ټولې لیکنې

Annobón scops owl – د انو بون ټاپو سکوپس کونګ

Annobón scops owl – د انو بون ټاپو سکوپس کونګ

ټولې لیکنې
د ډول علمي یا ساینسي نوم یې (Otus feae) دی. اصلي ځای یې د استوایي ګیني انوبون ټاپو دی. د نسل ټول غړي یې له ۵۰ تر ۲۴۹ پورې پاتې دي. د ژوند لپاره د چاپېریال د ویجاړېدو له امله یې نسل په ورکېدو دی. په ۱۹۰۳ کې په لمړي ځل ټوماسو سلوادوري مطالعه کړي وو او په دې وخت کې یې شمېر پرېمانه یاد کړی وو. د افریقا د کونګ له نورو سکوپس ډولونو سره یې ځانګړنې ورته والی لري خو د نورو په پرتله یې د وزرو پراخوالی یا سور کم دی. ساینسي ډلبندي پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس مرغان ډله کونګ ډوله / کونګ شکله کورنۍ سټریجیډای نسل اوټس...
Anjouan scops owl – د انجون ټاپو سکوپس کونګ

Anjouan scops owl – د انجون ټاپو سکوپس کونګ

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Otus capnodes) دی. اصلي ځای یې د کومورو ټاپو ګانو په ټولګه کې د انجوان ټاپو دی. په لمړي ځل په ۱۸۸۶ کې پېژندل شوي، بیا ځلې په ۱۹۹۲ کې مطالعه شوي. نسل یې د ورکېدو له خطر سره مخ دی، ټول تر ۴۰۰ پورې غړي یې په سیمه کې پاتي. په سیمه کې د ځنګل وهنې یې نسل له ډېر خطر سره مخ کړی. د (Bristol Conservation) په نامه ادارې یې د پاتې شمېر په اړه د کره مالوماتو د راغونډولو هڅې پیل کړي. تشرېح خړ یا سور رنګه نسواري رنګ لري. د سکوپس کونګ د نورو ډولونو په پرتله یې د غوږونو چار چاپېره د بڼکو د ګردوالي اندازه وړه وي. کوم چې خړ رنګ کې دي په غاړه کې زېړ رنګه کړۍ لري د مخ رنګ یې تېز نسواري او د ګېډې لاندې برخه کې یې په رنګ کې نرۍ نسواري پراډې یا غیرې منظمې کرښې موجودې وي. اوږدوالی یې تر ۱۵ سانتي متره او د وزرو پراخوالی یا سور یې تر ۴۵ سانتي متره پورې رسیږي. غږ شپېلک ته ورته اوږد ...
Amatola toad – د زیږ پوستکي اماتولا چونګښې

Amatola toad – د زیږ پوستکي اماتولا چونګښې

ټولې لیکنې
د ډول ساینسي یا علمي نوم یې (Vandijkophrynus amatolicus) دی، په بیوفونیډای کورنۍ کې د زیږ پوستکي د چونګښو یو ډول دی. اصلي ځای یې د سوېلې افریقا د کېپ ولایت ختیځ دی. په وېنټر برګ او اماتول غرونو کې پیدا کیږي. له هاګزبک سره نږدې د غرونو زنځیر ته اماتولا نوم اخلي له کوم چې د همدې چونګښو نوم هم اخیستل شوی. تشرېح وړې چونګښې دي، د ښځې اوږدوالی یې تر ۳۸ ملي متره پورې رسیږي. د ملا رنګ یې منظم خیره خړ وي او یا زیتونو ته ورته نسواري رنګ وي، د شمزي په اوږدو کې یو کرښه لري. پارو ټویډ یا ملا او څټ کې یې مرغړي بشپړ وده کوي، په ملا باندې زخې لري. د ژوند لپاره چاپېریال د لوړو ځمکو په لندو وښیزو سیمو کې پیدا کیږي. د مثل تولید په موقتي ډنډونو یا په غارونو کې په جمع شوو اوبو کې کوي. د مثل د تولید لپاره لویه ډله خپله کې سره یو ځای کیږي. تر ۲۰۱۱ پورې ګمان کېده چې نسل یې له منځه تللی خو کله چې د...
Western culture – د لوېدیځ کلتور

