ټولې لیکنې

Ark shell – کیشتۍ صدف

Ark shell – کیشتۍ صدف

ټولې لیکنې
د ارسیدای کورنۍ (Family arcidae) ټول حلزون دي کوم چې کیشتۍ ته ورته شکل کې پیدا کیږي. له یو بل سره نښتي غاښونه لري. صدف یې ځینې وخت په بهرني پوښ پوښلی وي چې د پېریوسټرېکم (periostracum) په نامه یادیږي (د صدف بهرنۍ عضوي طبقه ده) دا طبقه یا ډبله وي او یا یو ډول وېښته لري. ډېری وخت دا حلزون (clams) د خپل پوښ اوږدو کې د ساده سترګو کتار یا صف لري. تر اوسه یې ۲۰۰ ډولونه مطالعه شوي او ډېری یې د ګرمو سیمو په سمندرونو کې پیدا کیږي. کیشتۍ صدف ورو لامبو وهونکي وي او یا بې خوځښته ځای په ځای په ډبرو پسې نښتی ژوند کوي. په خپلو پښو کې یو ډول مرغړي لري کوم چې یو تار ترشح کوي او د همدې تار په ذریعه خپل ځان په ډبرو پسې نښلوي. ځینې ډولونه یې د سمندر په تل کې خپل ځان په شګه کې خښوي. د ماقبل تاریخ څخه دوه ډولونه چې یو د افریقا انادارا سېنیلیس (Anadara senilis) او بل د اسیا انادارا ګرانوسا (Anadara granosa) ډول ...
Anchura – انچورا

Anchura – انچورا

ټولې لیکنې
د ګاستروپوډ (gastropods) یا صدف لرونکي حلزون (snails) له منځه تللی نسل ده. اوسمهال په سمندري انبارونو کې د فوسیل په توګه پیدا کیږي چې له ۶۵.۵ میلیونه کاله تر ۱۴۵.۵ میلیونه کاله پورې زاړه دي.  
Ammonoid – امونویډ

Ammonoid – امونویډ

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې ورته (ammonite) نوم هم اخلي. مولوسکا فایلم د سېفالوپوډ (cephalopods of the phylum Mollusca) له منځه تللی ګروپ ده. په سمندري ډبرو کې د فوسیل په توګه پیدا کیږي چې تقریبا ۴۱۹ میلیونه کاله زاړه دي.  
Ameura – امیورا

Ameura – امیورا

ټولې لیکنې
د ټریلوبایټ نسل (trilobites) ده (اوسمهال له منځه تللي ارتروپوډ دي). په شمالي امریکا کې د فوسیل په توګه پیدا کیږي چې له ۲۵۱ میلیونه کاله تر ۳۱۸ میلیونه کاله پورې زاړه دي. دې ژو بشپړ سېفالون یا سر (cephalon) لره، د لکۍ برخه (pygidium) یې اوږد وه. ډېری یې په دفاعي حالت کې تاو شوي پیدا کیږي او له دې حالت غوره کولو یې داسې ښکاري چې د خپل بدن لاندې نرمه برخه له برید څخه ژغوري.
Alpheus Hyatt – الفیوس هیات

Alpheus Hyatt – الفیوس هیات

ټولې لیکنې
د اپرېل په ۵ نېټه، کال ۱۸۳۸، د متحده ایالتونو په واشنګټن ډي سي کې زېږېدلی او د جنورۍ په ۱۵ نېټه، کال ۱۹۰۲، د ماساچوسیټس په کامبرېج کې مړ شوی. د ژو پېژندونکی او پخوانیو پېژندونکی وو چا چې د فوسیلي بې شمزیو ژو په مطالعه کې تر ټولو لوړ مقام ګټلی. د سېفالوپوډ حلزونونو (cephalopods) د تکامل په اړه پوهه کې یې لویه ونډه اخیستې.   هیات د ۱۸۵۸–۶۲ کلونو ترمنځ په هارورډ پوهنتون کې خپلې زده کړې وکړې او په ۱۸۶۷ کې یې په (Essex Institute at Salem, Massachusetts) کې دنده پېل کړه. د ۱۸۷۰ - ۱۸۸۸ کلونو تر منځ په (Massachusetts Institute of Technology) کې د زولوجۍ او پالیونتولوجۍ پروفیسر وو، د ۱۸۸۱ - ۱۹۰۲ کلونو ترمنځ یې په (Boston Society of Natural History) کې دنده ترسره کړې، د ۱۸۶۷–۷۱ کلونو ترمنځ د (The American Naturalist) په نامه د رسنۍ تاسیس کوونکی او پر مخ وړونکی وو په کومه کې چې د بیولوجیکي...
Alexander Agassiz – الکسندر اګاسي

