پنځه کم عمره کوچنیان
لمړۍ کم عمره - جون اف ارک (Joan of Arc)
یوه ۱۳ کلنه کوچنۍ فرانسوۍ انجلۍ وه چا چې فکر کوه د خدای له لوري بې جګړیزې تجربې د جګړې لپاره ځمکې ته رالېږل شوې. په دې وخت کې فرانسه له انګلستان سره په سل کلنه جګړه کې بوخته وه. کله چې د اورلیا (Orléans) جګړه کېده نو مشري یې د همدې ۱۳ کلنې انجلۍ په لاس کې وه کومه جګړه چې د فرانسې په ګټه پای ته ورسېده او انګرېزانو سخته ماتې وخوړه. اووم چارلز (Charles VII) چې د فرانسې د پاچایي واک یې له لاسه وتلی وو دې انجلۍ په کال ۱۴۲۹ کې اووم چارلز په دې وتوانوه چې واک بېرته لاسته راوړي. جان اف ارک په کال ۱۴۳۰ کې انګرېزانو اسیره ونیوله او په کال ۱۴۳۱ کې یې ژوندۍ په اور وسوزوله. له مرګ وروسته د فرانسویانو اتله شوه او په کال ۱۹۲۰ کې د فرانسې په مقدسو یا پاکو خلکو کې شامله (canonize) شوه. کانونیزه کېدل مقدس کېدل (canonize) د کتولیک عیسویت مذهب کې یو مړ شوي کس ته م...