ټولې لیکنې

3Xtrim Aircraft Factory

3Xtrim Aircraft Factory

ټولې لیکنې
د پولنډ په سوېل کې په (Bielsko-Biała) ښار کې د الوتکو جوړونکی شرکت دی. په پولنډي کې یې نوم (Zakłady Lotnicze 3Xtrim Sp.z o.o) لیکل کیږي. په ۱۹۹۶ کال کې یې د الوتکو انجنیر (Adam Kurbiel) بنسټ ایښی، د شرکت لمړی نوم یې (Wytwórnia i Naprawa Konstrukcji Lekkich - A. Kurbiel) وو. په ۱۹۹۹ کې یې نوم (Zakłady Lotnicze 3Xtrim Sp.z o.o) ته بدل شو. په ۲۰۱۴ کال کې یې سوداګري له ماتې سره مخ شوه. ټول تمرکز یې د (3X55 and 3X47) الوتکو پر تولید وو.
Iniziative Industriali Italiane

Iniziative Industriali Italiane

ټولې لیکنې
د (3I) په نامه هم یادیږي. د الوتکو جوړونکې د ایټالیا کمپنۍ ده. په ۱۹۴۷ کې د ایټالیا په ټریسټ کې د پیلوټانو یو ګروپ (Meteor S.p.A) جوړ کړ کوم چې د شرکت لمړی نوم هم دی د ګروپ جوړونې موخه دا وه چې د ټریسټ هوایي ډګر کوم چې په دوېمه نړیواله جګړه کې ویجاړ شوی وو بېرته ورغوي. یاد ګروپ د ایټالیا له حکومت څخه د هوایي ډګر جوړونې جواز ترلاسه کړ، په اوسمهال کې دا هوایي ډګر د (Trieste International Airport) په نامه یادیږي.   په پیل کې دې ګروپ د ځینو هغو الوتکو بیا رغونه پیل کړه کومې چې د امریکا له هوایي ځواک څخه اضافه شوې وې او په ورته وخت کې یې ځینې ګلایډر جوړ کړل. په ۲۰۰۸ کې یاد شرکت له افلاس سره مخ شو او په ۲۰۱۲ کې یې د (3I Sky Arrow) الوتکو طرحه په (Magnaghi Aeronautica) شرکت وپلورله....

EADS 3 Sigma Nearchos

ټولې لیکنې
په ۱۹۹۶ کې د یونان ( EADS 3 Sigma) شرکت جوړه کړې بې پیلوټه د منځني واټن لپاره د کشف الوتکه ده. په جوړونه کې یې د یونان پوهنتونونو هم همکاري کړې. د دواړو پوځي او ملکي موخو لپاره کار ترې اخیستل کیږي. پوځ یې د جګړې د ډګر د څار لپاره، د کشف لپاره، د هدف موندلو او په نښه کولو لپاره، د زیان اوښتنې او یا اړونې د ارزونې لپاره او د دوه الو ترمنځ د مخابراتي مالوماتو د لېږد لپاره کاروي. ملکي وګړي یې د جیولوجیکي او سمندري مطالعې لپاره، د طبيعي پېښو او ککړو سیمو د موندنې لپاره، په ځنګلونو او پولو کې د ګشت لپاره او په ځنګلونو کې د اور لګېدنې د موندلو لپاره کاروي.   د وزن ظرفیت : ۹۲ کیلو ګرامه اوږدوالی : ۳.۹۵ متره د وزرو پراخوالی : ۵ متره لوړوالی : ۱.۱۵ متره بې وسایلو وزن : ۶۰ کیلو ګرامه د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۱۱۰ کیلو ګرامه زیات نه زیات سرعت : په...
EADS 3 Sigma

EADS 3 Sigma

ټولې لیکنې
په ۱۹۸۷ کال کې تاسیس شوی شرکت دی، په دې وخت کې یې مرکزي دفتر په اتن ښار کې وو خو تولید یې د کریتي په چانیا کې کوه. په ۲۰۰۲ کال کې یې نوم (EADS 3 Sigma) ته بدل شو په نوم کې یې د اروپا (EADS) ګروپ هم ورګډ شو. مختلف ډوله ډرون الوتکې تولیدوي او نورو هیوادونو ته یې صادروي. د کشف الوتکې او الکترونیکي الوتکې هم تولیدوي. د یونان ځینې پوهنتونو په څېړنو کې له شرکت سره د دې لپاره همکاري کړې چې الوتکو ته انجن جوړ کړي او د ریموټ کنټرول ټکنالوجۍ کې مرسته ورسره وکړي. په ۲۰۱۲ کال کې یې د فعالیت لپاره کافي بودیجه نلرله تر څو خپل فعالیت ته ادامه ورکړي....
3I Sky Arrow

