ټولې لیکنې

Earthquake – ځمکلړزه یا زلزله

Earthquake – ځمکلړزه یا زلزله

ټولې لیکنې
ځمکلړزه په انګریزۍ کې ورته (quake, tremor or temblor) نومونه هم اخلي. د ځمکې د سطحې لړزه ده د رامنځته کېدو لامل یې د ځمکې په لیتوسفیر کې د انرژي ناڅاپه ازادېدنه یا خپرېدنه ده، د انرژي خپرېدو سره لړزه اي څپې (seismic waves) رامنځته کیږي. لړزه اي څپې د انرژي څپې دي کومې چې د ځمکې په طبقو کې تګ کوي، د مګما له خوځښت سره، له اورشیندنې، زلزلې یا ځمکلړزې سره، د ځمکې د یوې لویې تنې له ښوېدنې سره، د انسان لخوا د ځمکې داخلې کې د چاودېدونکو په ذریعه چاودنې سره لړزه اي څپې مل وي. د ځمکلړزې کچه ممکن ډېره کمزورې وي او انسان یې احساس نشي کړای، ممکن ډېره ځواکمنه وي او د ځمکې په سر توکي ولړزوي، له کورونو نیولې تر کلیو او یا لویو ښارونو پورې ویجاړ کړي. د یوې سیمې د لړزه اي څپو فعالیت فریکونسي ده. په انګرېزۍ کې (tremor) زلزلې ته وايي خو دا کلیمه د (non-earthquake seismic rumbling) لپاره هم کاریږي. ځمکلړزه...
Maurice G. Dantec – موریس جورج دانتېک

Maurice G. Dantec – موریس جورج دانتېک

ټولې لیکنې
د ۱۹۵۹ کال، د جون په ۱۳ نېټه د فرانسې په ګرونوبل کې زېږېدلی او د ۵۷ کلنۍ په عمر د ۲۰۱۶ کال د جون په ۲۵ نېټه مړ شوی. فرانسه کې پیدا شوی کاناډایی د ساینسي افسانو لیکوال او سندر غاړی وو.   بیوګرافي د فرانسې په ګرونوبل کې زېږېدلی. پلار یې جورنالست او مور یې په لاس د خامک کنډونکې وه. پیل کې یې ژوند له پاریس سره نږدې په (Ivry-sur-Seine) سیمه کې کړی دی. کله چې په لیسه کې وو نو له (Jean-Bernard Pouy) سره اشنا شو چا چې د تور ناول یا د جرمي داستانونو په اړه لیکل کول موریس هم په همدې ډول لیکنو کې علاقه پیدا کړه. کله چې په ۱۹۷۰ لسیزه کې له کالج فارغ شو نو د فرانسوي پنک راک یوه ډله یې جوړه کړه او نوم یې (État d’urgence) پرې کېښود مانا یې “بیړنی حالت” ده. په ۱۹۷۷ کې ډلې خپل نوم (Artefact) ته بدل کړ د نوم له بدلون سره سره یې د پنک راک مفکورې ته ادامه ورکړه. د (Suicide, Devo, Kraftwerk, Tal...
Ifeoma Ozoma – اېفې یوما اوزوما

Ifeoma Ozoma – اېفې یوما اوزوما

ټولې لیکنې
په کال ۱۹۹۱ کې زېږېدلې. د امریکا د عامه پالیسۍ متخصصه، د ټکنالوجي په صنعت کې د پانګه اچونکو د حقونو مدافع ده. له پېنټرېسټ سره یې دوه کاله د عامه پالیسۍ په برخه کې کار وکړ خو دوه کاله وروسته یې له پوسټ استعفا وکړه او ادعا یې وکړه چې شرکت کې له متعصب چلند سره مخ وه. له خپلې دندې وروسته یې د (Earthseed) په نوم د مشاورې شرکت پرانیست او د هغو کار کوونکو مدافع وه چې ادارو او شرکتو کې یې کار کوه او د همدې ادارو د ناقانونه فعالیت په اړه یې رازونه افشا کول. مخکې ژوند او زده کړې په الاساکا او شمالي کارولینا کې لویه شوې. مور او پلار یې له نایجریا امریکا ته کډوال شوي. په (Choate Rosemary Hall) لیسه کې یې زده کړې کړي، په ۲۰۱۵ کې یې په سیاسي ساینس کې له (Yale University) څخه لیسانس ترلاسه کړی. له لیسانس وروسته یې په واشنګټن ډي سي کې له ګوګل سره د عامه پالیسي په برخه کې کار پیل کړ، ګوګل ...
Thalamus – تالاموس

