ټولې لیکنې

Exclaim!

Exclaim!

ټولې لیکنې
د کاناډا میوزیک او تفریح خپرونکې مجله ده. د نوي میوزیک ټول ډولونه رانغاړي، ډېر تمرکز یې تازه را څرګندېدونکو او کاناډایي هنرمندانو ته دی. هره میاشت خپریږي، تر ۱۰۳۰۰۰ پورې نسخې خپروي. نسخې یې په ۲۶۰۰ سیمو کې خپریږي. په منځنۍ کچه تر ۳۶۱۲۰۰ پورې میاشتیني لوستونکي لري. ویبپاڼه یې هره میاشت د ۶۷۵۰۰۰ پورې کسانو لخوا کتل کیږي. د ویبپاڼې لینک : exclaim.ca مخینه د (exclaim) مانا ناڅاپه د حیرانتیا، درد له امله چغې ته وایي. په ۱۹۹۱ کال کې په (Ryerson's CKLN-FM) کې د خبرو اترو په توګه پیل شو. موخه یې د کاناډا د میوزیک په اړه بحث کول وو تر څو خلک ورسره اشنا کړي او نا پېژندل شوی پاتې نشي. په ۱۹۹۲ کال کې یې لمړۍ خپرونه پیل کړه او له دې وروسته یې هره میاشت خپرونه چمتو کوله....
They’re Coming to Take Me Away, Ha-Haaa! – هغوي را روان دي تر څو ما یوسي، ها ها ا ا

They’re Coming to Take Me Away, Ha-Haaa! – هغوي را روان دي تر څو ما یوسي، ها ها ا ا

ټولې لیکنې
د ۱۹۶۶ کال (novelty) سندره ده. په انګرېزۍ کې سندره کې داستان ته (novelty) وایي. د سندرې لیکونکی او سندر غاړی جیري سموېل دی. خپرونکی یې وارنر بروس ریکارډز دی. په متحده ایالتونو په سلو ښو سندرو کې درېمه ښه او ډېره اورېدل کېدونکې سندره شوه، همداسې په کاناډا کې دوېمه ښه سندره وګڼل شوه او له خپرېدو وروسته په انګلستان کې ۴ سندره شوه. د سندرې په شعر کې د یوه سړي څوک چې له خپلې معشوقې جلا شوی زهني کړاو او زجر تشرېح شوی. له جلا کېدو وروسته لیونی کیږي او د زهني روغتیا درملنې لپاره په روغتون کې بستر کیږي. د سندرې پای کې د سړي لیونتوب لامل خپل ورک کړی سپی وي نه له لاسه ورکړې معشوقه. سندره کومیډي ده او کومیډي یې سندره کې د کیسې په شکل بیان کړې....
¡Viva Nueva! – ¡ ویوا نیو اېوا !

¡Viva Nueva! – ¡ ویوا نیو اېوا !

ټولې لیکنې
د روسټیک اور ټونزمیوزیک ډلې (Rustic Overtones) څلورم البوم دی. په ۲۰۰۱ کال کې د جون په ۵ نېټه خپور شوی. ټولې شپاړس سندرې پکې دي. ټامي بای ریکارډز د البوم خپرونکی دی. مخکې د روسټیک اور ټونز میوزیک ډلې البومونه اریسټا ریکارډ خپرول او تر یو میلیون ډالرو پورې تولید یې ورسره پر مخ وړی وو خو وروسته یې ستونزه ورسره پیدا کړه او خپل څلورم البوم یې د خپرولو لپاره ټامي بای ریکارډز ته ورکړ. د میوزیک ډول جاز، راک، سول، فنک او سکا دی. پروډیوسران یې ټوني ویسکونټي، ډیویډ لیونارډ او روسټیک اور ټونز دي. د سندرو نوملړ "C'mon" "Gas on Skin" "Love Underground" "Hardest Way Possible" "Crash Landing" "Smoke" "Baby Blue" "Revolution AM" "Sector Z" "Combustible" "Valentine's Day Massacre" "Hit Man" "Check" "Boys and Girls" "Beekeeper" "Man Without a Mouth"...
2K1

