ټولې لیکنې

Capuchin monkey – کاپوچین بیزو
د سیبوس نسل (genus Cebus) ده، د ساپاژو (sapajou) نوم هم ورته اخلي. د مرکزي او جنوبي امریکا لومړني ژوي دي او له پراګوې تر نیکاراګوا پورې پیدا کیږي. د نوې نړۍ تر ټولو هوښیارې بېزو ګانې دي. ګرد سرونه لري او بدن یې ډېر ځواکمن ده، د لاسونو او پښو ګوتو یې (opposable thumbs) دي په مانا د چې د ورته لاس په یوه ګوته بله ګوته لمس کولای شي، لکۍ یې کش کوونکې (prehensile) ده که خپله لکۍ له کوم توکي تاو کړي کش کولای یې شي. له ۳۰ تر ۵۵ سانتي متره پورې اوږد بدن لري او د لکۍ اوږدوالی یې هم د بدن سره تقریبا برابر وي.
کاپوچین په یوه ډله کې ګرځي او ډله کې یې ټولې بیزوګانې چغې وهي یا شور کوي، ډله یې هم له وړو او غټو بیزوګانو جوړه شوې وي. هره بیزو یې په یوه ورځ کې تقریبا ۳ کیلو متره تګ کوي. خواړه یې میوه، سبزۍ او واړه حیوانات دي خو که چېرې خرما پیدا کړي تر هر څه زېاته خرما خوري. د خلکو د جوارو، مالټ...

Avahi – اواهي – اېواهي
وړۍ لرونکې لیمور (woolly lemur) هم ورته وایي. د مداګاسکار (Madagascar) اوږده وړۍ لرونکی لیمور ده. وروستۍ پښې یې اوږدې خو مخکینې یې لنډې دي، لنډ اوربوز لري، واړه غوږونه چې په وړۍ کې پټ وي او ګرد سر لري. اېواهي د شپې لخوا فعال او ګیاه خوړونکی ده. په وچو او باراني ځنګلونو کې په ونو پورې په عمودي توګه ځان نښلوي، په وړو ګروپونو کې ژوند کوي. په ګروپ کې یې یوه ښځه، نر او بچی شامل وي. د اومیندوارۍ له پنځو میاشتو مودې وروسته یو بچی زېږوي.
د شرقي سیمې اېواهي کوم چې باراني ځنګلونو کې ژوند کوي، د ډول علمي نوم یې اېواهي لانیګر (Avahi laniger) ده، د بدن رنګ یې خړ سور یا خړ نصواري وي، د بدن اوږدوالی یې تر ۲۸ سانتي متره (۱۱ انچه) پورې او وزن یې ۱.۲ کیلو ګرامه ته رسیږي. د بدن د اوږدوالی په اندازه یا له دې اوږده لکۍ لري. درې ډوله یې چې د مداګاسکار په وچو ځنګلونو کې ژوند کوي له دې واړه دي او وزن...

Marsupial mole – سارایي موږک ته ورته مارسوپیل
د نوتوریکتېس نسل (genus Notoryctes) دوه ډوله تی لرونکي مارسوپیل دي، د نوتو ریکتیدای کورنۍ (family Notoryctidae) غړي دي چې په استرالیا کې ژوند کوي. یو ډول یې د نوتوریکتېس تیفلوپس (Notoryctes typhlops) په نامه یادیږي او د بدن کچه یې تر ۱۸ سانتي متره (۷ انچه) پورې رسېدای شي، بل ډول یې نوتوریکتېس کورنیوس (Notoryctes caurinus) ده چې تر ۱۰ سانتي متره (۴ انچه) پورې اوږده پیدا کیږي. د مخکنیو پښو منګولې یې مثلثي شکل لري او د ځمکې د کیندلو لپاره یې کاروي، سترګې یې کمزورې وده کوي او په اوږدو وېښتو کې پټې وي، د بدن رنګ یې سپینو زرو ته ورته، زېړ، سور یا ګلابي وي. دا ژوي ډېر فعال وي خو له فعالیت وروسته ناڅاپه ویده کیږي. خواړه یې د ځمکې لاندې د ځمکې چونجیان او نور په ځمکه کې اوسېدونکي ژوي دي.
...

