ټولې لیکنې

Eryops – اېریوپس

ټولې لیکنې
د دوه ژواکو له منځه تللی نسل ده، د پېرمیان دورې په ډبرو کې د فوسیل په توګه پیدا شوي. پیرمیان دوره (Permian period) د ۲۹۹میلیونه او ۲۵۱ میلیونه کاله وړاندې تر منځ دوره ګڼل ده. اېریوپس یو غټ ژوی وو چې اوږدوالی یې تر دوه متره (۶ فټه) پورې ده. د سر کوپړۍ یې ډبل هډوکی چې هوار نده لري، د سترګو کور یا ساکت (eye sockets) یې غټ او مخې لور ته جوړښت لري، د بدن جوړښت یې ښیي چې په ځمکه باندې له ژوند کولو سره برابرتیا لري، پوستکي یې د هډوکي غوټې لرلې چې ممکن د خپلې ساتنې لپاره به یې کارولي وي. د بدن له ځانګړنو یې ښکاري چې اېریوپس ښکاري ژوي وو او ممکن کبان یې ښکار کول او له دې پرته یې ممکن په نورو شمزي لرونکو (vertebrate) ځان تغذیه کړی وي.  ...

Cacops – کاکوپس

ټولې لیکنې
د دوه ژواکو له منځه تللی نسل ده، چې د پېرمیان او سیسورالین دورو په ډبرو کې د فوسیل په توګه په شمالي امریکا کې موندل شوي. پېرمیان دوره (Permian Period) چې د سیسورالین وخت (Cisuralian Epoch) په نامه هم یادیږي د ۲۹۹ میلیونه او ۲۷۱ میلیونه کاله وړاندې تر منځ وخت ده. د کاکوپس د بدن اوږدوالی تر ۴۰ سانتي (۱۶ انچه) پورې رسېده، د سر کوپړۍ یې ځواکمنه وه، اورېدیزه برخه (otic notch) یې ځواکمنه وه د سر کوپړۍ کې هغه برخه چې د اورېدو سیستم پکې وي. ډبلې لنډې لکۍ یې لرلې، ملا یې قاب یا د هډوکي پوښ لره او ګمان کیږي چې ممکن دا قاب یې د ځان ساتنې لپاره کاروه.  ...

Caudata – کواداتا

ټولې لیکنې
د کواداتا ډلې ته د (Urodela) نوم هم اخلي، د امفیبیا کلاس (class Amphibia) لویه ډله ده په کومه کې چې لټکې او نیوټ (newt) شامل دي. په دې کې د هغو سیمو وړې لټکې چې معتدله او ګرم اقلیم لري د ایکو سیستم لپاره با ارزښته دي چې په جنین پېژندنه (embryology)، د غړو د دندې پېژندنه یا د فعالیت مطالعه (physiology)، اناتومي، ژونکیمیا (biochemistry)، جنیتیک او چلند کې کار ترې اخیستل کیږي. دا ژوي کمو خوړو ته اړتیا لري، د بدن د میتابولیک (metabolic) نرخ یې کم ده په دې مانا چې د انرژۍ د تولید لپاره یې بدن کم احتراق کوي، بدن یې ځواکمن ده او له همدې امله په لابراتوارونو کې زېات کاریږي.   Picture By Brian Gratwicke - originally posted to Flickr as Hellbender, CC BY 2.0, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=10786308...