Western culture – د لوېدیځ کلتور

ټولې لیکنې
د لوېدیځ کلتور ته په انګرېزۍ کې د لوېدیځ تمدن (Western civilization)، د لوېدیځ کلتور (Occidental culture) او د لوېدیځ ټولنه (Western society) نومونه هم اخلي. د لوېدیځ کلتور د لوېدیځې نړۍ د ټکنالوجي، ټولنیزو نورمونو، اخلاقي ارزښتونه، دودونو د باورونو سیستم او د سیاسي سیستم میراث دی. د لوېدیځ کلتور اصطلاح یوازې د اروپا کلتور ته نه کاریږي بلکې ټولو هغو هیوادونو او سیمو ته کاریږي چې اروپایان په لویه کچه ورکډوال شوي، مستعمرې یې ترې جوړې کړې وي او یا یې د نفوذ لاندې وي د بېلګې په توګه د امریکا په هیوادونو کې او د سوېل سمندر په ټاپوګانو یا اقیانوسیه کې د لوېدیځ کلتور موجود دی. د لوېدیځ کلتور له عیسویت، جرمني کلتور او د یونان او روم له کلتور جوړ شوی او نفوذ یې پکې کړی. کله چې د یونان کلتور د ختیځتې مدیترانې هلنسټي یا هلنسټیک نړۍ ته خپور شو نو د لوېدیځې اسیا او یونان کلتورونو ترکیب یې رامنځته کړ. ...
Giant crab – غټ کوني کبر

Giant crab – غټ کوني کبر

ټولې لیکنې
غټ کوني کبر ممکن لاندې یادو شو ته رجوع وکړي : د جاپان غڼه کوني کبر (Macrocheira kaempferi) په اوسمهال کې د ژوندي سمندري کوني کبر تر ټولو اوږدې پښې لرونکی دی د کوپرې کوني کبر (Birgus latro) تر ټولو غټ په وچه کې ژوند کوونکی بې شمزی ګڼل کیږي د تاسمانیا غټ کوني کبر (Pseudocarcinus gigas) غټ کوني کبر دی
Night vision – شپنی لید

Night vision – شپنی لید

ټولې لیکنې
په بیولوجیکي یا ټکنالوجیکي طریقه په کمه رڼا کې د لید وړتیا ده. شپنی لید د دوه طریقه د کافي کچې په ترکیب ممکن کیږي په دې کې د کافي الیکترو مقناطیسي طیف او نوري ځواک (spectral range and intensity range) ترکیب دی. د زیاتو ژو په پرتله انسان کمزوری شپنی لید لري لامل یې د انسان په سترګو کې د (tapetum lucidum) په نامه د نسجونو د طبقې نشتوالی دی. د شپې لخوا ګټور طیفي تخنیکونه کولی شي هغه وړانګې درک کړي کومې چې د انسان سترګې نشي لیدلی. د انسان سترګې د الیکټرو مقناطیسي طیف کمې برخې ته محدودې دي کومې برخې ته چې ښکارېدونکې رڼا نوم اخلي. که چېرې طیفي حد یې لوړ شي نو له نښکارېدونکې الیکټرو مقناطیسي وړانګو هم د لید لپاره ګټه پورته کولای شي لکه د انفرارېډ وړانګې یا د ماوراء بنفش وړانګې. په ځینو ژو کې د سترګې غټ توپ، غټ لینز، غټ (optical aperture) او د کون په پرتله زیات راډونه د شپې د لید ښه وړتیا ورکوي....
Sand flea – د شګو ګونګټه

Sand flea – د شګو ګونګټه

ټولې لیکنې
د شګو ګونګټه ممکن لاندې یادو شوو ته رجوع وکړي : د حشرو یا انسکټا کلاس ارتروپوډ ته : د شګو میاشی (Sandfly)، شیګو ګونګټه (Chigoe flea) د کلک پوستو یا کروستاسیا مالاکوسټراکا کلاس ته : د شګو ګونګټه (Sand flea)، د شګو چنګاښ (Mole crab) په پاناما کې د متحده ایالتونو د شګې د ګونګټې په نوم پوځي عملیات (Sand Flea, US operations in Panama)
Terrestrial crab – د ځمکې چنګاښ