Alexander Agassiz – الکسندر اګاسي

ټولې لیکنې
د ډسمبر په ۱۷ نېټه، کال ۱۸۳۵، د سویس په نوشتېل کې زېږېدلی او د مارچ په ۲۷، کال ۱۹۱۰ په سمندر کې مړ شوی.اګاسي د سمندري ژو پېژندونکی (marine zoologist)، د سمندر پېژندونکی (oceanographer) او د منرالوجۍ انجنیر وو چا چې په سیستماتیکه زولوجي کې او د سمندر د تختونو په اړه پوهه کې اړینه ونډه اخیستې.   اګاسي په طبیعي فلسفې باور لرونکي لوییز اګاسي (Louis Agassiz) زوی وو او په کال ۱۸۴۹ کې له خپل پلار سره په متحده ایالتونو کې یو ځای شو چېرې چې اګاسي انجنیري او زولوجي په هارډورډ پوهنتون کې ولوستل. د اکینودرومونو یا ازغن پوستو (echinoderms) په اړه یې څېړنې وکړې چې په سیستماتیکه زولوجي کې یې د پام وړ ځای خپل کړ او خپلې څېړنې یې د ۱۸۷۲–۷۴ کلونو ترمنځ د (Revision of the Echini) په نامه تر عنوان لاندې خپرې کړې. له ۱۸۶۶ تر ۱۸۶۹ پورې په (Lake Superior) کې د مس د معدن ریس وو او په خپل مقام باندې تر ...
Agnostus – اګنوسټوس

Agnostus – اګنوسټوس

ټولې لیکنې
د ټرېلوبایټ نسل (trilobites) ده. ټرېلوبایټ اوسمهال له منځه تللی د ارتروپوډ په اوبو کې ژوند کوونکی ګروپ ده کوم چې د اوبو په ډبرو کې د فوسیل (له ۵۴۰ تر ۴۳۸ میلیونه کاله پخواني انبار شوو) په توګه پیدا کیږي. معمولا کوچنی بدن یې لره، دوه د خېټې برخې (thoracic segments)، د لکۍ لویه برخه (tail segment) یې لرله. د بدن اوږدوالی یې ۶ ملي متره (۰.۲۵ انچه) پورې وو او سترګې یې نه لرلې.  
Addison Emery Verrill – اډېسن اېمېري وېرل

Addison Emery Verrill – اډېسن اېمېري وېرل

ټولې لیکنې
د فېبرورۍ په ۹ نېټه، کال ۱۸۳۹، د متحده ایالتونو د مېن په ګرېن ووډ کې زېږېدلی او د ډېسمبر په ۱۰ نېټه، کال ۱۹۲۶، د کلیفورنیا په سانتا باربارا کې مړ شوی. د متحده ایالتونو ژوی پېژندونکی (zoologist) او په طبیعي فلسفې باور مند (naturalist) وو چا چې په متحده ایالتونو کې تر ټولو زېاته لویه زولوجیکي ټولګه د (Yale University) پوهنتون ته راټوله کړه.   له ۱۸۷۱ تر ۱۸۸۷ کال پورې یې د متحده ایالتونو د کب نیونې د ادارې (United States Commission of Fish and Fisheries) لخوا د ساینسي کشف دنده په غاړه لرله او په دې وخت کې یې سلګونه سمندري ډولونه پیدا کړل. په بې شمزیو کې په ځانګړې توګه چونجیانو (worms)، حلزون (mollusks)، مرجان (corals)، سفنجونو یا سپنجونو (sponges) او ستوري کب (starfish) کې یې تخصص لره. د دې ژو د رانیولو او ټولګې لپاره یې ځانګړي وسایل جوړ کړل. وروسته یې خپلې څېړنې خپرې کړې چې ...

