاسه کړ. له دې پرته یې د کابینې په څو پوسټونو کې کار وکړ او په کال ۱۹۸۵ د کیوبېک د مالیایې وزیر شو. د همدې کال په پای کې یې تنظیم په انتخاباتو کې ماته وخوړه او لنډ...

Bailiff – د محکمې ساتونکی

ټولې لیکنې
د وړې محکمې رسمي غړي وي او د پولیسو په اندازه واک لري. دنده یې د محکمې د ناستې پر وخت او د مهمو قضیو د پرېکړو پر وخت ساتنه وي، د محکمې د بهیر پر وخت د نظم ساتونکي وي. پخوا وخت کې دې غړو زېات واک لره.   په منځنیو پیړیو کې بېلېف چې اوسمهال یوازې د محکمې د ساتنې دنده په غاړه لري د منځنیو پیړیو په انګلستان کې مختلفې دندې ترسره کولې د (the hundred courts) په نامه د محکمې ساتونکي وو، د مانور خونې اربابان (lord of manor house) وو، مانور یوه ستره ماڼۍ وي او شاوخوا پراخه ځمکه لري. په ښار کې یې مالیه او جریمه راغونډوله محاسبه کوونکي وو، د ځمکو او تعمیرونو کرایه راغونډونکي وو. کوم چې (the hundred courts) په نامه د محکمې ساتونکي وو د ښار د امنیه قومندان لخوا ګمارل کېدل د دوي دنده له قاضیانو سره ملتیا وه، د محکمې د بهیر تر پایه پورې د نظم ساتنه وه، د محکمې لیکل شوی امر اجرا کول او جریمه راغو...

Bicameral system – د دوه پارلمانونو یا د دوه جرګو سیستم

ټولې لیکنې
د دولت هغه سیستم ده چې دوه مقننه یا د قانون جوړونې جرګې یا شوراګانې لري. اوسنی دوه پارلماني سیستم په ۱۷ پېړۍ کې، په انګلستآن کې د اساسي قانون لرونکي حکومت له تاسیس سره پېل شوی او په ۱۸ پېړۍ کې اروپا او امریکا ته دا سیستم خپور شوی.   کله چې د انګلستان کالونۍ یا مستعمرې په امریکا کې تاسیس شوې نو د کالونیو شوراګانې هم دوه پارلماني وې. په کال ۱۷۷۶ کې د امریکا په ټولو ایالتونو کې دوه پارلماني یا د دوه شوراګانو سیستم تاسیس شو یوازې درې ایالتونو کې یوه شورا موجوده وه او دا درې ایالتونه جورجیا، وېرمونټ، پېنسیلوانیا وه خو په کال ۱۷۸۹، ۱۷۹۰ او همداسې په کال ۱۸۳۰ کې د دوه پارلمانونو سیستم پکې تاسیس شو. کله چې د اساسي قانون حکومتونه په نړۍ کې رامنځته شول نو ډېرو هېوادونو د انګلستان یا د امریکا په څېر د دوه پارلمانونو حکومتونه جوړ کړل....

Audiencia – اودېنسیا محکمه

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې (Audience) ته وایي او پښتو مانا یې اورېدونکي ده. د منځنیو پېړیو په پای کې، د هسپانیا پاچایي یوه محکمه تاسیس کړه تر څو سلطنتي قضایي سیستم اداره کړي همداسې د هسپانیا په امریکایي کالونیو یا مستعمرو کې یو اساسي دولتي بنسټ وو. په دې محکمه کې د عامو دوسیو قاضیانو ته (oidores) نوم اخیستل کېده چې قاضیان نه وو بلکې په قانون پوه نظامي اجرایوي افسران وو, او د جرمي دوسیو قاضیانو ته (alcaldes de crimen) نوم کارېده. د دوېم فلیپ (Philip II 1556–98) د وخت، د محکمې مشر افسر ته (gobernador, or regente) وېل کېده. د دې محکمې ناسته به یو ځل وه او پرېکړه به یې کوله خو که چېرې چا ته به یې د مرګ جزا اوروله یا په ټولنیزو دعوا ګانو کې به عالي محکمې (chancillería) ته د استیناف حق ورکول کېده.   په شپاړسمه پېړۍ کې د هسپانوۍ امریکا په څو اداري ولسوالیو کې اودېنسیا محکمه تاسیس شوه. دې محکمو ته و...

