هغه قیمت او لګښت ده چې د پلور په حجم کې بدلون راتلو سره پکې بدلون نه راځي او ثابت وي. ثابت لګښت ییا قیمت کې د قیمت کموالی، سود، د تعمیر کرایه، تنخوا ګانې او داسې نور شامل دي. خو دغه ټول لنډمهال وي. که چېرې د پلور په حجم کې ډېر زېات د زېات وخت لپاره رامنځته شي نو ممکن ځینې کسان له دندې ووېستل شي او یا هم که ډېر زېات شي ممکن د تولید ځای پراخ او نور کسان د تولید لپاره وګمارل شي.
ثابتې شتمنۍ ته د شرکت ملکیت هم وایي چې تعمیر، ماشینونه او داسې نور پکې شامل دي او پرته د سوداګرۍ له فعالیت څخه په نغدو نشي بدلېدای، اوږدمهاله شتمنۍ ګڼل کیږي.
د لنډیز (first in, first out” and “last in, first out) ده. د قیمت ټاکلو دوه طریقې دي. تر ټولو زاړه تولید شوي توکي د انبار په پای کې وي او تر ټولو اوسني د انبار له پاسه خو د پلور پر وخت له هرې برخې تولید شوي توکي پلورل کیږي. له لاندې برخې د تولید شوو توکو پلور ته فیفو وایي او له پاسه برخې د تولید شو توکو پلور ته لیفو وېل کیږي.