Koala – کوالا
د ډول علمي نوم یې (Phascolarctos cinereus) ده، په انګرېزۍ کې ورته (koala bear) نوم هم اخلي، په ونه کې ژوند کوونکي دي، د فاسکولرک تیدای کورنۍ (family Phascolarctidae) غړي دي او په وام بتی فارم فرعي ډله (suborder Vombatiformes) کې شامل دي. د بدن اوږدوالی یې له ۶۰ تر ۸۰ سانتي متره (۲۴ تر ۳۳ انچه) پورې او وزن یې ۱۴ کیلو (۳۱ پونډه) ته رسېدای شي. خو د د ویکتوریا او کوین لنډ کوالا د بدن په کچه او وزن کې سره توپیر لري. څورب بدن لري، خړ رنګ، د خېټې رنګ یې کم رنګه زېړ او یا کریمي رنګ ده، پښې یې پنجې یا منګولې لري او واړه خرس ته ورته ښکاري.
خواړه یې د (eucalyptus tree) ونې پاڼې دي. یوازې ژوند کوونکی ده، د بدن د هاضمې سیستم یې کمه انرژي تولید کې مرسته کوي. د اومیندوارۍ نېټه یې له ۳۴ تر ۳۶ ورځو پورې ده، د کانګرو، کوالا او ولابي وړو بچیانو ته په انګریزۍ کې (joey) نوم اخلي. ، خپل واړه بچیان ...

Gliders – ګلایډر
ګلایډر په انګریزۍ کې وړې الوتکې ته وایي کومه چې د اوږد مهالې الوتنې لپاره وړه جوړه شوې وي. دا پوسم هم د الوتنې په څېر ټوپ وهي او په انګریزۍ کې ورته (Flying Phalanger, orFlying Possum) نومونه هم اخلي. شپږ ډوله ټوپ وهونکي نولیان یا ډانګلکي (squirrel) دي. د استرالیا مارسوپیل تی لرونکي ژوي دي. دا مارسوپیل هم له یوې ونې بلې ونې ته هوایي غوټه (volplane) وهي. په انګریزۍ (volplane) د الوتکې هغې غوټې ته وایي چې ماشین ګل وي او په لنډه زاویه کې الوتکه سر ښکته تګ وکړي.
ډېری یې په خېټه کې یو ډول پرده یا غشا لري چې له پښو سره یې وصل وي.
...

Four-eyed opossum – څلور سترګی اوپوسم
د فیلاندر نسل (genus Philander) ده، د جنوبي امریکا مارسپیل دي، د کورنۍ نوم یې دیدېل فیدای (family Didelphidae) او دیدېلفینای فرعي کورنۍ (subfamily Didelphinae) غړي دي. نوم یې د سترګو پاسه له ټاپو اخیستل شوی. خړ څلور سترګی اوپوسم (gray four-eyed opossum) د ډول علمي نوم یې (Philander opossum) ده تر ټولو زېات خپاره شوي او له برازیل تر بولیویا او مکسیکو پورې پیدا کیږي. اوری نوکو څلور سترګی اوپوسم (Orinoco four-eyed opossum) د ډول علمي نوم یې (Philander deltae) ده په وینزیولا کې له اورینکو سیند سره پیدا کیږي، انډرسن څلور سترګی اوپوسم (Anderson’s four-eyed opossum) د ډول علمي نوم یې (Philander andersoni) ده په امزون کې له وینزیویلا تر شمالي پېرو پورې پیدا کیږي، موندولفي څلور سترګی اوپوسم (Mondolfi’s four-eyed opossum) د ډول علمي نوم یې (Philander mondolfii) ده په وینزیویلا او شرقي کولمبیا کې شته...

