ټولې لیکنې

Kob – کوب

Kob – کوب

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې کوبوس کوب (kobus kob) ده، د توکم نوم یې ریډنسیني (tribe Reduncini) او د کورنۍ نوم یې بوویدای (Bovidae) ده. د افریقا په شمالي سوانا کې بې شماره پیدا کیږي. په کانګو، سینګال د ایتوپیا له پولو سره نږدې او یوګاندا کې هم شته دي. فرعي ډولونه هم لري. دروند بدن لري ځواکمنې پښې لري او په جوړښت کې چابک انتېلوپ (impala) ته ورته ده خو د چابک انتېلوپ په څېر تېزه دوامداره منډه نشي وهلی.
Klipspringer – د ډبرو انتېلوپ

Klipspringer – د ډبرو انتېلوپ

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې اوریوتراګوس اوریوتراګوس (Oreotragus oreotragus) ده، د شرقي او جنوبي افریقا په غرونو کې ژوند کوي. بل نوم (د ډبرو وزه) هم ورته وړاندیز شوی وو ځکه چې شکل یې د اوراسیا شاموا انتېلوپ وزې ته شوی او د خپل توکم له وړو انتېلوپ سره یې جوړښت او شکل توپیر لري.   لنډه غاړه لري، د وېښتو لاندې برخه یې ګڼه او ډبله ده، په هره سیمه کې مختلف رنګونه لري، رنګ یې ډېر وخت روښانه نه وي یوازې غوږونه یې روښانه رنګ لري او له همدې امله یې نور وحشي حیوانات د ښکار کولو لپاره په اسانۍ نشي موندلی. تر لس سانتي متره پورې سیده ښکرونه لري، په ایتوپیا او شرقي افریقا کې یې نر او ښځه دوړه ښکر لري.   خواړه یې مختلف ډوله ګلان، تخم، د شنو بوټو پاڼې، واښه او واړه بوټي دي. د شپې لخوا فعال دي خو که چېرې وږي شي د ورځې لخوا هم له خپلو ډبریزو پنا ځایونو څخه د خوړو په لټه کې راوځي. کوم بوټي، پاڼې ا...
Impala – چابک انتېلوپ

Impala – چابک انتېلوپ

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې اېپي سېرو مېلامپوس (Aepyceros melampus) ده، تېزه منډه وهونکي دي، په جنوبي او شرقي افریقا کې ډېر زېات دي. لوړ ټوپ اچونکي دي. د توکم نوم یې اېپي سېرتیني (Aepycerotini) ده او له بوویدای کورنۍ (Bovidae) سره تړاو لري.   قد یې تر ۷۰–۹۲ سانتي متره (۲۸–۳۶ انچه) پورې او وزن یې تر ۴۰–۷۶ کیلو ګرامه (۸۸–۱۶۷ پونډه) ته رسیږي. نر یې له ښځې ۲۰ % په وزن کې دروند وي او ۴۵–۹۱ سانتي متره پورې ښکرونه لري. په باراني موسم کې تازه شنه کېدونکي شنه خوري خو په وچ موسم کې د ونو پاڼې خوري. د جنسي نزدیکت موده کې یې نر ډېر زېات شور کوونکی یا نارې وهونکی وي، منډې وهي او خپله سپینه لکۍ یې لوړه نیولې وي. کله چې واړه بچیان وزېږیږي د څو ورزو لپاره په پاڼو یا ځنګلونو کې پټیږي او کله چې د منډې وهلو شي له نورو سره یو ځای بهر ته ځي....
Asian Gazelles – د اسیا ګزېله

Asian Gazelles – د اسیا ګزېله

ټولې لیکنې
د عربو ټاپوزمه د اصلاح شوې ډلبندۍ د ګزېلو د مختلفو ډولونو مرکز ګڼل کیږي. په دې سیمه کې شپږ ډولونه شته وو چې د ځینو نسل تر اوسه شته او د ځینو نسل له منځه تللی: د غره ګزېله (mountain gazelle) د ډول علمي نوم یې (Gazella gazella) ده، د شګې ګزېله (goitred or sand gazelle) د ډول علمي نوم یې (Gazella subgutturosa) ده، عربی ګزېله (Arabian gazelle) د ډول علمي نوم یې (Gazella arabica) ده اوسمهال نسل له منځه تللی، سعودي ګزېله (Saudi gazelle) د ډول علمي نوم یې (Gazella saudiya) ده یوازې کورنۍ شوې شته دي او وحشي نسل یې له منځه تللی، د شیبا ملکې ګزېله ( Queen of Sheba’s gazelle) د ډول علمي نوم یې (Gazella bilkis) ده اوسمهال یې نسل له منځه تللی، دورکاس ګزېله (dorcas gazelle) د ډول علمي نوم یې (Gazella dorcas) ده او له اسیا پرته په شمالي افریقا کې هم پیدا کیږي.   د شګې ګزېله د اسیا په ټولو صحرا...
Gaur – د هند وحشي غوییز