Anura – انورا

ټولې لیکنې
انورا ډلې ته د (Salientia) نوم هم اخلي، د امفیبیا کلاس (class Amphibia) یوه تر ټولو لویه ډله ده چې د نرم پوستکي او د زیږه پوستکي چونګښې پکې شاملې دي. په انګرېزۍ کې فراګ نوم (frog) هغو چونګښو ته کاریږي چې اوږدې پښې نرم په بلغم ډوله ماده پوښلی پوستکی ولري خو ټاډ (toad) نوم هغو مختلف ډوله چونګښو ته کاریږي چې لنډې پښې او زیږ پوستکي لري. د بوفونیدای کورنۍ (family Bufonidae) چونګښې ریښتیني ټاډ (true toads) ګڼل کیږي.   تر اوسه تقریبا ۵۴۰۰ د انوران ډولونه پېژندل شوي. واړه لاروای بچیانو ته یې (tadpole) نوم اخلي. د نړۍ په ځینو برخو کې د چونګښو پښې خوړل کیږي او ځینې چونګښې د حشرو د کنټرول کولو لپاره کاریږي. د ځینو چونګښو پوستکی زهر ترشح کوي او د امریکا هندیان یې دغه زهر د غشي او نیزې په سره کې کاروي. ځینې ساینسپوهانو یې د زهرو مطالعه پېل کړې تر څو په دې وپوهیږي چې په درملو کې هم کارېدلای ش...
Amphibian – دوه ژواکي یا ذوحیاتین

Amphibian – دوه ژواکي یا ذوحیاتین

ټولې لیکنې
د امفیبیا کلاس (class Amphibia) ده، ټول هغه ګروپونه پکې شامل دي چې په ځمکه او اوبو کې د ژوند کولو وړتیا لري. د امفیبین (Amphibian) کلیمه د یونانۍ ژبې له (amphibios) څخه اخیستل شوې او مانا یې "دوه ژونده کول" ده. خو په دوه ژواکو کې ځینې ډولونه په بشپړ توګه په اوبو کې ژوند کونکي (aquatic) دي او ځینې بیا په بشپړ توګه په ځمکه ژوند کوونکي (terrestrial) دي.   تر اوسه ۶۵۰۰ څخه زېات د دوه ژواکو ډولونه مطالعه شوي. ګمان کیږي چې دوه ژواکي تقریبا ۳۴۰ میلیونه کاله وړاندې د میسيسیپین وخت (Mississippian Epoch) په منځ کې راڅرګند شوي. د دې وخت موندل شوي پلرونه یې له تکامل څخه مخکې په اوبو کې اوسېدل چې له تکامل وروسته یې شکل بدل شو او دا وړتیا یې پیدا کړه چې په وچه کې هم ژوند وکړای شي. په اوسني وخت کې دوه ژواکي چونګښو او د زیږه پوستکي چونګښو ته وایي چې د انورا ډله (order Anura) جوړوي، نیوټ او لټکو ...

Chromosomal disorder – کروموزومي بې نظمي

ټولې لیکنې
ټول هغه سندروم (syndrome) دي چې د بدن د غړو او سیستمونو د ناسم جوړښت او ناسم فعالیت لامل ګرځي. سندروم د علایمو(symptom) ټولګې یا مجموعې ته وایي. دا ناسم جوړښت یا غېرې عادي فعالیت د کروموزوم غېرې نورمال تشکیل او شمېر له امله پیدا کیږي. په دې مانا چې که د کروموزوم شمېر یا تشکیل غېرې نورمال وي نو د بدن د غړو جوړښت او فعالیت غېرې نورمال کیږي.   معمولا انسانان ۴۶ کروموزوم لري چې په ۲۳ جوړو کې ترتیب شوي وي، هره جوړه یې له بلې جوړې سره په شکل او کچه کې توپیر لري. دوه ویشت جوړې اوتوزوم (autosome) دي. اوتوزوم هر هغه کروموزوم چې جنسي یا د سکس کروموزوم نه وي. یوه جوړه چې درویشتمه جوړه ده د سکس (sex) یا جنسي کروموزوم ده. که چېرې دا ترتیب ګډوډ شي نو دبدن په غړو او سیستم کې غېرې عادیتوب رامنځته کیږي.   له درویشت جوړو چې نورمال یې دوځلې که د کروموزوم برخه د دوه ځلو پر ځای درې ځلې ښک...

