
Dassault Mirage 2000
د فرانسې د څو موخو لپاره د یوه ماشین لرونکې الوتکه ده، طرحه یې په ۱۹۷۰ لسیزه کې شوې، په دې وخت کې سپکې جنګ کوونکې الوتکې او د (Mirage III) الوتکو ځای نیونکې ګڼل کېدې خو وروسته یې د تولید نور ډولونه د څو موخو لپاره کارېدونکې الوتکې وې او د نړۍ ۹ هوایي ځواکونو هم ترلاسه کړې. جوړونکی شرکت یې (Dassault Aviation) دی، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۷۸ کال د مارچ په لسمه نېټه کړې، کارونه یې د ۱۹۸۴ کال په جولای کې پیل شوې، تر اوسه هېڅ هیواد نه دي تقاوت کړي، د ۱۹۷۸–۲۰۰۷ کلونو ترمنځ تولید شوي، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۶۰۱ دی، د یوې الوتکې ارزښت ۳۰.۶ میلیونه ډالر دی.
په ۱۹۶۵ کې انګلستان او فرانسې تړون وکړ چې خپله کې په ګډه الوتکه جوړه کړي، دوه کاله وروسته فرانسه له پروژې ووتله، کله چې فرانسه له تړون څخه ووتله نو انګلستان له لوېدیځې جرمني او ایټالیا سره د (Panavia Tornado) الوتکې په تولید کې شریک...