د مالاکوستراکا کلاس (class Malacostraca) تر ۲۹۰۰۰ زېات غړي دي. د کروستاسیا فرعي فایلم (subphylum Crustacea) او فایلم ارتروپوډا (phylum Arthropoda) کې ډلبندي شوي. بې شمزي ژوي دي او په ځمکه، سمندر، تازه اوبو کې ژوند کوي. مالاکوستراکان د کروستاسیا په څلورو عمده کلاسونو کې تر ټولو زېات دي. غړي یې د ټولو سخت پوستو له درې برخو دوه برخې جوړوي. د بدن کچې یې له یو بل سره ډېر توپیر لري او له ۱ ملي متر واړه نیولې تر ۳ متره پورې اوږده شته. د نړۍ په ټولو تل پاتې اوبو کې پرېمانه دي. پرته له انترکتیکا چېرې چې یو وخت شته وو مګر اوس نشته نور په ټولو لویو وچو کې پیدا کیږي.
په مالاکوستراکان کې داسې کوني کبر شته چې له ۱۰ کیلو ګرامه زېات وزن لري، داسې هم شته چې د پښو تر منځ واټن یې له ۳ مترو زېات وي. د ایزو پوډا، امفای پوډا او ستوماتوپوډا ډلو (orders Amphipoda, Isopoda, and Stomatopoda) کې د ځینو ...