2K1

ټولې لیکنې
ممکن لاندې یادو شوو ته رجوع وکړي : ۲۰۰۱ کال 2K1 Mars د شوروي اتحاد توغندیز سیستم نوم دی NBA 2K1 ویډیو ګیم NFL 2K1 ویډیو ګیم World Series Baseball 2K1 بېس بال ویډیو ګیم
Xar – ګرافیک

Xar – ګرافیک

ټولې لیکنې
اېکسار فایل فارمټ د نړیوالې زارا سافټوریر کمپنۍ (Xara) او د انځورونو د اېډیټ لپاره د زارا فوټو اېنډ ګرافیک ډېزاینر پروګرام ( Xara Photo & Graphic Designer) ویکټور ګرافیک فایل فارمټ دی.
A Night in Malnéant – په مال نیانت کې یوه شپه

A Night in Malnéant – په مال نیانت کې یوه شپه

ټولې لیکنې
د ویرې لنډه کیسه ده. لیکوال یې کلارک اشټون سمېت دی. په کال ۱۹۳۳ کې خپره شوې. په دوېم ځل په ۱۹۳۹ کې خپره شوې.   د کیسې لنډیز د یو کس د ظالمانه چلند له امله یې ښځه خودکشي کوي. پای کې سړی سرګردانه ګرځي او کله چې مال نېانت ښار ته را ورسیږي هلته یې خلک د ښځې په جنازه بوخت وي او دا کس پکې له ګډون کولو منع کوي.
Salt and Pepper – مالګه او مرچ – فلم

Salt and Pepper – مالګه او مرچ – فلم

ټولې لیکنې
د ۱۹۶۸ کال، د انګلستان کومیډي فلم دی. ډایریکټر یې ریچارډ ډونر دی. د لندن په شېپېرټون سټوډیو او د اېلوېتم هال په نامه هوټل کې جوړ شوی. د همدې فلم دوېمه برخه په امریکا کې د (One More Time) په نامه، په کال ۱۹۷۰ کې جوړه شوه د کومې چې ډاریکټر جیري لیویس دی. د خپرېدو کال ۱۹۶۸ د جون ۲۱ نېټه. ټول ۱۰۲ دقیقې دی. په فلم کې کرېس مرچکی (لافورډ) او چارلي مالګه (ډاویس) په لندن کې نایټ کلب لري، یوه شپه له یوې اسیايي انجلۍ سره مخ کیږي او فکر کوي چې انجلۍ نشه ده خو انجلۍ د مړه کېدو حال کې وي. په همدې فلم کتاب هم لیکل شوی کوم چې د فلم نامتو کېدو ته لار هواره کړه او بازار کې یې بې کچې زیاتې کاپیانې وپلورل شوې.   ستوري یې سمي ډاویس جې ار، پېټر لافورډ، مایکل بېټس، اېلونا راجرز، جان لو مسوریر دي. د فلم ډایریکټر ریچارډ ډونر، لیکوال مایکل پېرټوي، پروډیوسر مېلټون اېبېنس، سینماټوګراف کېن هېګېن، اېډېټر جک ...
Al-Kuliya Al-Askariya – فریق الکلیه العسکریه

Al-Kuliya Al-Askariya – فریق الکلیه العسکریه

ټولې لیکنې
د عراق د فوټبال ټیم دی. تر ۱۹۵۸ کال پورې یې نوم الکلیه العسکریه المالیکیه وو. په ۱۹۳۷ کې، په بغداد کې تاسیس شوی. د عراق تر ټولو په لمړي ملي کپ کې یې دوېم ځای خپل کړی وو، د ۱۹۴۸–۴۹ ترمنځ د عراق په اېف اې کپ کې یې شریکات النفت البصره ټیم ته لوبه وبایلله، د عراق د مرکزي اېف اې لیګ لمړنی ګټونکی ټیم دی - (مرکزي اېف اې لیګ د بغداد او چار چاپېره سیمو سیمه ایز لیګ دی). په ۱۹۷۴ کې د عراق د فوټبال له اتحادیې بهر شول، تر ۱۹۹۱ کال پورې یې یوازې د پوځ د فوټبال له ټیمونو سره لوبو ته ادامه ورکړه....
Abu Mosa – ابو موسی – د داعش ډلې د مطبوعاتو مسول

