ټولې لیکنې

Credit and Debit – کرېډېټ او ډېبېټ

ټولې لیکنې
دا اړینه ده چې یو کاروبار خپل د محاسبې سیستم ته د اعتبار وړ وده ورکړي. دا سیستم باید د مالي خبر پاڼو د چمتو کولو لپاره کافي وي او د هرې سوداګرېزې معاملې لپاره داسې اسناد جوړ کړای شي چې د اړتیا په وخت کې لاس رسی ورته ولرلای شي. د محاسبې سیستم داسې یو سیستم ده په کوم چې هره سوداګریزه کړنه د یو مالي راپور په توګه لنډیز کیږي. که چېرې دا سیستم کمپیوټري وي او یا په لاس جوړ سیستم په دواړو کې د حسابونو (accounts)، کریډت (credits)، ډیبیټ (debits)، جورنال (journal) او جنرل لیجر (general ledger) افزار د محاسبې لپاره کاریږي.   حسابونه (accounts) په سوداګرۍ کې د شتمنۍ (assets)، پورونو (liabilities)، د مالکانو هغه برخه چې له شتمنۍ پور منفي شوی وي (equity)، د ناخالصه عوایدو (revenues) او لګښتونو (expenses) د اجزاو لپاره یو جلا حساب (account) جوړیږي. له دې ټولو حسابونو (accounts) څخه جنرل ل...

Cost of sales, cost of goods sold – د پلورل شو توکو لګښت

ټولې لیکنې
د محسابې په یوه موده کې د ټولو پلورل شو توکو قیمت یا لګښت ده. کله چې یو تولید شوی توکی وپلورل شي نو د مصرف قیمت یې لګښت ګڼل کیږي. په کومه سوداګرۍ کې چې بې اندازې توکي پلورل کیږي په لاندې فورمول باندې یې حساب کیږي.   cost of sales = beginning inventory + purchases – ending inventory د پلورل شو توکو لګښت یو ستونزمن مفهوم خو ډېر اړین ده. په کتاب کې په لوی تفصیل لیکل کیږي. د پلورل شو توکو لګښت کې یوازې د توکو د جوړېدو د قیمت محاسبه نه کیږي بلکې په قیمت یې موجوده انبارونه هم اغیز لري....

Cost accounting – د لګښت محاسبه

ټولې لیکنې
 د محاسبې یو سیستم ده چې هر تولید شوي واحد ته یو مناسب قیمت ټاکي. کاسټ اکونټینګ اساسا د تولید په کمپنیو یا منفکچرینګ کمپنیو کې کاریږي. په سوداګرۍ کې د ټولو هغو لګښتونو یا قیمتونو حساب ده د کوم له مخې چې یوه سوداګري اداره کیږي او له مخې یې د تولید شو توکو لګښت او ګټه ارزول کیږي. لکه د برېښنا قیمت، په قیمت کې کموالی رامنځته کېدل، د ماشینونو کارونه او داسې نور. ډېر کاسټ اکونټینګ سیستمون د معیاري قیمت یا سټنډرډ کاست سیستم کاروي.

Capitalize – سرمایه جمع کول، د راتلونکو لګښتونو لپاره سپموونه

ټولې لیکنې
په بیلانس پاڼه کې د شتمنۍ په توګه د یوه لګښت لیکل تر څو په راتلونکې کې امورټایز شي. د بېلګې په توګه د څېړنو لګښت یا کپټلایز کیږي او یا لګښت کیږي. که چېرې لګښت شي نو د مصرف کېدو پر وخت لګښت لیکل کیږي او که چېرې کپیټلایز شي د ټاکلي وخت په اوږدو کې مصرف ښودل کیږي.

Capital – سرمایه

ټولې لیکنې
هغه پیسې چې د مالک لخوا د پانګې په توګه په سوداګرۍ کې کارول شوې وي. د بیلانس پاڼې په ښي اړخ کې لیکل کیږي. سرمایه فکس اسېټس ته هم وېل کیږي لکه تعمیر، ماشینونه او داسې نور چې په یو سوداګرۍ کې کار ترې اخیستل کیږي.  

Business – سوداګري

ټولې لیکنې
صنعتي فعالیت لکه د سبزۍ سوداګري، د فولاد سوداګري. د یو شرکت تولید او پلور ته سوداګري وېل کیږي. د خدماتو وړاندې کولو او د توکو پېرلو او پلور ته سوداګري وېل کیږي. دغه سوداګري ممکن د یو کس وي، ممکن د څو کسانو ونډه وي، ممکن سهامي شرکت او کمپنۍ یا بل شکل ولري.

Book value – د کتاب له مخې د مالک د سرمایې ارزښت

ټولې لیکنې
total assets - total liabilities = book value ټوله شتمنۍ - ټول پور = د کتاب له مخې د مالک د سرمایې ارزښت بوک وېلیو د هغې شتمنۍ ارزښت ته هم وایي چې د یوې کمپنۍ په مالي راپور کې ثبت شوې وي. بوک وېلیو له اصلي ارزښت سره ډېر وخت توپیر لري. اصلي ارزښت ممکن له بوک وېلیو کم یا زېات وي. بوک وېلیو کمپنۍ ټول ارزښت وي چې په ونډه اخیستونکو وېشل کیږي.

Bookkeeper – د کتاب ساتونکی

ټولې لیکنې
هغه کس چې د مالي معاملو ریکارډ یا کتابونه له ځان سره ساتي. کتاب ساتونکی د محاسبه کوونکي په پرتله کمې روزنې ته اړتیا لري. کتاب ساتونکی د محاسبه کوونکي لخوا د جوړ شوي قانون په اساس مالي معاملې ثبت کوي.  

Bond – بانډ

ټولې لیکنې
په لیکل شې بڼه د ورکړې وړ پور ده چې باید په راتلونکې کې تر یو کال زېاته موده کې ادا کړل شي. په بانډ کې د ادا کېدو نېټه، سود یا ګټه او داسې نور ښودل شوي وي.