3I Sky Arrow

ټولې لیکنې
د دوه پیلوټانو لپاره ځای لرونکې وړه د کشف الوتکه ده. لوړ جوړ شوي وزرونه لري، د کاربن فایبر سپکې الوتکې دي. جوړونکی شرکت یې (3I) دی. کله چې شرکت له افلاس سره مخ شو نو طرحه یې په ۲۰۱۲ کې (Magnaghi Aeronautica) واخیسته. لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۹۲ کال د جولای په ۱۳ کړې.   د طرحې نوي مالک شرکت یې په وزرو کې د تیلو لویې ټانکۍ اضافه کړې، ایروډاینامیک سیستم یې پکې پر مختللی کړ، برېښنایي سیستم او جوړښتي عناصر یې پکې بدل کړل. اوسمهال کې د څلورو کسانو د کابین جوړولو طرحه باندې هم کار روان دی. ځینې خلک یې د سپورت لپاره ترلاسه کوي. د پولو د څارنې لپاره هم کاریږي. د مختلفو موخو لپاره مختلف ډولونه لري   پیلوټان : دوه اوږدوالی : ۷.۶۰ متره د وزرو پراخوالی : ۹.۶۸ متره لوړوالی : ۲.۵۶ متره د وزرو سطحه : ۱۳.۵ مترمربع وزن : ۶۵۰ کیلو ګرامه زیات نه زیات سرعت : په ساعت ...
Leonardo Helicopters AW249

Leonardo Helicopters AW249

ټولې لیکنې
د ایټالیا برید کوونکې چورلکې دي. په لمړیو څلور چورلکو یې ۴۸۷ میلیونه یورو لګښت راغلی وو. جوړونکی شرکت یې د ایټالیا (Leonardo S.p.A.) دی. د یو ډول په تولید کې یې ترکیه هم شریکه ده. تر ۲۰۲۵ کال پورې به د ایټالیا د مانګوستا چورلکو ځای ونیسي او مانګوستا به ټولې تقاوت شي. په داخل کې د مخابراتو ډیجیټلي پر مختللی سیستم لري.   پیلوټان : دوه د وزن ظرفیت : ۱۸۰۰ کیلو ګرامه د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : له ۷۰۰۰ تر ۸۰۰۰ کیلو ګرامه تر ۳ ساعتو پورې په هوا کې پاتې کېدای شي سرعت : په ساعت کې ۲۵۹ کیلو متره وسلې : ماشینداره OTO Melara TM197B 20mm rotary cannon توغندي RAFAEL Spike پاور پلنټ : دوه ماشینونه لري او هر یو General Electric CT7-2E1 turboshaft, 1,500 kW (2,000 shp)...

Ahrens Aircraft Corporation

ټولې لیکنې
د کلیفورنیا په اوکسنارډ کې، په ۱۹۷۵ کې تاسیس شوی د الوتکو شرکت وو. موخه یې د سیمه ایزې هوایي کرښې لپاره الوتکې چمتو کول وو. وروسته یې د پورټو ریکو حکومت سره د (AR 404) الوتکو د تولید لپاره تړون وکړ, له دوه الوتکو جوړولو وروسته د پورټو ریکو حکومت پرې بودیجه بنده کړه او تولید ودرول شو.
Ahrens AR 404