Behaviour genetics – د چلند جنتیک

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې ورته (psychogenetics) نوم هم اخلي. د یوه اورګانېزم د جنیتیکي ترکیب په چلند باندې د نفوذ مطالعه یا هم په ساده طریقه د هغه جنیتیکي ترکیب مطالعې ته وایي چې د یوه ژوندي پر چلند نفوذ کوي یا اغیز لري، د ارث د فعل او انفعال مطالعه، تر هغه ځایه د چاپېریال مطالعه تر کومه چې پر چلند اغیز کوي. د چلند وړتیا یا ناتواني دوه ټاکونکو ته رجوع کوي چې د دواړو په اړه د پوهانو اختلاف موجود ده. یو طبیعت یا فطرت (nature) او بل تربیه (nurture) ده. په دواړو تر اوسه تاوده بحثونه شوي.   د جنیتیک یا ارث او چلند تر منځ په لمړي ځل یو انګرېز ساینس فرانسیس ګالټون (Sir Francis Galton) چې د (1822–1911) کلونو تر منځ یې ژوند کړی اړیکه ورکړه. هغه دا دوه کلیمې (nature - nurture) ولیکلې. ګالټون په خپل وخت کې هغه کورنۍ مطالعه کړې چې د وخت شتمنې او ځواکمنې کورنۍ وې. له مطالعې وروسته یې پایله داسې ولیکله ''...

Antigenic shift

ټولې لیکنې
جنتیکي تغیر ده او په عفوني کوونکي عامل کې رامنځته کیږي کوم چې په ډرامتیګه توګه د انټي جېن (antigen) په نامه پروتین کې د تغیر لامل ګرځي او یاد پروتین په انسان او ژو کې د ایمني سیستم (immune systems) په ذریعه د انټي باډیز (antibodies) تولید تحریک کوي. انټي جنیک شېفټ په پراخه توګه د اېنفلوېنزا اې ډول کې مطالعه شوی کوم چې دا تغیر په لس کالو کې یو ځل تجربه کوي. له دې څخه تازه وتلي ویروسونه کولای شي د سیمې، هیواد یا نړۍ په کچه ساري شي.   انټي جنیک شېفټ ځکه رامنځته کیږي ځکه چې ژوي په لویه کچه د اېنفلوینزا اې ډول په خپل ځان کې د ذخیرې په توګه لري په ژو کې په لمړۍ کچه د اوبو په مرغانو کې وي لکه مرغاوۍ. د رامنځته کېدو بل لامل یې د اېنفلوېنزا د اې ډول د ار اېن اې د جینوم (RNA genome) په اتو برخو وېش ده کوم چې د ویروس د تکثیر پر وخت جنتیکي تبادلې ته کومه چې د جنتیکي تعویض (genetic reassortm...
Allele – الېیل

Allele – الېیل

ټولې لیکنې
د الېلومورف (allelomorph) نوم هم ورته اخلي، یو له دوو څخه یا زېات جینونه چې په خپل نوبت یو بل پسې د کروموزوم په یوه ورکړل شوې سیمه کې رامنځته کیږي. په انګرېزۍ کې دې سیمې ته لوکس (locus) نوم اخلي. الېیل ممکن جوړه وي او یا ممکن زېات وي چې په فینو ټایپ (phenotype) اغیز کوي. که چېرې الېیل جوړه وي او یو بل ته ورته وي نو وېل کیږي چې اورګانېزم هوموزیګوس (homozygous) ده؛ که چېرې توپیر ولري نو اورګانېزم هېتېروزیګوس (heterozygous) ده. هوموزیګوس چې د یوې ځانګړې ځانګړتیا لپاره ورته جین یا الېیل لري او بر عکس ته یې هېتېروزیګوس وایي. کوم الېیل چې مسلط، غالب یا واکمن وي نو په هېتېروزیګوس جوړه کېدنه کې مغلوب جین یا الېیل لغوه کوي یا باطل کوي. ځینې وخت ممکن دواړه الېیل غالب یا واکمن (codominant) واوسي په دې مانا چې د مسلط کېدو یا غالب کېدو او یا مغلوب کېدو لپاره عمل نه تر سره کوي. یوه بېلګه یې ...