Thalamus – تالاموس

ټولې لیکنې
د یونانۍ ژبې له (θάλαμος) کلیمې اخیستل شوی مانا یې جوف ده. له خړې مادې جوړه تنه ده. د مغز د مخکینې برخې د ( diencephalon) په وروسته برخه کې واقع دی. له (hypothalamus) سره مجاور حالت کې دی. د درېم کورټیکس په دواړو طرفونو کې د مغز د ساقې له پاسه موجود وي. له تالاموس څخه ټولو لوریو کې سېرېبرل کورټېکس ته عصبي فایبرونه غزېدلي کوم چې غوټو ته ورته د شبکې په څېر د مالوماتو تبادله ممکنه کوي.   تالاموس مختلفې دندې لري : دنده یې له (cerebrum) او شوکي نخاع تلونکي او بېرته ورته راتلونکو مالوماتو ته پروسس ورکول دي. خبرتیا او د چاپېریال په اړه پوهېدنه هم تظیم کوي. د بوي د حس کولو له سیستم پرته تالاموس تقریبا له ټولو حسي سیستمونو مالومات ترلاسه کوي. دموټور یا د خوځښت د سیستم په کنټرول کې هم لویه ونډه اخلي. که تالاموس زیان وویني د تل لپاره د کوما لامل کیږي. حسي سګنالونه ترلاسه کوي او لیږي، د خوځ...
Mohammad Ahmad Qaderi – محمد احمد قادري

Mohammad Ahmad Qaderi – محمد احمد قادري

ټولې لیکنې
د ۱۹۵۸ کال د ډسمبر په ۲۵ نېټه د پاکستان په سند ایالت کې زېږېدلی. د پاکستان په کراچۍ پوهنتون کې د سیاسي چارو کار پوه او د پوهنتون سیاسي څانګې ریس دی. مخکې یې په نظیر حسین پوهنتون کې دنده لرله. په شمالي امریکا، کاناډا او بحرین کې د اسلامي زده کړو او د کلتوري څېړنو د مرکز بنسټګر دی. د عصري نړۍ او اسلام په اړه یې زیات شمېر کتابونه لیکلي. بیوګرافي په ۱۹۵۸ کې د پاکستان په سند ایالت کې زېږېدلی، په قوم هاشم دی. مور او پلار یې د هند په حیدر اباد کې اوسېدل وروسته پاکستان ته راغلل. د احمد قادري مشر ورور حفیظ محمد عبدالله قادري هم پخوا د کراچۍ په پوهنتون کې د سیاسي څانګې ریس تېر شوی. ورور یې په پاکستان کې لمړی ړوند پي اېچ ډي لرونکی محقق ګڼل کیږي. پلار یې شیخ میا باچا قادري کله چې پاکستان ته راغی کوچنیانو ته یې وړیا قراني زده کړې ورکولې او د نفقې پوره کولو لپاره یې د لوبو توکي...
Carlos Andrés Segovia – کارلوس اندرېس سېګویا

Carlos Andrés Segovia – کارلوس اندرېس سېګویا

ټولې لیکنې
د ۱۹۷۰ کال د مې په ۲۲ نېټه زېږېدلی. د هسپانیا اشراف، اکاډمیک شخصیت، په فلسفه کې تخصص لرونکی او د مذهبونو مطالعه کوونکی دی. لس کاله یې د انتیک دورې د پای په مذهبونو کار کړی. په خپلو چارو کې یې فرقه اي پولو ته، د هویت ښودونکو ابزارو ته، د دلایلو ستراتیژي ته، د مذهبي مفهموم جوړونې، دوه رګه توب یا ترکیب او په سرچینه کې ابهام ته ځانګړې کتنه، له پردیو یا له خپل ځانه توپیر لرونکو ویره کوم چې اوس هم په مذهبیانو کې موجود دي کتنه کړې. د کارلوس اندرېس څېړنې د درې متقاطع محورونو پر بنسټ شوي : د فلسفه، د خلکو پېژندنه یا انتروپولوجي او مذهب مطالعه....
Benjamin Valentino – بېن جامېن والنتینو

