ټولې لیکنې

Political Philosophy – سیاسي فلسفه

Political Philosophy – سیاسي فلسفه

ټولې لیکنې
سیاسي فلسفه د مختلفو موضوع ګانو لکه سیاست، ازادۍ (liberty)، انصاف (justic)، ملکیت (property)، حقونو (rights)، قانون (law) او د چارواکو لخوا د قانون د اجرا یا پلي کولو مطالعه ده. سیاسي فلسفه دا مطالعه کوي چې پورته یاد شوي څه دي، ولې دي، ایا اړتیا ورته شته کنه، د کومو ازادیو او حقونو ساتنه باید وکړي او ولې یې وکړي او کوم شکل باید واخلي او ولې یې واخلي، قانون څه ده او یو ښاروند باید کومې چارې ترسره کړي، سیاسي فلسفه د سیاست په اړه عامه نظر، ځانګړو اخلاقو، سیاسي چلند او سیاسي باور ته رجوع کوي. سیاسي فلسفه د سیاسي ایډیالوجۍ مترادفه کلیمه ده. سیاسي فلسفه د فلسفې یوه څانګه ده او ځینې خلک فکر کوي چې د سیاسي ساینس یو فرعي دیسپلین ده. پورته یادو شوو تحقیقاتو یا فلسفې ته سیاسي تیوري یا نظریه (political theory) وایي....
International relations – نړیوالې اړیکې

International relations – نړیوالې اړیکې

ټولې لیکنې
نړیوالې اړیکې چې لنډیز یې (IR) ده نړیوالې چارې (international affairs) هم ورته وایي. په نړیوالو اړیکو کې مطالعه له اکادمیکو موسسو سره تړاو لري. نړیوالې اړیکې د سیاسي ساینس څانګه ده، له مختلفو علمي رشتو سره تړاو لرونکې اکادمیکه څانګه ده، یا په بشپړ توګه یو اکادمیک دیسپلین په کوم کې چې محصلین د سیاسي ساینس او د انساني علومو دیسپلین مطالعه کوي. په ټولو حالتونو کې دا څانګه د سیاسي نهادونو اړیکې مطالعه کوي لکه د مستقلو هېدوادونو تر منځ اړیکې، د دولتونو په کچه د سازمانونو اړېکې، د نړیوالو این جي اوګانو ترمنځ اړیکې او نړیوال سیستمونه چې له فعل انفعال څخه رامنځته شوي وي. نړیوالې اړیکې یوه اکادمیکه او د عامه پالیسۍ څانګه ده او له همدې امله مثبته او اصولي ده ځکه چې د یو هېدواد بهرنۍ پالیسي فارمول کوي او څېړي.   نړیوالې اړیکې له قدیم یونان څخه پېل شوي خو په ۲۰ پېړۍ کې، په سیاسي ساینس کې یو...
Political Economy – سیاسي اقتصاد

Political Economy – سیاسي اقتصاد

ټولې لیکنې
سیاسي اقتصاد د تولید او سوداګرۍ مطالعه ده، د تولید اوسوداګرۍ له قانون، دود، حکومت، ملي عاید او شتمنۍ سره د اړیکې مطالعه ده. سیاسي اقتصاد د دیسپلین په توګه په ۱۸ پېړۍ کې د اخلاقو له فلسفې (moral philosophy) سرچینه واخیسته. د سیاسي اقتصاد تر ټولو لمړنۍ چارې د انګلستان پوهانو لکه ادم سمېت (Adam Smith)، توماس مالتس (Thomas Malthus) او ډېوېډ ریکارډو (David Ricardo) ته منسوب شوي خو ځینې پوهان ګمان کوي چې د دې دیسپلین لمړنۍ چارې د فرانسې فزیوکراتانو (physiocrats) پېل کړي.   د ۱۹ پېړۍ په پای کې په تدریجي توګه اقتصاد لفظ کارېدنه د سیاسي اقتصاد پر ځای پېل شوه په دې مانا چې مخکې اقتصاد ته سیاسي اقتصاد نوم اخیستل کېده. په اوس وخت کې اقتصاد یوازې د اقتصاد مطالعې ته وایي او په سیاسي اقتصاد کې بیا ټولنه، سیاست او د سیالیو چلند هم ورسره مطالعه کیږي. که چېرې سیاسي اقتصاد د اقتصاد همانیزه یا مترا...
Comparative Politics – پرتله ایز سیاست

