ټولې لیکنې

Kobus – کوبوس

Kobus – کوبوس

ټولې لیکنې
د انتېلوپ د نسل نوم ده، د دې نسل د غړو د کورنۍ نوم بوویدای (Bovidae)، د ډلې نوم یې ارتیو دکتیلا (order Artiodactyla) ده او په دې نسل کې شپږ ډوله شامل دي : د اوبو انتېلوپ (waterbuck)، لېچویس (lechwes)، کوب (kob) او پوکو (puku). د دې نسل د غړو اصلي ځای د افریقا د سهارا جنوب ده، په رمه کې ټولنیز ژوند کوي او له اوبو سره نږدې پیدا کیږي. لوړوالی یې له ۷۵–۱۰۰ سانتي متره (۳۰–۳۹ انچه) پورې رسیږي.  

Babirusa- هندی وحشي خوګ

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Babirousa babyrussa) ده. د کورنۍ نوم یې سوایدای (Suidae) او د ډلې نوم یې ارتیو دکتیلا (Artiodactyla) ده. په سېلې بېس (Celebes) او مولوکا (Molucca) ټاپو ګانو کې ژوند کوي. څورب بدن لري او لوړوالی یې د مخکنیو پښو په ولو کې ۶۵–۸۰ سانتي متره پورې رسیږي، لنډې لکۍ لري او تقریبا بې وېښتو بدن لري. په نر کې یې د کانین غاښونه ډېر زېاته وده کوي. تېزه منډه وهونکي او ښه لامبو وهونکي هم دي. د سیمې خلک یې د خوړلو لپاره ښکار کوي.  

Aurochs – اوروکس

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Bos primigenius) ده، په انګریزۍ کې (auroch) هم لیکل کیږي. د اروپا د وحشي غوییزو له منځه تللی نسل ده. د کورنۍ نوم یې بو ویدای (Bovidae) او د ډلې نوم یې ارتیو دکتیلا (Artiodactyla) ده. ګمان کیږي چې له همدې وحشي غویانو ممکن غوییز زېږېدلي وي. د دې غویانو اخری غویی تر کال ۱۶۲۷ پورې په پولنډ کې ژوندی وو. ځینې جرمانان دعوا کوي چې د دې غویانو نسل یې تر ۱۹۴۵ پورې د هسپانوۍ غواګانو سره اخیسته چې دواړه په جوړښت کې یو بل ته ورته دي او ممکن دواړه یو ډول جنتیک جوړښت ونلري.   Picture By Marcus Sümnick from Rostock, Germany - AuerochseUploaded by FunkMonk, CC BY-SA 2.0, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=18323006...

Artiodactyl – خسکي ډوله بوټ لرونکي – د دوه ګوتو خسکي ډوله بوټ لرونکي

ټولې لیکنې
ارتیو دکتیل ټول هغه تی لرونکي دي چې په ارتیو دکتیلا (order Artiodactyla) ډله کې شامل دي په کومې ډله کې چې خوګ، د امریکا خوګ ته ورته پیکاري (peccary)، د اوبو اس (hippopotamus)، اوښ، موږک ته ورته هوسۍ (chevrotain)، هوسۍ، زرافه ( giraffe)، پرونغورن (pronghorn)، انتېلوپ (antelope)، پسونه، وزې او غویز شامل دي. د تی لرونکو دا ډله تقریبا ۲۰۰ ډولونه لري.   په ټوله نړۍ کې شته دي. دا حیوانات لامبو نشي وهلی، په غارونو یا سمڅو کې ژوند نکوي، الوتنه نشي کولای. د کومو اصلي ځای چې قطب او استرالیا وو له خپلو اصلي سیمو ورک شوي او یا یې په دې سیمو کې نسل له منځه تللی. خو استرالیا او نیوزلنډ ته بیا انتقال شوي. ټول ګیا خوړونکي دي. په شمالي امریکا کې یې مختلف ډولونه لرل.   په ارتیو دکتیلا ډله کې نهه کورنۍ شاملې دي. تر ټولو غټه کورنۍ پکې د بوویدای کورنۍ (family Bovidae) ده کومه کې چې غوییز، ا...
Dingo – وحشي یا نیمه کورنۍ سپی