Assize – د عدالت د محمکې ناسته

ټولې لیکنې
په حقوقو کې د عدالت د محکمې ناسته (a session, or sitting, of a court of justice) ده. په پېل کې د منصفه ځواک یا قاضیانو لخوا د محاکمې په مانا وه. په منځنیو پېړیو کې دا اصطلاح د انګلستان د ښارونو د ځینې محکمو ناستو ته کارېده؛ په فرانسه کې د پاریس د پارلمان ځانګړې ناستې ته کارېده (دا کسان د فرانسې په ولایتونو کې سره راغونډېدل). په عصري وخت کې د عدالت د محکمې ناسته (courts of assize) د جرمي محکمې ناسته ده کومه چې له جدي جرمونو سره سر او کار لري.   په انګلستان کې بیا دا ناسته د لندن ښار په وېسټمنسټر کې کېده تر څو د محکمې لیکل شوی امر (writs) چمتو کړي او یا به په سیمه ایزه توګه هر ۷ کاله وروسته په سیمو کې تر سره کېده. اووه کاله ډېر اوږد وخت وو او د انتظار له منځه وړلو لپاره په کال ۱۲۱۵ کې مګنا کارتا (Magna Carta) دا پرېکړه وکړه چې باید د محکمو ناسته هر کال په ښارونو کې ترسره شي. له پر...

Assessor – د قاضیانو او څېړونکو مرستندوی

ټولې لیکنې
اسېسور درې ماناګان لري لمړۍ مانا یې د یو کس یا یو شي نوعیت ارزونکي، دوېمه مانا د یو څه قیمت ارزونکی او درېمه مانا یې هغه کس ده چې په یو ځانګړي مسلک کې زده کړې لري او د اړتیا پر وخت یې د مشورې او مالوماتو لپاره محکمه یا تحقیق کوونکی ټیم راغواړي. په متحده ایالتونو کې هغه قیمت ارزونکي ته هم وایي چې د یو څه ارزښت د مالیاتو لپاره ارزوي.   په ۱۹ او ۲۰ پېړۍ کې اسېسور د اروپا لویې وچې په ډېرو برخو کې وټاکل شول تر څو د قضا یا منصفه سیستم نفوذ محدود کړي کوم چې د فرانسې له انقلاب وروسته د عادلانه اصلاحاتو (egalitarian reforms) کې تعریف شو. د ټاکنې لامل یې دا وو چې د فرانسې قضایي سیستم غېرې مسلکي وو او دې مسلکي کسانو به له مسلکي قاضیانو سره ناستې لرلې تر څو په خپل مسلک کې د ځینو دوسیو په اړه پرېکړې وکړي. د فرانسې په محکمه یا منصفه قوه کې ۹ قاضیان کیني چې کوم چې د جدي جرمونو په اړه پرېکړې کو...

Assembly – غونډه مجلس یا شورا

ټولې لیکنې
یوه مشورتي شورا (deliberative council) ده، دا شورا ډېر وخت مقننه یا قانون جوړونکې (legislative) او یا حقوقي په بله مانا قضايي (juridical) وي. دا نوم ډېرو پخوانیو او عصري کلیسایي (ecclesiastical) او سیاسي تنو یا جوړښتونو ته کارول شوی. دا غونډې بیا ځلې په دایمي توګه په خپله ټاکلې موده ترسره کیږي. لکه د پخواني روم او یونان شوراګانې، د فرانسې ملي شورا (French National Assembly)، په متحده ایالتونو کې د ځینې ایالتونو د قانون جوړونې یا تقنیني مجلس (legislative houses) ته هم شورا یا اسمبلي وایي، د ملګرو ملتونو عمومي غونډه (UN General Assembly) همداسې د هغو کسانو ګروپ ته هم کاریږي چې موقتا د یو ځانګړې موخې لپاره سره راغونډیږي لکه د (the Westminster Assembly) کومه چې په کال ۱۶۴۳ کې سره راغونډه شوه تر څو د انګلستان کلیسا ته نوی اساسي قانون چمتو کړي....

Apella – اپېلا

ټولې لیکنې
د یونان د سپارتا ښار پخوانۍ غونډه، شورا یا مجلس (Sparta assembly) وو. په غونډه کې د نورو یوناني ښارونو په اړه خبرې اترې کېدې. د غونډې کسان به تقریبا له ۳۰ زېات وو. مشري یې پاچایانو کوله په دوېم ګام کې مشران اېفور (ehpor) یا د یونان د سپارتا ښار د محکمې ریسان وو، نورو ممکن د خبرو حق نلره، او رایه به هم له خبرو وروسته د نارو له لارې اخیستل کېده. د وړاندیز جوړونې حق یوازې محدودو کسانو لره او یوازې پورته یادو شوو کسانو به پرې بحث کوه. د اپېلا ولاویت په دې غونډه کې پر جګړې، د سولې په تړون، بهرنۍ پالیسي او د پاچا ټاکنې باندې خبرې اترې کېدې. قانون کې بدلون راوستل، د پوځ مشران او قاضیان ټاکل هم د دې غونډې دنده وه....