ولې د مالیکولونو ګروپ ته مول وایي؟

ټولې لیکنې
په کیمیا کې تاسې تر هر څه مخکې اتوم او مالیکول لولی کوم چې ډېر واړه دي او حتی یو څو ګرامه توکي هم ډېر زېات اتومونه او مالیکول لري د همدې لپاره کیمیا پوهان د مول کلیمه کاروي. د اوبو د مالیکولو په یو مول (mole) کې (6.022140758 x 1023) مالیکولونه موجود وي. دې اوږدې شمېرې ته د اووګادرو شمیره ( Avogadro’s number) وایي چې د ایټالیا یو ساینس پوه ( Amadeo Avogadro) یې په ۱۹ پېړۍ کې محاسبه کړې. د یو څه د حجم یو مول چې په ګرام اندازه شوی وي د همدې مادې د اتومي واحدونو حجم ده. د اتومي حجم یو واحد (atomic mass unit) چې لنډیز یې (amu) ده تقریبا د پروتون (proton) او نیوترون (neutron) له حجم سره مساوي ده. دا نوم له کومه اخیستل شوی؟ په کال ۱۸۶۵ کې یو جرمنی ساینس پوه (August Wilhelm von Hofmann) په خپل کتاب (Introduction to Modern Chemistry) کې لیکي چې د انګرېزۍ کلیمې د (mass) لپاره لاتیني لفظ...

صحرا

ټولې لیکنې
لمړی د صحرا تعریف: صحرا هغې سیمې ته وایي چېرې چې په کال کې ۱۰ انچه (۲۵۰ ملي متره) ورښت (precipitation) کیږي. اوس ممکن پوښتنه دا وي چې ولې په صحرا کې باران ډېر کم کیږي؟ په جغرافیه کې زېاتې صحرا ګانې د لویو وچو په غرب کې دي.   د سهارا صحرا، دعربو صحرا، ګوبي صحرا د داخلي اوراسیا له ساحلونو ډېرې لرې پرتې دي او د نیمه ګرمو سیمو د لوړ فشار د حجرې ختیځ لور ته پرتې دي. د لوړ فشار د بادونو حجرې د سمندرونو له پاسه په شمالي نیمه کره کې د ساعت په لور او جنوبي نیمه کره کې د ساعت برعکس لور ته تاویږي او دا چلند یې د لویو وچو په نږدې سیمو اغیز کوي.   د استوا خط سره چې کوم لوند باد پورته کیږي په هوا کې په ورېز بدلیږي او کله چې د بادونو جریان د قطب لور ته حرکت وکړي دا ورېز وریږي او کله چې د بادونو جریان بېرته د استوا خط په لور راګرځي خپل ډېر لوندوالی له لاسه ورکوي. څومره چې دا باد لاند...
د سمندر اوبه ولې مالګینې دي؟

د سمندر اوبه ولې مالګینې دي؟

ټولې لیکنې
د سمندر اوبو تقریبا ۷۰ % نړۍ پوښلې او په نړۍ کې د ۹۷ % اوبو برخه جوړوي او همداسې د سمندر اوبو کې په هر ۱۰۰۰ % کې ۳۵ % مالګه ده. په دې مانا چې هر یو مکعب مایل کې ۱۲۰ میلیونه ټنه مالګه موجوده ده. ټول سمندر تقریبا ۳۳۲۵۱۹۰۰۰ مایل مکعبه (۱۳۸۶۰۰۰۰۰۰ کیلو متر مکعبه) ده. ممکن ستاسې ذهن کې دا پوښتنه راولاړه شي چې دا دومره مالګه له کومه کیږي؟   دا ټوله مالګه له ځمکې را پیدا کیږي. کله چې باران وریږي د باران څاڅکي په اتموسفیر کې کاربن ډای اکسایډ سره مخلوط کیږي او له همدې امله کم اندازه تېزابي کیږي، بیا پر ځمکه او ډبرو بهیږي چې له ځان سره حل شوي منرالونه او کمه اندازه مالګه وړي. تر دې وخته پورې اوبه په بنسټیزه توګه تازه وي، کمه اندازه مالګه لري خو تروشې نه وي، د څکلو وړ وي. کله چې سمندر ته ورسیږي د بیولوجیکي پروسو له امله په اوبو کې ځینې حل شوي منرالونه لکه کلسیم له اوبو وېستل کیږي خو مالګه ...