Dingo – وحشي یا نیمه کورنۍ سپی

ټولې لیکنې
په انګریزۍ کې ورته (warrigal) هم وایي. د کورنۍ نوم یې کانیدای (Canidae) ده. اصلي ځای یې استرالیا ده خو باور کیږي چې زرګونه کاله وړاندې یو کس له ځان سره استرالیا ته انتقال کړی. ځینې کارپوهان باور لري چې دا سپیان دسپي فرع نسل (Canis lupus familiaris dingo) ده خو ځینې باور لري چې د لیوه فرعي نسل (Canis lupus dingo) ده مګر ځینې بیا په دې اند دي چې ډینګو جلا ډول (Canis dingo) ده. ډینګو نوم د مالیزیا، تایلنډ، فلپاین او نیو ګینې وحشي سپیانو ته هم کاریږي.   په استرالیا کې د دې سپیانو موندل شوی تر ټولو زوړ جسد تقریبا ۳۵۰۰ کاله زوړ ده. مطالعې ښي چې استرالیا ته په لمړي ځل ډینګو له ۴۶۰۰ - ۱۸۳۰۰ کلونو وړاندې ترمنځ انتقال شوی. خو برعکس استرالیا ته انسانان تقریبا ۳۰۰۰۰ کاله وړاندې کډوال شوي کوم چې د سپي له کورني کېدو سره تقریبا ۲۰۰۰۰ کاله توپیر لري. خو تر اوسه مالومه نده چې ډینګو له کورني شوي ...
Jackal – سور لنډی

Jackal – سور لنډی

ټولې لیکنې
د کانیس نسل (Canis) ده چې د سپي له کانیدای کورنۍ (family Canidae) سره تړاو لري. غوښه خوړونکی (carnivores) حیوان ده، لیوه ته ډېر ورته والی لري. تر اوسه د سور لنډي څلور ډولونه پېژندل شوي : زېړسور لنډی (goldn jackal) یا د اسیا سورلنډی چې علمي نومی یې (canis aureus) ده او له شرقي اروپا تر د اسیا جنوب پورې پیدا کیږي، د افریقا زېړ لیوه سورلنډی (African golden wolf)، علمي نوم یې (canis anthus) ده، په شمالي او شرقي افریقا کې ژند کوي. توره ملا لرونکی سورلنډی (black-backed)، علمي نوم یې (canis mesomelas) ده، په جنوبي او شرقي افریقا کې شته دي.   سورلنډی تر ۸۵–۹۵ سانتي متره پورې اوږدیږي چې ۳۰–۳۵ سانتي متره اوږده لکۍ هم پکې شامله ده. وزن یې ۷–۱۱ پورې شته ده. د شپې لخوا فعال وي، یوازې، جوړه او په ډله کې ژوند کوي. خواړه یې هر ډول وړوکی حیوان، مردار شوی جسد، د نبات ځینې میوې دي. ډېر وخت ز...
Dire wolf – دیر لیوه

Dire wolf – دیر لیوه

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Canis dirus) ده. د پلېسټوسېن وخت (Pleistocene Epoch) لیوان دي ( کوم وخت چې د ۲.۶ میلیونه او ۱۱۷۰۰ وړاندې کلونو ترمنځ تېر شوی). د جنوبي کلیفورنیا په (the La Brea Tar Pits) کې یې د جسد اثار شته دي. له اوسني لیوه سره یې توپیر: بدن یې غټ وو، د سر کاسه یې توپیر لره، مغز یې تر اوسنیو لیوانو په کچه کې وړوکی وو. د سکلیټ پاتې شونې یې په کلیفورنیا، میسي سیپي دره کې، د مکسیکو دره کې پیدا شوي.
Maned wolf – تازي لیوه

Maned wolf – تازي لیوه

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Chrysocyon brachyurus) ده. د سپي له کانیدای کورنۍ (family Canidae) سره تړاو لري. د جنوبي امریکا په هوارو سیمو کې پیدا کیږي. ګیدړې ته ورته سر لري، اوږده سره وېښته، تورې پښې او ولاړ غوږونه لري. د اوږدوالي کچه یې ۱۲۵ - ۱۳۰ سانتي متره پورې پرته له ۳۰–۴۰ سانتي متره اوږدې لکۍ رسیږي. په وږو کې یې د قد لوړوالی تر ۷۵ سانتي پورې امکان لري او تقریبا تر ۲۳ کیلو ګرامه پورې کوي. د شپې لخوا فعال وي او خواړه یې حشرې، نباتي ماده ده په مېږو برید کوي خو له انسان څخه تېښته او لرېوالی کوي....
Wolf – لیوه