Abu Mosa – ابو موسی – د داعش ډلې د مطبوعاتو مسول

ټولې لیکنې
په سوریه کې د داعش ډلې د مطبوعاتو مسول وو. په یوه مستند کې کوم چې وایس نیوز (Vice News) جوړ کړی او خبریال یې میدیان دیره دی، په دې مستند کې یې متحده ایالتونو ته ګواښ کړی وو او ورته یې ویلي وو چې په سپینه ماڼۍ کې به د الله تعالی بیرغ پورته کړو. په همدې مستند کې یې د ترکې استنابول هم ګواښلی. د ۲۰۱۴ کال د اګسټ په ۲۲ نېټه یې، د سوریې د رقې ښار په الطبقه هواي ډګر برید کې ونډه واخیسته او پایلې کې د سوریې د پوځ په هوایي برید کې ووژل شو.
Alecu Russo State University of Bălți

Alecu Russo State University of Bălți

ټولې لیکنې
په روماني ژبه کې یې نوم (Universitatea de Stat „Alecu Russo” din Bălți USARB) لیکل کیږي. د مولدوا په بالتي کې پوهنتون دی. نوم یې د ۱۹ پېړۍ د رومانیا توکم پوه او روڼ اندي (Alecu Russo) له نوم اخیستل شوی. د ۱۹۴۵–۱۹۵۳ کلونو ترمنځ پخوانی نوم یې (Teachers Institute of Bălți) دی او د ۱۹۵۳–۱۹۵۹ کلونو ترمنځ پخوانی نوم یې (Pedagogical Institute of Bălți) دی. په کال ۱۹۴۵ کال کې یې بنسټ ایښودل شوی. علمي کدرونه ۳۵۸ او د محصلینو شمېر یې تر ۵۷۹۵ پورې وي. لاندې یې د ویبپاڼې لینک دی : http://www.usarb.md/en/ مخینه په ۱۹۳۰ لسیزه کې یاد تعمیر مالي اداره وه، دوه لیسې پکې وې. د تعمیر ځانګړنې د ۲۰ پېړۍ مهندسي ده. په ۱۹۴۵ کې ترې پوهنتون جوړ شو. د تعمیر ځینې برخې یې اوس جوړې شوي او پخوانۍ برخې یې بیا ځلې ترمیم شوي. د لیسانس او ماستري په کچې پکې د انګریزي، فرانسوي، جرمني، روماني، روسي،...
Abe Martin – اېب مارټېن

Abe Martin – اېب مارټېن

ټولې لیکنې
ممکن لاندې یادو شوو ته رجوع وکړي : Abraham Martin په ۱۸۰۵ کې ابراهم مارټېن، د ایرلنډ په سلیګو کې د انګلستان قضایي استازی. Abe Martin اېب مارټېن له ۱۹۰۴ تر ۱۹۳۷ پورې، د متحده ایالتونو په ورځپاڼه کې خپره شوې د کیسو بیانونکې د کارتوني رسامي ده. Abe Martin اېب مارټېن (۱۹۰۶–۱۹۹۷)، د متحده ایالتونو په ایلینوا ایالت کې، د فوټبال، باسکېټ بال او بېس بال روزنکی وو Abe Martin اېب مارټېن (۱۹۰۸–۱۹۷۹)، د متحده ایالتونو په تکزاس ایالت کې، د فوټبال روزونکی او مدیر وو....
Alias – اېلیس – ۲۰۱۳ کې مستند فلم

