ټولې لیکنې

Colorado potato beetle – د کچالو ګونګټې

Colorado potato beetle – د کچالو ګونګټې

ټولې لیکنې
عملي نوم یې لېپتینو تارسا دېسېم لینیا تا (Leptinotarsa decemlineata) ده. په انګریزۍ کې ورته د کچالو وړه حشره (potato bug) هم وایي کومې چې د کچالو د نبات په پاڼو برید کوي. د کرېسومېلیدای (Chrysomelidae) کورنۍ له فرعي کورنۍ کریسومېلینای (Chrysomelinae) سره تړاو لري او د ډلې نوم یې کولیوپتېرا (Coleoptera) ده. اصلي ځای یې د شمالي امریکا غربي سیمه ده. اصلي خواړه یې د ځنګلي مېښې وېښته دي. د دې سیمې په ډبریزو غرونو کې د وحشي کچالو بوټي خورا زېات دي او دې حشرو د دې بوټو په پاڼو برېد وکړ. په ۱۸۷۴ کې د کچالو لپاره سخت زېان اړونکی افت وګڼل شو. ښځینه یې د کچالو د پاڼې لاندې له ۳۰۰ تر ۵۰۰ پورې هګۍ کوي. واړه بچیان یې لاروا او پوپای دوره د ځمکې لاندې تېروي او تر څو یې چې بشپړ وده نه وي کړي بهر نه ښکاري. په یو کال کې یې نسل کول په هره سیمه کې توپیر لري خو ممکن له یو تر درې نسلونو په یو کال کې وزېږوي....
Cockroach – کورنۍ د کثافاتو ګونګټې

Cockroach – کورنۍ د کثافاتو ګونګټې

ټولې لیکنې
د ډلې نوم یې بلاتودیا (order Blattodea) ده او په انګریزۍ کې ورته (roach) هم وایي، لمړنۍ وزر لرونکې ګونګټې ګڼل کیږي او تقریبا ۴۶۰۰ ډولونه لري. فوسیلي بدنونه یې چې کوم موندل شوي تقریبا ۳۲۰ میلیونه کاله زاړه دي او اوس هم خپلو پخوانیو ډولونه ته ورته دي. ککروچ نوم یې د هسپانوۍ ژبې له (cucaracha) لفظ څخه اخیستل شوی او د دې ګونګټو هګۍ ته ورته یا بیضوي اوږده غټه دبدن ځانګړنه ښي. د بدن پوښ یې چرم ته ورته ده، ځلېدونکی نصواري یا تور رنګ لري. د خولې برخې یې وروسته خوا ته تاو دي، سر یې هم لاندې قات وی. نر یې دوه جوړه وزرونه لري او ښځه یې یابې وزرو وي او یا هم ډېر واړه وزرونه لري. کله یې چې بچیان له هګۍ را ووځي په پېل کې یې رنګ سپین وي. د وزرو پراخوالی یې تقریبا تر ۱۲ سانتي متره پورې رسېدای شي. په بیولوجیکي لابراتوارونو کې هم کاریږي. دا ګونګټې تیاره، لوند او ګرم ځای کې پټېدل یا ژوند کول خوښوي. بدن...
Cockchafer – د میوې، پاڼو او ریښو خوړونکې ګونګټه

Cockchafer – د میوې، پاڼو او ریښو خوړونکې ګونګټه

ټولې لیکنې
علمي نوم یې مېلولونتا مېلولونتا (Melolontha melolontha) ده ، په انګریزۍ کې ورته (common cockchafer, May bug, Maybug, or May beetle) نومونه هم اخلي. د اروپا غټې حشرې دي چې پاڼو، ګلانو، میوې او ریښو ته زېان اړوي. انګریزي نوم یې په مېلولونتینای (Melolonthinae) کورنۍ کې ډېرو ورته ګونګټو ته کاریږي خو په شمالي امریکا کې ورته جون ګونګټې وایي
Cobalt milkweed beetle – مېلک ویډ کوبالت ګونګټه