Aaron E. Henry – آرون اي هېنري

ټولې لیکنې
د جولای په ۲ نېټه، کال ۱۹۲۲، کې زېږېدلی او د مې په ۱۹ نېټه، کال ۱۹۹۷، کې مړ شوی. د امریکا د مدني حقونو رهبر وو، له کال ۱۹۶۰ تر ۱۹۹۳ د ( National Association for the Advancement of Colored People) ادارې مشر وو. د نسل پرستۍ او تبعیض خلاف د فعالیت له امله په امریکا کې تقریبا ۳۸ ځلې پولیسو نیولی، څوځلې یې کور او د سوداګرۍ ځای په بمونو الوزول شوی. په کال ۱۹۸۰ کې د مي سي سي پي ایالت د مقننه قوې چوکۍ ته انتخاب شوی وو.

A. Leon Higginbotham, Jr – اې لیون هیګینبوتام جې ار

ټولې لیکنې
بشپړ نوم یې (Aloyisus Leon Higginbotham Jr) ده. د فېبرورۍ په ۲۵ نېټه، کال ۱۹۲۸ کې زېږېدلی او د ډسمبر په ۱۴ نېټه کال ۱۹۹۸ کې مړ شوی. د امریکا وکیل او قاضي وو. له کال ۱۹۸۹ تر ۱۹۹۳ د فدرالي قاضي په توګه د استیناف محکمې (Court of Appeal) د قاضیانو مشر (Chief Judge) وو. د ټولنې د مختلفو غړو د یووالي او مدني حقونو کلک دفاع کوونکی وو او په کال ۱۹۹۵ کې د ریاست جمهورۍ د ازادۍ مډال ورکړل شو کوم چې په امریکا کې تر ټولو لوړ غېرې نظامي مډال ګڼل کیږي. جې ار خپلې زده کړې د امریکا په هغو ښوونځیو کې کړې وې چې د رنګ پر بنسټ له سپین پوستو جلا شوي وو....
History – تاریخ

History – تاریخ

ټولې لیکنې
له یونانۍ کلیمې (ἱστορία, historia) څخه اخیستل شوې او مانا یې "پوهه چې د تحقیقاتو یا څېړنې له لارې لاسته راوړل شوې وي" ده. تاریخ د تېر وخت مطالعه ده او د یوه سند په توګه لیکل کیږي. هغه پېښې چې د خط له موجودیت څخه مخکې ترسره شوي د ماقبل تاریخ (prehistory) په نامه یادیږي. کوم کس چې تاریخ لیکي د تاریخپوه او تاریخ لیکونکي (historian) په نامه یادیږي. تاریخ پوهان ګمان کوي چې تاریخ د اوس وخت ستونزو باندې د پوهېدو لپاره اړین ده.  
Sociology – د ټولنې پېژندنه

Sociology – د ټولنې پېژندنه

ټولې لیکنې
د ټولنې پېژندنه د یوې ټولنې ساینسي مطالعه ده، په دې مطالعه کې ټولنیزې اړیکې، ټولنیز فعل او انفعال او کلتور شامل دي. او مطالعه یا تحقیقات یې ټولنیز ساینس د تجربوي طریقو پر بنسټ تر سره کوي، د نیوکې له لارې څېړنې کوي تر څو د ټولنیز نظم په اړه یوه علمي تنه رامنځته کړي.   د ټولنې پېژندنې دودیز تمرکز د ټولنې پر طبقه بندۍ، ټولنیز کلاس، ټولنیز خوځښت، مذهب، حقوقو، جنسیت او منحرف چلند باندې وي. کله چې د یو کس شخصي اداره له ټولنیز جوړښت سره تعامل وکړي نو د انسان په کړنو خپل اغیز لري او له همدې امله ټولنې پېژندنې خپل تمرکز په تدریجي توګه پراخ کړ او روغتیا، اقتصاد، پوځ، د جزا ادارو یا بنسټونو، انټرنیټ، زده کړو او ټولنیزې پانګې ته یې پام واړوه. د دې ټولو ترڅنګ د ټولنې پېژندنه له ساینسي پوهې سره د ټولنې ودې ته هم پام کوي....
Legal education – د حقوقو زده کړې

