ټولې لیکنې

Balance sheet – بیلانس پاڼه

ټولې لیکنې
په یوه او ځانګړي وخت کې د یوې کمپنۍ د مالي وضعیت بیان ده. (ډېر وخت د سوداګرۍ د مودې په پای کې). بیلانس پاڼه ټوله شتمنۍ د پاڼې په کیڼ اړخ یا پاسه برخه کې نوملړ کوي. د مالک سرمایه او قرضه لاندې برخه کې یا ښي اړخ کې نوملړ لست کوي او شتمنۍ له د مالک له سرمایې او قرضې سره باید مساوي وي. assets = liabilities + capital.

Bad debt – نه ترلاسه کېدونکی پور

ټولې لیکنې
هغه مقدار چې باید یو شرکت ته ورکړل شي مګر شرکت په دې وپوهیږي چې نه تر لاسه کېدونکی ده. کله چې نه ترلاسه کېدونکی پور وپېژندل شي نو لیکل کیږي. مګر ځینې وخت ساتل شوی مقدار د نه تر لاسه کېدونکي پور په توګه لیکل کیږي چې د مشکوک حساب په نامه یادیږي. نه تر لاسه کېدونکی پور یو لګښت ده. که کوم زېاتوالی پکې رامنځته شي هم لګښت ګڼل کیږي.

Average collection period – د لاسته راوړونکو حسابونو د مودې منځنۍ کچه

ټولې لیکنې
Average collection period = accounts receivable ÷ sales × 365 د ورځو منځنۍ کچه ده په کومه کې چې باید د لاسته راوړنې وړ حسابونه ادا کړل شي. په هر شرکت کې توپیر لري. که د یو شرکت دا موده اوږده شوې وي د ستونزو ښوونکې ده په دې مانا چې پېرودونکي دومره شکایت لري چې تر پیسو ادا کولو مخکې باید حل شي.

Asset – شتمنۍ

ټولې لیکنې
سوداګرۍ کې د ارزښت توکي. یوه شتمنۍ ممکن نغدې پیسې وي، ممکن فزیکي ملکیت وي لکه تعمیر او توکي لکه د خامو او تولید شو توکو انبار، سندونه، او یا ممکن حق وي. کرنټ اسیېټس امکان لري تر یو کال مخکې او یا په یو کال کې په نغدو بدله شي. په کرنټ اسیېټس کې نغدې، د مارکېټ وړ توکي، د لاسته راوړنې وړ حسابونه، او د توکو بشپړ نوملړ یا لست شامل دي. فکس اسېټس پرته د سوداګرۍ له فعالیت څخه په نغدو نشي بدلېدای. په فکس اسېټس کې تعمیر، ماشینونه، مېز چوکی یا فرنیچر او اوږد مهاله پانګې شاملې وي. نه لمس کېدونکې شتمنۍ کې د امتیاز، انحصار حق یا پېټېنټس، د کاپي حق یا کاپي رایټس، د سوداګرۍ نښان، جواز یا لایسنس او همداسې نور شامل وي. هغه څه پکې شامل وي چې شرکت ته ارزښت لري او فزیکي بڼه نلري. ډېر وخت په مالي راپور کې نه ښودل کیږي....

Amortize – د ټاکلي وخت په اوږدو کې د قیمت کمول یا د مصرف ښودل

ټولې لیکنې
کمول، استهلاک کول، په تدریجي توګه کمول یا له منځه وړل، د ټاکلي وخت په اوږدو کې د قیمت کمول یا د مصرف ښودل د ټاکل شوي وخت له تېرېدو سره د یوه مصرف کمول. د بېلګې په توګه که د یو توکي قیمت $ ۱۰۰ وي او په لس کالو کې هر کال $ ۱۰ ډالره ادا شي نو مالي راپور یې هر کال $ ۱۰ لګښت ښي. که چېرې قیمت امورټایز شوی نه وي نو په هماغه کال چې لګښت شوی $ ۱۰۰ مصرف ښودل کیږي.

80/20 rule – ۸۰/۲۰ قانون

ټولې لیکنې
په سوداګرۍ کې یو ټولیز قانون ده کوم چې وایي چې ۲۰% توکي ۸۰% عمل تولیدوي. ۲۰% د تولید خط ۸۰% پلور تولیدوي. ۲۰% د پلور ځواک ۸۰% د پېرودلو لپاره د پلور درخواست تولیدوي. ۲۰% پېرودونکي ۸۰% شکایتونه تولیدوي. په حقیقت کې دا قانون نا مناسبه ده مګر ډېر وخت رامنځته شوی حالت انعکاس کوي کوم چې له نامناسبه وېش څخه رامنځته شوی وي. کله هم چې د سوداګرۍ یو حالت ارزوی نو دې ته پام کوی چې کوم وړوکی ګروپ له دې حالت سره ډېر اړیکه کې ده او په ورته وخت کې که ۸۰/۲۰ قانون پام کې ولری نو ډېره مرسته به درسره وکړي....

Aging – زړښت

ټولې لیکنې
یوه پروسه یا پړاو ده په کومه کې چې د لاسته راوړنې وړ حسابونه د عمر پر بنسټ یا اساس ترتیب کیږي. ترتیب یې له پلور وروسته تر ۳۰ ورځو، له ۳۰ تر ۶۰ ورځو، له ۶۰ تر ۱۲۰ په ترتیب کې کیږي.

Accrual basis, system, or method – د محاسبې د تعهد یا ژمنې سیستم

ټولې لیکنې
د محسابې یو سیستم ده په کوم کې چې عواید او لګښت په یادون یا ریکارډ کې هغه وخت نه لیکل کیږي کله چې نغدې پیسې یو کس بل کس ته ورکوي بلکې هغه وخت لیکل کیږي کله چې د دوه ډلو ترمنځ معامله ترسره شي. که چېرې یو جمپر مو اخیستی وي د جمپر د پیسو ورکولو پر وخت دغه معامله نه ثبت کیږي بلکې هغه وخت اکرو کیږي کله چې له جمپر سره بهر ولاړ شې. د نغدو پیسو سیستم د افرادو یا کسانو لخوا کاریږي مګر د محاسبې د تعهد یا ژمنې سیستم په سوداګرۍ کې کاریږي.

Barton Childs – بارټون چایلډز

ټولې لیکنې
د فېبرورۍ په ۲۹ نېټه، کال ۱۹۱۶، په هینسډیل کې زېږېدلی او فېبرورۍ په ۱۸ نېټه، کال ۲۰۱۰، په بالټي مور کې مړ شوی. د امریکا د کوچنیانو جنتیکي رنځپوه pediatric geneticist چا چې په انسان کې د ارثي ناروغیو په جنتیکي پروسه څېړنې کړي او دجنتیک له طب سره ادغام ته یې پراختیا ورکړې.   په کال ۱۹۳۸ کې له Williams College, Williamstown, Mass څخه فارغ شو له دې وروسته یې په جانز هاپکینز پوهنتون Johns Hopkins University کې داخله او په کال ۱۹۴۲ کې یې ماستري وکړه. د ۱۹۴۳–۴۶ کلونو ترمنځ یې د امریکا په پوځ کې له پوځي خدمته وروسته د جان هاپکېنز روغتون کې د هغو مراجعه کوونکو ناروغانو ریس وټاکل شو چې بې بستر کېدو یې روغتون ته د درملو لپاره مراجعه کوله. دلته یې په مورزادي اختلالاتو کې علاقه پیدا کړه. په کال ۱۹۵۲ کې University College, London ته ولاړ تر څو په ګالټن لابراتوار Galton Laboratory کې جنتیک مطا...