Alias – اېلیس – ۲۰۱۳ کې مستند فلم

ټولې لیکنې
د کاناډا مستند فلم دی. ډایرېکټر یې میشېل لاټیمر دی. په فلم کې پنځه کاناډایان دی کوم چې د میوزیک په ذریعه له جرم او مخدره موادو د تېښتې هڅه کوي. فلم مختلفې جایزې ګټلي په دې کې د کاناډا سکرین جایزه هم شامله ده.
All-in professional wrestling

All-in professional wrestling

ټولې لیکنې
په انګریزۍ کې ورته د (All-in wrestling) اصطلاح هم کاریږي. په انګلستان کې (catch wrestling) ریسلینګ ته ورته د مسلکي ریسلینګ پیل وو. په ۱۹۳۰ کال کې د (All-In rules) په نامه باندې پیل شو - په دې مانا چې له هېڅ ځایه نیول پکې منع نه وو. وروسته (All In) نوم د داسې ریسلینک مترادف یا هم مانا نوم شو کوم کې چې د ریسلر لپاره هېڅ قانون نشته وو، د قانون د نشتوالي له امله په ۱۹۳۰ لسیزه کې په دې ډول ریسلینګ ډېرو سیمه ایزو چارواکو نیوکې پیل کړې، پایله کې ریسلینګ ته وده ورکونکي په ۱۹۴۷ کې اړ شو چې انګلستان کې (All In) نوم په (Mountevans rules) بدل کړي. دوېم نوم یې د سمندري پوځ د یوه افسر نوم دی څوک چې د ریسلینګ مینه وال او د قانون لپاره یې د کمیټې جوړونکی وو تر څو د چارواکو د نیوکو مخه ډب کړي او له دوېمې نړیوالې جګړې وروسته بیا ځلې د ریسلینګ قانوني کېدو ته لار هواره کړي. مخینه د اووم ایډو...
Alkali Ike’s Auto – الکلای ایکس اوټو

Alkali Ike’s Auto – الکلای ایکس اوټو

ټولې لیکنې
د ۱۹۱۱ کال لنډ کومیډي امریکایی فلم دی. پروډیوسر، لیکونکی او ډایریکټر یې ګېلبرټ اېم برانکو بیلي انډرسن (Gilbert M. 'Broncho Billy' Anderson) دی. ستوري یې اوګوسټوس کارني او هاري ټاډ (Augustus Carney and Harry Todd) دي. د ۱۹۱۱ کال د مې په ۲۰ نېټه خپور شوی. بې غږه ژبه پکې کارېدلې. ټول ۱۱ دقیقې دی. په متحد ایالتونو کې خپور شوی. اداکاران Augustus Carney Harry Todd Margaret Joslin Arthur Mackley Victor Potel John B. O'Brien Fred Church
“All God’s Children” Campaign – “د خدای ټول بچیان” کمپاین

“All God’s Children” Campaign – “د خدای ټول بچیان” کمپاین

ټولې لیکنې
د متحده ایالتونو په سوېل کې، د بشري حقونو کمپاین دی. موخه یې د مذهبي ډلو ننګول او د همجنسبازانو ترمنځ واده کولو ملاتړ دی. د خلکو زهن کې د همجنسبازانو په اړه د نظر بدلون رامنځته کول دي، دهمجنسبازانو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکول دي، د همجنسبازانو له زورولو خلک راګرځول دي. اوږدمهاله موخه یې په راتلونکې کې قانون کې د همجنسبازانو لپاره له نورو سره د مساوي حقونو غوښتنه ده. د متحده ایالتونو په میسي سيپي، الاباما او ارکانساس کې فعال خوځښت دی. له دې پرته په هغو ایالتونو کې هم فعالیت لري د کومو چې قانون کې د همجنسبازانو لپاره د کور کرایه کولو، دندې لرلو او واده کولو اجازه یا قانون کې یادونه نشته. مخینه د متحده ایالتونو سوېل د شمال په پرتله په کلتوري توګه ډېر محافظه کار دی. په ۲۰۰۰ لسیزه کې د متحده ایالتونو ډېری ایالتونو د همجنسبازانو واده قانوني کړ خو سوېل کې ایالتونو پرې بندیز ولګوه. له ۲۰۰۳...
All My Friends – زما ټول ملګري