Cobalt milkweed beetle – مېلک ویډ کوبالت ګونګټه

ټولې لیکنې
مېلک ویډ په امریکا کې یو ډول بوټی ده چې د شودو په څېر سپینه خوږه شیره لري او ځانته شاپېرک او داسې نور حیونات جذبوي. دا بوټي د افغانستان د ګرمو سیمو په دښتو کې هم شته دي. د ډلې نوم یې کریسوکوس کوبالتینوس (Chrysochus cobaltinus) ده، په انګریزۍ کې ورته (blue milkweed beetle) نوم هم اخلي، د کورنۍ نوم یې کریسومېلیدای (family Chrysomelidae) او د ډلې نوم یې کولیوپتېرا (order Coleoptera) ده. نیله رنګ لري. د متحده ایالتونو په ټوله غربي سیمه کې پیدا کیږي. خواړه یې د ډاګ بېن په (dogbane) په نامه د یو وړکي بوټي پاڼې دي.  ...
Click beetle – کلېک ګونګټه

Click beetle – کلېک ګونګټه

ټولې لیکنې
د کورنۍ نوم یې اېلا تېریدای (family Elateridae) ده، په انګریزۍ کې ورته (skipjack, snapping beetle, or spring beetle) نومونه هم اخلي. تقریبا ۷۰۰۰ ډولونه لري او د ډلې نوم یې کولیوپتېرا (insect order Coleoptera) ده. کله یې چې کوم بل ښکاري حیوان ودروي نو یوکلېک غږ کوي. د بدن کچه یې له ۲.۵ تر ۱۸ ملي متره پورې رسیږي. نصواري یا تور رنګ لري کله کم خاپونه پرې شته وي او کله یوازې یو رنګ وي. کلیک ګونګټې اوږد بدن لري د بدن یوه بله خوا یې سره موازي وي او پای یې منحني شکل لري. کلېک ګونګټې چې کله لمس شي خپل ځان سر چپه کوي او ځان په مړینې اچوي. خواړه یې د شپې لخوا پاڼې خوړل دي. لاروای بچیانو ته یې وایر وارم (wireworms) نوم اخلي. استوانه اي شکل لري. په تخم، ریښو او د ځمکې لاندې د ساقې باندې برید کوي. لارو بچیان یې له ۲ تر ۶ کالو پورې د خاورې لاندې ژوند کوي. ځینې حشره وژونکي کیمیاوي توکي یې د لا...
Clearwing moth – د ورځې الوتونکی پتنګ

Clearwing moth – د ورځې الوتونکی پتنګ

ټولې لیکنې
د کورنۍ نوم یې سېسي ایدای (family Sesiidae) ده، په انګریزۍ کې ورته مچۍ پتنګ (Wasp Moth) نوم هم اخلي، تقریبا ۱۰۰۰ ډولونه لري، د ډلې نوم یې لېپیدوپتېرا (order Lepidoptera) ده. اوږدې پښې لري، د بدن رنګ یې تېز په کوم کې چې زېړ یا روښانه سور رنګ لیدل کیږي. ډېر یې مچیو ته ورته دي. لاروا بچیان یې کم رنګه زېړ رنګ لري او غارونه باسي، ډېر وخت د کرنې نبات هم ټپي کوي. لاروا بچیان یې په ساقه یا ریښه کې سوری کوي او په همدې غار له لارو پوپای ته بدلیږي. د دې کورنۍ تر ټولو زېات په هر ځای کې پیدا کېدونکی ډول سینانتېدون تیپولیفارمیس (Synanthedon tipuliformis) ده. اصلي ځای یې اروپا ده خو اوس مهال په اسیا، استرالیا، نیوزلنډ او شمالي امریکا کې هم شته دي. بل ډول یې په شمالي امریکا کې پیدا کیږي چې د سینانتېدون ایکزیسیوسا (Synanthedon exitiosa) په نامه یادیږي او په وړو بوټو، د میوې په ونو برید کوي. د پېنی سې...
Cicada – سیکادا ملخ