Feathertail – د بڼکې لکۍ
واړه مارسوپیل یا نا بشپړ پیدا کېدونکي (marsupials) دي. د ګلیډر یا ورو ګرځېدونکو مارسوپیل (gliders) یو ډول ده.

Diprotodon – دیپروټوډون
غټ ومبټ (giant wombat) هم ورته وایي، د وام بتي فارم فرعي ډلې (suborder Vombatiformes) له منځه تللي غړي دي. په پلیسټوسېن وخت (Pleistocene Epoch) کې یې ژوند کوه (۱۱۷۰۰ کاله او ۲.۶ میلیونه کاله وړاندې تر منځ) اصلي ځای یې استرالیا وو او اوسنیو ومبټ (wombat) او کوالا (koala) ته ورته وو. نوم یې لاتیني کلیمه ده او مانا یې ''دوه مخکې وتلي غاښونه'' ده.

Dasyurid – ډاسیورید
د ډاسیوریدا کورنۍ (family Dasyuridae) ټول غړي دي، نابشپړ پیدا کېدونکي تی لرونکي (marsupials) دي، چې پیشو ته ورته موږک (quoll) مارسوپیل مږه (antechinus), ډونارټ (dunnart)، تاسماني شینطان (Tasmanian Devil) او نور متحدین یې پکې شامل دي. د دې کورنۍ ټول غړي تقریبا له ۶۰ ډولونو جوړ شوي چې په نیو ګینې، ارو ټاپو، استرالیا او تاسمانیا کې پیدا کیږي.

Cuscus – کسکس
د ټوپ وهونکی نولي یا ټوپ وهونکی ډانګلکي د نسل (genus Phalanger) اووه ډولونه دي. د سر او بدن اوږدوالی یې له ۳۰ تر ۶۰ سانتي متره (۱۲ تر ۲۵ انچه) پورې اوږده شته او د لکۍ اوږدوالی یې له ۲۵ تر ۶۰ سانتي متره (۱۰ تر ۲۴ انچه) پورې وي. زېړ رنګه پوزه لري، غوږونه یې تقریبا په نرمو وېښتو کې پټ وي. په ونه کې ډېر ورو تګ کوي او پټیږي تر څو مارغان او لټکې ونیسي خو ډېری یې خپل ځان په پاڼو او میوې تغذیه کوي. ښځه یې په خېټه کې کڅوړه یا کیسه لري او په یو وخت کې یو یا دوه بچیان زېږوي. له سېلېبېس تر سولومون ټاپو پورې او د استرالیا تر شمال پورې دا حیوانات پیدا کیږي.
...

Brown four-eyed opossum – څلور سترګی نصواري اوپوسم
د ډول علمي نوم یې مېتاکیروس نودي کوداتوس (Metachirus nudicaudatus) ده، په انګرېزۍ کې ورته (rat-tailed opossum) نوم هم اخلي. د امریکا مارسوپیل ده، د دیدېلفیدای کورنۍ (family Didelphidae) غړۍ او د دېدیلفینای له فرعي کورنۍ (subfamily Didelphinae) سره تړاو لري. لکه د نورو مارسوپیل په څېر خېټه کې کڅوړه نلري. نوم یې له رنګ او د سترګو له پاسه کریمي ټاپو څخه اخیستل شوی. له جنوبي مکسیکو تر شمال شرقي ارجنټینا پورې سیمه کې پیدا کیږي. تر ۵۷ سانتي متره (۲۲ انچه) پورې اوږدوالی او ۴۸۰ ګرامه (۱ پونډ) پورې وزن لري. خواړه یې هګۍ، حشرې، واړه حیوانات او میوه ده. اساسا په ځمکه ژوند کوي خو په ونو کې هم ځالې جوړوي....