Comparative Politics – پرتله ایز سیاست

ټولې لیکنې
پرتله ایز سیاست د سیاسي ساینس یو څانګه ده، ځانګړنه یې د پرتلې پر بنسټ تجربوي طریقه ده. په بله مانا پرتله ایز سیاست د کورني سیاست، د سیاسي نهادونو او د هېوادونو د شخړو مطالعه ده. د یو له بل ملک او د ملکونو تر منځ شخړو ته پام کوي او په ورته والي او توپیرونو تاکید او تمرکز کوي. پرتله ایز سیاست د خپل ځان په شتون تمرکز نکوي بلکې په میتودولوجۍ یا په اصولو یا هم چلند تمرکز کوي، پرتله ایز سیاست په "څرنګه" تمرکز کوي خو "څه" ته اشاره نکوي. په بله مانا پرتله ایز سیاست په هغه څه نه تعریف کیږي چې په دې ساینس کې مطالعه کیږي بلکې تعریف یې له هغو طریقو کیږي چې دا ساینس یې د سیاسي پېښو د مطالعو لپاره کاروي. بل تعریف یې داسې شوی: پرتله ایز سیاست د ملکونو، د سیاستونو مطالعه ده او د دوي ترمنځ ورته والی او توپیر په ګوته کول دي.  ...
Social and Political Power – سیاسي او ټولنیز واک او ځواک

Social and Political Power – سیاسي او ټولنیز واک او ځواک

ټولې لیکنې
په تولنیز ساینس او سیاست کې واک یا ځواک د یو کس هغه وړتیا ده چې په مستقیمه او څرګنده توګه د خلکو پر چلند نفوذ ولري. د ځواک یا واک لپاره ډېر وخت قدرت (authority) اصطلاح کاریږي کومې ته چې ټولنیز جوړښت مشروع نظر کوي. ډېر خلک ځواک یا واک ته بد ګمان کوي او یو شیطاني کار یې ګڼي خو انسانان ټولنیز چلند لري او په ټولنیز چلند لرونکو کې مشر تل واک او ځواک لري او همدا چلند یې یو ډول ساري ګڼل کیږي چې له یو نه بل ته انتقالیږي. په سوداګرۍ کې د (power) کلیمه د پرمختګ په لور یا د پرمختګ برعکس ته کاریږي. ډېری وخت کشران د خپلو مشرانو په پرېکړو نفوذ کوي او یا یې پرېکړې بدلوي او یا یې یوې پرېکړې ته هڅوي.   د واک یا ځواک کارونه په دې مانا نده چې یو فزیکي قوت دې وکارول شي او یا دې یو څه اجباري وګڼل شي. واک یا ځواک کارول ډېر تعریفونه لري خو په سیاست کې یې مانا ټولنیزو کړنو ته لار هوارونه ده یا په نورو ...

Social Science – ټولنیز ساینس

ټولې لیکنې
ټولنیز ساینس د اکادمیکو دیسپلینو عمده کټګوري ده، په یوه تولنه کې د غړو ترمنځ اړیکې او ټولنې ته پام کوي. ټولنیز ساینس ډېرې نورې څانګې لري چې هره څانګه یې هم ټولنیز ساینس ګڼل کیږي. په ټولنیز ساینس کې انتروپولوجي، لرغون پوهنه، اقتصاد، تاریخ، انساني جغرافیه، فقه (د فقې مانا د قانون فلسفه یا تیوري ده)، ژب پوهنه، سیاسي ساینس، اروا پوهنه، د ټولنې پېژندنه او د عامه خلکو روغتیا شامله ده خو ټولنیز ساینس په دې څانګو محدود نده بلکې یوه لویه نړۍ ده. د ټولنیز ساینس کلیمه ځینې وخت د سوشیالوجي یا د ټولنې پېژندې یا هم د ټولنې د ساینس لپاره کاریږي.   تحقق کوونکي ساینس پوهان (Positivist social scientists) د ټولنې پېژندنې لپاره ټولنیز ساینس د یو ابزار په توګه کاروي او ټولنیز ساینس یې په موکده عصري مانا کې تعریف کړی. په انګرېزۍ کې (Interpretivist) د تحقق کوونکو ضد مانا لري او دا ډول ساینس پوهان ټولن...
Political Science – سیاسي ساینس