Ahrens AR 404

ټولې لیکنې
په ۱۹۷۶ کې د امریکا ټولې دوه ۲ الوتکې وې، د ملکي الوتنو لپاره جوړې شوې وې. څلور ماشینونه یې لرل. د الوتکې ټوله تنه تقریبا مستطیل شکل کې وه تر څو په اسانۍ بار پکې ځای او په اسانۍ له بار څخه خالي شي. په لکۍ کې یې د بار پورته کولو او کوزولو لپاره دروازه لرله. د ۳۰ مساپرو لپاره یې ځای لره خو کومه چې د بار وړلو لپاره وه تر ۴ پورې یې ډي ۳ کانتینرونه انتقالولای شول. د جوړېدو لپاره یې د پورټو ریکو حکومت بودیجه ورکړې وه خو کله چې دوه جوړې شوې حکومت بودیجه پرې بنده کړه او نورې تولید نشوې. لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۷۹ کال د اکتوبر په ۲۶ نېټه کړې. جوړونکی شرکت یې (Ahrens Aircraft Corporation) دی.   پیلوټان : دوه خو د ۳۰ مساپرو لپاره یې هم کابین لره اوږدوالی : ۱۶.۸ متره د وزرو پراخوالی : ۲۰.۱۲ متره لوړوالی : ۵.۶۴ متره د وزرو سطحه : ۳۹.۲ متر مربع بې وسایلو وزن : ۴۳۰۹ کیل...
AHRLAC Holdings Ahrlac

AHRLAC Holdings Ahrlac

ټولې لیکنې
نوم یې د (Advanced High Performance Reconnaissance Light Aircraft) لنډیز دی. د سوېلې افریقا وړې د بغاوت ضد او کشف الوتکې دي. جوړونکی شرکت یې (AHRLAC Holdings) دی. لمړۍ الوتنه یې د ۲۰۱۴ کال د جولای په ۲۶ نېټه کړې. تر اوسه دوه لمړنۍ الوتکې جوړې شوي. د یوې الوتکې ارزښت ۱۰ میلیونه ډالر دی. سپکې وړې برید کوونکې او نور ګڼ شمېر فعالیتونه ترسره کوونکې، د کم ارزښت لرونکې الوتکې دي. د ۲۰۱۴ کال د اګسټ په ۱۳ نېټه یې په (Wonderboom Airport) هوایي ډګر کې نندارې ته وړاندې شوې او خپله دوېمه الوتنه یې وکړه د دوېمې الوتنې پر وخت بلې الوتکې څارلې تر څو یې د الوت په اړه کمپیوټر مالومات مستند کړي. په ۲۰۱۶ کې بوینګ شرکت اعلان وکړ چې په دې الوتکو کې همکاري کوي او د (AHRLAC) په نامه یې د برید لپاره پرمختللی ډول جوړوي. لمړۍ داسې الوتکه ده چې ټوله طرحه او د تولید پروسه یې په افریقا کې ترسره شوې.   یادې ال...
Hybrid aerostat – ترکیبي اېروستات

Hybrid aerostat – ترکیبي اېروستات

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې هایبرېډ پیوند، ترکیبي او دوه رګه ته وایي. دلته یې مانا د دوه سیستمونو کارونکی اېروستات دی. دا ډول اېروستات دواړه (static buoyancy) او (dynamic airflow) کاروي تر څو پورته تګ وکړي. د اېروستات په دې ډول کې د تګ لپاره د خوځښت ځواک کاریږي او یا په کیبل تړل کیږي تر څو هوا کې په ولاړ حالت کې پاتې شي. که چېرې څرخونه پکې وکارول شي نو چورلکه هم ترې جوړېدای شي.   د الوتنې د ممکنه کولو لپاره باید ګاز د اتموسفېر د هوا په پرتله کم غلیظ وي. کوم بالون چې د تودوخې په ذریعه الوتنه کوي لاندې پای یې پرانیستی وي. په بالون کې عام کارېدونکي ګازونه هایدروجن، د سکرو او هلیم ګازونه دي....
Balloon – بالون

Balloon – بالون

ټولې لیکنې
یو بې ځواکه یا ځواک نه کارونکی اېروستات دی. د خوځښت لپاره کوم ځواک نه کاروي. د باد په ذریعه ازاد تګ کوي او یا په کیبل تړل شوی وي. دوه ډولونه لري سپورتي بالون او د هوا پېژندنې بالون. ډېری وخت کامرې هم پکې نصب کیږي او د امنیت لپاره کاریږي. په انګرېزۍ کې د (blimp) نوم هم ورته اخلي. کوم چې د امنیت لپاره کاریږي په انګرېزۍ کې ورته د (observation balloon) نوم اخلي، کوم چې د بلې الوتکې د برید د مخنیوي لپاره کاریږي د (barrage balloon) نوم ورته اخلي، کوم چې د هوا پېژندنې لپاره کاریږي د (meteorological balloon) نوم ورته اخلي، کوم چې د جاسوسي لپاره کاریږي د (espionage balloon) نوم ورته اخلي، د اورلګونې یا چادونې بالون ته (fire balloon) نوم اخلي....
Aerostat – اېروستات

