ټولې لیکنې
Partnership – ګډه سوداګري، شراکت
یوه سوداګري په کومه کې چې دوه کسان، دوه شراکتونه یا دوه سهامي شرکتونه سره شریک وي. د سوداګرۍ سرچینې او له دې سرچینو ګټه سره شریکوي.
Overhead – ثابت قیمت یا لګښت
هغه لګښت یا قیمت ده چې د تولید په حجم کې د زېاتوالي یا کموالي له امله تغیر نکوي. لکه د اجرایه ریس معاش، لکه کرایه او داسې نور.
Obsolescence – له دوده غورزېدل، بې ارزښته کېدل
د یوې شتمنۍ په ارزښت د ټکنالوجیکي بدلون، سیالۍ، د سوداګرۍ په وضعیت کې بدلون له امله کمی راتللو ته وایي. ماشین هغه وخت خپل ارزښت له لاسه ورکوي چې که کاره وغورزیږي، تولید هغه وخت ارزښت له لاسه ورکوي چې پېرودونکي بل تولید خوښ کړي او یا یې د جوړښت په طریقه کې تغیر راشي. په ارزښت کې کمی راتللی یو لګښت ګڼل کیږي. له همدې امله د شتمنۍ کوم ارزښت چې په کتابونو کې لیکل شوی وي له اصلي ارزښت سره توپیر لري.
Net worth – خالص ارزښت
net worth = total assets - total liabilities
خالص ارزښت د مالک برخې یا ایکویټي ته وایي. سرمایې ته هم وېل کیږي او له دې پرته نورې ډېرې مانا ګانې هم لري. د کمنۍ اصلي ارزښت نده.
Mortgage – ګرو
اوږدمهاله پور ده چې د یو ملکیت بدل کې ورکول کیږي. په ډېرو کمپنیو کې ماشینونه هم ګرو کیږي.
له نورو پورنو سره یې توپیر: د پورونو ډېر ډولونه د دې لپاره بل ته ورکول کیږي چې پېژندل شوې نامتو څېره او یا د اعتبار وړ کس وي او بدل کې یې کوم ملکیت په ضمانیت کې نه ترې اخیستل کیږي.
Market – مارکیټ، بازار یا پلورځای
که د اسم په توګه وکاریږي
د پېرودونکو هغه ډله په کومو چې تاسې توکي پلوری یا خدمات پلوری
که فعل وي
د پېرودونکو اړتیا او غوښتنې په ګوته کول دي، او بیا توکي تولیدول دي تر څو دغه غوښتنې او اړتیاوې پوره کړي، په پېرودونکو یې وپلوري. مارکیټینک یو ټولټال فعالیت ده په کوم کې چې پېرودونکي پېژندل کیږي یا په ګوته کیږي، قناعت ورکول کیږي اړتیا او غوښتنې یې پوره کیږي.
Loss – تاوان، زیان
د ګټې برعکس ته وایي. له عوایدو څخه د لګښت زېاتوالي ته وایي. د محاسبې په موده کې اړینه نده چې د نغدو کمېدو ته تاوان ووېل شي. خو ممکن تاوان د پیسو په کمي کې انعکاس شي.
Long term, long run – اوږدمهاله
ډېر وخت له یو کال زېاتې مودې ته وېل کیږي. ځینې وخت ډېره لرې راتلونکې کې یو څه ښي.
liability – پور
هغه مقدار ده چې یو شرکت یې باید ادا کړي. کرېنټ لیابیلیټي یا فعلي پور باید تر یو کال یا له یو کال مخکې ادا کړل شي په کوم چې د ورکړې وړ حسابونه، اکرول لکه معاشونه، مالیات او داسې نور شامل دي. اوږدمهاله پور کې بانډ، ګرو شوی ځای او اوږمهاله پورونه شامل دي. که چېرې پور اوږدمهاله وي او یوه برخه یې په همدې کال کې ادا کوی نو دا برخه یې په فعلي پور کې حسابیږي.