Terrestrial crab – د ځمکې چنګاښ

ټولې لیکنې
د چنګاښونو مختلفو پلرونو تکامل کړی تر څو په ځمکه د ژوند کولو وړتیا پیدا کړي. بېلګې یې په (Gecarcinidae and Gecarcinucidae) کورنیو کې مختلف نسلونه دي. د ځینې نورو کورنیو ځانګړي نسلونه هم د ځمکې چنګاښ ګڼل کیږي لکه د (Sesarma) نسل. خو ډېری خلک د "ځمکې چنګاښونه" کلیمه یوازې د (Gecarcinidae) کورنۍ غړو ته کاروي. په ځمکه ژوند او کډوالي په اوبو کې د ژوند کوونکي، په اوبو کې د نیمه ژوند کوونکي او په ځمکه د ژوند کوونکي تر منځ روښانه توپیر نه دی په ګوته شوی یوازې د ریښتینو چنګاښونو ترمنځ په ځمکه ژوند اختیار کول ښودل کیږي. له دې سره سره بیا هم ډېری په ځمکه ژوند کوونکي چنګاښونه باید د هګیو اچولو لپاره بېرته سمندر ته ولاړ شي. د ځمکې ځینې چنګاښونه له سمندر په څو کیلومتره واټن کې ژوند کوي خو له دې واټن سره سره باید سمندر ته په کلنۍ موده کې کډوال شي. د بېلګې په توګه د کرسټماس ټاپو سور چنګاښ د ډول عل...
Gecarcinidae – ګېکار سېنېډای

Gecarcinidae – ګېکار سېنېډای

ټولې لیکنې
ګېکار سېنېډای د ریښتیني چنګاښ کورنۍ ده کوم چې ځمکه کې له ژوند کولو سره بلدتیا لري. غړو ته یې د ځمکې چنګاښونه (land crabs) نوم اخلي. لکه د نورو چنګاښونو په څېر د ځمکې چنګاښونه هم مختلف برانشونه لري. له دې پرته برانشونه یې په کاسې، کلک قاب یا کاراپاس پوښل شوي وي او د وینې په رګونو مجهز وي. برانشونه یې لکه د شمزي لرونکو د سږو په څېر له هوا څخه اکسیجن فلټر کوي. بشپړ بلوغ ته رسېدلي چنګاښونه یې په ځمکه ژوند کوي خو ځانګړو مودو کې سمندر ته هم کوزیږي. د ځمکې چنګاښونه د هر څه خوړونکي (omnivores) دي او کله نا کله کرنې ته د پام وړ زیان اړوي. د ډېرو چنګاښونو یو پښه تر نورو پښو غټه وي. مستطیل ته ورته بدن لري. د امریکا په تودو سیمو او لوېدیځې افریقا کې ژوند کوي. ځینې ډولونه یې ځمکه کې تر ۸ کیلو متره پورې ننوځي. وزن یې تر ۰.۵ کیلوګرامه او اوږدوالی یې تر ۱۱ سانتي متره پورې رسیږي. ساینسي ډلب...
“Cochranella” ramirezi

“Cochranella” ramirezi

ټولې لیکنې
په (Centrolenidae) کورنۍ کې د چونګښې یو ډول دی. اصلي ځای یې کولمبیا دی. د استوایي او نیمه استوایي د ټیټو ځمکو په لندو ځنګلونو او سیندونو کې ژوند کوي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله انورا کورنۍ Centrolenidae نسل Cochranella
Urrao Cochran frog

Urrao Cochran frog

ټولې لیکنې
د چونګښې یو ډول دی. د ډول علمي نوم یې (Cochranella megistra) دی. په (Centrolenidae) کورنۍ کې ډلبندي شوې. اصلي ځای یې کولمبیا دی. د استوایي او نیمه استوایي سیمو په غرنیو ځنګلونو او سیندونو غاړې کې ژوند کوي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله انورا کورنۍ Centrolenidae نسل Cochranella
“Colostethus” poecilonotus

“Colostethus” poecilonotus

ټولې لیکنې
د چونګښې یو ډول دی. اصلي ځای یې پېرو دی. له امازوناس سیمې چې کوم ډولونه را ټول شوي یو پکې همدا ډول وو د کوم له مخې چې تشرېح شوي او نوم پرې ایښودل شوی. د ډلبندي لپاره یې عمومي ځای نا مالوم دی د اوسمهال لپاره یې د نسل نوم (Colostethus) او په (Dendrobatidae) کورنۍ کې ځای کړل شوي. د ټیټو ځمکو، د استوایي ځنګلونو په لندو سیمو کې ژوند کوي. نسل یې له خطر سره مخ دی او لامل د خلکو لخوا د کرنې لپاره د ځنګلونو ویجاړونه ده. د سیمې ځنګلونه د کافي د کرنې او ښارونو جوړونې له امله ویجاړ شوي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله انورا لمړۍ کورنۍ Dendrobatoidea کورنۍ Dendrobatidae نسل Colostethus د ډول علمي نوم "C." poecilonotus...
Charles Kelly – چارلز کېلي