Aerostat – اېروستات

ټولې لیکنې
نوم یې له دوه یونانۍ کلیمو ترکیب شوی. د (ἀήρ – aer) مانا هوا ده او د (στατός – statos) مانا درېدنه ده. د هوا په پرتله سپکه الوتکه ده کوم چې د خپل الوت کوونکي ګاز په ذریعه پورته تګ کوي. دوه ډوله بالونونه دي یو ډول یې د ځواک په ذریعه الوت کوي د هوایي بېړۍ (airship balloon) په نامه یادیږي او بل ډول یې له ځواک پرته الوت کوي او یوازې بالون نوم ورته اخیستل کیږي. ممکن تړل شوی وي او یا په هوا کې ازاد وي. د دې ډول الوتکو غلظت د اتموسفیر د هوا د غلظت په پرتله کم وي. یو یا څو نري پوښونه وي کوم چې په الوت کوونکي ګآز پړسول شوي وي. په هوایي بېړیو کې کوم پوښ چې ګاز لري په بهرني بل استر باندې د ساتنې لپاره پوښل شوی وي. په اتموسفیر کې افقي خوځښت نه کوي او له همدې امله پرې ایروستات نوم کېښودل شوی او همدا یې د هوا په پرتله درندو الوتکو سره کومې چې د الوتنې لپاره اېروډانامیک ځواک کاروي توپیر دی....
Helicopter – چورلکه

Helicopter – چورلکه

ټولې لیکنې
په عامیانه انګرېزۍ کې چورلکې ته (chopper and helo) نومونه اخلي، د څرخ لرونکې الوتکې یو ډول دی، پورته الوتنه او مخکې توغوېدنه یا مخکې تګ په خپل افقي څرخ کوي، افقي څرخ یې چورلکې ته په عمودي توګه د ناستې او الوت، مخکې او وروسته لور ته د تګ، په هوا کې د ځای پر ځای درېدو (hover) او دواړو اړخونو ته د تګ وړتیا ورکوي. پورته یادې شوې ځانګړنې یې په نورو الوتکو کې نشته او نه هم په داسې سیمو کې الوت او ناسته کولای شي چېرې یې چې چورلکې کوي.   د انګلیسي (helicopter) نوم یې د فرانسوۍ ژبې له (hélicoptère) اخیستل شوی کوم چې په ۱۸۶۱ کې (Gustave Ponton d'Amécourt) په لمړي ځل چورلکې ته کارولی او د یونانۍ ژبې له (ἕλιξ and πτερόν) کلیمو یې اخیستی. د (ἕλιξ ) مانا څرخ او یا د اوبو ګرداو ته ورته خوځښت او د (πτερόν) مانا وزر ده. په انګریزۍ کې چورلکې ته (chopper, copter, helo, heli, and whirlybird) نومونه...
Aviation

Aviation

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې د (Aviation) لغوي مانا د الوتکې فعالیت یا الوت دی. تر دې اوږده مانا او کارونه یې د الوتکې میکانیکي الوت او د الوتکې له صنعت سره ټول تړاو لرونکو فعالیتونو ته وایي. الوتکه کې چورلکه یا څرخ لرونکې هر ډول الوتکه، د ثابتو وزرو الوتکه، قاتېدو وړ وزر لرونکې الوتکه، بې وزرو الوت کوونکې تنه، بالون او هوایي بېړۍ شامل دي. په ۱۸ پېړۍ کې له بالون څخه پیل شوې. په ۱۸۹۶ کې چې کله د جرمني (Otto Lilienthal) په الوتنو کې مخکښ ګلایډر جوړ کړل نو په ټکنالوجۍ کې یې پرمختګ رامنځته شو. په ۱۹۰۰ لسیزه کې (Wright brothers) لمړۍ انجن لرونکې الوتکه جوړه کړه او د الوتکو د صنعت بنسټ یې کېښود. د (Aviation) کلیمه د فرانسې لیکوال او د سمندري پوځ افسر (Gabriel La Landelle) په ۱۸۶۳ کې جوړه کړې.  ...
Psychedelic drug