Gaur – د هند وحشي غوییز

ټولې لیکنې
د نسل علمي نوم یې بوس ګوروس (Bos gaurus) ده، د غوییزو مختلف ډولونه دي، د کورنۍ نوم یې بوویدای (Bovidae) او د ډلې نوم یې ارتیو دکتیلا (order Artiodactyla) ده، دا وحشي غوییز د هند، جنوب شرقي اسیا او د مالایا په ټاپوزمې په غریزو ځنګلونو کې اوسیږي. د بدن کچه یې له نورو وحشي غوییزو غټه ده. لوړوالی یې د مخکنیو پښو په ولیو کې ۱۸۰ سانتي متره (۶ فټه) ته رسیږي، ډبل ښکرونه او شنې سترګې لري، سرونه یې سپین وي او همداسې پښې یې سپین ټاکي یا نښانونه لري. غویان یې تېز نصواري رنګ او یا تور رنګ لري خو غواګانې یې سور نصواري رنګ لري. تعداد یې له پخوا ډېر کم شوی. خو په میانمر یا برما، هند مالیزیا او تایلنډ کې اوس هم د ګلې په توګه ګرځي....

Entelodont – انتېلو دونت

ټولې لیکنې
د کورنۍ نوم یې انتېلودونتیدای (Entelodontidae) ده، د دې کورنۍ ټول هغه غړي چې نسل یې له منځه تللی؛ د تی لرونوکو یو لوی ګروپ وو چې د اوسمهال له خوګ سره تړاو لري. فوسیلي جسدونه یې په منګولیا، اسیا ټوله اروپا او شمالي امریکا کې موندل شوي.  
Eland – غویی انتېلوپ

Eland – غویی انتېلوپ

ټولې لیکنې
د نسل نوم یې (genus Taurotragus) ده، د افریقا دوه ډوله غویي ته ورته انتېلوپ دي، د کورنۍ نوم یې بوویدای (Bovidae) او د تراګېلا فیني په توکم (tribe Tragelaphini) کې ډلبندي شوي. یو ډول (Taurotragus derbianus) یې له سوانا تر نیل سیند پورې په لرګیو لرونکو سیمو کې چې په پاڼو پوښل شوی وي ژوند کوي؛ بل ډول یې (Taurotragus oryx) په هوارو، نیمه صحرا ګانو کې، غرونو کې، په شرقي او جنوبي افریقا کې پیدا کیږي. دا انتېلوپ په ټولو کې غټ بدن لري.   د دواړو ډولونو قد یې تر ۱۵۰–۱۸۰ سانتي متره (۵۹–۷۱ انچه) پورې رسیږي او تقریبا تر یو ټن پورې وزن کوي. نر یې په ۷ کلنۍ کې جنسي ودې ته رسیږي خو ښځینه یې په ۴ کلنۍ کې بشپړ وده کوي. د ښځینه قد یې تر ۱۲۰–۱۵۰ سانتي متره (۱۲۰–۱۵۰ انچه) پورې او وزن یې تر ۳۱۷–۴۷۰ کیلو ګرامه پورې وي.   په یوه ګله کې تر ۶۰ پورې انتېلوپ ګډ ګرځي خو د دې انتېلوپ عام ډول له ۱...

