
Diademed sifaka – ډایاډېمډ سیفاکا
د ډول علمي نوم یې (Propithecus diadema) دی. په انګرېزۍ کې یې ځینې نومونه د ماداګاسکار له ژبې هم اخیستل شوي، په (diademed simpona) نوم هم یادیږي. د سیفاکا لېمر داسې غړی دی چې نسل یې ډېر کم پاتې او دورکېدو له خطر سره مخ دی. د دې لېمر اصلي ځای د ختیځ ماداګاسکار باراني ځنګلونه دي. د بدن کچه کې ایندري او دا لېمر تر ټولو لېمریانو غټ دي. وزن یې تر ۶.۵ کیلو ګرامه پورې رسیږي، اوږدوالی یې تر ۱۰۵ سانتي متره پورې وي او په دې کې یې تر ۵۰ سانتي متره پورې د لکۍ اوږدوالی وي. په لېمریانو کې تر ټولو زیات د مختلفو رنګونو لرونکی دی. بدن یې اوږده ګڼ وېښته لري. په مالاګې یا د ماداګاسکار ژبه کې ورته (simpona, simpony and ankomba joby) نومونه هم اخلي. مخکې د (diademed sifaka) نوم د لېمر څلور ډولونو ته کارېده.
تشرېح
یوازې نر یې په غاړه کې مرغړي لري. ډایاډېمډ سیفاکا د لېمر له نورو ډولونو سره په رنګ او د بدن...