Psychedelic drug

ټولې لیکنې
د انسان زهن ته یې د اوږدمهاله زیان اړونې په اړه مالومات نشته او تر اوسه یې چې کوم خلک کاروي پرې معتاد شوي هم نه دي خو خو د دې درملو لرل، کارول او یا هم په نورو وېش غیرې قانوني دی.   د (psychoactive drug) درملو هالو سینوجېنېک کلاس دی، بنسټیز اغیز یې د (serotonin 2A receptor agonism) په ذریعه غیرې عادي پوهې یا خبرتیا تحریک او (psychedelic experiences) دی. پورته یاد شوي اغیزونه یې په لید کې، اورېدو کې او اروایي توګه بدلون، د پوهې په حالت کې د تغیر لامل کیږي. په کلاسیک سایکوډلیک درملو کې میسکالین، اېل اېس ډي، سیلو سایبین او ډي اېم ټي موجود وو.   هالوسینوجینیک درمل په څلور کټګوریو (psychedelics, cannabinergics, dissociatives, and deliriants) کې وېشل کېدای شي. څلورواړه کټګورۍ په پوهې او خبرتیا کې مختلف ډوله اغیزونه لري. ډېری درمل یې د کیمیاوي ترکیبونو له درې په یوه کورنۍ کې ...
International MaxxPro

International MaxxPro

ټولې لیکنې
زغره لرونکي موټر دي. د امریکا (Navistar International) شرکت او د اسرایلو (Plasan Sasa) شرکت په ګډه جوړ کړي. د پوځیانو د ځای شتون پکې د کارونې له موخې سره تړاو لري. وروسته برخه کې دوه ټایرونه او مخکې یو ټایر لري او همدې چارې یې د بار انتقالولو ظرفیت لوړ کړی خو ځینې دواړه مخکې او وروسته یو ټایر لرونکي دي. په عراق، سوریه او افغانستان په جګړو کې کارېدلي. په ۲۰۰۷ کال کې جوړ شوي، د ټولو جوړو شو شمېر ۹۰۰۰ دی. یو ډول یې تر ۷.۲ متره او بل ډول یې ۶.۵ متره پورې اوږدوالی لري، سور یې تر ۲.۵ متره او لوړوالی یې ۳ متره دی. د یوه موټر ارزښت تر ۵۵۰۰۰۰ ډالرو دی. افغانستان په ۲۰۱۵ کې ۱۵۵ ترلاسه کړي وو او ۱۵ یې ملي اردو ته ځانګړي کړي وو، پاکستان ۳۲۵ لري خو ۳۷ نور اضافي یې هم خپلو امنیتي ځواکونو ته ورکړي. الجیریا، البانیا ۳۸ لري، بلغاریا ۴، کروشیا ۳۵ او پنځه یې افغانستان ته انتقال کړي، د چک جمهوریت هم په ا...
M1117 Armored Security Vehicle

M1117 Armored Security Vehicle

ټولې لیکنې
په انګریزۍ کې ورته (Armored Security Vehicle) نوم هم اخلي. نړیوال د امنیت زغره لرونکي بکتر بند ټانکونه دي. په ۱۹۹۰ لسیزه کې د متحده ایالتونو د پوځي پولیسو لپاره طرحه شوي. لمړی یې په ۱۹۹۷ کې راڅرګند شو. بهر پوښ یې د ماین له چاودنې سره مقاومت کوونکی دی. له ۲۰۰۱ کال وروسته په عراق او افغانستان کې د امریکا پوځ په لمړي ځل په جګړه کې وکارول. درې ډوله (Mk 19 grenade launcher and M2HB Browning machine gun and M240H Medium Machine Gun) ماشیندارې پرې نصب وي. په ۲۰۱۵ کې د کمانډو لخوا د کارېدونکو موټرو په کورنۍ کې شامل شو. جوړونکی شرکت یې (Textron Marine & Land Systems) دی.   د افغانستان کمانډو ځواکونه ۶۳۴ لري خو د ۵۵ نورو غوښتنه یې هم کړې، د ملي اردو لپاره ۲۵۵ ځانګړي شوي. بلغاریا ټول ۱۷ ترلاسه کړي او له دې څخه ۶ په افغانستان کې کاروي، کاناډا ۵۰۰ ترلاسه کړي، کولمبیا ۳۹ پېرلي، عراق ۲۶۴ ا...
Nahuel DL 43