Borhyaenidae – بورهاین ايدای
د جنوبي امریکا نا بشپړ پیدا کېدونکو ژو (marsupials) له منځه تللې (extinct) کورنۍ ده. د دې کورنۍ غړي تی لرونکي وو، په پالیو سېن وخت (Paleocene Epoch) کې یې ژوند کوه ( د ۵ میلیونه تر ۶۳.۵ میلیونه کاله وړاندې ترمنځ چې د پلیوسېن پېل ګڼل کیږي). د بدن جوړښت یې کوږ یا کوږ لیوه (hyena) ته شوی وو او نوم یې هم له جوړښت نه اخیستل شوی. د بدن اسکلیټ یې په یوه ۲۳ میلیونه زړې ډبرې کې پیدا شوی. د دې کورنۍ د نورو غړو جوړښت لیوه او ګیدړې ته ورته ده.
Bilby – سوی غوږی باندي کوټ
د ډول علمي نوم یې ماکروتیس لاګوتیس (Macrotis lagotis) ده، په انګریزۍ کې ورته (greater bilby, dalgyte, or greater rabbit-eared bandicoot) نومونه هم اخلي. وړوکی د شپې لخوا فعال یا ژوند کوونکی (nocturnal)، کندی کیندونکی مارسوپیل ده. د تایلا کومي ایدا (family Thylacomyidae) کورنۍ غړی ده، د پېرا مېلې مورفیا ډله (order Peramelemorphia) کې شامل ده او اصلي ځای یې استرالیا ده. د انګریزانو له تګ څخه مخکې سوی غوږی باندي کوټ په ۷۰% استرالیا کې موجود وو خو اوسمهال یوازې په ګرېټ سنډي، تنامي او ګیبسون کې پیدا کیږي خو کمه اندازه په کوین لنډ کې هم شته. سوی غوږی باندي کوټ له باندي کوټ سره ډېر نږدې تړاو لري خو باندي کوټ په پېرا مېلیدای کورنۍ (family Peramelidae) کې ډلبندي شوی.
سوی غوږی باندي کوټ اوږد اوربوز لري، نیله خړ رنګ لري، خېټه (underbelly) یې سپینه ده، سوی ته ورته بې وېښتو غوږونه لري. د ن...

Bandicoot – باندي کوټ
د استرالیا نا بشپړ پیدا کېدونکي ژوي (masupials) دي، ۲۲ ډولونه لري، د پېرامېلیدای کورنۍ (family Peramelidae) غړي دي. باندي کوټ له ۳۰ تر ۸۰ سانتي متره (۱۲ تر ۳۱ انچه) پورې اوږده شته دي چې په دې کې له ۱۰ تر ۳۰ سانتي متره (۴- تر ۱۲ انچه) اوږده لکۍ هم شامله ده. اوربوز یې مخروطي په پای کې نری شوی ده، وروستۍ پښې یې له مخکنیو پښو اوږدې دي، تېره قلمي غاښونه لري، او له شپږ تر لسو پورې تیان لري. د نورو مارسوپیل برعکس باندي کوټ یوه موقتي پله سینتا (placenta) یا په خېټه کې د جنین تغذیه کوونکی غړی لري. (پله سینتا د مور په خېټه کې هغه غړي ته وایي له کوم سره چې د جنین یا نا پیدا شوي کوچني نو نښتی وي او ځان ترې تغذیه کوي). د اومیندوارۍ نېټه یې له ۱۲ تر ۱۵ ورځو پورې ده، له ۲ تر ۶ پورې بچیان زېږوي.
باندي کوټ په استرالیا، نیو ګینې، تاسمانیا او ورسره نږدې ټاپو ګانو کې پیدا کیږي. د شپې لخوا ژوند کو...
Marsupial – کڅوړه لرونکي یا نا بشپړ پیدا کېدونکي تی لرونکي
تر ۲۵۰ زېات ډولونه دي د مېتاتېریا انفرا کلاس (infraclass Metatheria) سره تړاو لري, دا کلاس ځینې وخت د مارسوپیالیا (Marsupialia) په نامه هم یادوي. (انفرا کلاس د طبقه بندۍ په ساینس کې یوه وېشنیزه یا کټګورۍ ده چې د فرعي کلاس څخه لاندې صف یا ډله کیږي).
د تی لرونکو یوه ډله ده چې بچیان یې مخکې له مودې پیدا کیږي (premature birth) او له پیدا کېدو وروسته د مور په سینې پسې نښتي وي تر څو بشپړ وده وکړي. مور یې په خېټه کې یو ډول کیسه یا کڅوړه (pouch) لري چې د مارسوپیوم (marsupium) په نامه یادیږي: دا کڅوړه د پوستکي جوړه شوې ده په کومه کې چې دا بچیان تر بشپړ ودې کولو ساتل کیږي. دا پوښ یا کیسه د دې تی لرونکو تیان هم پوښلي وي له کوم چې بچیان خپل ځان تغذیه کوي. په ځینې ډولونو کې یې تیان له دې کیسې بهر وي.
د دې ژوو ۲۰۰ ډوله په استرالیا کې پیدا کیږي چې په نیو ګینې، استرالیا او ورسره ...