Charles Kelly – چارلز کېلي

ټولې لیکنې
چارلز کېلي ممکن لاندې یادو شوو ته رجوع وکړي : Charles Kelly چارلز کېلي د امریکا د فوټبال روزونکی دی. (Chip Kelly (Charles Edward Kelly چارلز اېډوارډ کېلي (چېب کېلي) په ۱۹۶۳ کې زېږېدلی، د امریکا د فوټبال روزونکی دی. Charles Kelly چارلز کېلي ۱۸۹۴–۱۹۶۹ فوټبالر تېر شوی. په فوټبال لیګ کې یې د (League for Tranmere Rovers and Stoke) لپاره لوبې کړي Charles Kelly چارلز کېلي ۱۸۸۹–۱۹۷۱ په امریکا کې تاریخ پوه د کاپیټول ریف ملي پارک ناظر تېر شوی. Charles A. Kelly چارلز اې کېلي په امریکا کې لوی قاتل وو، په ۱۹۶۲ کې مړ شوی، وروستی کس وو چې د لوا په نوم ځایي هندیانو مړ کړی. Charles E. Kelly چارلز اي کېلي ۱۹۰۲–۱۹۸۱ د (Dublin Opinion) مجلې بنسټګر او کارټونیسټ وو. Charles E. Kelly چارلز اي کېلي ۱۹۲۰–۱۹۸۵ د متحده ایالتونو پوځي او د (United States Medal of Honor) مډال ترلاسه کوونکی وو. Charles H....
Communist Revolution Committee for the Formation of the Marxist–Leninist Party

Communist Revolution Committee for the Formation of the Marxist–Leninist Party

ټولې لیکنې
پښتو کې یې مانا "د مارکسیست لیننیست ګوند جوړونې لپاره د کمونیستي انقلاب کمېټه" ده. په پرتګالي ژبه (Comité "Revolução Comunista" pela formação do Partido Marxista-Leninista) لیکل کیږي. په پرتګال کې د چپ اړخو ډله وه. له رسمي پالیسي سره د مخالفت کوونکو کمونستانو له مختلفو ډلو یوه ګڼل کیږي. له ۱۹۷۵ تر ۱۹۷۶ پورې یې فعالیت ته دوام ورکړ. د (Carnation Revolution) انقلاب پر مهال پرتګال کې راڅرګند شوي وو.
Panhole – په ډبره کې ژوره یا تالاب

Panhole – په ډبره کې ژوره یا تالاب

ټولې لیکنې
په ډبرې کې سوري، ژورې یا تالاب ته وایي. په استرالیا کې ورته (gnamma or rock holes) نومونه اخلي. په انګریزۍ کې ورته (armchair hollows, weathering pans, solution pans or pits) نومونه هم کاریږي. ځینې خلک یې املا (potholes) لیکي کوم چې ورته شکل دی خو د سیند له غاړې سره او یا د سیند په تخت کې ډبرو ته کاریږي کوم چې ګرده خوله لري، له سور څخه یې ژوروالی زیات وي. په سیند کې دا ډول جوړښت د ډبرو د تاوېدو له امله رامنځته کیږي. تشرېح ویجاوړونکی جوړښت ګڼل کیږي، په مختلف ډوله اقلیمي چاپېریال کې، په مختلف ډوله ډبرو کې وده کوي. د ګرانیت او د شګو ډبرو په سطحې کې ډېری وخت کم ژور تالاب یا کنده رامنځته شوې وي، ځانګړنه یې بهر ته وتلې څنډې او هوار تل وي. بنسټیز جوړښت یې ممکن، بند خو داخل کې خالي، د ګیا لرونکې خاورې (humus) رامنځته کړی جوړښت وي. قطر یې ۶ فټه یا تر ۱.۸ متره پورې وي. د ځینو ګردوالی دومره م...
Aló Presidente – سلام ښاغلیه ولسمشره