Albinism – د پوستکي سپینوالی – بدن کې د رنګدانې کموالی یا نشتوالی

ټولې لیکنې
البینیزم له لاتیني البس (albus) کلیمې څخه اخیستل شوی او مانا یې سپین ده. یو ارثي یا جنتیکي حالت ده په کوم چې په سترګو، وېښتو او پوستکي کې رنګدانه (pigment) نشته وي. کوم ژوي چې البینو (albino) دي وحشي ژوند کې (په ځنګلونو کې) ډېر ژر مړه کیږي او لامل یې داده چې د بدن پوستکی یې رنګدانه نلري کومه چې د لمر د ماورای بنفش وړانګو (ultraviolet rays) څخه د بدن ساتنه کوي.   د البینیزم عمده ډولونه په انسانانو کې پېژندل شوي: اوکولوکوټېنیوس البینیزم (oculocutaneous albinism)، کوم چې په وېښتو، پوستکي او سترګو اغیز کوي او په څلور فرعي ډولونو وېشل شوی (OCA1, OCA2, OCA3, OCA4). بل ډول یې اوکولر ابلینیزم (ocular albinism) ده، کوم چې یوازې په سترګو اغیز کوي او د (Nettleship-Falls syndrome) په شکل کې رامنځته کیږي چې دې شکل ته (OA1) هم وایي. کوم کسان چې اوکولوکوټېنیوس البینیزم لري پوستکی او...

Achondroplasia – اکوندرو پلېزیا

ټولې لیکنې
د کوندرو دیستروفیا فېټالیس (chondrodystrophia fetalis) په نامه هم یادیږي، جنیتیکي ناروغي ده، د غضروف یا کرپندوکي (cartilage) په هډوکي بدلېدو کې بې قاعده توب یا غېرې عاديتوب ده. د پایلې په توګه هغه هډوکي چې وده یې د غضروف یا کرپندوکي له مډل سره تړاو لري په ځانګړې توګه اوږده هډوکي لکه د پتون یا ورون هډوکی (femur) او په لاس کې د بازو هډوکی (humerus) وده نشي کولای. اکوندرو پلېزیا د لنډ قد لرلو لامل ګرځي او یا په بله مانا د لنډ قد لرلو (dwarfism) تر ټولو لوی لامل اکوندرو پلېزیا ده. څوک چې بې قاعده توب لري پښې یې ډېرې لنډې وي، سر یې غټ وي، بهر ته وتلې ټنډه (bulging forehead)، په منځ کې پیته شوې پوزه (saddle nose)، بهر ته وتلې زامې (protruding jaw) او بهر ته وتلي کوناټي (prominent buttocks) لري، نری سینه لري. کومې ښځې چې له دې بې نظمۍ رنځ وړي هغوی ممکن نری د خاصرې لګن (pelvis) ولري او د زېږون پر ...
1000 Genomes Project – د ۱۰۰۰ جینومونو  پروژه