Benjamin Valentino – بېن جامېن والنتینو

ټولې لیکنې
په کال ۱۹۷۱ کې زېږېدلی. په (Dartmouth College) کې استاد او د سیاسي چارو کار پوه دی. په ۲۰ پېړۍ کې د ټول وژنې په اړه یې د ( Final Solutions: Mass Killing and Genocide in the 20th Century) په نوم په ۲۰۰۴ کې کتاب خپور کړ. کتاب ته یې ډېرو اکادمیکو رسنیو بیا کتنه کړې. په خپل کتاب کې یې د واکمن د نظریاتو په پرتله د واکمن انګېزې ته کتنه کړې او انګېزه یې د واکمنانو لخوا د ټولوژنې عمده فکتور ګڼلی. والنتینو په دې اند دی چې سیستم کې رسیزم او پارانویا (paranoia) ځای لرل د واکمن باورونه جوړوي او د ټول وژنې توجیه کوي.   پارانویا (paranoia) د زهني تکلیف یو حالت دی په کوم کې چې انسان د بل ازارول، شکنجه کول او مړه کول یا هم سارایي محکمو کې وژل په خپل فکر کې منطقي کړنه ګڼي، بې وجې بې دلیله له نورو سره حسادت، کینه او بخالت لري، خپل ځان ته تر نورو زیات اهمیت ورکوونکی او ځان تر نورو لوړ ګڼي، پارانوی...
Javaune Adams-Gaston – جېون اډامز ګاسټن

Javaune Adams-Gaston – جېون اډامز ګاسټن

ټولې لیکنې
د امریکا اروا پوهه او د پوهنتون مدیره تېره شوې. اوسمهال د ( Norfolk State University) پوهنتون اوومه ریسه ده. په (Iowa State University) پوهنتون کې یې خپله پي اېچ ډي کړې. له فراغت وروسته یې په (University of Maryland) پوهنتون کې ۲۵ کاله په مختلفو پوسټونو کار کړی چې په دې کې اروا پوهه، د اکاډمیکو چارو ریسه، د سپورتي مدیر همکاره، مالي مدیره شامل دي. کله چې په ۲۰۱۹ کې د (Norfolk State University) ریسه شوه نو د پوهنتون محصلینو او استادانو لپاره یې له لویو شرکتونو د مالي مرستې غوښتنه وکړه د پوهنتون په ټول تاریخ کې تر ټولو لویه مرسته (MacKenzie Scott) وکړه د مرستې مقدار ۴۰ میلیونه ډالر وو، په نوبت سره مایکروسافټ، نېټ فلېکس، اپل شرکت، ای بي اېم او د انرژي یو شرکت هم مرستې وکړې. د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې له جو بایډن سره ځانګړې لنډمهاله دنده لرله....
Michael F. Steger – مایکل اېف سټیګر

Michael F. Steger – مایکل اېف سټیګر

ټولې لیکنې
په (Colorado State University) کې د اروا پوهنې استاد او د (Center for Meaning and Purpose) مدیر او بنسټګر دی. د چارو تمرکز یې " له مانا په ډک ژوند، په ژوند کې مانا او موخه " باندې دی. د اروایي معیارونو او طریقو په کارولو یې په ژوند کې مانا پوښتنلیک یا پوښتنپاڼه جوړه کړې. په ۲۰۰۵ کې یې له (University of Minnesota) پوهنتون څخه د شخصیت په اروا پوهنه کې او د مشاورې په ارواه پوهنه کې پي اېچ ډي تر لاسه کړې. د (Board of Directors for the International Positive Psychology Association) غړی دی او اوسمهال د اروا پوهنې لپاره په یوه بلاګ لیکلو کې هم ونډه لري. تر اوسه یې درې کتابونه لیکلي د کتابونو نومونه یې لاندې دي : Designing Positive Psychology: Taking Stock and Moving Forward د مثتبې اروا پوهنې طرحه کوونه : کلي ارزونه او مخکې تګ - په انګریزۍ (take stock) د یوه ځانګړي حالت، مخکې له ...
Chris Lonsdale – کرېس لونس ډېل