Cicada – سیکادا ملخ

ټولې لیکنې
د کورنۍ نوم یې سیکادیدای (family Cicadidae) ده. دا حشرې غږ کوي. د ډلې نوم یې هوموپتېرا (order Homoptera) ده. غشایي وزرونه (membranous wings) لري، درې ساده سترګې چې اوسېلي (ocelli) ورته وایي او ترکیب شوې سترګې (compound eyes) لري. د بدن کچه یې توپیر لري له ۲ تر پنځه سانتي متره پورې اوږده شته دي. نر یې چې کله غشایي ټېمبلس (membranes timbals) کوم چې خېټې سره دي ولړځوي یو ډول غږ تولیدوي. خپلې هګۍ د لرګي لرونکي بوټي په نسج کې کوي او کله چې په بچیانو بدلې شي له بوټي بچیان لاندې رالویږي. واړه بچیان یې په ځمکې کې کنده باسي تر څو د څو کلنو بوټو (perennial plants) له ریښو ځان تغذیه کړي. دا حشرې زېان رسونکی افت نه ګڼل کیږي خو که تعداد یې ډېر وي نو د هګیو اچولو پر وخت ځینې بوټو ته زېان اړولی شي. بشپړ وده په څو کاله کې کوي. تر اوسه یې ۱۵۰۰ ډولونه پېژندل شوي....
Chinch bug – چنچ بګ

Chinch bug – چنچ بګ

ټولې لیکنې
علمی نوم یې بلیسوس لیوکوپتېروس (Blissus leucopterus) ده. د غلې د دانې او د جوارو افت ده. د کورنۍ نوم یې لیګای ایدای (Lygaeidae) او د ډلې نوم یې هېتېروپتېرا (Heteroptera) ده. اصلي ځای یې د امریکا ګرمې سیمې دي. وړه حشره ده چې اوږدووالی یې له ۵ ملي متره زېات نشته ; غټ یې تور رنګ او سرې پښې لري. وزرونه یې سپین رنګ لري, په سین رنګ کې تور نښان لري. غټ یې په ژمي کې ویده کیږي (hibernate) او کله چې د ژمي له خوبه پاڅیږي نو له زېان رسوونکو وښو څخه غنمو ته کډوال کیږي. کله چې کډوال شي نو د پاڼې لاندې برخه کې یا د غلې د نبات په ساقه باندې هره ښځه له ۳۰۰ تر ۵۰۰ پورې استوانه اي زېړې هګۍ کوي. واړه بچیان (nymphs) یې له دوه هفتو ورسته له هګۍ راوځي او سم د لاسه د بوټي د شیرې (sap) په زبېښلو پېل کوي. بدن یې ژر وده کوي او تقریبا په څلوېښت ورځو کې پنځه ځله د بدن پوستکی بدلوي (molt). کله چې غنم وچ شي او یا لو ګډ ...
Chewing louse – شخوند وهونکې سپږې

Chewing louse – شخوند وهونکې سپږې

ټولې لیکنې
د امبلیسېرا او اېسکنوسېرا (suborder Amblycera and Ischnocera) فرعي ډلې دي. په انګریزۍ کې ورته خوله لږونکې (biting louse) سپږې هم وایي. تقریبا ۲۹۰۰ ډولونه لري چې بې وزره، وړې حشرې دي. د ډلې نوم یې فتیراپتېرا (order Phthiraptera) ده. خوله یې د شخوند وهلو برخې لري او په ټوله نړۍ کې موجودې دي. ډبل بدن لري او مخکنۍ لنډې پښې لري کومې چې خولې ته د خوړو د انتقال لپاره کاروي. د بدن د اوږدوالي کچه یې له ۱ تر ۵ ملي متره پورې ده. رنګ یې له سپین تر تور پورې هر رنګ کې شته. د ژوند دورې یې د میزبان په بڼکو یا وېښتو کې تېریږي او یو ډول یې د غوټه وهونکې قازې د مری په کیسه کې پټیږي. شخوند وهونکې سپږې معمولا په مرغانو برید کوي او په ځینو تی لرونکو کې هم شته خو د انسان لپاره پرازیت ندي. کومې شخوند وهونکې سپږې چې په تی لرونکو کې پرازیت دي د پوستکي له ترشح، وچې شوې وینې، له وېښتو او د پوستکي له خیري ځان تغ...
Checkered beetle – رنګینه ګونګټه