1000 Genomes Project – د ۱۰۰۰ جینومونو پروژه

ټولې لیکنې
دڅېړونکو یوه نړیواله لاسورکړه یا همکاري د کومې موخه چې په نړیواله کچه د مختلفو قومونو د زېات شمېر خلکو د جینوم ترتیب کوونه وه تر څو په انسانانو کې کم از کم تر ۱% پورې د پېښېدونکي جنیتیکي توپیر نوملړ، لست یا کتلوګ جوړ کړي. د دې پروژې عمده موخه تر ۹۵% زېات توپیر چې د (single nucleotide polymorphisms SNPs) په نامه یادیږي په ګوته کول وو کوم چې یوازې د ډي اېن اې د انفرادي جوړښت پر بلاک یا بنسټ اغیز کوي (adenine [A], guanine [G], thymine [T], or cytosine [C]) او په هر ۱۰۰- ۳۰۰ نیوکلیوټایډونو کې یو موجود وي. بله موخه د نورو ډولونو ښودنه وه چې د (indels) په نامه دي. اېنډل تقریبا د کروموزوم په هره برخه کې د ډي اېن اې په برخو (DNA segments) کې مختلفې کچې لري.   د دې ترڅنګ مختلف پېژندل شوي اېنډلس (indels) او (single nucleotide polymorphisms SNPs) د انساني ناروغیو د لامل کېدو لپاره...
Chancelade skeleton – شانسولاد اسکلیټ

Chancelade skeleton – شانسولاد اسکلیټ

ټولې لیکنې
په کال ۱۸۸۸ کې د فرانسې د جنوب شرق په شانسولاد سیمه کې د انسان یا د هومو نسل (genus Homo) یو اسکیلټ چې په یوه ډبریزه پناه خونه کې خښ شوی وو کوم چې تقریبا ۱۷۰۰۰ کاله زوړ ده وموندل شو. د سر کوپړۍ یې د فرانسې یو کالبود پوه (anatomist) جان لیو تېستو (Jean-Léo Testut) مطالعه کړه. جان لیو دا کس اېسکیمو (Eskimo) ګڼلی (اېسکیمو د شمالي کاناډا، الاساکا، ګرینلنډ او شرقي سایبریا اصلي خلک دي چې په ښکار او کب نیونې ژوند کوي). د جان لیو په نظر دغه اېسکیمو د شانسولاد د سیمې اېسکیمو دی. تر ډېره وخته پورې ډېرو پالیو انتروپولوجیستانو له اېسکیمو سره د دې اسکلیټ خپلوي منلې وه خو له مطالعو وروسته کارپوهانو دغه جسد کرو مګنون (Cro-Magnon) بللی. کرمګنون د عصري انسانان وو چا چې اروپا د ۱۰۰۰۰ - ۴۰۰۰۰ کاله وړاندې تر منځ ونیوله. خو ځینې څېړونکي د اسکلیټ له مطالعې په دې اند دي چې اسکلیټ عصري انسانانو ته ورته او د کرو م...
Boskop skull – د بوسکوپ د سر کوپړۍ

Boskop skull – د بوسکوپ د سر کوپړۍ

ټولې لیکنې
د جنوبي افریقا د ټرانسوال په بوسکوپ سیمه کې فوسیلي پاتې شونې وموندل شول چې د سر د کوپړۍ ګنبد (skull dome) پکې وه. په کال ۱۹۱۳ کې کار کونکو په دې سیمه کار کوه چې دا کوپړۍ یې وموندله. د سر دا کوپړۍ مکمله نه وه بلکې یوازې فرنټل یا د تندي هډوکی (frontal) او پاریټل یا د تندي او څټ هډوکي تر منځ برخه (parietal) او د اوکسیپیټل یا د څټ د هډوکي (occipital) یو ټوټه وه ( د سر د برخو نومونه د لیکنې لاندې انځور کې وګورئ). کله چې ځمکه نوره وکیندل شوه د بدن ځینې نورې برخې یې هم له یوه مصنوعي یا په لاس جوړې شوې ډبرې سره وموندل شوې. کارپوهانو کوښښ وکړ چې کوم کلتوري پاتې شوي توکې یا ورسره مېشت ژوي هم پیدا کړي خو څه ونه موندل شول. کارپوهانو کوښښ وکړ چې جیولوجیکي عصر یا وخت یې اټکل کړي خو کوم ځانګړی وخت یا عصر نده اټکل شوی. د کوپړۍ د کاسې حجم (Cranial capacity) یې لوړ او تقریبا ۱،۸۰۰ ملي متره ده د کوپړۍ جوړښت ...