Chris Lonsdale – کرېس لونس ډېل

ټولې لیکنې
په نیوز لنډ کې زېږېدلی. په لیکنو کې ټولې چارې یې د ټیم د مشرانو او رهبرانو لپاره هر عمل ته په بریالي او چټک عمل العمل متمرکزې دي. تر ۲۰ زیاتو پروژو باندې یې کار کړی په دې کې د بيجینګ ۲۰۰۸ اولیمپیک لپاره د (Coca-Cola's Olympics Project) پروژه هم شامله ده. اروا پوه، ژبپوه او استاد دی. په خپل ځان یې چینایي نوم (龙飞虎) هم ایښی، د چینایي نوم مانا یې ښامار پړانګ ده. د کنګ فو زده کړه یې په انګلیسي جوړه کړه او نوم (Kung fu English learning system) پرې کېښود. په ۱۹۸۰ کې له (University of Canterbury) فارغ شوی. وروسته یې په هارډورډ پوهنتون کې خپله پي اېچ ډي پیل کړه او د چین په اړه یې موندنو ته مخه کړه. په ۱۹۸۴ کې هانګ کانګ ته ولاړ، په ورته وخت کې یې د (少林寺民间故事) کتاب ژباړه پیل کړه مانا یې " د شاولېن مذهبي ماڼۍ کیسې " ده. د چینایي ژبې له کانتوني لهجې زده کولو وروسته یې د درېم غوږ (The Third Ear) په نامه ...

Terminal end bud

ټولې لیکنې
لنډیز یې (TEBs) دی. په لوړه کچه د تکثیر وړ جوړښت دی، د تیانو د شیدو د کانالونو په پای کې وي، د شیدو د مرغړیو په وده کې ونډه اخلي. کله چې انجلۍ بلوغ ته رسېدو کې شي دا جوړښت یې د شیدو د کانالونو د شبکې په جوړیدو کې مرسته کوي.
Posterior cerebral artery

Posterior cerebral artery

ټولې لیکنې
په مغز کې واقع د سرو رګونو شبکه ده، لنډیز یې (PCA) دی. د (circle of Willis) لاندې برخه جوړوي. د مغز (occipital lobe) او د مغز وروسته برخې ته اکسیجن لرونکې وینه لیږدوي. ډېرې حیاتي څانګې لري. څانګې یې په درې کټګوریو کې وېشل شوي د هرې څانګې کټګوري ته یې (central, the choroidal, and the cortical branches) نومونه اخلي. په (posterior cerebral artery) کې د وینې لخته کېدنه رامنځته کیدای شي او له خپل ځان سره زیات شمېر علایم لرلای شي لکه د لید له لاسه ورکول، سر ګزېدل، د حافظې له لاسه ورکول او د ژبې اختلال. د سرو رګونو په دې شبکه کې (posterior and anterior communicating arteries, middle cerebral, anterior cerebral, internal carotid arteries) او ځینې نور رګونه هم شامل دي. جوړښت څانګې یې په دوه سیټونو (ganglionic and cortical) وېشل شوي - (cortical) مانا هر هغه څه چې د مغز د (cerebrum) ...
Cooper’s ligaments – د کوپر لېګامنټ

Cooper’s ligaments – د کوپر لېګامنټ

ټولې لیکنې
په انګریزۍ کې ورته دوه نور نومونه (the suspensory ligaments of Cooper and the fibrocollagenous septa) هم اخلي. په تیانو کې نښلونکي نسجونه دي، نوم یې د (Astley Cooper) له نوم څخه اخیستل شوی چا چې په کال ۱۸۴۰ کې په لمړي ځل تشریح کړي. که چېرې د (diffraction tomography) تخنیک وکارول شي نو اناتومي یې لیدل کیدای شي. دې ته مو پام وي چې بل لیګامنټ هم د کوپر په نامه شته او دوه نومونه (pectineal ligament and inguinal ligament of Cooper) ورته اخیستل کیږي، دواړه یو لیګامنټ نه دی یوازې دواړه خپل نوم کې ګډ ایپونیم (eponym) لري - ایپونیم داسې کس، ځای یا شي ته وایي چې له نوم څخه یې د بل ځای یا شي نوم اخیستل شوی وي. همداسې کله نا کله د اولنار هډوکي دوه اړخیزه لیګامنټ (ulnar collateral ligament) متقاطع برخې ته هم د کوپر لیګامنټ نوم اخیستل کیږي. جوړښت د وږې له هډوکي غزېدلی، د سینې په...
Radial carpal collateral ligament