Royal antelope – سلطنتي انتېلوپ
علمي نوم یې نیوتراګوس پیګماوس (Neotragus pygmaeus) ده، د صحرایي سوی سره یې کچه برابره ده، د غربي افریقا په ځنګلونو کې پیدا کیږي او د نړۍ تر ټولو واړه انتېلوپ دي. چابک انتېلوپ چې علمي نوم یې نیو تراګوس باتېسي (Neotragus batesi) ده سلطنتي انتېلوپ ته ورته دي خو په کچه او وزن کې لږ له سلطنتي انتېلوپ څخه غټ دي. دواړه انتېلوپ په نیو تراګیني توکم (Neotragini tribe) کې شامل دي او له دې پرته د دې توکم نور غړي ډیک ډیک، اوریبي، سټین بک او د ډبرو انتېلوپ دي.
صحرایي سوی ته ډېر ورته والی لري: وروستۍ پښې یې د مخکنیو پښو په پرتله دوه برابره لویې وي، غټې سترګې لري، لنډه لکۍ لري، واړه غوږونه لري، د مخکنیو پښو په ولیو کې یې لوړوالی تر ۲۵ سانتي متره (۱۰ انچه) پورې او وزن یې ۲.۵–۳ کیلو ګرامه (۵.۵–۷ پونډه) ته رسېږي. ښځه یې له نر څخه لږ غټه وي. د بدن رنګ یې سور یا زېړ نصواري وي، د زنې، خېټې او لکۍ ...

Reedbuck – ریډ بک انتېلوپ
درې ډوله د منځۍ کچې اتېلوپ دي چې د رېډنکا نسل (genus Redunca) جوړوي. د کورنۍ نوم یې بوویدای (Bovidae) ده او د افریقا د نیمه سهارا په لوړو وښو لرونکو سیمو کې ژوند کوي. د هرې سیمې انتېلوپ یې په کچه او وزن کې له یو بل سره توپیر لري. د ډولونو نومونه یې : بوهور ریډ بک (bohor reedbuck) د ډول علمي نوم یې (Redunca redunca) ده، غریز ریډ بک (mountain reedbuck) د ډول علمي نوم یې (Redunca fulvorufula) ده او عام ریډ بک (common, reedbuck) د ډول علمي نوم یې (Redunca arundium) ده.
Red river hog – د سور سیند خوګ
د افریقا تی لرونکی، سومان یا بوټ لرونکی حیوان ده. د بوش خوګ فرعي ډول (subspecies of bush pig) ده.