Australopithecus sediba – اوسترا لو پي تېکوس سیدیبا

ټولې لیکنې
د لومړنیو یو ډول ده چې اوسمهال یې نسل له منځه تللی. په جنوبي افریقا کې تقریبا ۱.۹۸ میلیونه کاله وړاندې یې ژوند کوه. مورفولوژیکي یا د جوړښت (morphological) ځانګړتیاوې یې انسان ته ورته دي. لمړی فوسیلي جسد یې په امریکا کې پیدا شوي د جنوبي افریقا یوه پالیوانتروپولوجیست لي برګر (Lee Berger) پیدا او مطالعه کړ. د دې لومړني لمړی فوسیل په ۲۰۰۸ کال کې د جنوبي افریقا په یوه سمڅه یا غار کې چې د مالاپا سمڅې (Malapa Cave) په نامه ده پیدا شو. د ساینس پوهانو له مطالعو وروسته داسې مالومه شوه چې د دې جسد تکامل د انسان کېدو او اوسترا لو پي تېکوس تر منځ ده په دې مانا چې نه یې بشپړ تکامل کړی او نه کره اوسترا لو پي تېکوس ده بلکې له اوسترا لو پي تېکوس مرحلې څخه د بدلون په حال کې ده.   Picture By Photo by Brett Eloff. Courtesy Profberger and Wits University who release it under the terms below. - Own w...

Australopithecus – اوسترا لو پي تېکوس 

ټولې لیکنې
اوسترا لو پي تېکوس نسل (genus Australopithecus) ده، اوسترا لو پي تېکوس لاتیني لفظ ده او مانا یې جنوبي اېپ (southern ape) ده، په جنوبي، مرکزي او شرقي افریقا کې یې فوسیل جسدونه موندل شوي او ګمان کیږي چې یا انسان ته ډېر نږدې حیوان ده او یا د انسان پلرونه دي چې له بشپړ تکامل وروسته په انسان بدل شوی. اوسمهال په نړۍ کې نشته او په بشپړ توګه یې نسل له منځه تللی. د اوسترا لو پي تېکوس مختلفو ډولونو په پلیو سېن وخت (Pliocene) کې ژوند کوه (د ۲.۶ میلیونه تر ۵.۳ میلیونه کاله وړاندې تر منځ). د پلیستوسېن وخت (Pleistocene) جسدونه یې هم موندل شوي (د ۱۱۷۰۰ تر ۲.۶ میلیونه کاله وړاندې ترمنځ وخت). له فوسیلي یادون یا ریکارډ څخه داسې ښکاري چې انسان او اېپس ژو ته ورته ځانګړنې یې لرلې د بېلګې په توګه په دوه پښو لکه د انسان په څېر ګرځېدونکي یا بي پېډل (bipedal) وو مګر مغز یې لکه د اېپس (apes) په څېر د عصري انسانانو ...

Ardipithecus – اردي پي تېکوس

ټولې لیکنې
د زولوجیکي هومینیدای کورنۍ (family Hominidae) تر ټولو زوړ پېژندل شوی نسل ده. د دې ډلې په اړه ګمان کیږي چې د اوسترا لوپیتېکوس (Australopithecus) پلرونه دي او له همدې ډلې سره ډېر نږدې تړاو لري. اوسترا لوپیتېکوس (Australopithecus) د اوسنیو انسانانو پلرونه هم ګڼل کیږي. اردی پي تېکوس (Ardipithecus) د ۴.۴ میلیونه کاله او ۵.۸ میلیونه کاله وړاندې تر منځ ژوند کوه. ژوند یې د میوسېن وخت (Miocene Epoch) له پای څخه پېل کړی او تر پلیوسېن وخت (Pliocene Epoch) له پېل تر منځ پورې دوام کړی (د میوسېن وخت ۲۳ میلیونه کاله وړاندې پېل او ۵.۳ میلیونه کاله وړاندې پای ته رسېدلی، د پلیوسېن وخت له ۵.۳ میلیونه تر ۲.۶ میلیونه کاله وړاندې ترمنځ تیر شوی). دا نسل دوه پېژندل شوي ډولونه لري: اردی پي تېکوس رامیدوس (Ardipithecus ramidus) او اردی پي تېکوس کدابا (Ardipithecus kadabba).   د ۱۹ پېړۍ منځ کې یو انګرېز طبع...
Asselar man – اسیلار سړی