Radial carpal collateral ligament

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې ورته دوه نور نومونه (radial collateral ligament or external lateral ligament) هم اخلي. د لېچې د رډیس هډوکي د سټیلویډ بهیر له څوکې غزېدلی او له سکافویډ هډوکي سره نښتی. سکافویډ هډوکي ته پخوا (Navicular bon) اخیستل کېده. د رډیس له رګونو سره اړیکه لري، یاد رګونه لېګامنت له ټېنډون جلا کوي. د دې لېګامنټ دنده د اولنار هډوکي د تاوېدو یا نحراف مخنیوی دی. په مړوند کې (scaphoid) یو کوچنی هډوکی دی دې برخه کې ټولو کوچنیو هډوکو ته (carpal bones) نوم اخلي. سکافویډ هډوکی د لاس د پنجې او لېچې ترمنځ د ګټې ګوتې لور کې واقع وي. شکل او کچه دواړه یې د کاشیو بادام، هندي بادام او یا ځمکني بادام په څېر دي.   په لاس کې (radial carpal collateral ligament) دسکافویډ هډوکی او (radial styloid process) ترمنځ اتصال کوي یا دواړه خپلمنځ کې نښلوي. دا لېګامنټ مړوند نه پرېږدي چې د ګټې ګوتې ب...
Collateral ligament of interphalangeal articulations of hand

Collateral ligament of interphalangeal articulations of hand

ټولې لیکنې
د لاس په هره ګوته کې درې (phalange) هډوکي وي، کوم چې د ګوتې په څوکه کې دی د (distal) په نامه یادیږي، کوم چې د ګوتې په منځ کې دی د (intermediate) په نامه یادیږي کوم چې لاس یا رغوي ته نږدې دی د (proximal) په نامه یادیږي. د ګوتو د هډوکو ترمنځ مفصلونو ته (interphalangeal joints) وایي. دا لېګامنټ فایبري بېنډونه دي او د ګوتې د مفصلونو یو بل څنګ کې موجود وي. دا لېګامنټ دوه سېټونه لري او هر سېټ یې د ګوتې په جلا مفصل کې وي د (distal interphalangeal joints) مفصل د ګوتې د منځي هډوکي او د ګوتې د څوکې د هډوکي مفصل دی، د (proximal interphalangeal joints) مفصل د ګوتې د منځي هډوکي او د ګوتې د لمړي هډوکي ترمنځ مفصل دی. د ګوتو مفصلونه ګوتو ته د قاتېدو او پراخېدو وړتیا ورکوي، د ګوتې د څوکې لخوا لمړی مفصل تر ۲۰ درجو زیات نشي قاتېدلای....
Anterior cecal artery

Anterior cecal artery

ټولې لیکنې
په انګریزۍ کې یې املا (anterior caecal artery) هم لیکل کیږي. د وړې او غټې کلمې له برخې سره وړه نښتې کیسه (cecum) ده همدا برخه د غټې کلمې پیل دی او وړه کلمه له غټې کلمې سره نښلوي. د (cecum) مخکینۍ برخې ته په اکسیجن غني شوې وینه لیږدوي - د (cecal artery) رګ د (ileocolic artery) یوه څانګه ده، همداسې (ileocolic artery) رګ د (superior mesenteric) څانګه ده کوم چې په خپل نوبت له (abdominal aorta) څانګه شوی.
Lists of animals – د ژو نوملړونه

Lists of animals – د ژو نوملړونه

ټولې لیکنې
ژوي کثیر الحجروي یوکاریوټ ژوندي موجودات (multicellular eukaryotic organisms) دي کوم چې بیولوجیکي انیمالیا کینګډم (kingdom Animalia) جوړوي – یوکاریوټ هغه ژوندي دي چې حجره یې هسته لري او په غشاء پوښل شوې وي. پرته له یو څو ژو نور ټول ژوي عضوي توکي مصرفوي، اکسیجن تنفس کوي، د خوځښت وړتیا لري، د مثل تولید کوي، د جنیني ودې موده کې د حجرې له کروي خالیګا وده کوي کومه چې د بلستولا (blastula) په نامه یادیږي. تر اوسه په اوسمهال کې ژوندي تقریبا ۱.۵ میلیونه د ژو ډولونه تشرېح شوي په دې ټولو کې تقریبا یو میلیون حشرې دي. ټولټال تقریبا ۷ میلیونه د ژو ډولونه اټکل شوي. د ژو د بدن کچه  له ۸.۵ میلي اونت (millionth) نه نیولې تر ۳۳.۶ متره پورې اوږده شته. د ژو مطالعې ته زولوجي وېل کیږي.   ژوي له باکتریا (bacteria) او د باکتریا له (deoxyribonucleic acid, or DNA) چې په غشاء محدوده هسته کې موجود وي توپیر لر...
List of rodents – د شخوند وهونکو نوملړ