Legal education – د حقوقو زده کړې

ټولې لیکنې
د حقوقو زده کړې د قانون د اصولو، پلي کولو او د حقوقو د تیورۍ زده کړه ده. د حقوقو زده کړه په قضایي حوزو کې د مختلفو دندو لپاره ترسره کیږي. له قضایي حوزو پرته په سوداګرۍ او سیاست کې هم د حقوقو زده کړې اړینې دي. د حقوقو په زده کړو کې مختلف دیپلومونه یا ډیګرۍ تر لاسه کیږي لکه لسانس، ماستري، عملي کورسونه او یا یوازې یو ساده کورس کوم چې ډیګري نده بلکې د قانون یو ځانګړې حوزه کې ساده کورس وي.
Economics – اقتصاد

Economics – اقتصاد

ټولې لیکنې
اقتصاد یو ټولنیز ساینس ده کوم چې د تولید، خدماتو او د تولید یا خدماتو د وېش مطالعه کوي. اقتصاد د اقتصادي عاملونو پر چلند او فعل او انفعال تمرکز کوي په دې تمرکز کوي چې اقتصاد څرنګه کار او وده کوي. ماکرو ایکانومېکس په اقتصاد کې دبنسټیز اجزاو او د هر عامل او مارکېټ څېړنه کوي، د دوي فعل او انفعال او د فعل او انفعال پایلې څېړي. په اقتصاد کې ممکن عاملونه د بېلګې په توګه کارخانې، پېرودونکي او پلورونکي وي. ماکرو ایکونومېکس د ټول اقتصاد څېړنه کوي په دې مانا چې مجموعي یا په ټولیزه توګه د تولید، د تولید مصرف، سپمونې (savings) او پانګونې څېړنه کوي د هغو مسایلو څېړنه کوي چې په یادو شو خپل اغیز لري لکه سرچینې (کار کوونکي، سرمایه او ځمکه) لکه انفلاسین، اقتصادي وده، عامه پالیسۍ کومه چې اقتصادي مسایل په ګوته کوي (د پیسو پالیسي، مالي پالیسي او داسې نور).   د اقتصاد رشتې په داخل لوی توپیرونه: مثبت...
Political methodology – سیاسي میتودولوجي

Political methodology – سیاسي میتودولوجي

ټولې لیکنې
سیاسي میتودولوجي د سیاسي ساینس یوه فرعي څانګه ده او هغه مقداري طریقې (quantitative methods) مطالعه کوي چې د سیاست د مطالعې لپاره کاریږي. دا څانګه ریاضي، ستاتستیک ریاضي او رسمي تیوري یا نظریه (formal theory) سره ګډوي. د مثبتو څېړنو لپاره کاریږي او ایکانومېټرېکس (econometrics) ته ورته والی لري. سیاسي میتودولوجي د نړۍ په درې رسنیو کې خپریږي او دا درې رسنۍ (American Political Science Review, American Journal of Political Science, and Journal of Politics) دي.
Public Administration – عامه اداره

Public Administration – عامه اداره

ټولې لیکنې
عامه اداره د حکومت د پالیسۍ پلي کېدنه ده او په ورته وخت کې یو اکادمیک دیسپلین ده چې همدا پلي کېدنه مطالعه کوي او د محصلینو روزنه کوي تر څو په عامه خدمتونو کې کار وکړای شي، موخه یې پرمختللی مدیریت او پالیسي ده تر څو حکومت فعالیت وکړای شي. بل تعریف یې د عامه پروګرامونو مدیریت ده، د سیاست په هغه حقیقت بدلول دي چې ښاروندان یې هره ورځ ویني. د حکومت د پرېکړو مطالعه ده، د سیاستونو څېړنه ده، دهغه څه مطالعه ده چې د حکومتونو پالیسۍ یې تولید کړي او یا د بدیلې پالیسۍ لپاره مطالعه ده.   د عامه ادارې چارې په مرکزي توګه د حکومت د پالیسۍ او پروګرامونو سازمان یا تشکیل وي همداسې د هغو چارواکو چلند په غاړه لري چې په رسمي توګه په دنده ټاکل شوي (د رایو له لارې نه وي ټاکل شوی). کوم کسان چې په رسمي توګه په اداره کې ګمارل کیږي عمومي مدیر (Public administrator) ورته وېل کیږي لکه د فدرالي څانګو مشران، دښ...