
The core financial statement – بنسټیزه مالي خبر پاڼه
کله چې یو پانګه اچونکی د یو سهامي شرکت په (capital stock) کې پانګونه کوي یا یو سهامي شرکت ته نغدې پیسې پور ورکوي او یا ېې په نغدو پیسو بانډز (bonds) اخلي. نو له پرېکړې مخکې د شرکت مالي خبر پاڼه کې ځنې شیانو ته ژوره کتنه کوي. (باندز او سټاک دواړه د عصري اقتصاد تجهیزات دي). کوم چې شخصي شرکتونه دي د هغوي پانګونه د یوه واړه ګروپ یا بانک لخوا شوې وي. که چېرې تاسې غواړی په یوه شخصي شرکت کې پانګونه وکړی نو ځنې مالومات تاسې سره مرسته کولای شي چې د پرېکړې پروسه مو منطقي کړي. په اول کې باید د پوښتنو یو لسټ جوړ شي لکه د شرکت شتمنۍ څه ده؟ شرکت چېرته فعالیت کوي؟ کلیدي تولیدات ېې څه دي ؟ څومره عواید لري؟ شرکت بل سهام ته ګټه (dividends)ورکوي؟ د چاپیریال مسولیت په اړه د شرکت پالیسي څه ده ؟ لاندې انځور کې ځنې موضوعات یاد شوي کوم چې په شنه رنګ لیکل شوي په طبعیت کې مالي دي. او په سره خط لیکل شوي په ریاضیکي ا...