Aló Presidente – سلام ښاغلیه ولسمشره

ټولې لیکنې
په انګریزۍ کې یې مانا (Hello, Mr. President) ده. د خبرو اوږد پروګرام وو. میزبان یې د وینزوېلا پخوانی ولسمشر ( Hugo Chávez) وو. د وېنزوېلا په راډیو چینلونو کې، دولتي تلویزیون او وېنې زولانا دو تلویزیون کې د یکشنبې په ورځ له سهار یولس بجو تر دولس نیمو بجو خپرېده. په ۲۰۰۹ کې یوې سروې دا وموندله چې تقریبا ۶۱ % د وینزوېلا خلکو دا پروګرام د تلویزیون له لارې کته او یا یې د راډیو له لارې په دوامداره توګه اورېده. د بولیوریا د انقلاب د ملاتړ لپاره په وزېنزوېلا او بهر کې ځواکمنه وسیله ګڼل کېده همداسې یې د چاوېستا د سوسیالیستي ایډیالوجي ته هم وده ورکوله. پخوانۍ ولسمشر اونۍ کې څو ځله په تلویزیون را څرګندېده خو دا پروګرام یوه ځانګړې موقع وه تر څو د رخصتي په ورځ تر ډېرو کورنیو پورې خپله وینا ورسوي. کله به چې له هیواده بهر هم وو پروګرام یې خپرېده لکه ګوتمالا، کیوبا، ارجنټینا، د دومینیکان جمهوریت او برازی...
Digital dystopia – د ډیجیټلي شوې ټکنالوجي له امله ټولنیزه ګډوډي

Digital dystopia – د ډیجیټلي شوې ټکنالوجي له امله ټولنیزه ګډوډي

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې ورته د (cyber dystopia or algorithmic dystopia) اصطلاح ګانې هم کاریږي. هغې بدیلې راتلونکې یا اوسمهال ته رجوع کوي په کومه کې چې د ډیجیټلي شوې ټکنالوجي یا الګورېتم له امله لویه ټولنیزه ګډوډي رامنځته شوي وي. د ټکنالوجي هغې برخې ته رجوع کوي کومه چې په ټولنیز، اقتصادي او سیاسي جوړښتونو اغیز لري. په عامه کلتور کې د ډیجیټلي شوې ټکنالوجي له امله ګډوډي په ټکنالوجي کې د نوښت له امله د ټولنیز کنټرول له لاسه وتل او محرمیت تر نورو رسېدلو ته وایي. مخینه په ۱۹۹۸ کې د څو چینلونو لرونکو تلویزیونونو په ټولنه د منفي اغیز لپاره کارېده. په ۲۰۰۴ کې د انټرنیټي جرم، د جنسي اړیکو له لارې پیسې ګټل او سایبیري انارچي لپاره کارېدلې اصطلاح ده. په ۲۰۰۷ کې ټکنالوجي له نږدې ملګرو لرې کوونکې وګڼل شوه....
The Congarees – کانګریز

The Congarees – کانګریز

ټولې لیکنې
د متحده ایالتونو د کارولینا ایالت د سوېل د لېګزېنګټون په کایس سیمه کې تاریخي لرغونی ځای دی. په ۱۶۹۱ کې جوړ شوی او د سرحدي پوستې په توګه کارېده. د جوړېدو پرمهال یې سیمه په ښار بدلېدونکې وه، د کټوبا او چېروکي ملتونو ترمنځ د څلور لارې په توګه کارېده. په ۱۷۱۸ کې له همدې سیمې پوځي کلا جوړه شوه. د ۱۹۷۴ کال د دسمبر په ۳۱ نېټه د ملي تاریخي سیمو په نوملړ کې اضافه شوه.
Conny Varela – کوني وېرېلا

Conny Varela – کوني وېرېلا

ټولې لیکنې
بشپړ نوم یې (José Manuel "Conny" Varela Fernández) دی. د ۱۹۵۴کال، د فېبروري په ۱۳ نېټه په پورټو ریکو کې زېږېدلی. د خلکو د دیموکراتیک ګوند (Popular Democratic Party PPD) غړی دی. له څخه ۱۹۹۷ د پورټو ریکو د استازو په جرګه کې استازی وو او د ۳۲ ولسوالۍ استازیتوب یې کوه. مخکې ژوند او زده کړې د پورټو ریکو په (Cayey) سیمه کې زېږېدلی. د کاګواس ښار په (Notre Dame College) کالج کې یې زدکړې کړي، له (Miguel Meléndez Muñoz High School) لیسې فارغ شوی، په همدې لیسه کې یې د لیډر شېپ یا مشري مډال هم ترلاسه کړی. له لیسې وروسته د پورټو ریکو پوهنتون کې، په سیاسي ساینس کې لیسانس اخیستی. له ماستری وروسته یې په ۱۹۷۷ کې یې له (University of Puerto Rico School of Law) پوهنتون څخه خپله دوکتورا ترلاسه کړه. د زدکړو په لمړي کال کې د خپل صنف ریس وو، د زدکړو وروستیو کلونو کې یې په ( Puerto Rico Department of Just...