Political Science – سیاسي ساینس

ټولې لیکنې
سیاسي ساینس یو ټولنیز ساینس دی او له حکومتدارۍ سره سر او کار لري، د سیاسي فعالیت څېړنه کوي، د سیاسي افکارو او سیاسي چلند سره سر او کار لري. په پراخه کچه سیاسي ساینس د سیاست له تیورۍ یا نظریې او د سیاست په پلي کولو باندې بحث کوي، د سرچینو او واک پر وېش تمرکز کوي. سیاسي ساینس پوهان د سیاسي حالتونو او پېښو په اړه څېړنې کوي او د دې تر شا سیاسي کړنې او فکرونه افشا یا نورو ته څرګندوي. په سیاسي ساینس کې مختلفې فرعي څانګې هم شاملې دي: سیاسي اقتصاد، پرتله ایزسیاست، نړیوالې اړیکې، سیاسي نظریه، عامه اداره، عامه پالیسي، سیاسي میتودولوژي. له دې پرته سیاسي ساینس له اقتصاد، حقوقو، سوشیولوجي یا د ټولنې پېژندنې، تاریخ، فلسفې، جغرافې، ارواپوهنې او انتروپولوجۍ سره تړاو لري. پرتله ایز سیاست د پرتله کوونې ساینس دی او په دې څانګه کې د مختلفو اساسي قوانینو په اړه زده کړې ترسره کیږي، سیاست پوهان مطالعه کوي او ل...

Bivalve – دوه صدفه لرونکی حلزون

ټولې لیکنې
د کلاس نوم یې بيوالویا (class Bivalvia) ده د خوړو وړ حلزون (oysters)، د برابرې کچې صدف لرونکی حلزون (clams)، د بانجاني رنګه صدف حلزون (mussels)، سکالوپ حلزون (scallops) تقریبا ۱۵۰۰۰ ډولونه دي، د مولوسکا فایلم (phylum Mollusca) غړي دي. د دې حلزونونو ځانګړنې: صدف یې له مخې خوا وروسته لور ته جلا شوی وي او د دوه دروازو په څېر وي، دواړه صدفونه یې په یوه مفصل کې سره نښتي وي. په ډېرو ډولونو کې یې د ساه اخیستنې برانشونه یوه فلټر کوونکي غړي ته بدل شوي چې د (ctenidia) په نامه یادیږي. بدن یې سر نلري. د دوه صدفو لرونکو حلزونونو د بدن د اوږدوالي کچه له ۱ ملي متره (۰.۰۴ انچه) تر ۱۳۷ سانتي متره (۵۴ انچه) پورې اوږده شته. کوم چې تر ټولو غټ دي د بدن وزن یې تر ۲۶۴ کیلوګرامه (۵۸۲ پونډه) پورې رسیږي. غټ حلزون یې تقریبا تر ۴۰ کالو پورې ژوند کولای شي. د صدف شکل یې ګرد کروي یا هګۍ ته ورته بیضوي وي. ...
Bellerophon – بېلېروفون

Bellerophon – بېلېروفون

ټولې لیکنې
د ګاسترپوډ حلزون (gastropods) له منځه تللی نسل چې اوس وخت د فوسیل په توګه له اوردوېشین مودې له ۴۴۴ میلیونه تر ۴۸۸ میلیونه کاله وړاندې ترمنځ (Ordovician Period) تر تریاسیک مودې ۲۰۰ میلیونه تر ۲۵۱ میلیونه کاله وړاندې ترمنځ (Triassic Period) په ډبرو کې پیدا کیږي. د حلزون لوی ګروپ ده چې د لومړنیو حلزون په څېر صدف یې لره او صدف یې تاو شوی شکل لري.

Belemnoid – بېلېم نایډ

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې ورته (belemnite) هم وایي. د سېفالوپوډ ګروپ (cephalopods) له منځه تللي غړي دي هغه ژوي دي چې له عصري لس بازو لرونکي حلزون یا سکویډ (squid)، اته پښيو (octopus) او نوټیلوس حلزون (nautilus) سره تړاو لري. بدن یې داخل کې غټ صدف لره. د ډېرو د بدن کچه له ۳۰ تر ۵۰ سانتي متره (۱۲ تر ۲۰ انچه) پورې اوږده وه. بېلېم نایډ له ډېونین وخت (Devonian) څخه (۳۹۸ میلیونه تر ۴۱۶ میلیونه کاله وړاندې ترمنځ) تر کرتاسه مودې (Cretaceous Period) تر ۶۵.۵ میلونه مخکې پورې ژوند کوه. په ایوسین وخت (Eocene Epoch) کې کوم چې ۳۴ میلیونه کاله وړاندې پای ته رسېدلی د دې ژو نسل له منځه تللی. په ډېرو ډولونو کې یې داخلي صدف سیده وو خو په ځینو کې لږ تاو شوی شکل لري. صدف یې په شکل کې پېچلی ده او د عضلاتو په وصل کې یې مرسته کوله د دې ژو خوښځت کې یې هم رول لره. Picture By Ghedoghedo - Own work, CC BY-SA 3.0, https://comm...