Checkered beetle – رنګینه ګونګټه

ټولې لیکنې
د کېریدای کورنۍ (family Cleridae) غړي دي. د ډلې نوم یې کولیوپتېرا (order Coleoptera) ده. تقریبا ۳۰۰۰ ډولونه لري. په ټوله نړۍ کې پیدا کیږي. نوم یې له نښانونو او رنګونو اخیستل شوی. په ځانګړې توګه په ګرمو سیمو کې پرېمانه پیدا کیږي. د بدن د اوږدوالي کچه یې له ۳ تر ۲۴ ملي متره پورې ده. اوږدې ډبلې پښې لري او د پښو له وجې د مېږي په څېر ښکاري. غټې ګونګټې یې ډېر وخت د کلانو له پاسه پیدا کیږي او ګل له پاسه هغو حشرو ته منتظرې وي چې له دې حشرې وړې وي تر څو یې ښکار کړي. ځینې یې د شاتو د مچیو په ځاله کې ژوند کوي؛ د شاتو د مچیو په ځاله کې ځینې له ګلانو راټوله شوې ګرده خوري او ځینې ډولونه شات خوري. ځینې ډولونه یې نورې هغه ګونګټې خوري چې ونې په ساقه کې سوری باسي....
Chafer – پاڼې او ریښې خوړونکې ګونګټې

Chafer – پاڼې او ریښې خوړونکې ګونګټې

ټولې لیکنې
فرعي کورنۍ یې مېلولونتینای (subfamily Melolonthinae) ده او په انګریزۍ کې ورته (June Beetle, May-June Beetle, or June Bug) نومونه هم اخلي. د سکارابایدای (family Scarabaeidae) کورنۍ غړي دي. د ډلې نوم یې کولیوپتېرا (insect order Coleoptera) ده. غټې یې پاڼې خوري او واړه لاروا بچیان چې د ګرب (grub) نوم ورته اخلي د بوټو ریښې خوري. ښځه یې هګۍ په خاوره کې اچوي او لاروا بچیان یې چې کله پیدا شي تر دوه یا درې کلونو پورې د خاورې لاندې ژوند کوي خو په هر ډول کې دا موده توپیر لري. پوپای دوره یې په مني کې وي خو که غټ هم شي تر پسرلي پورې د ځمکې لاندې وي. تر ټولو زېات مضر یې هغه ډول ده چې د انګور تاک او ګلاب پاڼې او ریښې خوري. که چېرې یې کورني مرغان لاروا بچیان وخوري ممکن زهر جن وي او مرغان له منه ویسي.  ...

Caterpillar – کاتېرپیلار – د پتنګ او شاپېرک لاروا بچیان

ټولې لیکنې
په لېپیدوپتېرا ډله (Lepidoptera) کې د شاپېرک او پتنګ لاروا بچیانو ته کاتېرپیلار وایي. ډېر کاتېرپیلار استوانه اي بدن لري چې مختلفې برخې پکې موجودې وي: د سینې لاندې درې جوړه پښې لري، څو جوړه لنډې پښې د خیټې لاندې لري، سر یې شپږ وړې سترګې په دواړو خواو کې لري چې د ستېماتا (stemmata) په نامه یادیږي کومې چې د رڼا د لټون لپاره کاروي خو د توکو انځور ته جوړښت نشي ورکولای. واړه انتنونه یا ښکرونه لري، او ځواکمنې ژامې لري. په دې ډله کې ډېرو کاتېرپیلار ته د چونجي نوم اخیستل کیږي لکه پوځي چونجی (armyworm)، ورېښمین چونجی (silkworm)، کچه کوونکی چونجی (measuring worm). کاتېرپیلار د ډېرو خوړو خوړلو له امله نامتو دي. معمولا د مختلفو ونو پاڼې خوري خو ځینې ډولونه یې حشرې یا واړه حیوانات خوري. کوم چې پاڼې خوري کولای شي د ښکلا ونوته، د سختو لرګیو ونو ته، د میوې ونو او نورو بوټو ته سخت زېان واړوي. ...
Comb-clawed beetle – ګمنځ ته ورته منګولې لرونکې ګونګټې

Comb-clawed beetle – ګمنځ ته ورته منګولې لرونکې ګونګټې

ټولې لیکنې
د الېکولینای فرعي کورنۍ (subfamily Alleculinae) سره تړاو لري د کولیوپتېرا (order Coleoptera) ډلې کې مختلفې ګونګټې دي کومې چې ګمنځ ته ورته منګولې یا پنجې لري. هګۍ ته ورته بدن لري او د بدن رنګ یې نصواري یا تور وي. غټ یې په ګلانو او پاڼو کې پیدا کیږي او واړه یې په لرګیو او انسانانو کې ځان پټوي. د بدن د اوږدوالي کچه یې له ۴ تر ۱۲ ملي متره پورې رسېدای شي.    
Anna Botsford Comstock – انا بوټسفورډ کم سټاک

