د وریدونو او شیریانونو ترمنځ توپیر څه ده ؟
د شمزي لرونکو د وینې د دوران په سیستم کې شریانونه او وریدونه دواړه له یو بل سره ګډ کار کوي تر څو وینه ټول بدن ته ورسوي. د زړه هر ضربان سره شریانونه د بدن هرې حجرې ته اکسیجن رسوي او له هرې حجرې بیکاره مواد باسي. شریانونه (Arteries) له زړه اکسیجن لرونکې وینه (oxygenated blood) د بدن ټولو برخو ته انتقالوي خو وریدونه (Veins) له اکسیجن تخلیه شوې وینه (oxygen-depleted blood) زړه ته را انتقالوي. په دې سیستم کې یوازې استثنا د سږو رګونه (pulmonary vessels) دي کوم چې له سږو (lungs) څخه اکسیجن لرونکې وینه زړه ته را انتقالوي.
لکه څرنګه چې شریانونه زړه ته نږدې دي د زړه له هر ضربان سره په شریانونو فشار واریدیږي چې په شریان کې د نبض (pulse) پیدا کېدو لامل ګرځي. وریدونو باندې تر شریانونو کم فشار راځي او برعکس د جاذبې ځواک لري تر څو وینه له بدن څخه زړه ته ورسوي. ډېر وریدونه په ځانګړې توګه د پښو وریدو...