Duroc – سور خوګ

ټولې لیکنې
د سره خوګ نسل ده چې په امریکا کې د ۱۸۲۲ - ۱۸۷۷ کلونو ترمنځ اخیستل شوی. وروسته یې نسل په نیو جرسي او نیو یارک کې هم اخیستل کېده چې تر ډېره وخته یې د نیو جرسي خوګ ته د (Duroc-Jersey) نوم اخیستل کېده او نورو سیمو لکه شمالي او جنوبي امریکا ته هم صادرېدل.
Duiker – دویکر واړه انتېلوپ

Duiker – دویکر واړه انتېلوپ

ټولې لیکنې
د سېفالوفیني توکم (tribe Cephalophini) کې ۱۸ ډوله واړه انتېلوپ دي کوم د باراني یا د ورېدنې په ځنګلونو کې ژوند کوي. د کورنۍ نوم یې بوویدای (Bovidae) او د فرعي کورنۍ نوم یې سېفالوفینای (subfamily Cephalophinae) ده او یوازې په افریقا کې پیدا کیږي. د افریقا د انتېلوپ بل کوم توکم دومره زېات ډولونه نلري. دویکر جوړښت کې یو بل ته ډېر ورته دي او له یو بل سره یې توپیر د بدن له کچې کیږي چې یو بل سره توپیر لري. د دویکر انتېلوپ ۱۶ ډوله په سېفالوفوس نسل (Cephalophus) کې طبقه بندي شوي یوازې دوه ډوله یې چې سوانا کې ژوند کوي په بل نسل کې ځای شوي....
Dromedary –  یوکوبی اوښ – عربی اوښ

Dromedary – یوکوبی اوښ – عربی اوښ

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Camelus dromedarius) ده د کوم چې وحشي نسل له منځه تللی او یوازې کورني شوي یې پیدا کیږي خو یوازې په ۱۹ پېړۍ کې چې کوم استرالیا ته د چارو لپاره انتقال شوي اوسمهال بېرته وحشي شوي. دا اوښان په ۱۱ ساعته کې ۱۸۵ کیلو متره (۱۱۵ مایله ) سفر کولای شي خو کوم چې د منډې وهلو د سپورت لپاره روزل شوي لنډ مهال خورا تېزه منډه وهي.

Dinohyus – ډاینو هایوس

ټولې لیکنې
خوګ ته ورته د تی لرونکي، سومان لرونکي حیوان له منځه تللی نسل ده چې د شمالي امریکا د میوسېن عصر (Miocene age) په امبارونو کې یې فوسیلي جسدونه پیدا شوي (میوسېن عصر د ۵.۳ تر ۲۳.۷ میلیونو کلونو وړاندې تر منځ تېر شوی). د بدن کچه یې د عصري مېښې سره برابره وه او تر ۲ متره پورې یې د قد لوړوالی وو. یوازې سر یې تر یو متر پورې اوږد ده. د سر په کاسه یې یې د مغز کېس یا مغز نیونکې برخه ډېره وړه ده او له دې ښکاري چې مغز یې ډېر وړوکی وو. ثنایا غاښونه یې بې څوکې پڅ وو او کانین غاښونه یې ډبل وو. نور شکل یې لاندې د اسکلېټ انځورونو کې وګورئ.  ...
African Gazelles – د افریقا ګزېله

African Gazelles – د افریقا ګزېله

ټولې لیکنې
افریقا درې ډوله ګزېلې لري لري خو څلورم ډول یې د اسیا او افریقا دواړو ګډ ډول ده. دوه ډوله یې د سهارا په شمال کې ژوند کوي. اتلس ګزېله (Atlas gazelle) چې په انګریزۍ کې ورته (Cuvier’s gazelle or edmi gazelle) نومونه هم اخیستل کیږي د ډول علمي نوم یې (Gazella cuvieri) ده او د اتلس سمندر په سیمه کې ژوند کوي. ریم ګزېله (rhim gazelle) چې د قلمي یا نازکو ښکرو ګزېله (slender-horned, gazelle) هم ورته وایي د ډول علمي نوم یې (Gazella leptoceros) ده، دا ګزېلې له صحرا سره ډېرې جوړې دي او د سهار په اېرګ (ergs) شګې لرونکې سیمه کې له مصر تر الجیریا پیدا کیږي؛ درېم ډول یې سپېک ګزېله (Speke’s gazelle) د ډول علمي نوم یې (Gazella spekei) ده او د سومالیا په هوارو ساحلي سیمو کې شته دي.  ...
Gazelle – ګزېله