Anna Botsford Comstock – انا بوټسفورډ کم سټاک

ټولې لیکنې
د سپتمبر په ۱ نېټه، کال ۱۸۵۴، نیویارک کې زېږېدلې او د اګسټ په ۲۴ نېټه، کال ۱۹۳۰کې، د نیویارک په ایتاکا کې مړه شوې. د امریکا انځورګره، لیکواله او روزونکې وه چې د طبعیي ښکلا په اړه چارې یې تاریخ یادې ساتلي. په کال ۱۸۷۴ کې د نیویارک د ایتاکا په سیمه کې د کرنل پوهنتون (Cornell University) کې یې په زده کړو پېل وکړ خو دوه کاله وروسته یې پوهنتون پرېښود. په کال ۱۸۷۸ کې یې له جان هېنري کم سټاک (John Henry Comstoc) سره واده وکړ. جان سټاک یو ځوان اېنتومولوجیسټ (entomologist) د حشرو پېژندونکی یا د حشرو تعقیب کوونکی وو او له دې سره انا هم د حشرو له تعقیب سره مینه پیدا کړه. له واده وروسته د خپل مېړه معاونه شوه او د خپل مېړه د درسونو، د لیکنو او حشرو انځورګري یې پېل کړه. تر ډېره پورې یې له خپل مېړه سره بې تنخوا کار کوه خو کله یې چې مېړه د ۱۸۷۹–۸۱ کلونو تر منځ د متحده ایالتونو د زراعت په څانګه...
John Henry Comstock – جان هېنري کم سټاک

John Henry Comstock – جان هېنري کم سټاک

ټولې لیکنې
د فېبرورۍ مېاشتې په ۲۴ نېټه، کال ۱۸۴۹، د متحده ایالتونو په جېنز ویل کې زېږېدلی او د مارچ په ۲۰ نېټه، کال ۱۹۳۱، د نیویارک په اېتاکا کې مړ شوی. په ایتومو لوجۍ (entomology) یا حشرو پېژندنه کې د امریکا وتلی روزونکی او څېړونکی وو. د شاپېرک، پتنګانو او پوښ یا قاب لرونکو حشرو (scale insect) په اړه د هغه مطالعو او څېړونو دې ته لار هواره کړه چې دا حشرې په سیستماتیک ډول طبقه بندي شي. لمړی یې د کورنېل پوهنتون (Cornell University) کې زده کړې وکړې، له دې وروسته یل پوهنتون (Yale University) ته ولاړ او بلاخره له ۱۸۸۸ تر ۸۹ یو کال د لیپ زیګ پوهنتون (University of Leipzig) کې زده کړو ته ادامه ورکړه. د ۱۸۷۹–۸۱ کلونو تر منځ یې د امریکا د زراعت په څانګه (U.S. Department of Agriculture) دنده لرله. په خپلې څانګې کې یې ساینسي ادبیاتو ته خورا زېات کار کړی. په کال ۱۸۸۸ کې یې (Introduction to Entomology...
Cone-headed grasshopper – مخروطي سری ملخ

Cone-headed grasshopper – مخروطي سری ملخ

ټولې لیکنې
د کورنۍ نوم یې تېتي ګونیدای (family Tettigoniidae) ده او د فرعي کورنۍ کوپيفورینای (subfamily Copiphorinae) ټولې حشرې دي. د ډلې نوم یې اورتوپتېرا (order Orthoptera) ده. دا شین رنګه یا نصواري رنګه ملخان مخروطي سر لري، اوږده انتنونه لري. د بدن د اوږدوالي کچه یې تر څلور سانتي متره پورې رسیږي. ژامې یې ډېرې کلکې دي او که چېرې لمس شي ممکن خپلې کلکې ژامې د خولې لګولو لپاره وکاروي. په زېان رسوونکو وښو یا لوړو شنو کې ژوند کوي. هر ډول یې جلا او ځانګړې سندره لري د یو ډول چې په دې ملخانو کې تر ټولو ستر بدن لري د نیوکونوسېفالوس انزیجې (Neoconocephalus ensiger) په نامه یادیږي سندره یې یو نوټ لري او بیا بیا ځلې یې وایي. د شمالي امریکا ډول یې د نیوکونوسېفالوس روبوستوس (Neoconocephalus robustus) په نامه یادیږي او د بز اواز کوي....
Copper butterfly – مس شاپېرک