Ledger – جنرل لیجر
په جنرل جورنال کې مو ولیدل چې هره سوداګریزه معامله له یوې لنډې تشریح سره ثبت شوې ده. برعکس جنرل لیجر د هر حساب لپاره یوه جلا پاڼه لري. له جورنال پاڼې جنرل لیجر ته هره سوداګریزه معامله په لاندې ډول مربوطه حساب ته کاپي کوو. او چې کله له جورنال پاڼې یوه سوداګریزه معامله جنرل لیجر ته انتقال شي نو په څنګ کې یې نښه ورسره اضافه کیږي تر څود بیا ځلې انتقال مخه ېې ونیسي.
Leasehold improvement – د استوګنځای یا کار ځای د اجارې د اسانتیا لپاره ښه کول
هغه مقدار چې د ښه کېدو لپار کاریږي تر څو کرایه کولو یا اجاره کولو کې اسانیتا رامنځته کړي. لکه نوی دیوالونه، ګروپونه او داسې نور. ثابته شتمنۍ ګڼل کیږي او د اجارې د مودې په اوږدو کې یې ارزښت کموالی پیدا کوي.
Invested capital – پانګونه شوې سرمایه
دیوه شرکت ټولټال اوږدمهاله پور او د ونډه اخیستونکو په سوداګرۍ کې ټولټال برخه ده
inventory turnover – د موجوده انبار دوران یا د پلور او کارېدنې د دورو شمېر
یونسبت ده کوم چې د یوې کمپنۍ د پلور لپاره د تولید کچه ښي.
inventory turnover = cost of sales ÷ average inventory
پرچون سوداګرۍ کې دا دوران لوړ وي او په یو کال کې تر له پنځه تر لسو دورو پورې لرلای شي. د کمو پیسو په پانګه باندې دوی کولای شي د پلور لوړه کچه ولري.
Inventory shrinkage – د موجوده انبار په لست کې کمی یا ورکېدل
د موجوده انبار په لست کې داسې کمی چې د تشرېح کولو وړ نه وي او ممکن لامل یې غلا وي. له دې پرته نور لاملونه یې اور لګېدنه، زېان رسونکې حشرې، ورکېدل، او یې تخریبېدل وي.
Inventory obsolescence – له پلوره غورزېدلی انبار
د اوسمهال شته انبار هغه برخه ده چې نور د پلورلو وړ نه وي. هغه وخت کې داسې کیږي چې تر پلور څخه تولید شوي توکي زېات لاسته راشي او یا هم تولید شوي توکي زاړه او نور یې پلور موډ نه وي، ممکن د مارکیټ سیالۍ یې پلور وژلی وي. د کمپنۍ ارزښت ډېر وخت له هغه څه سره توپیر لري چې په بیلانس پاڼه کې ښودل کیږي او ډېر وخت له پلوره غورزېدلی انبار پکې موجود وي.
Inventory – د موجوده انبار لست
د هغو موجوده انبارونو لست ده چې شرکت یې د پلور لپاره لري. معمولا یو شرکت د موجوده انبارونو درې ډوله لستونه لري. خام مواد کوم چې تولید کېدو منتظر وي، د کاري پروسې لاندې انبار او تولید شوي توکي. د انبارونو لست فعلي یا جاري شتمنۍ ده.
Interest – سود یا ګټه
هغه ګټه ده چې د پیسو د کارولو په بدل کې ورکول کیږي. نرخ د فیصدي له مخې ټاکل کیږي. که چېرې یو شرکت په سود پیسې واخلي په دې مقدار راتلونکی سود غېرې عملیاتي یا بې فعالیته لګښت او که چېرې پیسې په سود ورکړي غېرې عملیاتي یا بې فعالیته ګټه ګڼل کیږي.
Inflation – انفلاسیون
د توکو په قیمت کې لوړوالی او یا د پیسو ارزښت کې کمی راتلل کوم چې په شرکت او د شرکت په مالي بیانیه عمده اغیز لري. ځکه چې شتمنۍ په اصلي قیمت ښودل کیږي او د انفلاسیون ارزښت نه انعکاس کوي چې قیمت یې بدل کړای شي.