Barbara McClintock – باربرا اېم سي کلینټوک
د جون په ۱۶ نېټه، کال ۱۹۰۲، د متحده ایالتونو د کنکټیکټ په هارټ فورډ کې زېږېدلې او د سپټمبر په ۲نېټه، کال ۱۹۹۲، د نیویارک په هنټینګټون کې مړه شوې. د امریکا ساینسپوه وه چا چې په ۱۹۴۰ لسیزه او ۱۹۵۰ لسیزه کې د حرکت کوونکو جنتیکي عناصرو mobile genetic elements په اړه د کشف له امله په کال ۱۹۸۳ کې نوبل جایزه تر لاسه کړه.
پلار یې physician ډاکټر وو او کلینټوک په کم عمر کې ډېر څه ورڅخه زده کړي وو. له لیسې وروسته یې د بیولوجي رشته په کرنل پوهنتون Cornell University کې، په کال ۱۹۱۹کې پېل کړه. په کال ۱۹۲۳ کې لسانس او دوه کاله وروسته یې ماستري تر لاسه کړه. تخصص یې په حجره پېژندنه یا سایټولوجي cytology، جنتیک او زولوجي کې کړی خپله دوکتورا یې په ۱۹۲۷ کې لاسته راوړه. کله چې له مکتب څخه فارغه شوه د زېړو جوارو maize کرموزمومي څېړنه یې پېل کړه. د هر جوار د کروموزوم د څېړنې لپاره یې مایکروسکوپ او ...