List of rodents – د شخوند وهونکو نوملړ

ټولې لیکنې
د لاتیني ژبې له (rodere) کلیمې یې نوم اخیستل شوی، مانا یې "په ثنایا غاښونو پرې کول یا خوله لګول" ده. د شخوند وهونکو د ډلې تی لرونکي دي. ځانګړنه یې په لاندې او پورته هره ژامه کې د یوې جوړې د ثنایا غاښونو دوامداره وده ده. د تی لرونکو د ډولونو تقریبا ۴۰ % ډولونه شخوند وهونکي تی لرونکي دي. اصلي ځای یې له نیوزلنډ او ځینې سمندري ټاپوګانو پرته د نړۍ ټولې لویې وچې دي خو دې ټاپو ګانو او نیوزلنډ ته انسانانو سره انتقال شوي. د شخوند وهونکو د ژوند طریقه او ایکولوجي له یو بل سره ډېر توپیر لري او تقریبا د وچې هر ډول چاپېریال کې پیدا کیږي، په انسان جوړ کړي چاپېریال کې هم ژوند کوي. د شخوند وهونکو ځینې ډولونه ونه کې ژوند کوونکي دي، ځینې یې کندې یا سمڅې وېستونکي دي، ځینې ډولونه یې نیمه لامبو وهونکي او ځینې ډولونه یې په وروستیو پښو ټوپ اچونکي دي. تقریبا ټول شخوند وهونکي خپله کې ګډې ځانګړنې لري لکه د ثنایا غ...
Anorexia nervosa – له چاغېدو او خوړو د ویرې بې نظمي

Anorexia nervosa – له چاغېدو او خوړو د ویرې بې نظمي

ټولې لیکنې
کوم خلک چې په دې بې نظمي اخته دي که ډېر بې کچې ډنګر هم وي ګمان کوي چې ډېر چاغ یا څورب دي او یا به څورب شي. د وزن کمولو او یا کم ساتلو لپاره کم خواړه خوري. که خوراک هم کوي نو دومره خواړه نه خوري چې بدن خپله اړتیا پرې پوره کړي. تل په دې هڅه کې وي چې وزن کم کړي او څورب نشي. دا ډول خلک خپل بدن ته بې کچې زیان اړوي. د یادې بې نظمۍ د درملنې لپاره مختلفې طریقې شته یوه یې (Maudsley Method) ده دا طریقه ډېره د هغو کسانو لپاره کاریږي چې عمر یې تر ۱۸ یا هم تر دې کم وي. د درملنې پای کې له دریو دوه ناروغان خپله روغتیا ترلاسه کوي او دا ډول وېره پکې ختمیږي. دا ویره تر هرې بلې ویرې د انسان د ژوند ګواښونکې ده. د تشخیص لپاره یې ډاکټران د (Diagnostic and Statistical Manual of Mental Disorders) طریقه کاروي او له هغې وروسته پرېکړه کوي چې په ناروغ کس کې دا ډول ویره شته او که نه. علایم ۱ - دا ډول...
Dassault/Dornier Alpha Jet

Dassault/Dornier Alpha Jet

ټولې لیکنې
سپکه برید کوونکې خو پر مختللې د روزنې جیټ الوتکه هم ده. د فرانسې (Dassault Aviation) شرکت د جرمني له (Dornier Flugzeugwerke ) سره په ګډه جوړه کړې. د فرانسې او جرمني هوایي ځواکونو د روزنې لپاره پېرلي خو نورو هیوادونو د سپکې برید کوونکې الوتکې په توګه تر لاسه کړي. جرمني په ۱۹۹۰ لسیزه کې خپلې تقاوت کړې خو ځینې یې په نورو وپلورلې. ځینې هیوادونو په جګړه کې هم کارولي.   لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۷۳ کال د اکتوبر په ۲۶ نېټه کړې، کارونه یې د ۱۹۷۷ کال د نومبر په ۴ پیل شوې، د ۱۹۷۳–۱۹۹۱ کلونو ترمنځ تولید شوي، د ټولو تولید شوو شمېر ۴۸۰ دی، د یوې الوتکې ارزښت په ۱۹۷۸ کې ۴.۵ میلیونه ډالر وو. د استرالیا، کامېرون، کاناډا، مصر، فرانسې، مراکش، نایجیریا، قطر، تایلنډ، ټوګو، بلجیم، جرمني، پرتګال او انګلستان هوایي ځواکونو ترلاسه کړې وې. انګلستان او پرتګال په ۲۰۱۸ کې او بلجیم په ۲۰۱۹ کې تقاوت کړې خو نور ټول ه...