ولې شارک په انسان برید کوي؟

ټولې لیکنې
ډېر وخت په رسنیو کې دا وېل کیږي چې د شارک برید مخ په زېاتېدو ده او هر ځای کې په انسان برید کوي. په انسان باندې د شارک کب برید ډېر کم او برید یې هم ډېر کم وخت وژونکی ده. ولې شارک په انسان برید کوي؟ د ولې ځواب کولو لپاره کاروپوهانو د شارک چلند مطالعه کړی او هر یو جلا نظرونه ورکړي.   لمړی نظر ځکه برید کوي چې د اوبو په داخل کې انسان د خوړو په څېر ښکاري او د شارک برید هم ډېر وخت په انسان یوه خوله لګول وي خو چې کله یې وپېژني چې انسان ده تېښته کوي. انسان په اوبو کې له لاندې خوا داسې ښکاري لکه د سمندري خوګ (sea seals) او شارک ډېر ځواکمن لید لري او د خپلو خوړو په لټه کې هېڅکله سمندري خوګ بې بریده نه پرېدي. کله چې شارک انسان ته په خړو اوبو کې وګوري او د انسان پر له پسې خوځښت او د انسان د پوستکي رنګ ته پام وکړم نو شارک په اندېښنه کې کولای شي. شارک د اوبو لاندې برخې ته په وړو کبانو پ...

د ایموجي او ایموټیکن تر منځ توپیر څه ده؟

ټولې لیکنې
انټرنیټ زمونږ خبرې اترې ډېرې اسانه کړي. مخکې به مو د بدن ژبه زده کوله، د لهجې یا غږ لوړوالي او کموالي باندې مو تمرین کوه تر څو د خپل بدن په خوځښت او د اواز په څرنګوالي بل ته په موثره یا اغیزمنه توګه خپل پیغام ورسوو. همداسې مونږ په ایمیل او متن کې یا ټیکسټ کې بدیلې لارې چارې پیدا کړي تر څو بل ته پرې خپل پیغام وژباړو او د دې لپاره مونږ انځوریز حروف (hieroglyph) یا ژبه کاروو. ایموټیکن د ټکي اېښودنې نښانونه، توري او عددونه دي کوم چې مونږ د یو انځوریز شکل (pictorial) لیکلو لپاره کاروو او د احساس ښوونکي دي. په لمړي ځل په کال ۱۹۸۲ کې ډاکټر سکاټ فهلمن (Dr. Scott E. Fahlman) لیکلي.   ایموجي جاپانۍ کلیمه ده (e) د انځور او (moji) کرکټر ته وایي. ایموجي د شکل، توکو او سمبولونو انځوریز خط یا انځوریز نښانونه (pictograph) دي. ایموجي په کال ۱۹۹۰ کې شیګیتاکا کوریتا (Shigetaka Kurita) اختراع...

له خوړو وروسته لامبو وهل زېان لري؟

ټولې لیکنې
د خلکو تر منځ عام پوهاوی داسې شوی چې له خوړو وروسته باید له ۳۰ دقیقو تر دوه ساعتو پورې لامبو ونه وهل شي. خلک ګمان کوي چې که چېرې له خوړو وروسته لامبو ووهي د معدې دروازه (pylorus) ممکن د نیول شوې عضلې په څېر ونیول شي او لامبو وهونکی له لامبو وهلو وغورزوي او یا یې اوبو کې ډوب کړي خو ساینس دا خبر نه مني.   که چېرې تاسې لږ خواړه هم وخوری نو تر څلور ساعتو پورې په معده کې پاتې کیږي. په دې وخت د هاضمې لپاره دواړه اکسیجن او انرژۍ ته اړتیا پیدا کیږي تر څو خواړه هضم شي. کله چې خواړه د هاضمې لپاره اکسیجن او انرژۍ ته اړتیا پیدا کړي نو دواړه له عضلاتو څخه د لکتیک اسیدو وېستلو او احتراق لپاره کمی پیدا کوياو کله هم چې داسې وشي د بدن عضلې نیول کیږي. ډېر خلک له خوړو وروسته د لامبو وهلو پر وخت ډوب شوي دلته باید په دې پوه شو چې ولې؟ کله چې تاسې خواړه وخوری ستاسې د هاضمې سیستم بوخت وي تر څو خواړه و...