Pogonophoran – پوګونوفوران چونجی

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې ورته (Beardworm) نوم هم اخلي. سمندري بې شمزي ژوي دي. د سمندر تل کې په اوږدو تونلونو کې ژوند کوي. د فایلم نوم یې پوګونوفورا (Pogonophora) ده، بې خوښځته ژوند (sedentary life) لري، د ټولې نړۍ په سمندرونو کې پیدا کیږي. نر او ښځه یې شکل کې یو بل ته ورته وي. پوګونوفوران یوازیني کثیر الحجروي ژوي (multicellular) دي چې مقعد او خوله نلري. په هغو سمندري اوبو کې ژوند کوي چې ژوروالی یې تر ۱۰۰۰ متره پورې وي ځینې ډولونه یې په ۷۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰ متره ژورو اوبو کې هم پیدا شوي. په تینټکل کې یې د وینې رګونه موجود وي او ممکن د ځینې ډولونو لخوا د خولې په توګه وکارول شي خو کارونه یې له کچې او ډول سره تړاو لري.   پوګونوفوران د ۲۰ پېړۍ په نیمایي کې په جلا فایلم کې ډلبندي شوي وو. لمړی ډول یې (Siboglinum weberi) د مالیزیایي د ټاپوګانو د ټولګو په سمندر کې پیدا شوی وو او په په ۱۹۱۴ کې مطالعه شو، دو...
Bathyuriscus – باتي اورېسکس

Bathyuriscus – باتي اورېسکس

ټولې لیکنې
د ټرېلو بایټ نسل (genus of trilobites) یا له منځه تللي ارترپوډ دي. په شمالي امریکا کې د فوسیل په توګه پیدا کیږي. جسدونه یې د کمبرین وخت (Cambrian epoch) دي (۵۱۲ میلیونه تر ۵۲۰ میلیونه کاله وړاندې ترمنځ). بدن یې له سر، د تنې او لکۍ جوړ شوی. تراوسه څو ډولونه پېژندل شوي.
Bark-gnawing beetle – د ونې پوستکي باندې خوله لګونکې ګونګټه

Bark-gnawing beetle – د ونې پوستکي باندې خوله لګونکې ګونګټه

ټولې لیکنې
د کورنۍ نوم یې تراګوسيتیدای (family Trogossitidae) ده، تقریبا ۵۰۰ ډولونه لري، د ډلې نوم یې کولیوپتېرا (order Coleoptera) ده. ډیری د ګرمو سیمو د ونې په وچه برخه کې یا د ساقې د لرګي لاندې پیدا کیږي. اوږدوالی یې له ۵ تر ۲۰ ملي متره (۰.۲ تر ۰.۸ انچه) پورې رسیږي. د تېنېبریو ایدېس موریتانیکوس (Tenebrioides mauritanicus) ډول لاروای بچیان یې چې (cadelles) نوم ورته اخلي د غلو په انبار (granaries) کې پیدا کیږي او خپل ځان په غله او غله کې په نورو حشرو تغذیه کوي. د ټینوکیلوس ویریسنس (Tennochilus virescens) ډول یې نیله شین رنګ لري او کلکه وحشي خوله لګوي....
Baculites – باکولیټونه یا باکولایټ

Baculites – باکولیټونه یا باکولایټ

ټولې لیکنې
د سېفالوپوډ (cephalopods) له منځه تللی نسل ده – هغه ژوي دي چې له عصري لس بازو لرونکي حلزون یا سکویډ (squid)، اته پښيو (octopus) او نوټیلوس حلزون (nautilus) سره تړاو لري. اوس وخت کې د کرتاسه وخت سمندري ډبرو کې د فوسیل په توګه پیدا کیږي (له ۶۵.۵ میلیونه تر ۹۹.۶ میلیونه کاله وړاندې ترمنځ). د ډېر لنډ وخت لپاره یې نسل ژوند کړی. د کرتاسه وخت (Cretaceous time) د ډبرو د مطالعې لپاره ښه لارښود ګڼل کیږي.
Bactrites – باکټریټ

Bactrites – باکټریټ

ټولې لیکنې
د سېفالوپوډ (cephalopods) له منځه تللی نسل ده - هغه ژوي دي چې له عصري لس بازو لرونکي حلزون یا سکویډ (squid)، اته پښيو (octopus) او نوټیلوس حلزون (nautilus) سره تړاو لري. اوسمهال د ډیونین او پېرمین مودو (Devonian and the Permian periods) په ډبرو کې د فوسیل په توګه پیدا کیږي (له ۲۴۵ میلیونه تر ۴۰۸ میلیونه کاله وړاندې تر منځ). ګمان کیږي چې له باکټریټ څخه دامو نوایډ او بېلېم نویډ سېفالوپوډو (ammonoids and the belemnoids cephalopods) نسل هم رامنځته شوی وي.
Augustus A. Gould – اوګوسټوس اې ګوولډ