Wolf – لیوه

ټولې لیکنې
د لیوه نوم دوه ډولونو ته کاریږي چې یو خړ لیوه (gray wolf) ده او بل د ایتوپیا لیوه (The Ethiopian or Abyssinian wolf) ده. په نړۍ کې تړ ټولو زېات پېژندل شوي لیوان خړ لیوان دي چې خړ، سور یا تور رنګ لري. د شمالي قطب خړ لیوان یې بیا روښانه سپین ته ورته رنګ لري. د ایتوپیا لیوانو ته ترډېر نږدې وخته پورې د سور لنډي یا شغال (jackal) فکر کېده خو اوسمهال له مطالعې وروسته لیوان ګڼل شوي. د بدن کچه یې ډېر وړه ده . د لیوانو دواړه ډولونه د سپي له کانیدای کورنۍ (Canidae) سره تړاو لري. د ایتوپیا ډول یې د ایتوپیا په لوړو سیمو کې ژوند کوي.   لیوان نور ډولونه هم لري لکه سور لیوه چې یو وخت د لیوه جلا ډول ګڼل کېده خو له مالیکولي مطالعې وروسته دا څرګنده شوه چې د کو یوټ (coyote) او خړ لیوه دو رګه (hybrid) نسل ده. په انګریزۍ کې سور لیوه ته (prairie, brush, or little wolf) نومونه هم اخلي. ځینې کارپو...
Gray wolf – خړ لیوه

Gray wolf – خړ لیوه

ټولې لیکنې
د نسل او ډول علمي نوم یې (Canis lupus) ده. په انګریزۍ کې ورته (timber wolf) هم وایي. د سپي له کانیدای کورنۍ (family Canidae) سره تړاو لري. د شمالي نیمې کرې په پراخو سیمو کې ژوند کوي. تر اوسه یې ۵ فرعي ډولونه په شمالي امریکا کې پېژندل شوي او ۱۲ ډولونه یې په اوراسیا او یو ډول یې افریقا کې شته.   غټ د کانین غاښونه لري، د بوی حس یې ډېر تېز ده، په خپل ښکار پسې په یوه ساعت کې ۶۰ کیلو متره منډه وهلی شي. د بدن د اوږدوالي کچه یې تر دوه متره چې ۵۰ سانتي متره لکۍ هم پکې شامله ده رسېږي. د لوړوالي کچه یې تر ۷۶ سانتي متره او وزن یې تر ۴۵ کیلو ګرامه پورې رسېږي. مګر وزن یې له جغرافې سره هم تړاو لري په ځینو سیمو کې له ۱۴ تر ۶۸ کیلو ګرامه پورې هم شته دي. د ښځینه وزن یې له نر څخه ۲۰% کم وي. د دې لیوانو تر ټولو غټ یې د اسیا په شمال، د کاناډا د غرب منځنۍ سیمه کې او الاساکا کې پیدا کیږي خو واړه یې په...
Gray fox – خړه ګیدړه

Gray fox – خړه ګیدړه

ټولې لیکنې
د نسل علمي نوم یې (Urocyon cinereoargenteus) ده، د نوې نړۍ ګیدړې دي او د سپي له کانیدای کورنۍ (family Canidae) سره تړاو لري. له کاناډا تر جنوبي او شمالي امریکا پورې په ځنګل لرونکو کلیو کې ژوند کوي. د بدن رنګ یې خړ ده خو له نورو ګیدړو سره یې توپیر په غاړه، پښو، غوږونو او لکۍ کې له سره رنګه کیږي. د بدن د اوږدوالي کچه یې ۵۰–۷۵ سانتي متره پورې پرته له ۳۰–۴۰ سانتي متره لکۍ رسیږي. له ۳–۶ کیلو ګرامه پورې وزن کوي. له سرې ګیدړې لږ هوښیاره او فرېب ورکوونکې خو ډېره په یوازېتوب کې ژوند کوونکې ده. د نورو ګیدړو بر عکس دا ګیدړه ونو ته خیژي. مختلف ډوله خوراکونه کوي: حشرې خوري، مرغان نیسي، واړه تی لرونکي او ځینې میوې خوري. د شپې لخوا فعاله (nocturnal) ده. په پسرلي کې له ۲ تر ۷ پورې بچیان زېږوي او د اومیندوارۍ نېټه یې تقریبا ۶۳ ورځې ده.  ...
Fox – ګیدړه