Gazelle – ګزېله

ټولې لیکنې
  د منځنۍ کچې انتېلوپ دي، اوږدې غاړې لري او د ډېرو رنګ زېړ رنګه نصواري ، خېټه یې سپینه وي. په اسیا کې له چین تر د عربو ټاپوزمې پورې په وچو سیمو کې؛ په شمالي افریقا کې له سهارا تر د سهارا ساحل پورې؛ په جنوب شرقي افریقا کې د افریقا له هارن ټاپوزمې تر تانزانیا پورې ژوند کوي. ډېری ګزېلې د ګزېلې په نسل (genus Gazella)، د بوویدای په کورنۍ (family Bovidae) او د ارتیو دکتیلا په ډله (order Artiodactyla) کې ډلبندي شوي.   ګزېلې په وچو سیمو کې د ژوند کولو سره بلدې دي او په صحرا، نیمه صحرا، د لوړو غرونو په شنو سیمو کې ژوند کوي. بدن یې دا وړتیا لري چې د هغو بوټو له پاڼو څخه اوبه جذب کړي کومې یې چې ورځني خواړه دي. کله چې تودوخه زېاته شي نو د شپې لخوا یا سهار وخته چې کله ونې او بوټي زېات لوندوالی لري خوراک کوي او د ورځې لخوا له تودوخې ځان پټوي. که چېرې بدن کې یې تودوخه زېاته شي نو د پوزې له...
Goral – ګورال

Goral – ګورال

ټولې لیکنې
وزې ته ورته انتېلوپ دي، د وکورنۍ نوم یې بوویدای (family Bovidae) او د ډلې نوم یې ارتیو دکتیلا (order Artiodactyla) ده. اصلي ځای یې د هند، روسې او میانمر یا برما لوړ غرونه دي. په روسیه تر لرې شرق پورې شته. وزن یې تر ۲۲–۳۲ کیلو ګرامه (۴۸–۷۰ پونډه) پورې او قد یې تر ۵۵–۸۰ سانتي متره (۲۲–۳۱ انچه ) پورې رسیږي. د بدن رنګ یې له خړ تر روښانه سور پورې شته. دواړه نر او ښځه یې په جوړښت کې یو بل ته ورته دي خو د بدن په کچه کې نر ډېره کمه اندازه له ښځې غټ وي.   ګورال انتېلوپ شخوند وهونکي دي چې له خوړو وروسته پرې شخوند وهي. سېرو (serow) ته ډېر ورته والی لري خو توپیر یې د سر د کاسې په جوړښت او د بدن په کچه کې ده (ګورال له سېرو څخه په کچه کې واړه دي). له دې پرته یې په سترګو کې د سترګو له ساکت یا د سترګې د ګاټي له پاسه مرغړی (preorbital glands) نشته. د ګورال نر یوازې خو ښځې یې له وړو نرانو یا بچیا...
Goat antelope – وزه انتېلوپ

Goat antelope – وزه انتېلوپ

ټولې لیکنې
د وزې انتېلوپ توکم ته روپیکاپریني (tribe Rupicaprini) نوم اخلي، په انګریزۍ کې ورته روپیکاپرین (rupicaprin) هم وایي، وزې ته ورته انتېلوپ دي، د کورنۍ نوم یې بوویدای (Bovidae) او د ډلې نوم یې ارتیو دتکتیلا (order Artiodactyla) او د فرعي کورنۍ نوم یې کاپرینای (subfamily Caprinae) ده.   په داسې سیمه کې ژوند کول خوښوي چې لوړه یا ژوره خطرناکه او ډبریزه سیمه وي. دواړه نر او ښځه یې د بدن ورته کچه لري او یا یې نر کمه اندازه غټ وي، نر او ښځینه دواړه یې وروسته تاوو شوي ښکرونه لري چې ښکار کوونکی حیوان پرې وهي یا خپلمنځ کې پرې وهل کوي.   وزه انتېلوپ د بوی مرغړي لري، په دې کې د ګورال ډول ډېر واړه د سترګو د تور له پاسه نه ښکارېدونکي مرغړي (preorbital glands) لري. شاموا وزه انتېلوپ په څټ کې یا د سر د کاسې د پای برخه کې مرغړي (supraoccipital glands) لري؛ سېرو وزه انتېلوپ بیا د سترګو له...
Gnu – وحشي غویی انتېلوپ