Nahuel DL 43

ټولې لیکنې
د دوېمې نړیوالې جګړې پر مهال په ارجنټینا کې د منځنۍ کچې جوړ شوی ټانک وو. طرحه کوونکی (Alfredo Baisi) او جوړونکی شرکت یې (Arsenal Esteban de Luca) دی. د ټولو تولید شوو شمېر ۱۲ خو یو یې له لرګي هم جوړ شوی. د نوم مانا یې پیشو پړانګ ده. ماشینداره یې ۷۵ ملي متره او د تاوېدو وړ وه. نوره طرحه یې د امریکا (M4) ټانک ته ورته وه خو د دې ټانک د طرحې کاپي نه وه. په ۱۹۴۰ لسیزه کې د بلجیم او متحده ایالتونو لخوا ارجنټینا ته ارزانه ټانکونه ورکړل شو او له همدې امله یې خپل ټانکونه چې لوړ لګښت یې لره تر ۱۲ محدود کړل.   وزن : ۳۵ ټنه اوږدوالی : ۶.۲۲ متره سور : ۲.۳۳ متره لوړوالی : ۲.۹۵ متره د پنځه کسانو لپاره یې ځای لره : د ټانک چلونکی، د چلونکي همکار، د ماشیندارې چلونکی، میل ته وسله خیژونکی او قومندان د زغرې ډبلوالی : ۸۰ ملي متره زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۴۰ ک...
2C (psychedelics)

2C (psychedelics)

ټولې لیکنې
د (psychedelic phenethylamines) عام نوم (2C) یا (2C-x) دی، د بنزین د کړۍ په دوېم او پنځم موقیعت کې میتوکسي ګروپونه لري. په دې ډول ډېرو ترکیبونو کې د کړۍ په څلورم موقیعت کې لیپوفیلیک جوړونکی جز هم شامل وي، په میتابولیکه توګه ثابت او اوږد مهاله فعالیت کوونکي ترکیبونه دي. ډېری پېژندل شوي (2c) ترکیبونه په ۱۹۷۰ او په ۱۹۸۰ لسیزه کې الکسندر شولګېن (Alexander Shulgin) ترکیب کړي او په خپل (Phenethylamines i Have Known And Loved) کتاب کې یې چاپ کړي. د (2c) لنډیز هم السکندر جوړ کړي د امینو ګروپونو او بېنزین د کړۍ ترمنځ د کاربن دوه اتومونو ته یې (2c) لنډیز کارولی. Nomenclature R3 R4 2D Structure 3D Structure 2C-B H Br 2C-Bn H CH2C6H5 2C-Bu H CH2CH2CH2CH3 2C-C H Cl 2C-C-3 [4] Cl Cl 2C-CN H C≡N 2C-CP H C3H5 2C...
Dexamethasone – ډیکسامیتازون

Dexamethasone – ډیکسامیتازون

ټولې لیکنې
د ۲۰۲۰ کال د جون په ۱۶ نېټه پېتر هار بای د اکسفورډ پوهنتون د طب په نوفیلډ څانګه کې پروفیسر د (COVID -19) هغو ناروغانو لپاره چې اکسیجن ورکول کیږي د ډیکسا میتازون ورکولو تصدیق وکړ. د انګلستان ټولټال ۲۱۰۴ ناروغانو ته به د ورځې یو ځل ۶ ملي ګرامه ډیکسا میتازون ورکړل شي. ډیکسا میتازون د اټوایمیون او پړسوب حالتونو کې له ډېره وخته کاریږي.   سوداګریز نومونه یې (Dextenza, Ozurdex) او ځینې نور نومونه دي. کیمیاوي فورملو یې (C22H29FO5) دی. یو ډول کورټي کوسټیرویډ درمل دي. د زیاتو حالتونو د درملنې لپاره کاریږي په دې حالتونو کې روتیک ستونزې، یو شمېر د پوستکي ناروغۍ، سخت حساسیت، استما یا سا لنډي، د سږو اوږدمهاله ناروغي، په کوچنیانو کې کروپ یا د حنجرې او قصبه الریه پړسېدنه او د سا لنډېدو لامل کېدنه، د مغز پړسوب، د سترګو له جراحي وروسته د سترګو درد، په نري رنځ کې له انتي بیوتیک سره شامل دي. که چېر...