Fox – ګیدړه

ټولې لیکنې
ګیدړه د سپي کانیدای کورنۍ (family Canidae) کې شامله ده. ډېر ډولونه لري چې ټول ډولونه یې اوږده ولاړ غوږونه، ببرې لکۍ، نري اوربوزونه او اوږده وېښته لري. ګیدړه نوم یوازې لس ډولونه ته کاریږي چې ریښتینې ګیدړې ګڼل کیږي په ځانګړي ډول سرې یا عامې ګیدړې ته چې په زړه او نوې نړۍ دواړو کې شته دي. د نسل علمي نوم یې (Vulpes) ده. خو نور ډولونه لکه د شمالي امریکا خړه ګیدړه (North American gray fox)، د جنوبي امریکا د ګیدړو پنځه ډولونه ( South American foxes)، دشمالي قطب سپینه او نیله ګیدړه (Arctic fox white and blue fox)، د اسمان څکالي ته ورته غوږ لرونکې ګیدړه ( bat-eared fox)، چنګاښ خوړونکې ګیدړه (crab-eating fox) له بل نسل سره تړاو لري او ریښتینې ګیدړې نه ګڼل کیږي....
Red fox – سره یا عامه ګیدړه

Red fox – سره یا عامه ګیدړه

ټولې لیکنې
دې ګیدړو ته د ګیدړو عام ډول (common fox) هم وایي. د کورنۍ نوم یې کانیدای (Canidae) ده. په ټوله اروپا، د اسیا په ګرمو سیمو کې، شمالي افریقا او شمالي امریکا کې شته دي. په ۱۹ پېړۍ کې لمړی ځل استرالیا ته انتقال شوې چې د استرالیا په لویه وچه کې خورا چټکی خپرې شوې. دا ګیدړې د سپورت لپاره په دام نیول کیږي، په فارمونو کې ساتل کیږي تر څو یې وړۍ لرونکی پوستکی په سوداګریزه توګه وپلورل شي، او یا هم ښکار کیږي خو په ځینې ملکونو کې یې وژل یا نیول جرم بلل کیږي.   د بدن اوږدوالی یې ۹۰–۱۰۵ سانتي متره پورې ده چې په دې کې ۳۵–۴۰ سانتي متره اوږده لکۍ هم شامله ده. لوړوالی یې تقریبا تر ۴۰ سانتي متره پورې او وزن یې ۵–۷ کیلو ګرامه پورې رسیږي خو په ځینې سیمو کې تر ۱۴ کیلو ګرامه پورې د ډېرو کمو شته ده. بدن یې نرم اوږده وېښته لري چې لاندې برخه یې سور نصواري رنګ لري. ډېر وخت یې لکۍ سپین خاپونه لري خو غوږونه ...
Crab-eating fox – چنګاښ خوړونکې ګیدړه

Crab-eating fox – چنګاښ خوړونکې ګیدړه

ټولې لیکنې
په انګریزۍ کې ورته (Savanna Fox, or Crab-eating Dog) نومونه هم اخلي د ډول علمي نوم یې (Cerdocyon thous) او د سپي کانیدای کورنۍ (Canidae) سره تړاو لري. د شنو وښو یا ځنګل لرونکو سیمو کې پیدا کیږي. د بدن د اوږدوالي کچه یې ۶۰–۷۰ سانتي متره پورې پرته له ۳۰ سانتي متره لکۍ رسیږي. خړ او نصواري رنګونه لري. ورځ په غارونو کې تېروي او د شپې لخوا یوازې او یا جوړه ګرځي. خواړه یې واړه حیوانات، میوه، حشرې، د شمشتۍ هګۍ او چرګې دي. په ډېره اسانۍ سره کورنۍ کیږي او د امریکا هندیان یې د کورني حیوان په توګه ساتي....
Dhole – د اسیا وحشي سپی