Gnu – وحشي غویی انتېلوپ

ټولې لیکنې
د نسل نوم یې (genus Connochaetes) ده، په انګریزۍ کې ورته (wildebeest) نوم هم اخلي، دوه ډوله لري، د کورنۍ نوم یې بوویدای (Bovidae) او د ټوکم نوم یې السېلا فیني (tribe Alcelaphini) ده. عام ډول یې چې د ډول علمي نوم یې (Connochaetes taurinus) ده د اکاسیا سوانا تر مرکزي کینیا پورې پیدا کیږي. ټولنیز چلند لري یا خپله کې د ګلې په توګه ژوند کوي. لنډه غاړه لري نرۍ پښې لري او د بدن رنګ یې له سلیټي خړ تر تېز نصواري پورې وي، اوږده لکۍ لري او په دواړه نر او ښځه کې یې ښکرونوه یو بل ته ورته دي.   تر اوسه یې پنځه فرعي ډولونه پېژندل شوي: نیله وحشي غویی انتېلوپ ( blue wildebeest) چې په انګریزۍ کې ورته د (brindled gnu) نوم هم اخلي د ډول علمي نوم یې (Connochaetes taurinus taurinus) ده. د جنوبي افریقا انتېلوپ ده چې تر ۲۳۰–۲۷۵ کیلو ګرامه (۵۱۰–۶۰۵ پونډه) پورې وزن او د مخکنیو پښو په ولیو کې تر ۱۴۰–۱۵۲ س...
Gerenuk – اوږده غاړې ګزېله

Gerenuk – اوږده غاړې ګزېله

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Litocranius walleri) ده، په انګریزۍ کې ورته (Waller’s gazelle) نوم هم اخلي، د کورنۍ نوم یې بوویدای (Bovidae) ده او د ګزېلې د توکم انتیلوپیني (tribe Antilopini) غړې ده. له ونو پاڼې خوړونکې (browsing) انتېلوپ ده، د افریقا په هارن ټاپوزمه (Horn of Africa) کې ژوند کوي.   د مخکنیو پښو په ولیو کې یې لوړوالی تر ۸۰–۱۰۵ سانتي متره (۳۱–۴۱ انچه ) پورې او وزن یې ۲۸–۵۲ کیلو ګرامه (۶۲–۱۱۴ پونډه) ته رسیږي. د بدن ځینې برخې یې سپین رنګ لري لکه لکۍ، د سترګو چار چاپېره، شونډې او داسې ځینې نورې وړې برخې خو نور رنګ یې سور نصواري ده. نر یې تر ۳۲–۴۴ سانتي متره (۱۳–۱۷ انچه) اوږده ښکرونه لري.   د نوم (جېرې نک) مانا یې د سومالیا په ژبه کې د زرافې غاړې لرونکې ته وایي. له نورو انتېلوپ څخه لږ ټولنیز چلند لري. د لږ ټولنیز چلند وجه یې ممکن په پراخه سیمه کې کم شمېر لامل وي. ښځې یې...
Hartebeest – اوږد سری غویی انتېلوپ

Hartebeest – اوږد سری غویی انتېلوپ

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Alcelaphus buselaphus) ده، د کورنۍ نوم یې بوویدای (Bovidae) ده. څو مختلف ډولونه لري. په نیمه سهارا سیمو کې د ګلو په څېر ژوند کوي. یو وخت د افریقا تر ټولو زېات انتېلوپ ګڼل کېدل او یو وخت یې په شمالي افریقا کې هم ژوند کوه. فرعي ډولونه هم لري.    

Hog – خوګ

ټولې لیکنې
په انګریزۍ کې هغه خوګ ته وایي چې له ۵۴ کیلو یې وزن زېات وي او د حلالولو لپاره ساتل شوی وي. خو دلته یې بله علمي او مالوماتي ریښه هم شته : د شحم تولیدونکی خوګ چې د ۱۹ پېړۍ په پای او ۲۰ پېړۍ په پېل کې امریکایانو کورنۍ کړ او نسل اخیستنه یې پېل کړه. خو وروسته چې کله د سبزۍ ارزانه تېل تولید شول د شحم تولیدونکي په توګه د دې خوګ ارزښت له منځه ولاړ. وروسته یې نسل دو رګه شو تر څو د شحمو پر ځای ډېره غوښه د مارکیټ لپاره تولید کړي. اروپایانو یې هم دو رګه نسل اخیستنه پېل کړه او اوسمهال هر هغه خوګ ته چې له ۵۴ کیلو ګرامه زېات وي او د قصابۍ لپاره ساتل شوی وي هوګ (Hog) ورته وېل کیږي....