Copper butterfly – مس شاپېرک

ټولې لیکنې
د کورنۍ نوم یې لیکای نیدای (Lycaenidae) او د فرعي کورنۍ لیکای نینای (subfamily Lycaeninae) سره تړاو لري. نازک وزرونه لري. رنګونه یې له سور نارنجي تر نصواري پورې شته دي. مس ته ورته رنګ او رنګه خاپونه هم پکې لیدل کیږي. د امریکا ډول یې لیکانا فلیاس (Lycaena phleas) په شمالي امریکا کې تر ټول عام ډول ده. لاروای بچیان یې شوتله (clover)، په یو ډول سابو چې ډاک (dock) نومیږي او د اروپا په سورېل ډاک (sorrel) چې د اروپا سابه دي ځان تغذیه کوي. غټ یې ډېر نازک دي او د وزرونو د پراخوالي کچه یې له ۱۸ تر ۳۸ ملي متره پورې رسیږي. تېزه الوتنه کوي. د نر مخکنۍ پښې یې وړې یا نه وي خو د ښځینه یې بشپړ وده کوي....
Coreid bug – کوریید وړه حشره

Coreid bug – کوریید وړه حشره

ټولې لیکنې
د کورنۍ نوم یې کورییدای (family Coreidae) ده، په انګریزۍ کې ورته (leaf-footed bug or squash bug) نومونه هم اخلي، د بګ وړو حشرو ۲۰۰۰ ډولونه دي او د ډلې نوم یې هېتېروپتېرا (order Heteroptera) ده. ډېری یې د نبات لپاره افت ګڼل کیږي. د بدن د اوږدوالي کچه یې تر ۱۰ ملي متره زېاته وي. په مختلفو چاپېریالونو کې ژوند کوي او له یو بل سره یې د جوړښت شکل، رنګ او کچه توپیر لري. د ځینو خواړه یې یوازې بوټي دي، د ځینو خواړه یې نورې حشرې دي او ځینې په دواړو ځان تغذیه کوي.
Corn earworm – د هېلیو تیس زیا پتنګ لاروا بچیان

Corn earworm – د هېلیو تیس زیا پتنګ لاروا بچیان

ټولې لیکنې
دا چونجیان د هېلیو تیس زیا (Heliothis zea) پتنګ لاروا بچیان دي په انګرېزۍ کې ورته (cotton bollworm or tomato fruitworm) نومونه هم اخلي. په ځینې طبقه بندیو کې د هېلیو تیس ارمیجېرا (Heliothis armigera) په نامه یاد شوي. د کورنۍ نوم یې نوکتو ایدای (family Noctuidae) ده. د نرم بدن لرونکي، نصواري یا شین رنګه کاتېر پیلار (caterpillars) دي. په یو کال کې پنځه نسلونه تولیدوي او مخکې له دې چې له لاروا په پوپای بچي بدل شي د فصل لپاره زېان رسونکی افت ګڼل کیږي. لاروا نچیان یې جوار یا ماېز جوار چې زېړ جوار دي خوري، له دې پرته په پنبې او رومیانو هم برید کوي....
Curculio – کرکولیو

Curculio – کرکولیو

ټولې لیکنې
د څورب بدن ویول حشرې دي، د کورنۍ نوم یې کورکولیونیدای (Curculionidae) ده، د ډلې نوم یې کولیوپتېرا (Coleoptera) ده. تر ټولو زېاتې پېژندل شوې د خرما کورکولیو دي کومې چې په خرما، مڼې، شفتالو او نورو میوو باندې برید کوي. غټ کرکولیو د خزلو په امبارونو کې د ژمي په خوب ویده کیږي. په میوه کې سوری کوي او بیا په دې سوري کې خپلې هګۍ اچوي. کله چې په یو سوري کې هګۍ وکړي X نښان د سوري سره نږدې کوي. کله چې دا بچیان څو هفته له دې میوې د سوري داخل کې ځان تغذیه کړي نو بهر راوځي او پر ځمکه غورزیږي. په ځمکه له غورزېدو وروسته په یوه میاشت کې په پوپای بدلیږي. ټول کرکولیو په میوې برید نه کوي ځینې یې په وچه میوه او نورو بوټو کې ژوند کوي....