Augustus A. Gould – اوګوسټوس اې ګوولډ

ټولې لیکنې
بشپړ نوم یې (Augustus Addison Gould) ده. د اپرېل په ۲۳ نېټه، کال ۱۸۰۵، د متحده ایالتونو په نیو همپشیر کې زېږېدلی او د سپټمبر ۱۵ نېټه، کال ۱۸۶۶، د بوسټون په ماساچوسېټس کې مړ شوی. اوګوسټوس د متحده ایالتونو په طبیعي فلسفې باور مند (naturalist) او ډاکټر (physician) او مخکښ صدف پېژندونکی (conchology) وو.   اوګوسټوس د ماساچوسټس طبي لارښوونه کې اړین رول لرلی. د حلزون په مطالعه کې یې تخصص کړی، د سخت پوستو یا چنګاښ کورنۍ (crustaceans) او حشرو په اړه یې خورا زېاتې څېړنیزې لیکنې خپرې کړي. په کال ۱۸۴۱ کې یې د (the Report on the Invertebrata of Massachusetts) په نامه کتاب چاپ کړی، په کال ۱۸۴۸ کې د بنسټیزې زولوجي همکار لیکوال یا ګډ لیکوال (coauthor) وو او له لوییز اګاسي (Louis Agassiz) سره یې په ګډه بنسټیزه زولوجي لیکلې....

Aucella – اوسېلا

ټولې لیکنې
د حلزون نسل (genus of clams) ده، د جوراسیک مودې (Jurassic Period) په سمندري ډبرو کې د فوسیل په توګه پیدا کیږي (له ۱۴۶ میلیونه تر ۱۷۶ میلیونه کاله وړاندې ترمنځ). د پاتې فوسیلي صدف شکل یې د اوښکو څاڅکي ته ورته ده. تر ټولو عام پیدا کېدونکی ډول یې اوسېلا پیوچي (Aucella piochii) ده.

Arthropod – جوړه پښي

ټولې لیکنې
د فایلم ارتروپوډا (Arthropoda) تول غړي دي. د ژو په کېنګډم (kingdom) کې تر ټولو لوی فایلم ده. په دې فایلم کې ټول نامتو شکلونه لکه استوانه اي چنګاښونه (lobsters)، ټول د کوني کبر ډولونه (crabs)، غڼې (spiders)، کټمل (mites)، حشرې (insects)، سل پښي (centipedes)، زر پښي (centipedes) شامل دي. ارتروپوډ د نړۍ په هر ډول چاپېریال کې ژوند کوي په هر ډول اوبو او وچه کې پیدا کیږي همداسې ځینې ډولونه یې الوتنه هم کوي.   د ارتروپوډ مختلف شکلونه له نښتي یا مفصلي اسکلیټي شکل څخه پېژندل کیږي. اسکلیټ یې له کیتین یا کایټن (chitin) څخه ترکیب شوی - کیتین یو پېچلی قند ده چې له پروتین سره وصل وي. اسکلیټ یې ژوندی نه وي او د اسکلیټ لاندې د پوستکي سطحه یې ترشح کوي. د پوستکي بهرنۍ برخې یا سطحې ته (epidermis) وایي. ارتروپوډ خوځښتي یا حرکتي سیلیا (cilia) نلري - سیلیا وېښتو ته ورته مایکروسکوپي لړزه لرونکی شکل ده ...

Arrowworm – غشی چونجی

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې ورته (chaetognath) نوم هم اخلي، د کایتوګناتا په فایلم (phylum Chaetognatha) کې شامل دي، غوښه خوړونکي (carnivores) دي، بې شمزي سمندري چونجي ته ورته ژوي دي او په سمندر کې ازاد لامبو وهونکی ژوند کوي. رووڼ (transparent) نیم روڼ (translucent) بدن لري او شکل یې غشي ته ورته ده. تر اوسه ۱۲۰ زېات ډولونه پېژندل شوي چې ډېری یې د سګیتا نسل (genus Sagitta) غړي دي. د بدن اوږدوالی یې له ۳ ملي متره تر ۱۰۰ ملي متره پورې شته. کوم چې په سړو سمندري اوبو کې ژوند کوي د ګرمو اوبو د ډولونو په پرتله اوږده دي. بدن یې له سر، تنې او لکۍ جوړ شوی وي....