Asselar man – اسیلار سړی

ټولې لیکنې
په کال ۱۹۲۷ کې، د اسیلاریا اسلار فرانسوي سوډان کې چې اوسمهال مالي (Mali) ده، د فرانسویان یو پوځي پوسټ څنګ ته د انسان یو اسکلېټ وموندل شو. دا اسکلېټ تویډور مونود (Theodore Monod) او وېلاد میر بېسنارډ (Wladimir Besnard) موندلی. ځینې پوهان په دې باور دي چې د هولوسېن وخت (Holocene Epoch) دافریقا د تورنسلو تر ټولو زوړ موندل شوی انساني اسکلېټ ده.    

Ape – اېپ

ټولې لیکنې
د لمړۍ کورنۍ نوم یې هومینو ایدیا (superfamily Hominoidea) ده، چې د هیلوبتیدای کورنۍ (families Hylobatidae) بې لکۍ لومړني چې اوږده لاسې بېزوګانې (gibbon) دي او هومینيدای کورنۍ (family Hominidae) چې انسانان (human beings)، ګوریلا (gorilla)، د سوماترا د ونې بېزو (orangutan)، بونوبو بېزوګانې (bonobo)، چېمپانزي یا شامپانزي بېزو (chimpanzee) پکې شامل دي. اېپس له بېزوګانو سره توپیر لري او توپیر یې : په اېپس کې د لکۍ نشتوالی ده، بل توپیر یې د کلمې په پای کې د اپنډکس (appendix) لرل دي، او درېم توپیر یې ډېر پېچلی مغز ده چې بیزوګانې یې نلري. همداسې انسانان د زولوجي له مخې په لومړۍ کورنۍ کې د خپلې فرعي ګټګوریو یا وېشنیزو لاندې ډلبندي شوي او ډلبندي یې د غټ مغز لرلو، د پېژندنې پرمختللي سیستم لرلو، د خبرو کولو د وړتیا لرلو او په دوه پښو ګرځېدو یا قدم وهلو (striding two-legged gait) له مخې شوې. ...

Adapiform – اداپي شکله

ټولې لیکنې
د لومړنیو څو درجنه له منځه تللي ډولونه دي چې د سټرېپ سیریني فرعي ډله (suborder Strepsirrhini) جوړوي. په دې ډله کې لېمر بیزوګانې (lemurs)، لوریز (lorises)، ګالاګوس (galagos) شامل دي. اداپي شکلو تقریبا له ۳۳.۹ میلیونه تر ۵۶ میلیونه کاله وړاندې تر منځ په اوراسیا، شمالي امریکا او افریقا کې په ودې پېل کړی او په فوسیلي یادون یا ریکارډ کې تر ټولو لمړي لومړني ژوي دي.   ځینو کارپوهانو ټول اداپي شکله په اداپي دای کورنۍ (family Adapidae) کې ډلبندي کړي خو ځینو په درې کورنیو کې وېشلي : اداپي دای (family Adapidae)، سیوال اداپي دای (family Sivaladapidae)، نوتارکتیدای کورنۍ (family Notharctidae). اداپي شکله په مختلفو لویو وچو کې اوسېدل او همدا لامل شوه چې د ډلو تر منځ سیالۍ ته لار هواره نشي. د اداپي دای کورنۍ (family Adapidae) د ایوسېن وخت (Eocene) په پای کې شرقي اروپا کې وه او ګمان کیږي چې ممکن...