All My Friends – زما ټول ملګري

ټولې لیکنې
زما ټول ملګري ممکن لاندې یادو شوو ته رجوع کوي : All My Friends (House of Freaks EP), 1989 "All My Friends" (LCD Soundsystem song), 2007 "All My Friends" (Madeon song), 2019 "All My Friends" (Snakehips song), 2015 "All My Friends" (The Revivalists song), 2018 "All My Friends", a song by 21 Savage from I Am Greater than I Was "All My Friends", a song by Broken Social Scene from EP to Be You and Me "All My Friends", a song by Counting Crows from This Desert Life "All My Friends", a song by Frenship, 2021 "All My Friends", a song by Jacob Sartorius from The Last Text EP "All My Friends", a song by Our Lady Peace from Spiritual Machines "All My Friends", a song by Owl City from Cinematic "All My Friends", a song by Pavement from Crooked Rain, Crooked R...
We Feel Fine – مونږ ښه احساس کوو

We Feel Fine – مونږ ښه احساس کوو

ټولې لیکنې
جوناتان هریس او سېپ کاموار په ۲۰۰۵ کې جوړه کړې ویبپاڼه ده، په ۲۰۰۶ کې یې خپلې چارې پکې خپرې کړې. په انټرنیټ کې ویبپاڼه هر لس دقیقې پس د انسان د احساساتو په اړه لټون کوي او په هر بلاګ او ویبپاڼه کې خپره شوې لیکنه لټوي او له موندلو وروسته یې پایله ښي. په ۲۰۰۹ کې یاده ویبپاڼه په کتاب بدله شوه.   مخینه د ۲۰۰۵ کال په اګسټ کې یې بنسټ سېپ کاموار او جوناتان هریس ایښی. موخه یې د لیکنو او هنري چارو په انټرنټ کې لټون او یوې ویبپاڼې ته مالومات راغونډول وو. د ۲۰۰۶ کال د مې په اتمه نېټه ویبپاڼه چمتو او په رسمي توګه خپره شوه. په ۲۰۰۹ کې یې د پاڼې له لارې موندنې په "مونږ ښه احساس کوو" کتاب بدلې کړې....
Cobot – کوبوټ

Cobot – کوبوټ

ټولې لیکنې
بل نوم یې (collaborative robot) دی مانا یې له دوه یا ډېرو داسې برخو جوړ چې له یو بل سره مرسته یا همکاري کوي. داسې ربوټ دی چې له انسان سره په یوه ګډ چاپېریال کې د فعل او انفعال وړتیا لري. هغه روبوټونه کوم چې په صنعت کې له انسان څخه په جلا ځای کې کار ترې اخیستل کیږي له کوبوټ ربوټ سره توپیر لري. د دې لپاره چې چلند یې محفوظ وي د کم وزن توکي، ګرد کونجونه، د سرعت او ځواک محدودیت، سېنسورونه او ځانګړي سافټوېر پکې کارېدلي.   ربوټ دوه ډوله وي : یو صنعتي ربوټ وي او په صنعتي چاپېریال کې د اوتومات ماشین په توګه کار ترې اخیستل کیږي، بل د خدماتو ربوټ وي په کور او مسلک کې کار ترې اخیستل کیږي. کوم چې د خدماتو ربوټ وي کوبوټ ګڼل کیږي ځکه چې انسان سره یو چاپېریال کې چارې پر مخ وړي.   کوبوټ د ډېرو موخو لپاره کارېدلای شي لکه په عامه ځایونو کې د مالوماتو لپاره، لکه تعمیرونو کې د ټرانسپورټ ا...