د رومیانو جوس په رښتیا د سکنک بوي خنثی کولای شي؟

ټولې لیکنې
په شمالي امریکا کې سکنک ژوي خورا زېات دي. هر چېرې که تاسې د ځنګلونو او د ونو لرونکو سیمو ته ولاړ شی هرو مرو له سکنک سره مخ کیږی. سکنک مقعدي د بوي مرغړي (anal glands) لري کوم چې ډېر بد بوي پرېدي او انسان ګنګس کوي. ډېر نور غوښه خوړونکي ژوي هم مقعدي مرغړي لري خو سکنک د دې مرغړیو د تولید په کنټرول او کارونه کې ډېر ماهر دي. د سکنک د سپرې په بوي کې یو ډول سلفري کیمیاوي توکي چې د تیول (thiols) په نامه یادیږي موجود وي او دا توکي په پیازو کې هم موجود وي چې له سترګو څخه د اوښکو بهېدو لامل ګرځي. که چېرې له دې مادې سره د رومیانو جوس یو ځای شي نو د رومیانو کاروټینوایډ (carotenoids) او لیکوپېن (lycopene) دومره کافي ندي چې د دې مادې بوي خنثی کړي مګر بیا هم له ځینو نورو مایعاتو څخه اغیزمن دي. بلاخره د رومیانو جوس کولای شي کور ته د داخل شوي سکنک بوي په موقته توګه ورک کړي خو له کم وخت تېرېدو وروسته ممکن بېر...

د سرعت او تېزوالي توپیر څه ده؟

ټولې لیکنې
کله چې د توکو خوځښت یا حرکت په وخت، واټن او لوري کې تشریح یا روښانه کیږي نو فزیک پوهان د سرعت او تېزوالي بنسټیز مقدارونه کاروي. په انګرېزۍ کې تېزوالي ته (speed) او سرعت ته (velocity) وایي. دوه اصطلاحګانې دي او دواړه جلا مانا ګانې لري خو ډېر وخت دواړه د یو بل پر ځای کاریږي د دې لامل څه ده ؟ په ساده توګه لامل یې داده چې تېزوالی د وخت نرخ ده په کوم کې چې یو جسم د یو لارې په اوږدو کې حرکت کوي خو سرعت د همدې حرکت کوونکي جسم د حرکت او لوري نرخ ده. په بله طریقه داسې ویلای شو چې تېزوالی یو عددي ارزښت (scalar value) ده مګر سرعت یو ویکتور یا لوری (vector) ده. که اوس هم نه یی پوه شوي نو بېلګې ته پام وکړئ: یو موټر په ساعت کې ۵۰ کیلو متره واټن وهي همدا خبر د موټر تېزوالی په وخت کې روښانه کوي خو که داسې ووایو چې د موټر سرعت په ساعت کې ۵۰ کیلو متره ده نو دا خبر یې په یو ځانګړي لوري کې واټن وهل یا د جسم د...

ولې مو تودوخه د عضلاتو درد اراموي؟

ټولې لیکنې
کله چې بدن باندې سپورت کوی نو عضلات په خپل ځان باندې وزن او ځواک اعمال کوي یا کاروي او پاېله یې په عضلاتو کې درد پاتې کېدل وي چې ډېر خلک یې د شاخک یا شخک په نامه پېژني له دې پرته نور ډول دردونه هم پکې پیدا کیږي. ټول ډاکټران، د سپورت استادان او په کور کې مورګانې د عضلاتو د درد لپاره د تودوخې لارښونه کوي - لکه په ګرمو اوبو حمام کول، په ګرمې ټوټې ټکور، ګرمه خښته او یا نور داسې توکي چې د تېرموتېراپي (thermotherapy) تخنیک په توګه یې کاروي. پوښتنه دا ده چې رښتیا عضلاتو ته د تودوخې ورکول د عضلاتو درد کموي او یا یې اراموي؟ کله چې بدن سپورت کوي نو بدن تر هغې انرژۍ زېاتې ته اړتیا لري کومه چې د اکسیجن داخل ته د اخیستو له لارې یا د اکسیجن په شتون کې (aerobic respiration) تولیدیږي. د ځواکمن خوځښت لپاره د کافي انرژۍ د تولید لپاره بدن یو بله پروسه پېل کوي چې د (anaerobic respiration) په نامه یادیږي او ما...