Dhole – د اسیا وحشي سپی

ټولې لیکنې
علمي نوم یې (Cuon alpinus) ده. په انګریزۍ کې ورته (red dog) نوم هم اخلي. یوازې او یوازې غوښه خوړونکی (carnivore) ده او د کورنۍ نویم کانیدای (Canidae) ده. د ژامې په لاندې برخه کې د ژرندې یا مولر دوه غاښونه نلري. وزن یې له ۱۴ تر ۲۱ کیلو ګرامه پورې رسیږي. رنګونه یې له زېړ نصواري تر سور نصواري پورې شته دي او لاندې برخه یې تل روښانه رنګ لري. تر ۳۰ پورې غړي په یوه ډله کې ګرځي او تی لرونکي حیوانات لکه هوسۍ او داسې نور ښکار کوي خو له دې پرته مطالعه کوونکو په پړانګ او خرس باندې هم د برید پر وخت لیدلي. له دوه تر شپږو پورې بچیان زېږوي او د اومیندوارۍ موده یې تر ۹ هفتو پورې وي....
Coyote – کو یوت لیوه

Coyote – کو یوت لیوه

ټولې لیکنې
په انګریزۍ کې ورته (prairie wolf or brush wolf) نومونه هم اخلي. خپل نوم یې مکسیکو د ازتېک (aztec) خلکو د ژبې له لفظ (coyotl) څخه اخیستل شوی. د سپي له کانیدای کورنۍ (family Canidae) سره تړاو لري او علمي نوم یې (Canis latrans) ده. واړه خړ لیوان دي, په مرکزي امریکا او د الاساکا په جنوبي سیمو کې پیدا کیږي. په اوسني وخت کې یې نسل ټولې کاناډا او امریکا ته خپرېدونکی ده. لوړوالی یې تر ۶۰ سانتي متره پورې رسیږي، وزن یې له ۹ تر ۲۳ کیلو ګرامه او اوږدوالی یې له یو متر تر ۱۳۰ سانتي متره پورې وي چې له ۳۰ تر ۴۰ سانتي متره پورې اوږده لکۍ هم پکې شامله ده. رنګ یې په پښو کې سور رنګه، د لکۍ څوکه یې توره ده. د شپې لخوا فعال وي، د ګرزېدو پر وخت لکۍ لاندې نیسي او ځینې وخت په یو ساعت کې تر ۶۴ کیلو متره پورې سفر کوي. خپل ښکار د لید په ذریعه پیدا کوي. په امریکا کې ډېر وخت صحرایي سویان و د سپینې لکۍ هوسۍ ښکار ک...
Arctic fox – د شمالي قطب ګیدړه

Arctic fox – د شمالي قطب ګیدړه

ټولې لیکنې
په انګریزۍ کوې ورته (white fox or polar fox) نومونه هم اخلي او علمي نوم یې (Vulpes lagopus) ده. د سپي له کورنۍ کانیدای (family Canidae) سره تړاو لري. په ټول شمالي قطب کې پیدا کیږي خو ډېر وخت له سمندر سره نږدې په تندرا اقلیم لرونکې سیمه کې ژوند کوي. د بدن د اوږدوالی کچه یې ۵۰–۶۰ سانتي متره پورې رسیږي. د لکۍ اوږدوالی یې تر ۳۰ سانتي متره پورې وي. د بدن وزن یې له ۳ تر ۸ کیلو ګرامه پورې رسېدای شي. واړه ګرد شوي غوږونه لري، لنډ اوربوزونه، او د پښو تلې (soles) یې په وېښتو پوښلې وي. دوه ډوله رنګونه لري یو ډول یې سپین رنګ چې په اوړي کې خپل رنګ خړ رنګه نصواري ته بدلوي او بل ډول یې نیله رنګ لري چې په اوړي کې خړ رنګ ته بدلیږي.   په غارونو کې ژوند کوي او د ورځې په هر وخت کې فعاله وي. هر څه چې موجود وي خوري که هغه سبزي وي او که د جسد غوښه مګر ډېر وخت د شمالي قطب سپین خرس تعقیبوي او کله چې دا خ...