تمساح دوه ډولونه لري څرنګه یې توپیر په ګوته کولای شو؟

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ ژبه کې یې یو ډول ته (Alligator) او بل ډول ته یې (Crocodile) نوم اخلي. دواړه یو بل ته ورته دي خو دواړه له دوه جلا کورنیو سره تړاو لري. د دواړو ورته والی اوږده پوزونه یا اوربوزونه، ځواکمنې ډبلې لکۍ، لنډې پښې او ازغنه ملا ده. توپیرونه یې څه دي:؟ د اوربوز یا پوز (snout) شکل ده: په (alligator) کې د U شکل لري او پراخ ده او د (crocodile) اوربوز د V شکل لري او اوربوز یې نری وي؛ بل توپیر یې غاښونه دي: په (alligator) کې چې کله خوله بنده کړي د لاندې ژامې غاښونه بهر نه ښکاري خو په (Crocodile) کې چې کله خوله بنده کړي ځینې غاښونه یې ښکاري؛ بل توپیر یې رنګ ده: د (alligator) رنګ خړ یا تور وي او (Crocodile) سور قهوې ته ورته یا زیتون ته ورته رنګ لري. د دې ترڅنګ (Crocodile) په مالګینو اوبو کې ژوند کوي خو (alligator) په تازه اوبو کې ژوند کوي. همداسې (Crocodile) ډېر حمله کوونکی چلند لري خو (alligato...

سونامي څه ده او څه د سونامي لامل کیږي؟

ټولې لیکنې
په لنډ تېر وخت کې سونامي د لویې وېجاړۍ او مرګ لامل شوی. چې لویې بېلګې یې په شمالي سوماترا، تایلنډ، د جاپان ځینې برخې او هونشو ټاپو او چیل کې دي. پوښتنه دا ده چې سونامي څه ده او څرنګه رامنځته کیږي؟ سونامي د سمندر څپه ده چې د سمندر لاندې زلزلې (submarine earthquake) له امله، د سمندر لاندې د ځمکې د ښوېدو (landslide) له امله او یا په سمندر کې د اورشیندنې (volcano) له امله خپریږي. بل لامل یې په سمندر کې د اسماني ډبرو (meteor or comet) غورزېدل دي. سونامي (Tsunamis) جاپانی لفظ ده او مانا یې د سمندر غاړې یا ساحل څپې ده.   کله چې سونامي رامنځته شي د رامنځته کېدو د ټکي له مرکز څخه داسې څپې خپریږي چې په یو ساعت کې ۸۰۰ کیلو متره (۵۰۰ مایله) مزل کوي او د څپې اوږدوالی تقریبا له ۱۰۰ تر ۲۰۰ کیلو متره پورې وي. خو په لویو خلاصو سمندرونو کې بیا د څپې ارتفاع یا لوړوالی کم وي چې له ۳۰ تر ۶۰ سانتي مت...

ولې سیارې ګردې دي؟

ټولې لیکنې
لمر او د لمریز سیستم ټولې اته سیارې ګردې دي. دا ولې ؟ دا ځکه چې ټولې اته سیارې د جاذبې ځواک لري او په سیارو کې شته توکې مرکز ته جذبوي او له همدې امله ټولې ناهوارې سیمې او ځایونه ګرد شکل اخلي. د لمریز سیستم هغه ستوري چې واړه دي لکه د سیارو په څېر ګرد ندي او لامل یې دا ده چې د جاذبې ځواک یې دومره زېات نده چې خپل شکل لکه د سیارو په څېر ګرد کړي.   د شکل پر ګردوالي د پوهېدو لپاره اړینه ده چې د جاذبې له قوې د تیښتې سرعت مطالعه کړو. د ځمکې له جاذبې د تېښتې سرعت په یوه ثانیه کې ۱۱ کیلو متره او په یو ساعت کې ۴۰۰۰۰ کیلو متره ده. د داسې سرعت لپاره مونږ غټو راکټونو ته اړتیا لرو. ځمکه تقریبا شپږ ضرب د لسو په توان د څلریشتو کیلو ګرامه (6 x 10^24 kg) په اندازه حجم لري او دا حجم یې تقریبا ګرد ده. که چېرې تاسې د کومېټ (Comet 67P) له جاذبې تېښته کول غواړی نو په یوه ثانیه کې یو متر سرعت ته اړتیا ل...